د طالبانو اته کسیز پلاوی له نشه يي توکو سره د مبارزې ناسته کې د ګډون لپاره تهران ته لاړ

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې معینت او عامې روغتیا وزارت ګډ اته کسیز پلاوی د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو سره د مبارزې ادارې په بلنه تهران ته په سفر ولاړ.
