په فلیپین کې د «کلمایګي» توپان له امله د مړو شمېر ۶۶ ته لوړ شو

د فلیپین د ملي ناورین ادارې ویلي، د سختو بارانونو، توپان او سېلابونو له امله د دغه هېواد مرکزي برخې تر اوبو لاندې شوې دي چې له امله یې د مړو شمېر ۶۶ته لوړ شوی او سلګونه زره خلک بېځایه شوي دي.
