• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسراییل د یو بل یرغمل جسد ترلاسه کړ

۱۴ لړم ۱۴۰۴ - ۵ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۰۷ GMT+۰

په داسې حال کې چې د غزې له سیمې د فلسطینیانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي، د اسراییل د لومړي وزیر دفتر د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د غزې له سیمې څخه یې د یو بل یرغمل جسد ترلاسه کړی دی. تېره ورځ هم د حماس ډلې یو اسراییلی جسد د سره صلیب له لارې اسراییل ته سپارلی و.

دغه جسد به د هویت د پېژندلو لپاره د اسراییل عدلي طب ته ولېږل شي، که چېرې تایید شي چې دا د یو یرغمل جسد دی، نو غزه کې به د نورو شپږو یرغملو جسدونه هم وي.

بلخوا، د اسراییل پوځ ویلي چې دوی په غزه کې دوه فلسطینیان وژلي دي. پوځ زیاتوي، چې هغوی د اسراییل تر کنټرول لاندې سیمې ته په «ګواښمن ډول» ورنږدې شوي وو.

د غزې روغتیایي چارواکي وایي، چې د اسراییل په ډزو کې یو فلسطینی چې د مرکزي غزې په سیمه کې یې د سون لرګي راټولول وژلی دی. اسراییلي پوځ ویلي، چې دوی د دغه پېښې په اړه معلومات نه لري.

سره له دې چې تاوتریخوالی هره ورځ دوام لري، د یرغملو د جسدونو د بېرته ستنولو بهیر د امریکا په منځګړیتوب د هغه اوربند لاندې دوام لري، چې د اکتوبر په ۱۰مه د دوو کلونو جګړې وروسته نافذ شو.

حماس د غزې له سیمې ټول ۲۰ ژوندي یرغمل شوي کسان بېرته اسراییل ته ورکړي او په بدل کې یې نږدې ۲۰۰۰ فلسطیني بندیان او د جګړې پر مهال نیول شوي کسان له اسراییل څخه ازاد شوي دي

حماس ژمنه کړې وه، چې د ۲۸یرغمل شویو مړو جسدونه هم سپاري، خو ویلي یې دي چې د غزې ویجاړتیا د جسدونو موندل سخت کړي دي. اسراییل حماس تورنوي، چې دا بهیر قصداً ځنډوي.

اسراییل وخت په وخت په غزې بریدونه کوي، خو له اوربند وروسته تاوتریخوالی کم شوی، چې له امله یې سلګونه زره فلسطینیانو ته دا زمینه برابره شوې چې خپلو ویجاړو کورونو ته ستانه شي.

ترویج لرونکی

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی
۱

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۲

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۳

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ

۴

چاودې شونډې، تنکي لاسونه او درانه کارونه؛ فرید د زده‌کړو پرځای د کورنۍ اړتیاوې پوره کوي

۵

طالبانو په خوست کې دولتي مامورینو ته د ځیرک موبایلونو د ورسپارلو امر کړی

•
•
•

نور کیسې

امریکا د غزې د سولې د پلان مسوده د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کوي

۱۴ لړم ۱۴۰۴ - ۵ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۳۸ GMT+۰
امریکا د غزې د سولې د پلان مسوده د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کوي
100%

د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غزې د سولې پلان د پرېکړه‌لیک مسوده د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لسو ټاکل شویو غړو سره شریکوي. د چارواکو په وینا، دا اقدام به د چهارشنبې په ورځ وشي.

د رویټرز د راپور له مخې، یو امریکایي چارواکي ویلي چې د مصر، قطر، سعودي عربستان، ترکیې او متحده عربي اماراتو استازي به هم له امریکا سره په دې بهیر کې ګډون وکړي، څو «د سیمې پراخ ملاتړ» څرګند کړي.

د دغې مسودې متن چې د رویټرز خبري اژانس لیدلی، د دوه کلنې مودې لپاره د غزې د انتقالي ادارې جوړېدو او د نړۍوال ثبات‌ساتونکي ځواک د ځای پر ځای کولو اجازه ورکوي. دا ځواک به د سولې د بورډ تر چتر لاندې فعالیت کوي او د خپلې دندې د پلي کولو لپاره به د «ټولو ضروري لارو چارو» کارولو واک ولري، چې په ډېپلوماټيکو اصطلاحاتو کې د زور کارولو معنا لري.

