• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خبرو ناکامي د اندېښنې وړ ده

۷ لړم ۱۴۰۴ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۶:۲۵ GMT+۰

ملګرو ملتونو د ترکیې په استانبول ښار کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د خبرو پر ناکامېدو اندېښنه څرګنده کړې ده. د یاد سازمان ویاند ستېفن دوجارېک یوې خبري ناستې ته وویل، هیله لري چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ جګړه بېرته پیل نه شي، حتا که خبرې موقتي ځنډېدلې وي.

د یاد سازمان ویاند،ستېفن دوجارېک د نیویارک په مرکزي دفتر کې د ورځني مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وویل، هیله لري چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ جګړه بېرته پیل نه شي، حتا که خبرې موقتي ځنډېدلې وي.

هغه زیاته کړه: «موږ له ټولو لوریو غواړو چې له زغم او ډيپلوماټیکو لارو چارو څخه کار واخلي، څو د سیمې ثبات ته زیان ونه رسېږي او شخړې د خبرو له لارې حل شي.»

یاده دې وي، چې د پاکستان او طالبانو د استازو ترمنځ په استانبول کې څو ورځنۍ خبرې اترې بې پایلې پای ته رسېدلې دي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۴

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

۵

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

•
•
•

نور کیسې

تهران وايي چې له طالبانو سره یې د بندي ایرانیانو د انتقال په اړه هوکړه کړې

۷ لړم ۱۴۰۴ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۴:۵۴ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریب ابادي کابل ته د خپل سفر پر مهال ویلي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سره یې په افغانستان کې د بندي ایرانیانو د انتقال په اړه هوکړه کړې ده. ایراني چارواکو د طالبانو په زندانونو کې د ایراني وګړو د شمېر په اړه څه نه دې ویلي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلي، چې کابل کې د طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره د لېدنو په ترڅ کې یې د یادې ډلې د بهرنیو چارو وزارت سره په افغانستان کې د بندي ایراني وګړو د انتقال په اړه هوکړه کړې ده.

غریب ابادي ویلي:« هوکړه وشوه، چې د بندي ایرانیانو نوملړ به زموږ سفارت ته وسپارل شي او له هوکړې سره سم به د ایراني بندیانو د انتقال لپاره زمینه برابره شي.»

دغه ایراني چارواکي ویلي، چې له ایران څخه هم د افغان بندیانو د انتقال په اړه هوکړه شوې او یاد بندیان به د خپل زندان پاتې موده په افغانستان کې تېره کړي.

کاظم غریب ابادي زیاته کړې:«ځیني مجرمان هم لرو، چې په حقیقت کې هغه افغان مجرمین دي، چې بېلا بېل جرمونه یې کړې دي. موږ غوښته وکړه، چې یوه مناسبه همکاري د افغان لوري څخه هم په دې برخه کې وشي.»

یاد لوړپوړي ایراني دیپلومات افغانستان ته د خپل سفر پر مهال د طالبانو د سرحدونو قبایلو چارو وزیر په ګډون له ګڼو طالب چارواکو سره هم کتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو، پولې، نشه يي توکو او انساني قاچاق په اړه یې بحثونه کړي دي.

کریم خُرم: د پاکستاني چارواکو رجز ویل او ګواښونه بیخي ډېر شوي

۷ لړم ۱۴۰۴ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۴:۵۲ GMT+۰

د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس کریم خُرم وايي، د استانبول له بې پایلو خبرو وروسته د پاکستاني چارواکو رجز ویل او ګواښونه بیخي ډېر شوي. نوموړی زیاتوي چې جګړه نه د پاکستان او نه هم د افغانستان په ګټه ده.

خُرم د چارشنبې په ورځ، د تلې پر اوومه پر خپل اېکس ولیکل، چې حامد کرزي په ۲۰۰۷ کال کې د اسلام‌اباد پوځي اکاډمۍ کې د وینا پرمهال ویلي وو، چې «افغانستان او پاکستان کولای شي د اروپايي اتحادیې د غړو هېوادونو په څېر، د متمدنو اړیکو له لارې یو له بل سره په سوله کې ژوند وکړي او د ګډې ودې لور ته لاړ شي».

خو خُرم وايي، دا لیدلوری پلی نه شو، ځکه د ده په وینا،د پاکستان مشرانو د نورو د ګټو لپاره د افغانستان د تخریب لاره غوره کړه.

نوموړي زیاته کړې، « نن هم د پاکستان د مشرانو تګلاره په داسې وخت کې جګړه‌طلبانه شوې ده، چې نړۍ د ژور بدلون او احتمالي وېش په پړاو کې ده».

خُرم ویلي، امکان لري نړۍ د «یالتا – ۲» په څېر حالت ته ننوځي او یو ځل بیا د لویو قدرتونو ترمنځ وویشل شي، یا د یوې سترې نښتې لور ته ولاړه شي.

