
د طالبانو او پاکستان پلاوي د طالبانو د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق او د ای ایس ای د مشر جنرال عاصم ملک په مشرۍ ترکیې ته لاړل. د طالبانو سرچینې وايي، چې سهیل شاهین، رحمت الله نجیب، قهار بلخي، ذاکر جلالي او انس حقاني د طالبانو د پلاوي غړي دي.
د سرچینو په وینا، د طالبانو د قطر سفارت سرپرست سهیل شاهین، د کورنیو چارو وزارت مرستیال رحمت الله نجیب، د بهرنیو چارو وزارت ویاند قهار بلخي، دویم سیاسي رییس ذاکر جلالي او انس حقاني ددغه پلاوي غړي دي.
د پاکستان د پلاوي ترکیب تراوسه نه دی په ډاګه شوی، خو ددغه هېواد رسنیو خبر ورکړی چې مشري یې د ای ایس ای رییس جنرال عاصم ملک کوي.
دغه پلاوي به سبا د نومبر پر شپږمه په ترکیه کې په خبرو اترو کې ګډون کوي.
دغه ناسته چې د تړلو دروازو تر شا تنظیم شوې، د کابل او اسلام اباد د راتلونکو اړیکو برخلیک ټاکي.
د دغو خبرو اترو هدف د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امنیتي همکارۍ او ګډو اندېښنو په اړه یوې وروستۍ هوکړې ته رسېدل دي.
ترکیه او قطر د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو منځګړتوب کوي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر سمنګان ولایت ته د سفر پرمهال له زلزله ځپلو سره ژمنه کړې، چې د سرپناه جوړولو، کورونو ابادولو او په ځینو نورو برخو کې به یې ستونزې اوارې کړي.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د چارشنبې په ورځ، د لړم ۱۴مه وویل، چې ملا برادر نن سمنګان ولایت ته سفر کړی او له زلزله ځپلو سره یې لیدلي.
نوموړي د زلزلې له امله د زیانمنو شویو کسانو د کورونو جوړولو، د ټپیانو د درملنې او نورو برخو کې د مرستې په موخه په سمنګان کې ځايي طالب مسوولینو ته نغدي پیسې هم ورکړې دي، خو د یادو پیسو کره اندازه نه ده په ډاګه شوې.
دغه طالب چارواکي، یو ځل بیا پر افغان سوداګرو او او نړیوالو خیریه بنسټونو غږ کړی، چې په سمنګان ولایت کې له زلزله ځپلو کسانو سره هر اړخیزې مرستې وکړي.
نوموړي داسې مهال سمنګان ولایت ته سفر کړی، چې څو ورځې وړاندې سمنګان، بلخ او ځینې نور ولایتونه نسبتا زوروري زلزلې ولړزول چې له امله یې ۲۷ کسان مړه او له ۷۰۰ څخه ډېر نور ټپیان شول.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر د اریانا افغان هوايي شرکت ته لارښوونه کړې، چې د هوايي کارګو له لارې یو کیلو صادراتي سوداګریز توکي په یو ډالر او یو کیلو وارداتي سوداګریز توکي په اتیا سېنټه راولېږدوي.
د طالبانو تر واک لاندې ارګ د چارشنبې په ورځ، د لړم ۱۴مه وویل چې تېره وځ د یادې ډلې د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر په مشرۍ د هوايي کارګو له لارې بهرنیو هېوادونو ته د افغانستان د سوداګریزو توکو او وچو او تازه مېوو د صادراتو په اړه دویمه تعقیبي ناسته شوې ده.
په یاده ناسته کې د اریانا افغان هوايي شرکت ته لارښوونه شوې، چې یو کیلو صادراتي سوداګریز توکي به په یو ډالر او یو کیلو وارداتي سوداګریز توکي به په اتیا سېنټه انتقالوي.
طالبانو دا نه دې ویلي، چې وړاندې د اریانا افغان هوايي شرکت له خوا د یو کیلو صادراتي او وارداتي توکو پر سر څومره پیسې اخېستل کېدې.
په یاده ناسته کې ملا برادر د دې ډلې مالیې او ترانسپورټ او هوايي جلند وزارتونو ته لارښوونه کړې، چې د اریانا افغان هوايي شرکت ته په خپلو فیسونو کې ۹۰ سلنه تخفیف ورکړي.