یوه میاشت وړاندې اسراییل او د فلسطین وسله‌والې ډلې حماس د ټرمپ د ۲۰ مادو د پلان د لومړۍ مرحلې پر سر موافقه کړې وه. دا مرحله د دوه کلنې جګړې د پای ته رسولو او د یرغمل شویو کسانو د تبادلې پر محور راڅرخي.

تر اوسه څرګنده نه ده، چې امریکا دا مسوده له روسیې او چین سره شریکه کړې ده او که نه. د پرېکړه‌لیک د تصویب لپاره لږ تر لږه د نهو غړو مثبتې رایې او دا شرط ضروري دی، چې روسیه، چین، امریکا، برېتانیا او فرانسه پرې «ویټو» ونه‌کاروي.

که تصویب شي، دا پرېکړه‌لیک به د غزې د راتلونکي سیاسي او امنیتي جوړښت په اړه یو مهم ګام وګڼل شي، چې د سیمې د سولې او ثبات لپاره د امریکا د نوې ډېپلوماټیکې هڅې برخه ده.

په امریکا کې د نسکورې شوې الوتکې د مړو شمېر ۹ تنو ته لوړ شوی

۱۴ لړم ۱۴۰۴ - ۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۰۸ GMT+۰
په امریکا کې د نسکورې شوې الوتکې د مړو شمېر ۹ تنو ته لوړ شوی
100%

د امریکا په کینټکي ایالت کې د پرېوتې الوتکې د مړو شمېر ۹ تنو ته لوړ شوی. د «یو پي ایس» شرکت دغه بار وړونکې الوتکه د کینټکي ایالت د لوېزویل له نړیوال هوایي ډګر څخه تر الوتلو وروسته غورځېدلې ده. چارواکي وايي، د پېښې د قربانیانو شمېر ښايي لوړ شي.

د راپورونو له مخې، د«یو پي ایس» شرکت بار وړونکې الوتکه د سه‌شنبې په شپه د الوتنې پر مهال د تخنیکي ستونزو له کبله راولوېده او د اور لمبو یې پراخ زیانونه اړولي دي.

د امریکا د ټرانسپورټ خوندیتوب ملي اداره وایي چې یو ۲۸ کسیز ټیم نن سیمې ته رسېدلی چې د پېښې د علت په اړه پلټنې پيل کړي.

چارواکي وايي، د الوتکې د تور بکس موندل د څېړنې مهمه برخه ده.

د لوېزویل د نړیوال هوايي ډګر چارواکو ویلي، چې د مسافرو الوتنې په محدود ډول بېرته پيل شوې دي، خو لا هم د تېرو شپو د ځنډ شويو الوتنو له امله ډېری الوتنې ځنډېدلې او یوازې یوه لیکه د الوتنو لپاره فعاله ده.

د«یو پي ایس» شرکت تر اوسه د پېښې په اړه رسمي تبصره نه ده کړې، خو چارواکي وایي، د قربانیانو د هویت د معلومولو او د پېښې د تخنیکي لامل د تشخیص لپاره هڅې روانې دي.

عمران خان:په پاکستان کې یوازې د « عاصم منیر» د قانون واک چلیږي

۱۴ لړم ۱۴۰۴ - ۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۱۵ GMT+۰
عمران خان:په پاکستان کې یوازې د « عاصم منیر» د قانون واک چلیږي
100%

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان ویلي، چې دا وخت په پاکستان کې د اساسي قانون او قانون پر ځای د «عاصم قانون» واک چلېږي. نوموړي ویلي، عاصم منیر د تاریخ تر ټولو مستبد واکمن دی، چې د بې‌ساري جبر دوره یې واکمنه کړې.

عمران خان له اډیاله زندان نه په خپل پیغام کې ویلي، چې د عاصم منیر واکمني بشري حقونو ته له سپکاوي ډکه ده او حتا د ښځو، ماشومانو او زړو خلکو حقونه هم خوندي نه دي.

نوموړي ویلي، چې د عاصم منیر د واک تنده دومره زیاته ده چې د خپل قدرت د ساتلو لپاره هر ډول کار ته تیار دی.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر ویلي، چې دا مهال د ټول هېواد برخلیک د یو تن، عاصم منیر، په امرونو پورې تړلی دی.

