• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د نی بنسټ وایي، چې طالبانو ۱۷۰ خبریالان وژلي

۱۲ لړم ۱۴۰۴ - ۳ نومبر ۲۰۲۵، ۰۵:۳۳ GMT+۰

د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د پای ته رسولو نړۍوالې ورځې په مناسبت د «نی» بنسټ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د تېرو ۲۴ کلونو په اوږدو کې طالبان د افغانستان دننه د ۱۷۰ نه زیاتو خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د وژنې مسوول دي.

په جلاوطنۍ کې دغه فعال شوی بنسټ وایي، د دوی ترلاسه شوي معلومات دا په ډاګه کوي چې طالبان د ازادو رسنیو د جوړښت ړنګېدو اصلي عاملین دي. دغه بنسټ له نړۍوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې د‌ طالبانو استازو ته باید پر رسنیو د محدودیتونو او بندیزونو له کبله اجازه ور نه‌کړي؛ څو په ازاده توګه سفرونه وکړي.

په اعلامیه کې ویل شوي: «نی له ټولو هغو هېوادونو چې د بشري حقونو نړۍواله هوکړه یې لاسلیک کړې او د ملګرو ملتونو د مدني او سیاسي حقونو میثاق ته ژمن دي، غوښتنه کوي څو د طالبانو استازي خپلو هېوادونو ته له سفرونو منعه کړي. دغه ډلې د رسنیو پر وړاندې تر ټولو زیات ظلم او تاوتریخوالی کړی دی.»

په اعلامیه کې زیاته شوې، سره له دې چې طالبان د ملګرو ملتونو په تور نوملړ کې شامل دي؛‌ خو بیا هم د طالبانو مشران او استازي اوس‌مهال ډېرو اسیایي، اروپایي او افریقایي هېوادونو ته په ازاده توګه سفرونه کوي.

نی بنسټ د روان کال په چنګاښ میاشت کې هم د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نوي طرزالعمل په غبرګون کې ویلي و، چې د افغانستان رسنۍ د خپل تاریخ تر ټولو سخت او ستونزمن پړاو سره مخ دي. دغه بنسټ هغه مهال ټینګار کړی و، چې طالبان په دوامداره ډول د رسنیو د ازادۍ مخه نیسي او د بیان د ازادۍ ټولې لاسته راوړنې له‌منځه وړي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۴

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۵

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

•
•
•

نور کیسې

کابل کې د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازي د ستنېدونکو په تړاو د چین له سفیر سره کتلي

۱۲ لړم ۱۴۰۴ - ۳ نومبر ۲۰۲۵، ۰۴:۳۷ GMT+۰

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ چارو عالي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال په کابل کې د چین له سفیر سره د بېرته ستنېدونکو افغانانو سره د مرستې او ګډو همکاریو په تړاو ناسته کړې ده. د یاد سازمان خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې د څو اړخیزو همکاریو په ارزښت ټینګار شوی.

د خبرپاڼې له مخې؛ په یاده ناسته کې د بېرته ستنېدونکو وضعیت څېړل شوی او د ملاتړ په تړاو یې بحثونه شوي دي. عرفات جمال تر دې دمخه څو څو ځله ویلي، چې د ستنېدونکو افغان کډوالو سره د مرستې لپاره کافي بودجه نه‌لري‌ او د نړۍوالې ټولنې په ګډون باید مرستندویه سازمانونه په دې برخه کې همکارۍ وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې یوازې د روان کال له پیله له ایران او پاکستان نه نږدې ۲مېلیونه افغان کډوال په جبري‌ توګه هېواد ته ستانه کړای شوي او دغه لړۍ لا هم روانه ده. د رسمي شمېرو له مخې؛ یوازې په تېرو څلورو میاشتو کې ایران له خپل هېواده تر ۱مېلیون ډېر افغانان اېستلي دي.

