تېره ورځ له ایران او پاکستان نه تر ۲زره ډېرې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې

تېره ورځ له ایران او پاکستان نه ۲زره او ۹۳ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي، چې له دې ډلې ۵۴ د ورېښمو پله له لارې، ۳۷ د اسلامکلا له لارې، یو زر او ۱۱۱ د سپین بولدک له لارې، ۷۲۹ د تورخم له لارې او ۱۶۲ د بهرامچې له لارې ستنې شوې دي.




