په هند کې د دوو اورګاډو د ټکر له امله لږترلږه ۱۱ کسان مړه شوي دي

د هند د چتیسګر ایالت په رایپور ښار کې د مساپر وړونکي او بار وړونکي اورګاډي د ټکر له امله لږترلږه ۱۱ کسان مړه او ۲۰ نور ټپیان شوي دي. ځایي چارواکي وایي، د پېښې په اړه یې پلټنې روانې دي.

د هند د چتیسګر ایالت په رایپور ښار کې د مساپر وړونکي او بار وړونکي اورګاډي د ټکر له امله لږترلږه ۱۱ کسان مړه او ۲۰ نور ټپیان شوي دي. ځایي چارواکي وایي، د پېښې په اړه یې پلټنې روانې دي.
د چتیسګړ سر وزیر وېشنو دیو سای د اغېزمنو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او د مرستې ژمنه یې ورسره کړې ده.

د نړۍوالې اټومي انرژۍ ادارې (IAEA) مشر رافایل ګروسي ویلي، چې ایران باید د ملګرو ملتونو له څارونکو سره خپلې اټومي همکارۍ پراخه کړي؛ ترڅو له لوېدیځو هېوادونو سره د کړکېچ د زیاتېدو مخه ونیسي.
ګروسي ویلي، که څه هم د نړۍوالې اټومي انرژۍ ادارې له جون میاشتې راهیسې د اسراییل سره تر شخړو وروسته په ایران کې شاوخوا ۱۲ تفتیشونه ترسره کړي؛ خو دوی ته د اټومي تاسیساتو لکه فورډو، نطنز او اصفهان ته د لاسرسي اجازه نهده ورکړل شوې.
دغه تاسیسات د امریکا په بمباریو کې په نښه شوي وو. ګروسي ویلي، د اکتوبر میاشتې په لړ کې د ایران د غني شويو یورانیمو د زېرمو په شاوخوا کې فعالیتونه کشف شوي؛ خو دا «په دې معنا نهده، چې د غني کولو کومه فعاله پروسه روانه ده.»
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي بیا ویلي، چې ګروسي د ایران د اټومي پروګرام له بهیره خبر دی او باید بېبنسټه څرګندونې ونه کړي. هغه ویلي، چې د اټومي انرژۍ د نړۍوالې ادارې مشر رافایل ګروسي څرګندونو د امریکا او اسراییل «تېري» ته لاره هواره کړه.
زهران ممداني د نیویارک د ښاروالۍ ټاکنې وګټلې او د یاد ښار د لومړي مسلمان ښاروال په توګه وټاکل شو. دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ټسلا او سپېس اېکس شرکتونو اجرایوي مشر اېلان ماسک د هغه د بریا مخالفت کړی و.
ممداني په دغه ټاکنو کې له دوو مهمو سيالانو سره مخ و. د نيويارک پخواني والي او ازاد نوماند اېنډريو کومو او د جمهوريپال ګوند نوماند کرټس سليواډ په دغه ټاکنو کې د هغه مهم سیالان وو.
دغه ټاکنې د نيويارک د سياسي تاريخ يوه نوې پاڼه بلل کېږي، ځکه چې تر ۱۹۶۹کال وروسته دا ځل پهکې تر ټولو ډېرو کسانو ګډون کړی و او شاوخوا ۲مېليونه کسانو پهکې خپلې رايې ورکړې.
سره له دې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او اېلان ماسک د ظهران ممداني مخالفت کړی و؛ خو نوموړی بيا هم د خلکو له پراخ ملاتړ سره په دغه ټاکنو کې بريالی شو. ټرمپ له اېنډريو کومو خپل ملاتړ اعلان کړی و؛ خو هغه ماتې وخوړه.
زهران ممداني په ۱۹۹۱ کال کې په يوګانډا کې زېږېدلی. د ممداني مور میرا نایر مشهوره فلم جوړوونکې او د اسکار جايزې نومانده ده، پلار يې محمود ممداني د کولمبيا پوهنتون استاد دی او د ممداني مېرمن روما دواجي يوه هنرمنده ده.
نوموړي د ټاکنيزې مبارزې پر مهال ژمنه کړې وه، چې د بريا په صورت کې به د ښار د کرایو کچه کنګل کړي، وړيا عام ترانسپورت به رامنځته کړي او د ماشومانو د پالنې وړيا خدمتونه به پراخ کړي. ممداني د فلسطينيانو د حقونو د ملاتړ له کبله هم ډېر شهرت لري.
هغه مخکې ويلي و:«که د اسراييل لومړی وزير بنيامين نتنياهو چې د نړۍوالې جزايي محکمې لهخوا مطلوب کس پېژندل شوی، نيويارک ته راشي؛ نو زه به يې د نيولو هڅه وکړم.»
د امریکا د فډرالي هوايي چلند ادارې اعلان کړی، چې د یوپياېس شرکت یوه الوتکه د محمدعلي له هوايي ډګر څخه له الوتنې وروسته د کنتاکي ایالت په لويېویل ښار کې نسکوره شوې ده.
د فډرالي هوايي چلند ادارې په وینا، د یوپياېس دغې الوتکې له محمدعلي نړۍوال هوايي ډګر څخه الوتنه کړې وه، خو له لنډ وخت وروسته نسکوره شوه.
د لويېویل پولیسو ویلي، څو بېړني او ژغورنیز ټیمونه د الوتکې د سقوط ځای ته چې د فرنولي او ګریډلین سیمو ته نږدې دی، رسیدلي دي.
ویل شوي، چې په دې الوتنه کې درې تنه د الوتکې خدمه موجود وو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، متحده ایالات به د تېرې اوونۍ د «میلیسا» توپان له امله اغېزمنو شویو هېوادونو جامایکا، هایټي، باهاماس او کیوبا ته ۲۴ میلیونه ډالره بېړنۍ مرسته ورکړي.
دغه وزارت ویلي، د توپان له امله چې د پنځمې کټګورۍ سخت توپان و، پراخ ویجاړۍ رامنځته شوې او لږ تر لږه ۵۰ کسان په ټولې کریبین سیمه کې مړه شوي دي. د وضعیت د ارزونې او مرستو د همغږۍ لپاره د وزارت ځانګړي ټیمونه سیمې ته استول شوي دي.
د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، د ټرمپ ادارې تر اوسه د جامایکا لپاره ۱۲ میلیونه ډالره، د هایټي لپاره ۸،۵میلیونه ډالره او د باهاماس لپاره ۵۰۰ زره ډالره مرسته تصویب کړې ده.
د راپور له مخې، د کیوبا لپاره ۳ میلیونه ډالره ځانګړې شوې ده.
د جرمني د فډرالي جنايي پولیسو دفتر ویلي، چې دوی د درغلۍ او د پیسو د سپینولو پر هغو شبکو ګډ نړۍوال عملیات ترسره کړي، چې د جرمني د پیسو لېږد شرکتونه یې هدف ګرځولي او د سلګونو میلیونه یورو زیان یې اړولی دی.
پولیسو ویلي، په دې عملیاتو کې ګڼ کسان نیول شوي او دغه عملیات په جرمني، ایټالیا، کاناډا، لوګزامبورګ، هالنډ، سینګاپور، هسپانیا، امریکا او قبرس کې ترسره شوي دي.
د چارواکو په وینا، دغه کسان د ۱۹۳ هېوادونو د قربانیانو د کریډیټ کارتونو د معلوماتو په کارولو تورن دي.
تمه ده، چې جرمن چارواکي د چهارشنبې په ورځ په یوې خبري غونډه کې د دې عملیاتو په اړه نور جزییات شریک کړي.