پر غزې د اسراییل په بریدونو کې ۱۸ کسان وژل شوي

په غزه کې روغتیایي چارواکي وایي، چې د اسراییل په تازه بریدونو کې لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي دي. تر دې وړاندې د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د دغه هېواد پوځ ته امر کړی و، چې په غزه کې خپل بریدونه «پیاوړي» کړي.

نتنیاهو دغه امر وروسته له هغه ورکړ، چې د اسراییل پوځ ادعا وکړه چې په رفح سیمه کې یې پر ځواکونو برید شوی دی.