• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د پلازمېنې په یوه پارک کې مېشت افغان کډوال د اېستنې له ګواښ سره مخ دي

۱۲ لړم ۱۴۰۴ - ۳ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۵۸ GMT+۰

په پاکستان کې په دې وروستیو کې د کورونو له مالکانو غوښتل شوي، چې ناقانونه افغان کډوالو ته کورونه په کرایه ورنه‌کړي، نو له همدې امله سلګونه کورنۍ د پلازمېنې اسلام‌اباد په ارجنتینا پارک کې شپې او ورځې تېروي او د اېستنې له جدي ګواښ سره مخ دي.

په دغه پارک کې یو شمېر مېشت افغانان وايي، پولیس تېره ورځ (یکشنبه د لړم ۱۱مه) یاد پارک ته د افغان کډوالو د نیولو او په جبري توګه د اېستنې په موخه ورغلي و او د احمد ضیاء فیض چې د کډوالو فعال ګڼل کېږي، په ګډون یو شمېر افغانان نیولي دي.

دوی ادعا کوي، چې احمد ضیاء فیض له پرون راهیسې د حاجي کمپ او تورخم پر لاره و، خو اوس له وضعیت او برخلیک څخه یې هېڅ معلومات نه‌لري.

دوی چې په وېره کې شپې او ورځې تېروي، د کډوالو له اړوندو نړۍوالو سازمانونو او د بشري حقونو له بنسټونو غواړي، چې په ارجنتینا پارک کې د مېشتو افغان کډوالو وضعیت ته رسېدنه وکړي او یا هم لږ تر لږه په جبري توګه له بېرته ستنونې یې مخنیوی وکړي.

ارجنتینا پارک- افغان کډوال
100%
ارجنتینا پارک- افغان کډوال

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان دولت په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د نیونې بهیر پراخ کړی او هره ورځ زرګونه کسان تر نیولو وروسته بېرته افغانستان ته ستنوي، چې یوازې تېره ورځ څه باندې ۱۵زره کډوال اېستل شوي دي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۴

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۵

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

•
•
•

نور کیسې

تېره میاشت د افغانستان-ایران ترمنځ د رېل پټلۍ له لارې ۶۳ زره ټُنه راکړه ورکړه شوې

۱۲ لړم ۱۴۰۴ - ۳ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۱۱ GMT+۰

د ایران د سړکونو او ښاري پراختیا وزارت مرستیال او د ایران د رېل پټلۍ شرکت اجرایوي رییس وايي، چې د تلې په میاشت کې د ایران-افغانستان رېل پټلۍ له لارې ۶۳ زره ټنه صادرات او واردات شوي. نوموړي ویلي، چې «د کال تر پایه پورې به پر دې لاره د بار وړلو کچه۱۰۰ زره ټنو ته ورسیږي.»

دا په داسې حال کې ده، چې یوه اونۍ وړاندې د ایران تېل د لومړي ځل لپاره د رېل له لارې افغانستان ته صادر شول.

د رسمي شمېرو له مخې، تېر کال شاوخوا ۶۰ زره ټنه صادراتي او ټرانزیټي توکي د همدې رېل پټلۍ او د شمتیغ د پولې له لارې له ایران څخه افغانستان ته لېږدول شوي دي.

ایران د افغانستان له سترو اقتصادي شریکانو ګڼل کیږي، خو ډېری توکي ترې واردیږي.

د دواړو هېوادونو کلنی سوداګریز حجم نږدې څلور میلیارده ډالره اټکل شوی.

د پاکستان د بندرونو تړل کېدو افغان سوداګر له نورو ګاونډیو هېوادونو سره سوداګریزو راکړو ورکړو ته هڅولي دي.

اشرف غني: افغانستان اوس د تېر په څېر په اقتصادي محاصره کې نه دی

۱۲ لړم ۱۴۰۴ - ۳ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۲۶ GMT+۰

مخکینی ولسمشر اشرف غني وايي، افغانستان اوس د تېرو لسیزو په څېر په اقتصادي محاصره کې نه دی او له منځنۍ اسیا سره د دوی له تعامل او سفرونو وروسته، دغه هېوادونه په خلاص مټ په دې برخه کې ونډه اخلي او د ګډو بندرونو له لارې یې له افغانستان سره سوداګري خورا غوړېدلې ده.

اشرف غني پر خپل اېکس لیکلي، چې اوس باید ددغو بندرونو، په تېره د حیرتان او آقینې د عوایدو او لګښتونو شفاف رپوټ له هېوادوالو سره شریک شي چې د خپلو کورنیو سرچینو په پراخوالي او د هغوی د لګېدو په ډول وپوهېږي.

نوموړي دغه راز د ملګرو ملتونو د مرستو پر شفافیت نیوکه کړې ده.

