• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یونیسف د ۲۷۰ میلیونه ډالرو په مرسته د افغانستان روغتیایي خدمتونه پراخوي

۱۵ لړم ۱۴۰۴ - ۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۴:۵۳ GMT+۰

له ماشومانو څخه د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق(یونیسف) اعلان کړی چې د اسیا پرمختیایي بانک د ۲۷۰میلیونه ډالرو په مالي ملاتړ سره به د افغانستان په ۱۷ولایتونو کې د اړینو روغتیایي خدمتونو د پراختیا او دوام لپاره کار وکړي.

یونیسف ویلي، دا مرسته به له ۱۳۰۰روغتیایي مرکزونو ملاتړ وکړي چې د مور او ماشوم روغتیا، واکسین، تغذیه، رواني ملاتړ، او د ساري ناروغیو درملنې برخې پکې شاملې دي.

د یاد بنسټ په وینا، لا هم د افغانستان د څلورو وګړو له ډلې یو تن داسې روغتیایي مرکز ته لاسرسی نه‌ لري چې له یو ساعت څخه په کم واټن کې وي.

د یونیسف استازي ډاکټر تاج‌الدین ویلي، د اسیا پرمختیایي بانک مرسته د روغتیایي خدمتونو د دوام ترڅنګ د ښځینه کارکوونکو د روزنې او د یو پایدار روغتیایي سیستم په بنسټیزتیا کې مرسته کوي.

دغه ملاتړ به د ۲۰۲۶ کال تر پایه پورې دوام وکړي، او له دې لارې به د کورنیو لپاره د روغتیایي لګښتونو د جبران په موخه نغدې مرستې هم برابرې شي.

د ملګرو ملتونو په وینا، د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله په افغانستان کې سلګونه روغتیایي مرکزونه تړل شوي او د ښځینه ډاکټرانو کمښت لا هم یوه جدي ستونزه ده.

ترویج لرونکی

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې
۱

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۲

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ

۳

طالبانو په خوست کې دولتي مامورینو ته د ځیرک موبایلونو د ورسپارلو امر کړی

۴

د نارینه‌وو ملاتړ؛ عاطفي وابستګي که ټولنیزه اړتیا؟

۵

د ازادۍ جبهه: د طالبانو د امر بالمعروف محتسبان زموږ د بریدونو مشروع هدفونه دي

•
•
•

نور کیسې

په استانبول کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ درېیم پړاو خبرې پیل شوې

۱۵ لړم ۱۴۰۴ - ۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۵۳ GMT+۰
په استانبول کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ درېیم پړاو خبرې پیل شوې
100%

په استانبول کې سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل چې د طالبانو او پاکستاني پلاوي تر منځ د خبرو اترو درېیم پړاو د ترکیې په استانبول ښار کې پیل شوی. دا خبرې داسې مهال پیلږي، چې په سپین بولدک کې محلي سرچینې وايي، پاکستاني ځواکونو یوځل بیا ډزې کړې دي.

د معلوماتو له مخې، په دې خبرو کې د طالب پلاوي مشري د طالبانو د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق او د پاکستان له لوري د دغه هېواد د استخباراتو(ای ایس ای) مشر عاصم ملک پر غاړه لري.

د طالبانو له لوري په دې ناسته کې د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال رحمت الله نجیب، انس حقاني، د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي، د طالبانو د قطر دفتر سرپرست سهیل شاهین او د بهرنیو چارو وزارت د دوهم سیاسي ریاست رییس ذاکر جلالي هم ګډون لري.

سرچینې زیاتوي، په دې پړاو کې به دواړه لوري د تېرې ناستې د پرېکړو د پلي کولو څرنګوالي او د پاتې موضوعاتو په اړه خبرې وکړي. دا موضوعات د پاکستاني طالبانو تحریک( ټي ټي پي) د فعالیتونو او د داعش ډلې له ګواښونو سره تړاو لري.

په تېرو دریو اونیو کې د طالبانو او پاکستان تر منځ څو پړاوه خبرې اترې وشوې، خو تر اوسه کومه څرګنده پایله نه لري.

اسلام‌اباد طالبان د «ټي ټي پي» په ملاتړ تورنوي، خو طالبان دا ادعاوې ردوي او وایي چې دا مساله د پاکستان کورنۍ موضوع ده او دا هېواد غواړي چې د خپلو امنیتي ځواکونو ناکامۍ د افغان طالبانو پر غاړه واچوي.

