په جورجیا کې د ترکیې یوه سي ۱۳۰ الوتکه راپرېوتې

د ترکیې د پوځ یوه سي ۱۳۰ بار وړونکې الوتکه د سېشنبې په ورځ له اذربایجان څخه تر الوتنې وروسته په جورجیا کې پریوته. په الوتکه کې ۲۰ تنه سپاره وو.

د ترکیې د پوځ یوه سي ۱۳۰ بار وړونکې الوتکه د سېشنبې په ورځ له اذربایجان څخه تر الوتنې وروسته په جورجیا کې پریوته. په الوتکه کې ۲۰ تنه سپاره وو.
د پېښې له اعلان وروسته، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د "شهیدانو"ارواوو ته دعا وکړه او د ژغورنې ډلې د پېښې ځای ته روانې شوې.
د ترکیې دفاع وزارت ویلي، دا پېښه د جورجیا د پولې ترڅنګ شوې او له جورجیايي چارواکو سره یې په ګډه هڅې روانې دي چې د پېښې ځای ته ورسېږي.
ولسمشر اردوغان، چې په انقره کې وینا کوله د همکارانو له خوا له پېښې خبر شو.
تر اوسه د الوتکې د سقوط لامل او د مرګژوبلې کره شمېر لا نه دي څرګند شوي خو ځایي رسنیو خبر ورکړی چې په الوتکه کې د ترکیې او اذربایجان سرتېري سپاره وو.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا ویلي چې له جورجیايي سیال سره یې ټیلیفوني خبرې کړې او د جورجیا وزیر د پېښې ځای ته د تګ په حال کې دی.

په اسلام اباد کې د امریکا سفیرې نتالي بیکر په پاکستان کې وروستي بریدونه غندلي او وايي، چې امریکا په ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان ترڅنګ ولاړه ده. بیکر ویلي:«موږ د سولې او ثبات د ودې لپاره د پاکستان د حکومت د هڅو ملاتړ ته ژمن یو.»
په اسلام اباد کې د امریکا سفارت نن سې شنبه، د لړم ۲۰مه، پر اېکس د اسلام اباد ځانمرګی برید غندلی او د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره یې خواشني څرګنده کړې ده.
د یادونې وړ ده، چې نن شاوخوا ۱۲:۰۰ بجې د دغه هېواد د پلازمېنې په «جي ۱۱» سیمه کې د یوه ځانمرګي برید له امله لږترلږه ۱۲ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.
د اسلام اباد پولیسو په وینا، ځانمرګی بریدګر چې په موټرسایکل سپور و، د پولیسو موټر ته نږدې په ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده.
د هند لومړي وزير نرېندرا مودي ویلي چې د ډیلي په لال قلعه (سره کلا) کې د دوشنبې ماښام چاودنې عاملان به ژر تر ژره وپېژندل شي او د قانون منګولو ته به وسپارل شي. هغه زیاته کړې چې په دې دسیسه کې لاس لرونکي به هېڅکله ونه بښل شي.
مودي، چې دا مهال د بوتان هېواد په سفر دی، وویل، چې حکومت یې د دې پېښې د ټولو عاملانو پر پېژندلو کار کوي او هر هغه څوک چې په دې پېښه کې ښکیل وي، د عدالت منګولو ته به وسپارل شي.
د هند د کورنيو رسنيو د راپورونو له مخې، دا چاودنه د دوشنبې په ماښام په ډیلي کې د لال قلعې (سرې کلا ) مخې ته وشوه، چې لږ تر لږه ۸تنه پکې وژل شوي او ۲۰نور ټپيان دي.
د پولیسو د لومړنیو معلوماتو له مخې، چاودنه هغه مهال وشوه چې یو موټر ترافیکي سره څراغ ته ودرېد او له څو شېبو وروسته پرې د چاودېدونکو توکو دروند بار وچاودېد. نږدې ولاړو موټرو ته هم سخت زیان رسېدلی دی.
پولیسو ویلي چې پېښه د هند د ترهګرۍ ضد د سخت قانون له مخې څېړل کېږي، او د استخباراتي ادارو ځانګړې ډلې د شواهدو راټولولو او د احتمالي شبکې د موندلو لپاره ګومارل شوې دي.