اشرف غني وايي، دغه سازمان چې اوس افغانانو ته د بهرنیو مرستو د مدیریت متصدي دی، د شفافیت په برخه کې جدي ستونزه لري.

نوموړي ویلي، په تېره نیمه پېړۍ کې ملګرو ملتونو هیڅ داسې رپوټ په عامه توګه نه دی ښودلی، چې د افغانانو په نامه له برابرو شویو مرستو څومره پر معاشونو او اداري چارو لګېدلې او څومره افغانانو ته ورکړل شوې دي.

په هرات کې د تېلو د زېرمو د جوړېدو چارې پیل شوې دي

۱۲ لړم ۱۴۰۴ - ۳ نومبر ۲۰۲۵، ۱۴:۵۵ GMT+۰

د طالبانو د نفت او ګاز دولتي شرکت رییس وايي، د تېلو د تخلیې، زېرمه کولو او وېش د اسانتیا په موخه د هرات د روزنک رېل‌ پټلۍ په تمځای کې د تېلو د زېرمو د جوړېدو چارې پیل شوې. د زېرمو د جوړولو لومړی فاز به د ۱۰۰۰ ټُنه ډیزلو او پټرولو د ساتلو وړتیا ولري.

د طالبانو تر واک لاندې د باختر اژانس د خبر له مخې، د دغې پروژې عملي کېدل به د تېلو د لېږد، ذخیره کولو او وېش بهیر منظم او چټک کړي او د هرات د فابریکو، وسایطو او ښار اوسېدونکي به د تېلو له احتمالي کمښت څخه وژغوري.

د معلوماتو له مخې، یوازې د تېرو ۷ ورځو په اوږدو کې شاوخوا ۲۰ واګونه تېل د خواف–هرات رېل ‌پټلۍ له لارې هېواد ته وارد شوي او ټاکل شوې، ۱۸۰ نور واګونونه هم په نږدې ورځو کې هرات ته ورسېږي.

د هرات یو شمېر اوسېدونکي دا پروژه د تېلو د بیو د ثبات، د احتکار د مخنیوي او د بازار د شفافیت لپاره مثبت ګام بولي.

په ورته وخت کې افغان سوداګر وايي، د خواف–هرات رېل‌ پټلۍ فعالېدل به د افغانستان او ایران ترمنځ اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي، د وارداتو او صادراتو بهیر به چټک کړي او د سوداګرۍ لپاره به نوې اسانتیاوې رامنځته کړي.

پاکستان په یوه ورځ کې له ۱۵ زرو ډېر افغانان اخراج کړي

۱۲ لړم ۱۴۰۴ - ۳ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۵۸ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو عالي کمیسیون اعلان وکړ، چې پاکستان تېره ورځ د لړم ۱۱مه ۱۵ زره او ۲۳۴ افغان کډوال اېستلي دي. دغه افغان کډوال د تورخم، سپین بولدک او بهرامچې له لارې هیواد ته راستانه شوي دي.

د طالبانو د کډوالو عالي کمیسیون نن دوشنبه، د لړم ۱۲مه وویل، چې ۶ زره او ۴۹۴ کډوال د تورخم له لارې، ۶ زره او ۸۰۰ کډوال د سپین بولدک له لارې او لږ تر لږه یو زر او ۳۹۳ کډوال د بهرامچه له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

طالبان وايي چې دغو راستنو شویو کسانو په ټولیزه توګه ۱۳ میلیونه ۴۴۸ زره افغانۍ مالي مرسته ترلاسه کړې ده.

له دې جملې څخه ۲ زره ۳۶۰ کسان کاپیسا، بغلان، کندز، تخار، بلخ، سرپل، سمنګان او میدان وردک ولایتونو ته لیږدول شوي دي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ له وروستیو جګړو وروسته راپورونه ښيي چې د پاکستان له خوا د نیول شویو او شړل شویو افغان کډوالو شمېر په چټکۍ سره ډیریږي.

پاکستان د تورخم دروازه د شنبې په سهار له ۲۰ ورځو تړلو وروسته د کډوالو د شړلو لپاره پرانیسته.

ځینو افغان سوداګرو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د تورخم او سپین بولدک لارو تړل کېدو له امله افغان سوداګرو ته د ورځې یو میلیون ډالره زیان راسیږي.

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان قاچاق وړونکي د افغانستان په سیاست کې لاسوهنه کوي

۱۲ لړم ۱۴۰۴ - ۳ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۳۳ GMT+۰

د پاکستان د پوځ ویاند وايي، په استانبول کې افغان طالبانو ته په ډاګه ویل شوي چې ترهګري کنټرول کړي. احمد شریف چوهدري پاکستاني خبریالانو ته ویلي، چې اسلام اباد له امریکا سره په افغانستان کې د بریدونو تړون نه لري. نوموړي ويلي، چې «قاچاق وړونکي په افغان سیاست کې مداخله کوي».

