• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو له نړۍوالو وغوښتل، چې چاپېریالي موضوعات دې له سیاست څخه جلا شي

۱۲ لړم ۱۴۰۴ - ۳ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۳۰ GMT+۰

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې مشر مطیع‌الله خالص په افغانستان کې د یونېسف له مسوولینو سره د چاپېریالي وضعیت، اقلیمي بدلون او ګډو همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي. طالبانو له نړۍوالو ادارو غوښتي، چې د اقلیمي بدلون له اغېزو د زیانمنو ښځو او ماشومانو په برخه کې کار وکړي.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې د یکشنبې په ورځ په یوې اعلامیه کې ویلي، چې د دې ادارې مشر د یونېسف له ادارې څخه غوښتې، چې په خپلو پلانونو کې د افغانانو غوښتنې په پام کې ونیسي او داسي اسناد چمتو کړي چې نړۍوالو ته د منلو وي.

خالص ټينګار کړی، چې د افغانانو بشري موضوع دې له سیاست څخه جلا شي.

هغه زیاته کړې: «د اقلیمي بدلون له زیانونو څخه عام خلک په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان زیات اغېزمن شوي او دا یوه بشري موضوع ده؛ نو نړۍوالو ادارو ته په کار ده چې ټول په ګډه دې برخه کې کار وکړي، د دې موضوع بشري اړخ تقویه شي او دا موضوع له سیاست څخه لرې شي.»

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، یونېسف ادارې ژمنه کړې چې «پر ماشومانو د اقلیمي بدلون د اغېزو، ساتنې او ملاتړ په نړۍوالو دریځونو کې په متحد ډول د افغانستان غږ پورته کول، د ګډې همغږۍ او همکارۍ پر پیاوړتیا، نړۍوالو مالي میکانیزمونو د لاسرسي او نړۍوالو سره د تعاملاتو په برخه کې به همکاري کوي.»

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۴

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

۵

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

•
•
•

نور کیسې

د بلخ په شولګرې ولسوالۍ کې د شوې زلزلې له امله ۴ کسان مړه شوي او ګڼ نور ټپيان دي

۱۲ لړم ۱۴۰۴ - ۳ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۰۸ GMT+۰

د بلخ ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند وایي، د دغه ولایت په شولګرې ولسوالۍ کې تر اوسه ۴ کسان مړه شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

د نوموړي له لوري په یوې خپره شوې ویډيو کې لیدل کېږي، چې په سیمه کې تر نړېدلو کورونو لاندې د بند پاتې کسانو د ژغورنې هڅې روانې دي.

لا تر اوسه د ټپيانو کره شمېر نه دی روښانه شوی.

د یادونې وړ ده، چې نن شپه د افغانستان په وخت د شپې په ۱۲:۵۸دقیقو د ۶ اعشاریه ۳ درجې رېښټر په کچه زلزلې د افغانستان د پلازمېنې په ګډون یو شمېر ولایتونه او په ځانګړې توګه شمالي سیمې لړزولي او د هرې شېبې په تېرېدو سره د تلفاتو شمېر هم لوړېږي.

طالبانو په سمنګان کې د شوې زلزلې له امله د نږدې ۱۵۰ کسانو د مرګ‌ژوبلې خبر ورکړ

۱۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۳۲ GMT+۰

په سمنګان کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست ویاند وايي، په دغه ولایت او په ځانګړې توګه په خُلم او تنګي تاشقرغان سیمو کې د نن شپې د شوې زلزلې له امله تر اوسه ۵ کسان مړه او څه باندې ۱۴۰ نور ټپيان شوي دي.

د نوموړي په وینا، تر اوسه له یادې زلزلې ۴ مړي او ۶۵ ټپیان د خُلم ولسوالۍ روغتون او همداراز یو مړی او ۷۸ ټپيان د سمنګان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

ویل کېږي، لا هم له زلزله‌ځپلو سیمو د ټپيانو د لېږد بهیر روان دی او ښايي د مرګ‌ژوبلې شمېر تر دې هم زیات شي.