عمران خان په خپل پیغام کې په ډاګه کړې، چې تحریک انصاف له حکومت او پوځ سره خبرې نه کوي.

هغه د شهباز شریف په مشرۍ حکومت له یوه کاغذي او بې‌واکه حکومت سره پرتله کړی، چې دده په وینا، لومړی وزیر یې د «زه به اجازه واخلم، بیا به درته ووایم» تر تګلارې لاندې کار کوي.

د روسیې ولسمشر د اټومي ازموینو لپاره د چمتووالي امر کړی

۱۴ لړم ۱۴۰۴ - ۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۰۷ GMT+۰
د روسیې ولسمشر د اټومي ازموینو لپاره د چمتووالي امر کړی
100%

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خپلو لوړپوړو چارواکو ته د اټومي وسلو د اموینو په اړه د وړاندیزونو د چمتو کولو امر کړی. پوتین ویلي، چې پر اټومي ازموینو د بندیز تړون ته ژمن دی، خو که امریکا یا بل اټومي هېواد اټومي ازموینې وکړي، نو روسیه به هم ورته اقدام وکړي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي:«زه د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو په ګډون د ځانګړو استخباراتو ادارو او اړوندو ملکي ادارو ته لارښوونه کوم، چې د یادې موضوع لپاره اړوند معلومات راټول کړي، په امنیت شورا کې یې و څېړي او د اټومي وسلو ازموینو د چمتو کولو د امکان په اړه موافقه شوي وړاندیزونه برابر کړي.»

په ورته مهال د روسیې د دفاع وزیر اندري بېلوسوف پوتین ته ویلي، چې د امریکا له وروستیو څرګندونو ښکارې، چې باید روسیه هم د اټومي ازموینو لپاره چمتووالی ونیسي.

د روسیې د دفاع وزیر، پوتین ته د اټومي ازموینو لپاره د روسیې په شمال کې د نوایا زملیا سیمه وړاندیز کړې ده.

د راپورونو له مخې، امریکا وروستۍ اټومي ازموینه په ۱۹۹۲ کال کې، چین او فرانسې په ۱۹۹۶ کال کې او روسیې وروستۍ اټومي ازموینه په ۱۹۹۰ کال کې کړې وه.

رافایل ګروسي: ایران باید د اټومي چارو په برخه کې همکاري پراخه کړي

۱۴ لړم ۱۴۰۴ - ۵ نومبر ۲۰۲۵، ۰۶:۳۷ GMT+۰
رافایل ګروسي: ایران باید د اټومي چارو په برخه کې همکاري پراخه کړي
100%

د نړۍوالې اټومي انرژۍ ادارې (IAEA) مشر رافایل ګروسي ویلي، چې ایران باید د ملګرو ملتونو له څارونکو سره خپلې اټومي همکارۍ پراخه کړي؛ ترڅو له لوېدیځو هېوادونو سره د کړکېچ د زیاتېدو مخه ونیسي.

ګروسي ویلي، که څه هم د نړۍوالې اټومي انرژۍ ادارې له جون میاشتې راهیسې د اسراییل سره تر شخړو وروسته په ایران کې شاوخوا ۱۲ تفتیشونه ترسره کړي؛ خو دوی ته د اټومي تاسیساتو لکه فورډو، نطنز او اصفهان ته د لاسرسي اجازه نه‌ده ورکړل شوې.

دغه تاسیسات د امریکا په بمباریو کې په نښه شوي وو. ګروسي ویلي، د اکتوبر میاشتې په لړ کې د ایران د غني شويو یورانیمو د زېرمو په شاوخوا کې فعالیتونه کشف شوي؛ خو دا «په دې معنا نه‌ده، چې د غني کولو کومه فعاله پروسه روانه ده.»

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي بیا ویلي، چې ګروسي د ایران د اټومي پروګرام له بهیره خبر دی او باید بې‌بنسټه څرګندونې ونه کړي. هغه ویلي، چې د اټومي انرژۍ د نړۍوالې ادارې مشر رافایل ګروسي څرګندونو د امریکا او اسراییل «تېري» ته لاره هواره کړه.