• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان کډوال: پاکستاني پولیس هره ورځ افغانان نیسي او د پیسو په بدل کې یې بېرته خوشې کوي

۱۳ لړم ۱۴۰۴ - ۴ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۲۳ GMT+۰

د اسلام‌اباد په یو شمېر افغان مېشتو سیمو کې افغان کډوال شکایت کوي، چې پاکستاني پولیسو د افغانانو د نیونې عملیات چټک او پراخ کړي؛ خو ډېری هغه یې بېرته د پېسو په بدل کې خوشې کوي.

سمیع‌الله «مستعمار نوم» یو افغان کډوال وايي، پولیسو یې کشری ورور دوه شپې وړاندې نیولی و؛ خو د ۲۰زره کلدارو په بدل کې یې بېرته خوشې کړ. هغه وایي:« اوس تقریبا هره شپه پولیس ګرځي او افغانان نیسي، ډېری تنکي ځوانان نیسي بیا د لارو په اوږدو کې ترې پېسې غواړي. دوه شپې وړاندې مې ورور د ۲۰زره کلدارو په بدل کې راخلاص کړ.»

د رومان «مستعمار نوم» یو بل کډوال وایي، چې اوس پولیس د خوشې کولو په بدل کې خورا ډېرې پیسې له افغانانو اخلي. هغه وایي:« پخوا به د ۲۰زرو کلدارو په بدل کې پولیسو افغانان خوشې کول؛ خو اوس دوی تر یو لک کلدارو کمې پیسې نه اخلي.»

دغه کډوال وايي، پولیس په دې پوهېږي چې اوس ډېری افغانان ویزې نه‌لري او هغوی چې د ۲۰۲۱کال وروسته پاکستان ته ورغلي په کومو سیمو کې اوسېږي. د یادو کډوالو په خبره؛ د هغو پولیسو عملیات چې له خلکو پېسې اخلي تر ډېره په هغو افغان مېشتو سیمو متمرکزه وي، چې له ۲۰۲۱ کال وروسته پاکستان ته ورغلي دي.

د یادونې ده، چې په پاکستان له تېرو پنځو میاشتو راهیسې د هغو افغانانو ویزې نه‌دي تمدید شوې چې پاکستان ته په ویزو تللي دي. د پاکستان د حکومت له لوري د ویزو د نه تمدید له کبله د ډېریو افغانانو د ویزو موده پای ته رسېدلې او اوس دوی شکایت کوي چې په بېلابېلو پلمو ځورول کېږي.

له بل خوا پاکستان ته په ویزو تللي سلګونه کسان د ویزو د نه تمدیدېدو له امله د پولیسو په بېلابېلو عملیاتو کې نیول شوي او د بند څو ورځنۍ مودې په تېرولو سره افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۴

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۵

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

•
•
•

نور کیسې

تېرو ۷میاشتو کې د ماهيرود له لارې افغانستان ته د ۲۳۰مېلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي

۱۳ لړم ۱۴۰۴ - ۴ نومبر ۲۰۲۵، ۰۲:۳۸ GMT+۰

د ایران د سویلي خراسان والي محمد رضا هاشمي ویلي، چې په تېرو اوو میاشتو کې د ماهيرود له لارې افغانستان ته د ۲۳۰ مېلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي.

که څه هم نوموړي په دې اړه څه نه‌دي ویلي، چې د صادراتو په کچه کې څومره زیاتوالی راغلی؛ خو دا یې ویلي چې له دې لارې د صادراتو کچه د ریکارډ تر کچې رسېدلې ده.

دغه ایراني چارواکي د صادراتو په کچه کې زیاتوالی د پام وړ لاسته راوړنه بللې او په دې برخه کې یې د شته ستونزو پر هوارۍ ټینګار کار کړی.

د ایران د سویلي خراسان ولایت والي دغه راز د ماهيرود- فراه د ټرانزیټي لارې د بیارغونې خبر هم ورکړی، چې په رغېدو به یې ايراني توکي په اسانۍ د منځنۍ اسیا بازارونو ته لار پیدا کړي.

د یادې لارې د رغېدو چارې د بېلابېلو لاملونو له کبله له تېرو ۱۴ کلونو راهیسې په ټپه درېدلې وې. د شمېرو له مخې؛ اوس‌مهال افغانستان د ایران لپاره د صادراتو څلورم لوی هېواد دی.

سرچینې: فاروق اعظم له دندې ګوښه او پرېکړه شوې چې نور د طالبانو واکمنۍ کې دنده نه‌شي کولی

۱۳ لړم ۱۴۰۴ - ۴ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۰۶ GMT+۰

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت ستر سلاکار فاروق اعظم چې شاوخوا یوه نیمه میاشت مخکې د نجونو د زده‌کړو د پلوۍ له امله بندي او بیا له ۱۵ورځو بندي کېدو وروسته خوشې شوی و، تېره ورځ له دندې ګوښه او د نظامي محکمې د پرېکړې له‌مخې، نور د طالبانو په واکمنۍ کې دنده نه‌شي کولی.

