• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په غور او بلخ ولایتونو کې پنځه کسان په دُرو وهلي دي

۷ لړم ۱۴۰۴ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۸:۲۸ GMT+۰

طالبانو په غور او بلخ ولایتونو کې د «اخلاقي فساد او الکولي مشروباتو» د لېږد په تور د دوو ښځو په ګډون ۵ کسان په عام محضر کې په دُرو ووهل.

د طالبانو سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۷مه) په دوو جلا-جلا خبرپاڼو کې ویلي، چې یاد کسان هر یو په ۳۹ ـ ۳۹ دُرو محکوم شوي وو.
د خبرپاڼې له مخې، د سزا د تطبیق پر مهال د محکمې رییس، قضايي غړو، سیمه‌ییزو چارواکو او ولسي وګړو حضور درلود.
په بلخ کې د طالبانو د ابتدایي محکمې مشر په خپلو خبرو کې خلکو ته د محکمو د پرېکړو د عادلانه‌توب ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې د رشوت او اداري فساد د له‌منځه وړلو لپاره خلک کولی شي همکاري وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کورنیو او نړۍوالو مخالفتونو سره سره، طالبان نږدې هره اوونۍ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ښځو په ګډون لسګونه کسان په دُرو وهي.

ترویج لرونکی

پاکستان د ۱۶۰۰۰ افغان کډوالو د استوګنې موده وغځوله
۱

پاکستان د ۱۶۰۰۰ افغان کډوالو د استوګنې موده وغځوله

۲

طالبي ګومارنې؛ ملاهبت الله د طالبانو د استخباراتو یو کارکوونکی د پکتیکا پوهنتون رییس ټاکلی

۳

پاکستان د افغانستان امنیتي وضعیت ارزونې لپاره خپل سفیر اسلام‌اباد ته وربللی

۴

سرچینې: طالبانو د بدخشان په یفتل کې ۷ ملکي وګړي نیولي دي

۵
روغتیا او ژوند

د روغتیا نړۍوال سازمان: د بودجې کمښت د افغان مېرمنو او ماشومانو روغتیا له ګواښ سره مخ کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبان: له مرکز او ولایتونو مو څه باندې درې نیم زره رواني ناروغان او لېونیان راټول کړي

۶ لړم ۱۴۰۴ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۳:۳۶ GMT+۰
100%

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت مسوولین وايي، د خپل مشر هبت‌الله اخوندزاده له حکم سره سم یې تراوسه ۳۵۸۰ رواني ناروغان او لېونیان راټول او د درملنې او ساتنې په موخه یې سرې میاشتې ریاستونو ته سپارلي دي.

د دغه وزارت ویاند د دې چارې موخه د یوې سالمې ټولنې رامنځته کول او د ټولنیز رواني امنیت ټينګښت بللی دی.

د نوموړي په وینا، د افغاني سرې میاشتې ټولنې د رواني ناروغانو د درملنې او د لېونیانو د ساتنې لپاره ځانګړی او خوندي چاپېریال برابر کړی دی.

هغه زیاتوي، دغه وزارت به په ټولنه کې ټول رواني ناروغان او لېونیان راټول او د درملنې او ساتنې لپاره سرې میاشتې ټولنې ته وسپاري او همداراز یې له هېوادوالو وغوښتل، چې په دې برخه کې له محتسبینو سره همکاري وکړي.

طالبانو له موسسو وغوښتل چې پر یوه ولایت تمرکز ونه‌کړي، بلکې ټولو ولایتونو ته مرستې ورسوي

۶ لړم ۱۴۰۴ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۳:۰۴ GMT+۰
100%

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ملي ادارې ريیس نورالدین ترابي د کډوالۍ نړۍوال سازمان له رييسې میا‌پارک او د ځینو نورو موسسو له استازو سره په کتنه کې وویل، موسسې باید پر یوه ولایت تمرکز ونه‌لري، بلکې د هېواد ۳۴ ولایتونو ته خپلې مرستې ورسوي.

دغې ادارې د سې‌شنبې په ورځ (د لړم ۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل، نورالدین ترابي په دې کتنه کې د کډوالۍ له نړۍوال سازمان څخه وغوښتل، چې ژمنۍ مرستې له همدا اوسه پيل کړي، څو پر وخت اړمنې کورنۍ ترې برخمنې شي.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان رييسې میاپارک په دې کتنه کې وویل، پخوا په دې اداره کې د یاد سازمان کارکونکو یو دفتر درلوده او له نورالدین ترابي یې وغوښتل، چې یاد دفتر بېرته د دغه سازمان په واک کې ورکړي، څو د دواړو اداور تر منځ همغږي لاپسې زیاته شي.