له دې سره سم، په سمنګان کې د طالبانو د ټولګټو ریاست مسوولین وايي، د کابل- مزارشریف لویه لاره په تاشقرغان تنګي کې د یوه غره د ښویېدو له امله بنده شوې او په وینا یې اړوند تخنیکي ډلې هڅې کوي، چې دغه لاره بېرته د ټرافیکو پرمخ خلاصه کړي.

تاشقرغان
100%
تاشقرغان

د یادونې وړ ده، چې نن شپه د افغانستان په وخت د شپې په ۱۲:۵۸دقیقو د ۶ اعشاریه ۳ درجې رېښټر په کچه زلزلې د افغانستان د پلازمېنې په ګډون یو شمېر ولایتونه او په ځانګړې توګه شمالي ولایتونه لړزولي دي.

د امریکا د جیولوجیکي سروې (USGS) د راپور له‌مخې، د دغې زلزلې مرکز «خُلم» ولسوالۍ بلل شوې او تر ځمکې لاندې په ۲۲ کیلومترۍ کې رامنځته شوې ده.

د راپورونو له‌مخې، دغه زلزله له افغانستان سربېره په تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان کې هم احساس شوې ده.

طالبانو په فراه کې د رسنیو له مسوولینو غوښتي چې د موسیقۍ او تصویر له خپرولو ډډه وکړي

۱۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۴۵ GMT+۰

د فراه لپاره د طالبانو د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست د ځینو رسنیو له مسوولینو سره د همغږۍ په غونډه کې له هغوی څخه وغوښتل: «د موسیقۍ او تصویر له خپرولو څخه ډډه وکړئ او خپلې کړنې د ملا هبت‌الله له لوري له ټاکل شوې پالیسۍ سره سمې تر سره کړئ.»

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د یکشنبې په ورځ (د لړم ۱۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې غونډه کې د فراه ولایت لپاره د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر ریاست مسوولینو زیاته کړه، رسنۍ په ټولنه کې د «محراب او منبر» حیثیت لري او د رسنیو مسوولینو ته یې په خطاب کې وویل: «نو پر تاسې لازمه ده، چې د ټولنې تر خلکو هغه څه ور ورسوئ چې د اسلام او اسلامي نظام اساسي غوښتنې دي.»

یادو مسوولینو ویلي، رسنۍ باید د نظام غږ تر ولسه ورسوي څو د نظام غوښتنو ته ژمن پاتې شي او زیاته کړې یې ده: «که رسنۍ د نظام له پالیسۍ سره سم نشرات وکړي د نظام د بقا او استحکام سبب کېږي، نو پر همدې اساس مو د رسنیو له مسوولینو غوښتنه ده، چې د نظام اصلي غږ تر ولسه ورسوي څو ولس له نظامه راضي او غوښتنو ته یې ژمن و اوسي.»

د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې کورنۍ رسنۍ او همداراز خبریالان او رسنیز کارکوونکي تر سخت فشار او سانسور لاندې دي او د طالبانو په څلور کلنه واکمنۍ کې ۵ خبریالان وژل شوي او ۲۶۵ یې نیول شوي دي.

ګوترېش د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د ختمېدو او خوندیتوب د تضمین غوښتنه کوي

۱۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲ نومبر ۲۰۲۵، ۲۱:۵۳ GMT+۰

د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د پای ته رسولو د نړۍوالې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په ټوله نړۍ کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او ګواښونو د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

هغه له ټولو هېوادونو وغوښتل، چې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او وژنو په قضیو کې څېړنې او قانوني تعقیب وکړي او د هغوی امنیت او د کار ازادي تضمین کړي.

د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو له معافیت څخه د پای ته رسولو نړۍواله ورځ هر کال د نومبر په دویمه نېټه د ملګرو ملتونو له‌خوا نمانځل کېږي.

انتونیو ګوترېش په همدې مناسبت وویل: «په نړۍ کې د هرو لسو وژل شویو خبریالانو له ډلې نهو پېښو ته تر اوسه هېڅ ځواب نه دی ورکړل شوی.»

انتونیو ګوترېش په خبره، غزه په هره شخړه کې د خبریالانو لپاره تر ټولو وژونکې سیمه ده.