فاروق اعظم چې د لندن له پوهنتون څخه د اوبو سرچینو په برخه کې د دوکتورا تر کچې زده‌کړې کړي او د طالبانو په حاکمیت کې د اوبو او انرژۍ وزارت ستر سلاکار و، د روان کال د وږي په ۲۴مه د نجونو د زده کړو د پلوۍ له امله د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده په امر په کابل کې ونیول شو او بیا د کابل نظارت خونې ته ولېږدول شو.

فاروق اعظم د کونړ د زلزلې پرمهال او تر نیول کېدو مخکې د نجونو د زده‌کړو د ګټو په تړاو ویلي و: «ښځینه روغتیاپالانې دې کونړ ته ورشي څو هغو طالبانو ته یو درس شي، چې د مېرمنو تعلیم ګټور نه بولي او دا به په ټولنه کې د ښځې د تعلیم د اهمیت عملي ښه بېلګه هم وي.»

نوموړي د پوښتنې په ډول په خپل فېسبوک کې لیکلي و: «ایا زموږ تعلیم یافته ښځې په ټولنه کی د خپل مقام د تثبیت لپاره ابتکار او قرباني ورکولای شي؟ که ځواب هو وي نو دا یې وخت دی.»

په هغه وخت کې سرچینو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي و، چې د فاروق اعظم دوسیه د کابل نظامي محکمې ته لېږل شوې وه او زیاته کړې یې وه: «نوموړي په دې وروستیو کې لیکنې کولې او په شخصي مجلسونو کې یې د امارت د پالیسۍ خلاف څرګندونې کولې، نو له همدې امله نیول شوی دی.»

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت سلاکار فاروق اعظم د نیول کېدو په لومړۍ ورځ (دوشنبه د وږي ۲۴مه) خپل زوی ته په یوه لیک کې لیکلي و، چې طالبانو د ښځو زده کړو، عصري زده کړو او د امر بالمعروف د کمزوریو د په ګوته کولو له امله زندان ته اچول شوی او زیاته کړې یې وه: « دا هغه څه دي، چې زه تر دغه سخت چلند ته تیار یم.»

خپل زوی ته د فاروق اعظم لیک
100%
خپل زوی ته د فاروق اعظم لیک

د فاروق اعظم له نیول کېدو ۶ ورځې وروسته (شنبه د وږي ۲۹مه) طالبانو له هغه غوښتي و، چې د نجونو د زده کړو په تړاو پر خپلو وروستیو څرګندونو پښېماني وښيي او د طالبانو له مشر څخه بښنه وغواړي، خو هغه د طالبانو دغه غوښتنه رد کړې وه.

په سبا یې (یکشنبه د وږي ۳۰مه) بیا د فاروق اعظم خور «عزیزې» په یوه لیک کې چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې وه، پر طالبانو یې نیوکه کړې وه، چې ورور یې د شکر او فشار له ناروغیو سره له مجرمانو سره په زندان کې یو ځای اچول شوی او طالبانو ته یې په خطاب کې لیکلي و: «خدای مه کړه که فاروق اعظم ته زندان کې څه ورپېښ شي، دا به ستاسې لویه خطا وي.»

طالبانو یوه اوونۍ وروسته (دوشنبه د تلې ۷مه) فاروق اعظم د کابل له نظارت خونې د کابل نظامي محکمې ته ولېږداوه. هلته بیا ځينو طالب وزیرانو او د هبت‌الله اخوندزاده ځينو استازو له فاروق اعظم سره په کتنه کې له هغه یو ځل بیا غوښتي و، چې له هبت‌الله بښنه وغواړي، خو بیا ځلي یې انکار وکړ او یادو وزیرانو ورته ویلي و، چې د ملاهبت‌الله په امر نیول شوی او دوی یې د ازادولو واک نه‌لري.

طالبانو بیا له هېڅ ډول جزییاتو ورکړې پرته فاروق اعظم ۲ ورځې وروسته (چهارشنبه د تلې ۹مه) له زندان څخه خوشې کړ.

فاروق اعظم له خوشې کېدو وروسته (د تلې له ۹مې د لړم تر ۱۲مې) په خپل فېسبوک کې یوازې ۳ پوسټونه کړي او نن یې (دوشنبه د لړم ۱۲مه) دوه پوسټونه کړي، په لومړي کې یې د اوبو او انرژۍ وزارت له مامورینو سره د خدای پامانۍ او همداراز په دویم پوسټ کې یې په غرب کې د یوې ښځې پیغام چې د ده د انفکاک په اړه څرګندونې کړي، خپاره کړي دي.