لال قلعه یا سره کلا د هند د مغولي دورې یو تاریخي یادګار دی، چې د ۱۷مې پېړۍ د مغولي معمارۍ له غوره بېلګو ګڼل کېږي. دا ځای د هند د پلازمېنې یو مهم سیاحتي مرکز دی او هر کال زرګونه کورني او بهرني سیلانیان ورځي.
د هند حکومت ویلي چې د امنیتي تدابیرو د پیاوړتیا او د پېښې د عاملانو د نیولو لپاره به ټولې ممکنې لارې چارې وکاروي.
د هند امنیتي ځواکونو په ګجرات کې د داعش ډلې د درېیو غړو د نیولو خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې نیول شویو کسانو پلان درلود چې «بیولوژیکي-کېمیاوي» بریدونه پلان او ترسره کړي. چارواکو زیاته کړې، دې کسانو غوښتل په ځینو معبدونو کې خلک د وژونکو زهري موادو په وسیله مسموم او ووژني.
د هند امنیتي چارواکو د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱۹مه) رسنیو ته ویلي، چې د داعش اړوند درېیو نیول شویو کسانو غوښتل، چې د ډیلي، حیدراباد او لکنهو ښارونو په څو معبدونو کې په اوبو، خوړو او نذر کې زهرې مواد ګډ کړي تر څو خلک مسموم او ووژني.
چارواکو ویلي، چې نیول شوي کسان محمد سهیل، ډاکټر احمد محیالدین او ازاد سلیمان نومېږي او د یادو کسانو انځورونه یې هم خپاره کړي دي.
هندي چارواکو ویلي، چې د داعش دا ډول تاکتیکي فعالیتونه د ډلهییزو وژنو ګواښ رامنځته کوي.
چارواکو دا هم ویلي، چې څه موده مخکې یې یو روسی ۱۶ کلن ځوان نیولی، چې په ټولنیزو رسنیو کې یې داعش ته تبلیغات کول.
له دې سره، هندي چارواکو زیاته کړې چې د وروستۍ چاودنې مسوولیت د لښکر طیبه وسلهوالې ډلې پر غاړه اخیستی دی.
د ځایي رسنیو د راپورونو له مخې، د هند پلازمېنه نوي ډیلي کې د نن ماښام چاودنې له امله د لومړنیو معلوماتو له مخې تر ۲۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د سوریې له ولسمشر احمد الشرع سره پټه لیدنه وکړه. الشرع چې مخکې د القاعدې قوماندان و، تر دې وړاندې د واشنګټن د «ترهګرو تور نوملړ» برخه و او نوموړی اوس هڅه کوي، چې د سوریې د څو لسیزو نړۍواله انزوا پای ته ورسوي.
واشنګټن ته د الشرع د سفر تر ټولو مهم هدف دا و، چې د امریکا له لوري پر سوریې لګول شوي سخت اقتصادي بندیزونه په بشپړ ډول لغوه شي. هغه له ولسمشر ټرمپ سره د تړلو دروازو تر شا پټه لیدنه وکړه. هممهاله، د امریکا د خزانې وزارت اعلان وکړ چې د «سزار قانون» د تطبیق مهلت به ۱۸۰ نورو ورځو ته وغځوي، خو د دغو بندیزونو بشپړ لرې کول یوازې د کانګرس له پرېکړې وروسته ممکن دي.
دا په داسې حال کې ده، چې الشرع ته د نورو مېلمنو په څېر شانداره هرکلی نه دی ورکړل شوی، بلکې هغه سپینې ماڼۍ ته د معمول دروازې څخه نه له یوې بلې دروازې ننوت چېرې چې خبریالانو یوازې یوه شېبه ولید او هغوی ته د داخلېدو اجازه ورنکړل شوه.
وروسته د خزانې وزارت د ۲۰۱۹کال د سزار قانون د تطبیق په اړه نوی فرمان صادر کړ، چې د بشري حقونو د سرغړونو په تور د اسد پر رژیم سخت بندیزونه لګولي وو. دغه نوی ګام چې د ۱۸۰ورځو لپاره د بندیزونو ځنډ غځوي، د خزانې وزارت په وینا، د سوریې د بندیزونو د نرمښت دوام ته د امریکا ژمنتیا ښيي.