ملا بردار د اریانا افغان هوايي شرکت ته لارښوونه کړې، چې د سوداګریزو توکو د انتقال لپاره دې ژر تر ژره یوه کارګو الوتکه و پېري.
سبا په ترکیه کې له پاکستاني پلاوي سره د خبرو اترو مشري د طالبانو د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق کوي. نوموړی نن د یوه پلاوي په مشرۍ ترکیې ته لاړ. وثیق د طالبانو د سیاسي اړیکو، منځګړتوب او استخباراتي چارو ازمویل شوې او ددې ډلې د پخواني مشر ملامحمد عمر د حلقې باور وړ څېره ګڼل کیږي.
په ۱۹۹۶ کال کې چې طالبان د افغانستان پر درې پرڅلورمه برخه افغانستان واکمن شول او د ایران پولو ته ورسېدل، دې ډلې د خپل مختلف نظامي ځواک او په خپلو لیکو کې د پاکستانیو شیعه ضد ډلو د جنګیالیو د حضور له امله له ایران سره د اړیکو په برخه کې پام وړ ستونزې درلودې.
په پیل کې د ایران او طالبانو تر منځ اړیکې ترینګلې وې ځکه تهران د طالبانو وسله وال مخالفان او شیعه ډلې حمایه کولې او ایران، چې یو شیعه دولت دی، د طالبانو له سختدریځې سني ایډیالوژۍ او له شیعه لږه کي سره د چلند له اړخه اندیښمن و. خو څومره چې طالبانو خپل واک پیاوړی کاوه، هغومره یېد سیمې په کچه متحدانو ته اړتیا لرله او عبدالحق وثیق، چې په پیل کې یوازې د استخباراتو یو ټیټپوړی چارواکی و، د دواړو خواوو ترمنځ په اړیکو کې ټاکونکی رول ولوباوه.
عبدالحق وثیق اوس د طالبانو د استخباراتو لوی رییس دی چې د امریکا په ګډون د سیمې او نړۍ له استخباراتو سره ښکیل دی.
وثیق چې په ۱۹۷۰ کال کې د غزني ولایت په خوږیاڼو کې زېږېدلی، د طالبانو تر لومړي امارت وړاندې یې له خپلې کورنۍ سره د ایران په زاهدان کې ژوند کاوه. د وثیق کورنۍ د ډاکتر نجیب د واکمنۍ پر مهال له ګلبدین حکمتیار سره اړیکې درلودې او نوموړی په سیستان بلوچستان کې د ګلبدین حکمتیار د مرکز د مشر قاري احمد الله،اوښی دی.
عبدالحق وثیق د پاکستان د کویټې په ضیاء المدارس دیني مدرسه کې زده کړې وکړې او هلته یې بلوچي ژبه هم زده کړه او کله چې طالبانو کابل ونیوه، د هغه مشر اوښی قاري احمد الله د طالبانو د استخباراتو رییس وګومارل شو او وثیق لومړی د نوموړي د ساتونکي، ورپسې د ساتونکو د مشر او بیا د کابل لپاره د طالبانو د استخباراتو د څارنې رییس شو. وثیق وروسته په کندهار او نیمروز جنوبي ولایتونو کې د طالبانو د فعالیتونو د څارنې لپاره مهم رول لوبولی و او هلته یې د توندلارو وسله والو ډلو د څارنې او ارزونې دنده هم پر غاړه لرله.
نوموړي له ایراني وسله والو کړیو سره په ټیټه کچه اړیکې لرلې، خو د استخباراتو له مرستیالۍ وروسته نوموړی د ملا عمر له خوا له ایران سره د اړیکو مسوول او بیا له اروپايي هېوادونو سره د طالبانو د اړیکو مسوول هم وګومارل شو.
عبدالحق وثیق وروسته د استخباراتو له رییس سره له نږدې خپلوۍ نه په استفادې د طالبانو د استخباراتو مرستیال وټاکل شو. هغه د طالبانو له مشر ملا محمد عمر او د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار سره مستقیمې اړیکې لرلې. هغه د طالبانو په لومړۍ واکمنۍ کې له توندلارو ډلو سره د طالبانو اړیکې سمبالولې او هم یې په کوېټه، د هلمند په بهرامچه او سیستان بلوچستان کې مېشتې څلور توندلارې ډلې په ۱۹۹۸ کال کې له طالبانو سره همغږې کړې او د هلمند په بهرامچې ولسوالۍ کې یې یو پنځه اړخیزه تړون وکړ.