فاروق اعظم د دوشنبې په ماښام (د لړم ۱۲مه) په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې پرون یې په اوبو او انر‍ژۍ وزارت کی له مامورینو سره تر خدای پامانۍ دمخه په افغانستان کی د سویس له شارژدافیر سره کتلي و او د اوبو د مدیریت پر څرنګوالي، د ظرفیت لوړونې، وسایلو، له پنجشېر څخه کابل ته د اوبو پر راوستلو او د نړۍوالو د نیمګړو پاتې پروژو د بشپړېدو په تړاو خبرې کړي او نن یې له خپل کوره د سویس شارژدافیر ته یاد مسایل په لیکلي بڼه استولي او یوه کاپي یې وزارت ته هم استولې ده.

هغه د خپل انفکاک له جزییاتو ورکړې پرته په داسې حال کې چې په شاوخوا ۸۰ کلنۍ عمر کې د هېواد خدمت پر ځان «فرض» بللی، زیاته کړې: «تر دغه مفید مجلس وروسته می په وزارت کی د دوستانو سره د خپل څلور کلن ګتور رسمي خدمت د پای خدای پاماني وکړه او وعده می وکړه چی زه به خپله علمي او مسلکي پوهه له وزارت او امارته نه سپوم. دوستان هر وخت پر ما غږ کولای سي؛ د وطن خدمت په هرځای کی چی یم پر ځان فرض بولم.»

فاروق اعظم په خپله فېسبوک پاڼه کې له دغه پوسټ سره جوخت په بل پوسټ کې لیکلي: «په غرب کی یوې ښځی له دندې زما د انفکاک خبر اورېدلی دی. ماته یی دا پیغام راواستاوه.»

په دې پوسټ کې یې هم د ښځو لوړو زده کړو ته اشاره ده او یادې ښځې هم په هغه پیغام کې فاروق اعظم له دې امله ستایلی چې په وینا یې «حق» یې ویل.

فاروق اعظم ته په لوېدیځ کې د یوې ښځې پیغام
100%
فاروق اعظم ته په لوېدیځ کې د یوې ښځې پیغام

طالبانو له دندې د فاروق اعظم د ګوښه کېدو په تړاو هېڅ جزییات نه دي ورکړي.

ډاکټر فاروق اعظم په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۳ کلونو کې د افغانستان د سوله ییز بدلون غورځنګ مشري کړې او له دې وړاندې د افغانستان د ملي اسلامي جبهې مرستیال مشر و. له ۱۹۸۹ نه تر ۱۹۹۱ کال پورې د پوهنې او وروسته د کډوالو چارو وزیر و. هغه د افغانستان د مطالعاتو فورم مشري کړې او په ۲۰۲۲ کال کې یې د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د سلاکار په توګه چارې پیل کړې.

اعظم په کندهار کې زیږېدلی او له کابل پوهنتون نه یې د اقتصاد لیسانس، د بیروت له امریکایي پوهنتون نه یې د کرنې اقتصاد ماسټري او له لندن پوهنتون نه یې د اوبو سرچینو په برخه کې دوکتورا اخېستې ده.

نوموړی د جمهوري نظام منتقد و او د طالبانو نږدې خواخوږی ګڼل کېږي.

له دې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ویلي و، چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړلو پرېکړه په شریعت کې هېڅ بنسټ نه لري او نوموړي د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز یوازې د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده شخصي نظر بللی و.

د عباسي ستانکزي له دې څرګندونو وروسته ملا هبت الله د نوموړي د نیولو امر صادر کړ، خو ستانکزی دوبۍ ته وتښتېد او نږدې کال پوره کېږي چې بېرته افغانستان ته نه دی راګرځېدلی.

د تېر جمهوري نظام ځینې چارواکي او د چارو شنونکي وايي، طالبان د عامه ذهنیت بدلولو لپاره خپل وفادار ملګري زنداني کوي او په دې ډول په رسنیو کې لنډمهاله غوغا جوړوي، خو د هغوی د شاتګ پالنې اصلي ستونزه په ټولو برخو کې بیا هم پر خپل ځای پاتې ده.

طالبان په دې تورن دي، چې خپل منتقدان نیسي او د خلکو د غلي کولو لپاره یې د وېرې او ډار اچولو سیاست غوره کړی دی.

د پاکستان د پلازمېنې په یوه پارک کې مېشت افغان کډوال د اېستنې له ګواښ سره مخ دي

۱۲ لړم ۱۴۰۴ - ۳ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۵۸ GMT+۰

په پاکستان کې په دې وروستیو کې د کورونو له مالکانو غوښتل شوي، چې ناقانونه افغان کډوالو ته کورونه په کرایه ورنه‌کړي، نو له همدې امله سلګونه کورنۍ د پلازمېنې اسلام‌اباد په ارجنتینا پارک کې شپې او ورځې تېروي او د اېستنې له جدي ګواښ سره مخ دي.

