ننګرهار کې د زیتون فابریکې سږ کال د ۱۹۰زره لیټره تېلو د پروسس چارې پيل کړې

په ننګرهار کې د طالبانو د وادي کرنیز شرکت مشر سید محمد نعیم سعیدي وایي، سږ کال یې د زیتونو د پروسس بهیر پیل کړی چې ۱۹۰زره لیټره تېل به د زیتونو له دانو تولید کړي. دی وایي، سږ کال د زیتونو حاصلات ۱۶۰۰ ټنه اټکل شوي چې د تېر کال پرتله په کې ۵۰۰ټنه زیاتوالی راغلی.