هغه د امریکا او چین د ولسمشرانو د سبانۍ لیدنې یادونه کړې او وايي، دا ناسته به یوازې په سوداګرۍ، اقتصاد او ټکنالوژۍ پورې محدوده نه وي، بلکې جیوپولیتیکي مسایل به هم پکې شامل وي.

د ده په باور، که هلته موافقې وشي یا اختلافات ژور شي، دواړه حالتونه به پر افغانستان او سیمه ژور اغېز ولري.

خُرم پوښتنه کړې، چې « ایا د پاکستان نوې جګړه‌طلبي له دغو نړیوالو بدلونونو سره تړاو لري؟ او اسلام‌اباد یو ځل بیا د نورو د ګټو لپاره افغانستان او پاکستان د یوې نوې فاجعې پر لور بیايي؟».

نوموړي دا احتمال شونی بللی دی.

د کرزي ددفتر پخوانی رییس ټینګار کړی چې افغانستان د خپل تاریخ په یو حساس پړاو کې دی او بریالیتوب یوازې هغه وخت شونی دی چې افغانان په منځ کې متحد او همغږي شي، ټول ملت حکومت خپل وبللای شي او ترڅنګ یې ودریږي.

نوموړي دغه راز په دې برخه کې د افغانستان د باوري متحدینو او ثابت نړیوال دریځ اړتیا په ګوته کړې ده.

پاکستاني کارپوهان: که پر کونړ سیند بند جوړ شي پاکستان ته تلونکې اوبه به ۱۶ سلنه کمې شي

۷ لړم ۱۴۰۴ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۳:۵۵ GMT+۰

د اوبو چارو پاکستاني کارپوهانو او چارواکو اندېښنه ښودلي او وايي، چې که پر کابل او کونړ سیندونو د بندونو جوړولو پلانونه عملي شي، نو په پاکستان کې به د فصلونو لپاره ګڼې ستونزې جوړې کړي. د طالبانو مشر په دې وروستیو کې پر کونړ سیند د بند جوړولو امر کړی.

د پاکستان نیوز ورځپانې په خپل یو راپور کې ویلي، چې افغانستان پر کونړ او کابل سیندونو د بندونو په جوړولو سره کولی شي، چې د ۳،۰۸ تر ۳،۷۰ میلیارده متر مکعب اوبه ذخیره او پراخې ځمکې پرې خړوبې کړي.

د راپورونو له مخې، پاکستان اوس په منځني ډول له کابل سیند څخه هرکال څه باندې ۲۰ میلیارده متره مکعبه اوبه کاروي او که افغانستان د اوبو د زېرمه کولو په پلان کې بریالی شي، نو پاکستان ته تلونکې اوبه به ۱۶ سلنه کمې شي.

د «اندس سیند سیسم ادارې» او د اوبو سرچینو وزارت چارواکي ویلي، چې د کابل سیند د پاکستان د باراني فصل لپاره ځانګړی ارزښت لري او د اوبو د کمښت پرمهال یوازې د جیلم سیند د کرنیزو ځمکو اړتیاوې نه شي پوره کولی.

د یادې ادارې یو چارواکي ویلي:«د جون له ۱۰ مې مخکې د کابل سیند اوبه خورا مهمې دي، ځکه هغه مهال د سند او سویلي پنجاب د ځینو سیمو د کرنې لپاره د تخم پاشۍ پرمهال د اوبو کمښت رامنځته کېږي او د تربېلا بند کې اوبه خورا کمې وي.»

دغه پاکستاني رسنۍ په خپل راپور کې ویلي، چې هند طالبانو ته د افغانستان د اوبو بنسټیزو پروژو لپاره د مالي او تخنیکي مرستۍ په توګه ۱ میلیارد ډالره ژمنه کړې ده، خو په اسلام اباد کې لوړ پوړو چارواکو ویلي، د هند دغه ډول ژمنې د سیاسي موخو لپاره دي، نه د سیمه ییزې همکارۍ لپاره.

د اوبو د برخي پاکستاني کارپوهانو ویلي، طالبان د برېښتا د تولید او کرنې لپاره د اوبو بندونو جوړولو لپاره کافي تخنیکي او مالي وړتیا نه لري«په کونړ یا بل ځای کې د لویې زېرمې جوړول یو سخت کار دی. د اوسنیو سیاسي او اقتصادي حقایقو په نظر کې نیولو سره دا ډېر امکان نه لري چې دغسې پروژې ژر عملي شي.»

د پاکستان د چترال سیند له دغه هېواد څخه له وتلو وروسته د کونړ په سیند بدلیږي او د کابل سیند په بهیدنه کې ۵۰ سلنه ونډه لري.

د اوبو چارو پاکستاني کارپوهانو ویلي، چې د کونړ سیند د هر ډول تعدیل به د دواړو هېوادونو ترمنځ د حقوقي او سیاسي شخړو لامل شي.