دا په داسې حال کې ده چې د دواړو لوریو اړیکې د تېرو څو اونیو په اوږدو کې له جدي ترینګلتیا او نښتو سره مخ شوې دي.

هند په کابل کې د «افغان ـ هندو» په نامه څیړنیز مرکز جوړوي

۱۵ لړم ۱۴۰۴ - ۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۴۸ GMT+۰
هند په کابل کې د «افغان ـ هندو» په نامه څیړنیز مرکز جوړوي
100%

د طالبانو د کرنې وزیر په کابل کې د هند له شارژدافیر سره کتلي او د کرنې، اوبو لګولو، مالدارۍ، کرنیزو محصولاتو او کرنیزو وسایلو د پراختیا په برخه کې د همکارۍ په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.د هند شارژادافیر په کابل کې د افغان-هندو په نامه د څیړنو مرکز د جوړولو خبر ور کړی.

د طالبانو د کرنې وازت د پنجشنبې په ورځ، د لړم ۱۵مه، وویل، چې د یادې ډلې د کرنې وزیر عطا الله عمري په کابل کې د هند له شارژدافیر سره د لیدنې پرمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو او کرنیزو زیربنايي پروژو په اړه خبرې کړې دي.

د طالیانو د کرنې وزیر له هند څخه د لابراتوارونو د تجهیز، د اوبو او برېښنا بندونو د جوړولو او د مالدارۍ د کیفیت د کنټرول د لابراتوارونو د پیاوړتیا په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

طالبانو ویلي، چې د هند شارژدافیر په افغانستان کې د “افغان ـ هندو” په نوم د څیړنې مرکز جوړولو ژمنه کړې ده او وايي، هڅه کوي، چې په افغانستان کې نوې پروژې پلي کړي.

په استانبول کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ درېیم پړاو خبرې پیل شوې

۱۵ لړم ۱۴۰۴ - ۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۱۵ GMT+۰
 په استانبول کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ درېیم پړاو خبرې پیل شوې
100%

په استانبول کې سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل چې شېبه وړاندې د طالبانو او پاکستاني پلاوي تر منځ د خبرو اترو درېیم پړاو د ترکیې په استانبول ښار کې پیل شو. دا خبرې داسې مهال پیلږي، چې د خیبر پښتونخوا په بنو کې د پولیسو او پاکستاني طالبانو ترمنځ دا مهال جګړه روانه ده.

د معلوماتو له مخې، په دې خبرو کې د طالب پلاوي مشري د طالبانو د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق او د پاکستان له لوري د دغه هېواد د استخباراتو(ای ایس ای) مشر عاصم ملک پر غاړه لري.

د طالبانو له لوري په دې ناسته کې د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال رحمت الله نجیب، انس حقاني، د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي، د طالبانو د قطر دفتر سرپرست سهیل شاهین او د بهرنیو چارو وزارت د دوهم سیاسي ریاست رییس ذاکر جلالي هم ګډون لري.

سرچینې زیاتوي، په دې پړاو کې به دواړه لوري د تېرې ناستې د پرېکړو د پلي کولو څرنګوالي او د پاتې موضوعاتو په اړه خبرې وکړي. دا موضوعات د پاکستاني طالبانو تحریک( ټي ټي پي) د فعالیتونو او د داعش ډلې له ګواښونو سره تړاو لري.

په تېرو دریو اونیو کې د طالبانو او پاکستان تر منځ څو پړاوه خبرې اترې وشوې، خو تر اوسه کومه څرګنده پایله نه لري.

اسلام‌اباد طالبان د «ټي ټي پي» په ملاتړ تورنوي، خو طالبان دا ادعاوې ردوي او وایي چې دا مساله د پاکستان کورنۍ موضوع ده او دا هېواد غواړي چې د خپلو امنیتي ځواکونو ناکامۍ د افغان طالبانو پر غاړه واچوي.

دا په داسې حال کې ده چې د دواړو لوریو اړیکې د تېرو څو اونیو په اوږدو کې له جدي ترینګلتیا او نښتو سره مخ شوې دي.

طالبان د کابل عیدګاه جومات د ښار د فعال جامع جومات په توګه پرانیزي

۱۵ لړم ۱۴۰۴ - ۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۳۶ GMT+۰
طالبان د کابل عیدګاه جومات د ښار د فعال جامع جومات په توګه پرانیزي
100%

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کابل تاریخي عیدګاه جومات به له دې وروسته د ښار د یو فعال جامع جومات په توګه فعالیت کوي او د پنځه وخته لمونځونو لړۍ به پکې په منظم ډول ترسره کېږي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا پرېکړه د دیني شعایرو د پیاوړتیا، د جوماتونو د فعال ساتلو او د اسلامي ارزښتونو د ترویج په موخه شوې ده.