له دغه تړون وروسته عبدالحق وثیق د طالبانو مشر ته لا نږدې شو او د طالبانو په داخلي کړیو کې هغه د طالبانو مشر ته یو له نږدې اشخاصو ګڼل کېده، چې په مستقیم ډول یې له ایران سره د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د اړیکو د تنظیم مسوولیت پر غاړه درلود.
هغه د طالبانو په لومړۍ دوره کې ایران ته نږدې شخص بلل کېده او له همدې امله له ایران سره د طالبانو ټولې وسله والې او اوپراتیفي اړیکې هغه تنظیمولې.
نوموړی د ۲۰۰۱ کال په نومبر میاشت کې په غزني کې داسې مهال ونیول شو، چې د کندهار پر لور یې سفر کاوه.
پر وثیق تور و، چې له ایران سره پر پوله یې د القاعدې یو شمېر غړو ته پټنځایونه برابر کړي او د القاعده شبکې ایران پلوه ډله یې غزني، پکتیکا او تورې بورې ته انتقال کړې او تجهیز کړې ده او همدا راز یې د عملیاتو او روزنیزو کمپونو د تنظیم او امنیت ساتنې مسوولیت لاره.
د هغه لومړۍ مېرمن، مور او کورنۍ په ۲۰۰۲ کال ایران ته کډوال شول او د زاهدان په همت اباد کې مېشت شول، د هغه د کورنۍ درې غړي له صدر ابراهیم سره د سستان بلوچستان د نصرت اباد په العمریه مدرسه کې شامل شول او د هغه کشر اوښی قاري احسان په ۲۰۱۷ کال کې په همدې مدرسه کې په یوه چاودنه کې ووژل شو.
امریکا وروسته وثیق ګوانتانامو ته ولېږداوه او د ۲۰۱۴ کال د می تر ۳۱مې نېټې پورې هلته بندي و. هغه د قطر دولت په منځګړیتوب د امریکایي سرتېري بووا برګډال په تبادله کې له زندان نه خوشې شو او قطر ته ولېږدول شو. د هغه له خوشې کېدو سره څلور نور لوړپوړي طالب قوماندانان هم خوشې شول، چې له امله یې د ملا محمد عمر په نوم په خپرې شوې اعلامیې کې خوښي ښودل شوې وه.
له خوشې کېدو وروسته عبدالحق وثیق قطر ته ولېږدول شو او وروسته یې په دوحه کې د طالبانو د مذاکراتي ډلې د یوه مهم غړي په توګه دنده ترسره کوله.
د وثیق له خلاصون وروسته د هغه کورنۍ په ایران کې اوسېده. د لومړي ځل لپاره هغه د ۲۰۱۶ کال په اکټوبر میاشت کې له قطر څخه اسلام اباد، له اسلام اباد څخه بلوچستان او بیا ایران ته لاړ.
د افغانستان د ملي امنیت پخواني اوپراتیفي مرستیال افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، « موږ په ۲۰۱۶ کال کې د نوموړي له سفر څخه خبر وو او د اطلاعاتو مشترکې قوماندانۍ ته مو له راپور ورکولو وروسته په ډېپلوماتیکه کچه له ایران او پاکستان سره یاده اندېښنه شریکه کړې وه». نوموړی زیاتوي چې له ۲۰۱۴ کال څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې وثیق ایران ته څلور ځله سفرونه کړي او له سپاه پاسداران سره یې کمزورې شوې اړیکې، چې د اوږدې مودې زندان له امله یو څه له منځه تللې وې، بېرته رغولې دي.
د وثیق د کورنۍ غړي د ۲۰۱۸ کال د فیبروري په میاشت کې قطر ته په افغاني پاسپورټونو لاړل او یاد پاسپورټونه په ۲۰۱۷ کال کې په ایران کې د افغانستان د کونسلګرۍ له خوا ورکړل شوي وو، چې له امله یې د کونسلګرۍ دوه کارکوونکي د افغانستان د جمهوري دولت له خوا له دندو منفک شول.
د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر پر نهمه وثیق د امریکا د مرکزي استخباراتو له مرستیال ډیوید کوهن سره په دوحه کې ولیدل. دا لومړی ځل و چې د القاعدې د مشر ایمن الظواهري له وژل کیدو وروسته دواړې خواوې په دې کچه خبرو ته کښېناستې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د طالبانو حکومت د دې لیدنې په اړه رسمي تبصرې ونه کړې.