هم‌مهاله له پاکستان نه هم د افغانانو د اېستلو بهیر چټک شوی او هره ورځ زرګونه کورنۍ په تورخم، سپین بولدک، غلام خان او نورو لارو افغانستان ته ستنېږي.

پاکستاني پولیسو د پلازمېنې اسلام‌اباد په ګډون ټولو ایالتونو کې د افغانانو پر ضد عملیات پیل کړي او هلته یې په افغانانو ژوند سخت کړی دی. ایران او پاکستان نه ستنو شویو افغانانو نیوکې کړې، چې د دغو هېوادونو پولیسو ورسره نه یوازې دا چې ظالمانه کړنې کړې؛ بلکې د دوی د ملکیتونو او روزګارونو راغونډولو ته یې هم نه‌دي پرېښي.

که څه هم طالبانو ویلي، چې په دواړو هېوادونو کې د افغان کډوالو د ملکیتونو خوندیتوب لپاره اقدام کوي؛ خو لیدل کېږي چې دغه ستونزه لا هم پر ځای پاتې ده.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر: امیرخان متقي سره مې د سیمې سولې او ټیکاو په تړاو خبرې وکړې

۱۲ لړم ۱۴۰۴ - ۳ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۵۵ GMT+۰

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف ویلي، د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره یې په ټلېفوني خبرو کې د سیمې د سولې او ټیکاو د ساتنې اړوند پر ګډو ژمنو ټینګار کړی. سعیدوف زیاتوي، چې متقي سره یې د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه‌ییزو تحولاتو اړوند هم نظریات تبادله کړي.

دغه ازبک چارواکي پر اېکس پاڼه لیکلي: «ما د ستونزو د حل او متقابل تفاهم د پاوړتیا لپاره ډیپلوماسي اغېزمنه لاره وبلله.» امیرخان متقي بیا ویلي، له ازبکستان سره د دوی مثبت تعامل څخه څرګندېږي چې دوی په سیمه کې د ثبات، اقتصادي همکارۍ او سیمه‌ییز تفاهم ملاتړي دي.

طالبان چې د نړۍ د اکثریت هېوادونو له لوري منزوي شوي او له روسیې پرته یې بل هېڅ‌څوک په رسمیت نه پېژني، د اړیکو او سوداګرۍ لپاره ورته یوازې د منځنۍ اسیا هېوادونو په ګډون روسیه او چین ور پاتې دي.

د کارپوهانو‌ په وینا؛ د یادو هېوادونو اړیکې هم له طالبانو سره د امنیتي مجبوریو له کبله دي.

کارپوهان وایي، د منځنۍ اسیا ځینې هېوادونه د طالبانو په شتون کې له افغانستان نه ځان ته امنیتي ګواښونه ویني او د همدې مجبورۍ له مخې یې دغه ډلې سره اړیکې خوږې کړې دي.

طالبانو له نړۍوالو وغوښتل، چې چاپېریالي موضوعات دې له سیاست څخه جلا شي

۱۲ لړم ۱۴۰۴ - ۳ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۳۰ GMT+۰

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې مشر مطیع‌الله خالص په افغانستان کې د یونېسف له مسوولینو سره د چاپېریالي وضعیت، اقلیمي بدلون او ګډو همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي. طالبانو له نړۍوالو ادارو غوښتي، چې د اقلیمي بدلون له اغېزو د زیانمنو ښځو او ماشومانو په برخه کې کار وکړي.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې د یکشنبې په ورځ په یوې اعلامیه کې ویلي، چې د دې ادارې مشر د یونېسف له ادارې څخه غوښتې، چې په خپلو پلانونو کې د افغانانو غوښتنې په پام کې ونیسي او داسي اسناد چمتو کړي چې نړۍوالو ته د منلو وي.

خالص ټينګار کړی، چې د افغانانو بشري موضوع دې له سیاست څخه جلا شي.