نورالدین ترابي هم په دې برخه کې د همکارۍ ټټر وواهه.

طالبانو په درېیو ولایتونو کې ۳ کوډګر نیولي دي

۶ لړم ۱۴۰۴ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۴۳ GMT+۰
100%

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت وايي، په کابل، بلخ او دایکندي ولایتونو کې یې ۳ حرفه‌يي کوډګر نیولي دي. دغه وزارت زیاتوي، له یادو کسانو د کوډو اړوند کتابونه او ځانګړي توکي هم ترلاسه شوي دي.

دغه وزارت د سې‌شنبې په ورځ (د لړم ۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغو نیول شویو کوډګرو له جادويي اړوند ځانګړو کتابونو او توکو په استفادې سره په کورنیو کې اختلافونه رامنځته کول او ان د ښځې او مېړه ترمنځ یې بېلوالی راوسته.

د خبرپاڼې له‌مخې، دغه کسان د جاوديي اعمالو د ترسره کولو پر مهال لاس په لاس نیول شوي او له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي بنسټونو ته معرفي شوي دي.

دغه وزارت وايي، سحر او جادو له کبیره ګناهونو څخه دي او تر دې مخکې یې هم ګڼ کوډګر نیولي دي.

طالبانو تر اوسه په هېواد کې ۴۰۰۰ نقطې په نښه کړي چې پراختیايي پروژو پلې کېدو ته اړتیا لري

۵ لړم ۱۴۰۴ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۸:۳۵ GMT+۰
100%

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ملي ادارې رييس نورالدین ترابي د دوشنبې په ورځ (د لړم ۵مه) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام (UNDP) له رييس سټېفن رودریګز او مل پلاوي سره په کتنه کې وویل، تر اوسه یې ۴۰۰۰ هغه نقطې مشخصې کړي چې پراختیايي پروژو ته اړتیا لري.

نورالدین ترابي په دې کتنه کې زیاته کړه: «له دې منځه بیا د ۸۰۰ پروژو د طرحو او ډیزاین چارې مو خلاصې کړي، څو سازمانونه او مؤسسې پرې کار وکړي.»

دغې ادارې د دغو مشخصو شویو نقطو د موقعیت او څرنګوالي په تړاو جزییات نه دي ورکړي.

د دغې ادارې د خبرپاڼې له‌مخې، په دې کتنه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام رييس سټېفن رودریګز په چارو کې له چټکتیا مننه وکړه او زیاته یې کړه: «دغه لېستونه به موږ ته راکړئ چې ددې ادارې د انجینرانو له‌خوا شاوخوا ۴۰۰۰زره نقطې معلومې شوې دي.»

په دې کتنه کې دواړو لورو ژمنه وکړه، چې په ګډه به هغه ستونزې له منځه یوسي چې د چارو پر وړاندې یې خنډونه رامنځته کړي، څو خلکو ته اساسي خدمات ورسول شي.

ایران د بهرنیو کارګرو لپاره د بیمې پروګرام پیلوي

۴ لړم ۱۴۰۴ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۸:۵۹ GMT+۰
100%

د ایران همغږۍ او ټولنیزو چارو وزارت د وګړوعمومي مدیر یت ویلي، دا مهال د موجوده شمېرو له مخې په ایران کې شاوخوا ۴۰۰زره بهرني اتباع په قانوني ډول کار کوي او نور غیرقانوني کارګران هم شته. وایي، تر دې وروسته قانوني کارګران ایران کې بیمه هم ولري.

ایرنا خبري اژانس لیکلي، چې د بهرنیو کارګرو کار یوازې تر افغان کډوالو پورې محدودي نه دی او په ایران کې د نورو هېوادو اوسېدونکي هم کار کوي.

د همغږۍ او ټولنیزو چارو وزارت د اتباعو عمومي مدیرعلي باقري وویل: «که ایرانيان غواړي چې بهرني اتباع په کار وګوماري،د کاري جواز له لارې یې ګومارلای شي».

باقري په ایران کې د کارګرانو بیمې ته په اشارې سره زیاته کړه، ټول هغه بهرني وګړي چې په ایران کې کار کوي د بیمې مستحق دي، کوم ایرانی چې بهرنی کارګر ګوماري باید د کاري پېښو په صورت کې د هغه مسوولیت پر غاړه واخلي او هغه تر ګومارلو مخکې بیمه کړي.