پاکستاني چارواکو ویلي، چې پاکستان د نړیوالو کنوانسیونونو له مخې، حق نه لري چې د چترال سیند اوبه په خپله خاوره کې راوګرځوي او د چترال سیند اوبو کې د افغانستان مشروع حق باید په پام کې ونیول شي.

کار پوهانو ویلي، چې دواړه هېوادونه دې خپل اوبیز حقوق د خبرو اترو له لارې وساتي او د یو اړخیزو اقداماتو مخه دې ونیول شي.

د کارپوهانو په وینا، د افغانستان د نفوس د زیاتېدو او د کرنې د اړتیاوو د پراخېدو له امله د اوبو د زیرمو رامنځته کول د کابل منطقي غوښتنه ده.

د راپورونو له مخې، تردې مهاله د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوبو د رسمي وېش هېڅ تړون نشته.

پاکستان کې د باراني فصل پر مهال د اوبو د کمښت په تړاو اندیښنې پر داسې مهال راوړلاړې شوې دي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ له جګړې وروسته د طالبانو مشر ملا هبت الله د خپلې ادارې د اوبو او انرژۍ وزیر ته پر کونړ سیند د بند جوړولو امر وکړ.

طالبانو هر کال له قزاقستان نه د یو ميليون ټنه جوارو د واردولو پرېکړه کړې

۷ لړم ۱۴۰۴ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۳:۱۰ GMT+۰

قزاقستان پلان لري چې افغانستان ته د غلو دانو صادرات ډېر کړي او د جوارو صادرات هم پيل کړي. دا پرېکړه د قزاق – افغان سوداګریز فورم پر مهال په شېمکېنت ښار کې د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزیر او د قزاقستان د مرستیال صدراعظم سېرېک ژومانګرین ترمنځ په دوه اړخیزه غونډه کې شوې.

په دې غونډه کې د دولتي ادارو، مالي بنسټونو او خصوصي سکتور استازو ګډون درلود.

دواړو لوریو د سوداګرۍ، اقتصادي همکارۍ او په ځانګړي ډول د افغانستان لپاره د غلو دانو د صادراتو د پراخېدو په اړه خبرې وکړې.

تمه کېږي چې له قزاقستان څخه د افغانستان بازار ته د غلو دانو صادرات نور هم زیات شي.

قزاق چارواکي وايي، د منګستاو په سیمه کې د غلو دانو ترمينل، چې سږکال یې د ازمايښتي جوپو لېږد پیل کړی، په دې برخه کې مهم رول لري.

اټکل کېږي چې په ۲۰۲۶ کال کې به د دې ترمينل د جوپو اندازه نوره هم لوړه شي، په ځانګړي ډول د افغانستان په لور.

افغانستان نه يوازې د غنمو، بلکې د هر کال شاوخوا يو ميليون ټنه جوارو د پېرلو چمتووالی هم څرګند کړی دی.

قزاقستان په دوديز ډول هر کال افغانستان ته له ۱،۵ تر ۲ ميليونه ټنه غنم او اوړه صادروي. اصلي ترانسپورتي لاره د ازبکستان له لارې ده، خو د بدیلې لارې په توګه د ترکمنستان له لارې د ترانزیت امکان هم څېړل کېږي، څو د عرضې ثبات خوندي شي.

طالبانو تېره میاشت ۶۳ ټانکره بې کیفیته تېل بېرته ایران، ازبکستان او تاجکستان ته ګرځولي

۷ لړم ۱۴۰۴ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۲:۳۰ GMT+۰

د طالبانو د مالیې وزارت وايي، په تله میاشت کې یې د افغانستان له بېلابېلو ګمرکونو څخه د تېلو ۶۳ ټانکره، چې بې کیفیته تېل یې وارد کړي وو، بېرته ایران، ازبکستان او تاجکستان ته ګرځولي دي.

د طالبانو مالیې وزارت نن د چارشنبې په ورځ، د لړم ۷مه، ویلي، چې یادو تېلو د دې ډلې د سټنډرډونو سره سمون نه درلود.

د طالبانو د مالیې وزارت ویلي، چې د یاد وزارت د نفتي موادو د کیفیت او څارني ریاست له خوا د تلې په میاشت کې ۳۷ ټانکره ډېزل او ۱۳ ټانکره پټرول د نیمروز بندر له لارې، ۶ ټانکره ډېزل او ۲ ټانکره پټرول د حیرتان بندر له لارې، ۲ ټانکره ډېزل او دوه ټانکره پټرول د فراه بندر له لارې او ۳ ټانکره پټرول د شیرخان بندر له لارې بېرته ایران، ازبکستان او تاجکستان ته ګرځول شوي دي.

د طالبانو د مالیې وزارت ویلي، چې د نفتي موادو د کیفیت او څارني ریاست د ټاکل شویو معتبرو معیارونو له مخې افغانستان ته د لوړ کیفیت او معیاري نفتي موادو واردولو زمینه برابروي او د بې کیفیته نفتي موادو د واردولو په کلکه مخنیوي کوي.