په دغه پارک کې یو شمېر مېشت افغانان وايي، پولیس تېره ورځ (یکشنبه د لړم ۱۱مه) یاد پارک ته د افغان کډوالو د نیولو او په جبري توګه د اېستنې په موخه ورغلي و او د احمد ضیاء فیض چې د کډوالو فعال ګڼل کېږي، په ګډون یو شمېر افغانان نیولي دي.

دوی ادعا کوي، چې احمد ضیاء فیض له پرون راهیسې د حاجي کمپ او تورخم پر لاره و، خو اوس له وضعیت او برخلیک څخه یې هېڅ معلومات نه‌لري.

دوی چې په وېره کې شپې او ورځې تېروي، د کډوالو له اړوندو نړۍوالو سازمانونو او د بشري حقونو له بنسټونو غواړي، چې په ارجنتینا پارک کې د مېشتو افغان کډوالو وضعیت ته رسېدنه وکړي او یا هم لږ تر لږه په جبري توګه له بېرته ستنونې یې مخنیوی وکړي.

ارجنتینا پارک- افغان کډوال
100%
ارجنتینا پارک- افغان کډوال

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان دولت په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د نیونې بهیر پراخ کړی او هره ورځ زرګونه کسان تر نیولو وروسته بېرته افغانستان ته ستنوي، چې یوازې تېره ورځ څه باندې ۱۵زره کډوال اېستل شوي دي.

تېره میاشت د افغانستان-ایران ترمنځ د رېل پټلۍ له لارې ۶۳ زره ټُنه راکړه ورکړه شوې

۱۲ لړم ۱۴۰۴ - ۳ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۱۱ GMT+۰

د ایران د سړکونو او ښاري پراختیا وزارت مرستیال او د ایران د رېل پټلۍ شرکت اجرایوي رییس وايي، چې د تلې په میاشت کې د ایران-افغانستان رېل پټلۍ له لارې ۶۳ زره ټنه صادرات او واردات شوي. نوموړي ویلي، چې «د کال تر پایه پورې به پر دې لاره د بار وړلو کچه۱۰۰ زره ټنو ته ورسیږي.»

دا په داسې حال کې ده، چې یوه اونۍ وړاندې د ایران تېل د لومړي ځل لپاره د رېل له لارې افغانستان ته صادر شول.

د رسمي شمېرو له مخې، تېر کال شاوخوا ۶۰ زره ټنه صادراتي او ټرانزیټي توکي د همدې رېل پټلۍ او د شمتیغ د پولې له لارې له ایران څخه افغانستان ته لېږدول شوي دي.

ایران د افغانستان له سترو اقتصادي شریکانو ګڼل کیږي، خو ډېری توکي ترې واردیږي.

د دواړو هېوادونو کلنی سوداګریز حجم نږدې څلور میلیارده ډالره اټکل شوی.

د پاکستان د بندرونو تړل کېدو افغان سوداګر له نورو ګاونډیو هېوادونو سره سوداګریزو راکړو ورکړو ته هڅولي دي.

اشرف غني: افغانستان اوس د تېر په څېر په اقتصادي محاصره کې نه دی

۱۲ لړم ۱۴۰۴ - ۳ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۲۶ GMT+۰

مخکینی ولسمشر اشرف غني وايي، افغانستان اوس د تېرو لسیزو په څېر په اقتصادي محاصره کې نه دی او له منځنۍ اسیا سره د دوی له تعامل او سفرونو وروسته، دغه هېوادونه په خلاص مټ په دې برخه کې ونډه اخلي او د ګډو بندرونو له لارې یې له افغانستان سره سوداګري خورا غوړېدلې ده.

اشرف غني پر خپل اېکس لیکلي، چې اوس باید ددغو بندرونو، په تېره د حیرتان او آقینې د عوایدو او لګښتونو شفاف رپوټ له هېوادوالو سره شریک شي چې د خپلو کورنیو سرچینو په پراخوالي او د هغوی د لګېدو په ډول وپوهېږي.

نوموړي دغه راز د ملګرو ملتونو د مرستو پر شفافیت نیوکه کړې ده.

اشرف غني وايي، دغه سازمان چې اوس افغانانو ته د بهرنیو مرستو د مدیریت متصدي دی، د شفافیت په برخه کې جدي ستونزه لري.

نوموړي ویلي، په تېره نیمه پېړۍ کې ملګرو ملتونو هیڅ داسې رپوټ په عامه توګه نه دی ښودلی، چې د افغانانو په نامه له برابرو شویو مرستو څومره پر معاشونو او اداري چارو لګېدلې او څومره افغانانو ته ورکړل شوې دي.