نوموړی د طالبانو په منځ کې د خبرو اترو او استدلال درلودونکی کس شمېرل کیږي او له همدې امله په پېچلو خبرو اترو کې د پلاویو مشري کوي.
د کډوالو نړۍواله اداره وايي، د افغانستان په شمالي ولایتونو کې زلزلې شاوخوا ۲۲۰زره خلک اغېزمن کړي چې پهکې داخلي بېځایه شوي او تازه ستانه شوي کډوال هم شامل دي. یادې ادارې خبرداری ورکړی، چې د ژمي په رارسېدو ډېری خلک لا هم خوندي پناه ځایونه نهلري او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د کډوالو نړۍوالې ادارې لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د زلزلې له کبله ډېری کورونه په جدي حالت کې دي. د خبرپاڼې له مخې؛ شاوخوا ۶۲سلنه کورونه په بشپړه توګه او ۳۸سلنه برسېرن ویجاړ شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، تر ټولو زیات تاوان په بلخ او سمنګان ولایتونو کې اوښتی؛ خو کندوز، جوزجان او سرپل ولایتونو کې هم خلکو ته زیانونه اوښتي دي. د کډوالو دغه ادارې ویلي، چې بېړنۍ ډله یې له ۱۵ ټیمونو سره سمنګان او بلخ ولایتونو ته استولې؛ څو د اغېزمنو کورنیو وضعیت معلوم کړي.
د یادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، د لومړنیو ارزونو له مخې ډېری کورنۍ د ژمي د رارسېدو پرمهال د خوندي پناه ځای او بنسټیزو مرستو د نشتوالي له کبله له ګواښ سره مخ دي. خبرپاڼه زیاتوي، د بېړنیو اړتیاوو په منځ کې خیمې، غیر خوراکي توکي، روغتیایي مرستې، رواني ملاتړ، د ښځو او ماشومانو لپاره روغتیایي کیټونه، د معلولیت لرونکو کسانو لپاره مرستندویه توکي او د زیانمنو کورنیو لپاره نغدي مرستې شاملې دي.
وروستۍ زلزلې د افغانستان په شمال او په ځانګړي ډول بلخ او سمنګان ولایتونو کې خلکو ته درانه زیانونه اړولي دي. د لومړنیو راپورونو له مخې؛ په دغه زلزله کې لږ تر لږه ۲۸کسان مړه او نږدې ۹۵۰ نور بیا ټپیان شوي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د اسحاق ډار وروستۍ څرګندونې چې ګواکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له نوموړي سره په یوه ورځ کې شپږ ځله اړیکه نیولې؛ له واقعیت څخه لرې دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابل درناوي او د ډیپلوماټیک تعامل اصولو خلاف دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دواړو لورو ترمنځ لومړۍ تیلیفوني اړیکه د متقابل تفاهم او همغږۍ په چوکاټ کې شوې وه چې پهکې ښاغلي اسحاق ډار د وضعیت په اړه د ناخبرۍ څرګندونه کړې او ژمنه یې کړې وه چې د بشپړې خبرتیا وروسته به بیا اړیکه ونیسي؛ نو له همدې امله د دویم ځل لپاره هم خبرې وشوې.
په خبرپاڼه کې راغلي:« له دې یوه ورځ وروسته د ډار د بیا اړیکې هڅه د بېلابېلو وجوهاتو له امله عملي نه شوه.» یاد وزارت ټینګار کړی، چې د هېوادونو ترمنځ اړیکې باید د متقابل درناوي او په واقعیتونو ولاړ تعامل پر بنسټ وي.
په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې دغه ډول ناسمې څرګندونې د دواړو هېوادونو د ډېپلوماټیک تعامل او د متقابل درناوي اصولو سره په ټکر کې دي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هیله څرګنده کړې، چې «د ګاونډي هېواد لوړپوړي چارواکي دې د خبرو پرمهال د حقایقو دقیق انعکاس ته پام وکړي؛ ترڅو د اړیکو پر بنسټ د درناوي، تفاهم او مثبتو تعاملاتو اصول ټینګ پاتې شي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر تېره ورځ د دغه هېواد په مشرانو جرګه کې ویلي و د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د دوشنبې په ورځ له ده سره شپږ ځلې ټلیفوني اړیکه نیولې ده.