تر دې وړاندې به د عیدګاه جومات دروازې یوازې د اخترونو د لمونځونو او فاتحو پر مهال د خلکو پرمخ پرانیستل کېدې، خو اوس به دا جومات د ښار د نورو جامع جوماتونو په څېر د لمونځ کوونکو پر وړاندې هره ورځ خلاص وي.

عیدګاه جومات د افغانستان له پخوانیو او تاریخي جوماتونو څخه دی.

دا جومات د شاه غازي امان‌الله خان د واکمنۍ پر مهال د هېواد د خپلواکۍ بیا ګټلو د اعلان ځای پاتې شوی او د ملي تاریخ یوه مهمه نښه بلل کېږي.

په ۲۰۲۰کال کې له پخواني جمهوري نظام سره د طالبانو د مخالفت پر مهال د همدې جومات شاوخوا سیمه د طالبانو له خوا د توغندیز برید موخه ګرځېدلې وه، چې له امله یې یو شمېر امنیتي سرتېري هم ټپيان شوي او ځینې کسان وژل شوي وو.

دغه جومات د پخواني جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د ولسمشر اشرف غني په ځانګړي حکم بیا ورغول شو.

د طالبانو سفیر: د افغانستان او ایران تر منځ باید د بار وړونکو رېل‌ګاډو تګ راتګ اسانه شي

۱۵ لړم ۱۴۰۴ - ۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۰۵ GMT+۰
د طالبانو سفیر: د افغانستان او ایران تر منځ باید د بار وړونکو رېل‌ګاډو تګ راتګ اسانه شي
100%

په تهران کې د طالبانو سفیر مولوي فضل محمد حقاني له ایران څخه د «خواف – هرات» ریل پټلۍ د جوړولو له امله مننه کړې او ټینګار یې کړی چې د دواړو هېوادونو تر منځ د بار وړونکو ریل ګاډو تګ راتګ باید لا اسان شي.

د ایران د رېل‌پټلۍ ادارې د راپور له مخې، حقاني دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د ایران د سړک او ښاري پرمختیا وزارت د مرستیال او د رېل‌پټلۍ له عمومي مشر جبارعلي ذاکري سره د لیدنې پر مهال کړې دي.

طالب سفیر د دواړو هېوادونو د رېل‌پټلۍ ادارو تر منځ د دوامدارو ناستو او د تخنیکي کمیټو د جوړېدو غوښتنه کړې، چې د رېل‌پټلۍ د ودانیزو او تخنیکي چارو خنډونه له منځه یووړل شي.

د ایران د ریل پټلۍ ادارې مشر ذاکري په دې لیدنه کې وویل چې د «خواف–هرات» ریل پټلۍ د درېیمې برخې له فعالېدو سره، د دواړو هېوادونو تر منځ شاوخوا ۱۴۰ کیلومتره ‌پټلۍ فعاله شوې ده، او د څلورمې برخې بشپړول د طالبانوله خوا په پلان کې دي.

نوموړي زیاته کړه چې د ایران او افغانستان د رېل‌پټلۍ همکاري نه یوازې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ لپاره مهمه ده، بلکې دا لاره د چین، افغانستان، ایران او د اروپا د ریلي دهلېز د یوې مهمې برخې په توګه ګڼل کېږي.

ذاکري ویلي: « د مزارشریف – هرات د رېل‌پټلۍ بشپړول او د هغې نښلول له نړیوالو دهلېزونو سره، لکه د چابهار بندر او د چشمه ثریا لارې، کولای شي افغانستان ته ازادو اوبو ته د لاسرسي او د اروپا بازارونو ته د رسېدو فرصتونه برابر کړي.»

100%

په دې ناسته کې دواړو لوریو د خواف – هرات د رېل‌پټلۍ د وروستي وضعیت ارزونه کړې او ټینګار یې کړی چې دا پروژه باید تر مزارشریف پورې په بشپړ ډول فعاله شي.

دواړو خواوو د یوې ګډې تخنیکي او اجرایي کمیټې د جوړېدو پرېکړه هم کړې چې د پریکړو د پلي کېدو، ګډو پروژو د همغږۍ، او دوامدارو تعاملاتو لپاره یو رسمي چوکاټ رامنځته شي.