هغه ټینګار وکړ، چې د ژورنالېزم مسلک په ټوله نړۍ کې له ناوړه لفظي چلند، ګواښونو، فزیکي بریدونو، بند، شکنجې، وژنې او ګڼو نورو ګواښونو سره مخ دی.

انتونیو ګوترېش د ښځینه خبریالانو پر وړاندې د انلاین ځورونې او ډیجیټلي تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې وکړ، چې باید د هغوی د خوندي کار چاپېریال لپاره هڅې وشي.

نوموړي له هېوادونو وغوښتل، د هغو خبریالانو قضیې تعقیب کړي چې د تاوتریخوالي قرباني شوي او د مطبوعاتو د ازادۍ دفاع یې کړه ده.

دا ورځ په داسې وخت کې نمانځل کېږي، چې په افغانستان کې خبریالان او رسنۍ په خورا بدو شرایطو کې فعالیت کوي.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز د وروستي راپور له مخې، په تېرو شلو کلونو کې لږ تر لږه ۱۳۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د جګړې او تنظیم شویو جرمونو له امله وژل شوي او له دې قضیو څخه ۹۰ سلنه بې‌ پایلې پاتې دي.

سربېره پر دې، د طالبانو حکومت د مطبوعاتو او معلوماتو ته د لاسرسي قانون لغوه کړی او د هېواد دننه رسنۍ یې د سخت سانسور او فشار لاندې راوستې دي.

طالبان: په یوه ورځ کې نږدې ۱۶ زره افغانان هېواد ته راستانه شوي دي

۱۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۲۷ GMT+۰

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې د طالبانو کمېسیون وايي، د یکشنبې په ورځ له بېلابېلو لارو ۲۸۵۸ کډوالې کورنۍ چې ټول ۱۵۵۹۷ کسان کېږي، په جبري ډول افغانستان ته راستانه شوي دي.

د دغه کمېسیون په وینا، له دغو کورنیو نږدې ۱۲۰۰ کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدول شوي او څه باندې ۱۵۰۰ کورنیو سره مرستې هم شوې دي.

د دغه کمېسیون دارلانشاء د یکشنبې په ماخوستن (د لړم ۱۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، د سپین بولدک له لارې ۱۲۲۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۸۰۰ تنه کېږي هېواد ته راستنې او ۴۷۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۸۶۲ و، خپلو ولایتونو ته لېږدول شوي دي.

د خبرپاڼې له‌مخې، د تورخم له لارې ۱۲۰۴ کورنۍ چې ۶۴۹۵ تنه کېږي هېواد ته راستانه او له دې منځه بیا ۸۹ کورنۍ یې خپلو ولایتونو ته لېږدول شوي دي.

په خبرپاڼه کې همداراز زیاته شوې، چې د هلمند د بهرامچې له لارې ۳۳۲ کورنۍ چې ۱۹۳۹ تنه کېږي، هېواد ته راستانه او له منځه یې بیا ۱۲۳ کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.

خبرپاڼه کاږي، د هرات د اسلام کلا له لارې ۵۵ کورنۍ چې ۲۰۱ تنه کېږي، د نیمروز د ورېښمو له لارې ۴۲ کورنۍ چې ۱۶۲ تنه کېږي او همداراز ورسره ۱۱۷۴ نور مسافر خپلو ولایتونو ته لېږدول شوي دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې د طالبانو کمېسیون وايي، په نیمروز (ورېښمو لار) او ننګرهار (تورخم) کې راستنو شویو افغانانو ته د ثبت بهیر، لېږد، مالي مرستو، لنډمهاله مېشتېدنې، اسلامي نظام، هېواد، صبر او زغم، د ښوونې او روزنې او د شریعت د لارښوونو په ګډون عامه پوهاوی هم ورکړل شوی دی.

د دغه کمېسیون په وینا، دغو راستنو شویو کورنیو ته د کرایو له ورکړې او د روغتیايي خدماتو له وړاندې کېدو سربېره یو شمېر کورنیو ته پخه ډوډۍ، یوه اندازه نغدي مرستې او سیمکارتونه هم ورکړل شوي دي.