هغه زیاته کړې: «د اقلیمي بدلون له زیانونو څخه عام خلک په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان زیات اغېزمن شوي او دا یوه بشري موضوع ده؛ نو نړۍوالو ادارو ته په کار ده چې ټول په ګډه دې برخه کې کار وکړي، د دې موضوع بشري اړخ تقویه شي او دا موضوع له سیاست څخه لرې شي.»

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، یونېسف ادارې ژمنه کړې چې «پر ماشومانو د اقلیمي بدلون د اغېزو، ساتنې او ملاتړ په نړۍوالو دریځونو کې په متحد ډول د افغانستان غږ پورته کول، د ګډې همغږۍ او همکارۍ پر پیاوړتیا، نړۍوالو مالي میکانیزمونو د لاسرسي او نړۍوالو سره د تعاملاتو په برخه کې به همکاري کوي.»

د بلخ په شولګرې ولسوالۍ کې د شوې زلزلې له امله ۴ کسان مړه شوي او ګڼ نور ټپيان دي

۱۲ لړم ۱۴۰۴ - ۳ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۰۸ GMT+۰

د بلخ ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند وایي، د دغه ولایت په شولګرې ولسوالۍ کې تر اوسه ۴ کسان مړه شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

د نوموړي له لوري په یوې خپره شوې ویډيو کې لیدل کېږي، چې په سیمه کې تر نړېدلو کورونو لاندې د بند پاتې کسانو د ژغورنې هڅې روانې دي.

لا تر اوسه د ټپيانو کره شمېر نه دی روښانه شوی.

د یادونې وړ ده، چې نن شپه د افغانستان په وخت د شپې په ۱۲:۵۸دقیقو د ۶ اعشاریه ۳ درجې رېښټر په کچه زلزلې د افغانستان د پلازمېنې په ګډون یو شمېر ولایتونه او په ځانګړې توګه شمالي سیمې لړزولي او د هرې شېبې په تېرېدو سره د تلفاتو شمېر هم لوړېږي.

طالبانو په سمنګان کې د شوې زلزلې له امله د نږدې ۱۵۰ کسانو د مرګ‌ژوبلې خبر ورکړ

۱۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۳۲ GMT+۰

په سمنګان کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست ویاند وايي، په دغه ولایت او په ځانګړې توګه په خُلم او تنګي تاشقرغان سیمو کې د نن شپې د شوې زلزلې له امله تر اوسه ۵ کسان مړه او څه باندې ۱۴۰ نور ټپيان شوي دي.

د نوموړي په وینا، تر اوسه له یادې زلزلې ۴ مړي او ۶۵ ټپیان د خُلم ولسوالۍ روغتون او همداراز یو مړی او ۷۸ ټپيان د سمنګان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

ویل کېږي، لا هم له زلزله‌ځپلو سیمو د ټپيانو د لېږد بهیر روان دی او ښايي د مرګ‌ژوبلې شمېر تر دې هم زیات شي.

له دې سره سم، په سمنګان کې د طالبانو د ټولګټو ریاست مسوولین وايي، د کابل- مزارشریف لویه لاره په تاشقرغان تنګي کې د یوه غره د ښویېدو له امله بنده شوې او په وینا یې اړوند تخنیکي ډلې هڅې کوي، چې دغه لاره بېرته د ټرافیکو پرمخ خلاصه کړي.

تاشقرغان
100%
تاشقرغان

د یادونې وړ ده، چې نن شپه د افغانستان په وخت د شپې په ۱۲:۵۸دقیقو د ۶ اعشاریه ۳ درجې رېښټر په کچه زلزلې د افغانستان د پلازمېنې په ګډون یو شمېر ولایتونه او په ځانګړې توګه شمالي ولایتونه لړزولي دي.

د امریکا د جیولوجیکي سروې (USGS) د راپور له‌مخې، د دغې زلزلې مرکز «خُلم» ولسوالۍ بلل شوې او تر ځمکې لاندې په ۲۲ کیلومترۍ کې رامنځته شوې ده.

د راپورونو له‌مخې، دغه زلزله له افغانستان سربېره په تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان کې هم احساس شوې ده.