د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چوهدري د دغه هېواد د څو رسنیو له مشرانو سره خبرو کې ويلي، چې « د افغانستان شرطونه هېڅ معنا نه لري؛ مهمه خبره د ترهګرۍ ختمول دي».

د ډان ورځپاڼې د رپوټ له مخې، هغه زیاته کړه چې د پاکستان د امنیت ضامن ځواکونه دي، نه افغانستان، او اسلام‌اباد هېڅکله د طالبانو راتګ نه‌دی نمانځلی. د پاکستاني پوځ ویاند دا هم وویل چې د پاکستان ضد ډلو خلاف عملیات روان دي.

جنرال چوهدري ویلي، چې په استانبول کې افغان طالبانو ته په ډاګه وویل شول چې هغوی باید ترهګري کنټرول کړي.

نوموړي زیاته کړه، « دا چې څنګه یې کوي، دا د هغوی کار دی. موږ د ترهګرۍ ضد عملیات ترسره کړل او ترهګر افغانستان ته وتښتېدل. هغوی موږ ته وسپارئ، موږ به یې د قانون او اساسي قانون له مخې محاکمه کړو».

هغه څرګنده کړې چې «له ترهګرو سره خبرې نه کېږي» او پاکستان افغان طالبانو ته یو «مناسب ځواب» ورکړی چې «هغه مطلوبې پایلې ورکړې دي».

نوموړي دا هم ویلي، چې نشه‌يي توکي له افغانستان نه پاکستان ته قاچاق کېږي او افغان قاچاق وړونکي د افغانستان په سیاست کې لاسوهنه کوي.

د پاکستان یوه خبریال حمید میر، چې د غونډې برخه‌وال و، جیو نیوز ته وویل چې خبریالانو ته په جګړه کې د افغان طالبانو د سرتېرو د ښکېلتیا شواهد وړاندې شول.

شریف چوهدري د طالبانو دا نیوکې رد کړې دي، چې پاکستان د امریکا بې‌پیلوټه الوتکو ته اجازه ورکړې چې د افغانستان دننه بریدونه وکړي.

نوموړي ویلي: « دا تور بې‌اساسه دی. پاکستان هېڅکله امریکا ته اجازه نه‌ده ورکړې چې له خپلې خاورې څخه پر افغانستان بریدونه ترسره کړي».

نوموړي زیاته کړې چې د اسلام‌اباد او واشنګټن ترمنځ هېڅ داسې موافقه نشته چې له مخې یې امریکا د افغانستان پر ضد پوځي عملیات ترسره کړي.

د پاکستاني پوځ ویاند همدارنګه خبرداری ورکړی چې هند ښایي د سمندر له لارې د «جعلي برید» ترسره کولو هڅه وکړي، څو دده په وینا، د سیمې امنیت ګډوډ کړي.

د پاکستان د پوځ ویاند له جنګیالیو سره پر جګړه ټینګار کړی او وايي، حکومت، کابینې، پوځ او سیاسي ګوندونو په ګډه د ترهګرۍ پر ضد د جګړې لپاره پریکړې کړې دي او که د خیبر پښتونخوا حکومت له جنګیالیو سره د خبرو غوښتنه کوي، نو دا نه‌شي کېدای او دا ګډوډي خپروي.

هغه له ټي ټي پي سره خبرې اترې رد کړې دي او وايي، چې پاکستاني «طالبانو زموږ له امنیتي کسانو سره د فوټبال په څېر لوبې کړې دي، نو څنګه له‌دوی سره خبرې کېدای شي؟».

د ډان ورځپاڼې په وینا، شریف چودري له۲۰۲۵ کال نه تر دې دمه د جنګیالیو پر ضد د عملیاتو جزئیات هم وړاندې کړل.

هغه وویل چې په ۲۰۲۵ کال کې تر اوسه د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ۶۲زره او ۱۱۳عملیات شوي دي، چې په ورځنۍ کچه ۲۰۸استخباراتي عملیات کیږي.

د نوموړي په وینا، تر اوسه په روان کال کې ۴زره او ۳۷۳ امنیتي پېښې شوې دي او ۱۶۶۷تنه جنګیالي وژل شوي دي.

چوهدري زیاته کړې چې د وژل شویو جنګیالیو په منځ کې ۱۲۸ افغانان هم شامل دي.

افغان طالبانو په دې وروستیو کې پر طالبانو تورلګولی، چې د امریکا بې پیلوټه الوتکو ته اجازه ور کوي، چې د افغانستان په خاوره کې بریدونه وکړي.طالبانو دغه راز ویلي، چې