الشرع چې ۴۳کلن دی، تېر کال د بشارالاسد حکومت له نسکورولو وروسته واک ته ورسېد.
له هغه وروسته، د سوریې سیمهییز سیاست په چټک بدلون کې دی. له ایران او روسیې څخه یې مخ اړولی او د ترکیې، خلیج هېوادونو او امریکا پر لور روان دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش خبرداری ورکړی، چې په نړۍ کې لا هم شاوخوا دوه میلیارده کسان د څښاک پاکو اوبو د نشتوالي له ستونزې سره مخ دي. د هغه په وینا، د هوا د تودوخې د زیاتوالي سره به دا وضعیت نور هم خراب شي او ناروغۍ، مړینې او بېځایه کېدل به ډېر شي.
ګوترېش وویل: «موږ ته د صحي اوبو او حفظالصحې د سیستمونو لپاره ډېرې او جدي پانګونې پکار دي، څو د خوندي اوبو، حفظالصحې او پاکوالي زمینه د ټولو خلکو لپاره برابره شي.»
د ملګرو ملتونو د راپوررونو له مخې، د څښاک د اوبو د نشتوالي له امله تر ټولو ډېر اغېزمن هېوادونه د افریقا د ساحل سیمه، منځنۍ ختیځ او سوېلي اسیا دي. په دغو سیمو کې میلیونونه خلک لا هم د پاکو اوبو او حفظالصحې له بنسټیزو اسانتیاوو بېبرخې دي.
افغانستان، چاډ، یمن، هند او پاکستان د وچکالۍ، جګړو، فقر او د اقلیم بدلون له امله د اوبو له جدي ناورین سره مخ دي او د انتونیو ګوترېش په وینا، د هوا د تودوخې له زیاتېدو سره به دا حالت لا پسې خراب شي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې د مرسي کورپس په نوم یوه نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی، چې د کابل شاوخوا اووه میلیونه اوسېدونکي د اوبو له سخت کمښت او ناورین سره مخ دي. دغه سازمان ویلي، چې په کابل کې نیمايي ژورې څاګانې وچې شوي او ښايي تر ۲۰۳۰م کال پورې کابل کې اوبه وچې شي.
دغې نادولتي ادارې په خپل راپور کې ویلي، د تېرو لسو کلونو په موده کې د کابل د ځمکې لاندې اوبو سطحه ۳۰ متره ټېټه شوې ده. د یاد سازمان په راپور کې په کابل ښار کې چټکه پراختیا او د اقلیم بدلون د دغه ناورین دوه اساسي عوامل ګڼل شوي دي.
په افغانستان کې د څښاک اوبو وضعیت له ګڼو کلونو راهیسې له جدي ستونزو سره مخ دی. د جګړو، بېوزلۍ، چاپېریالي ستونزو او د زېربنا نشتوالي له امله میلیونونه خلک پاکې اوبه نه لري او د څښلو لپاره له ککړو سرچینو کار اخلي.
د څښاک اوبو د کمښت اصلي ستونزې:
د اوبو سرچینې ککړتیا: د سیندونو، څاګانو او د اوبو د زېرمو ککړتیا د فاضله اوبو، صنعتي ضایعاتو او کیمیاوي موادو له امله د خلکو روغتیا ته لوی ګواښ دی.
بېړنی کمښت: د وچکالیو له امله د لرې پرتو سیمو خلک د څښاک اوبو ته لاسرسی نه لري، چې د اوبو د کمښت له امله د ناروغیو او مړینو کچه لوړه شوې.
چاپېریالي عوامل: د هوا د تودوخې زیاتوالی او وچکالي د اوبو کمښت نور هم زیاتوي.
د زېربنا نشتوالی: د اوبو د رسولو سیستمونه په ډېرو سیمو کې خراب دي او د خلکو ډېری کورونه د پاکو اوبو د رسولو اسانتیاوې نه لري.
روغتیايي ستونزې: د ککړو اوبو له امله د کولرا، ټایفایډ او نورو ژورو ناروغیو کچه لوړه شوې، په ځانګړې توګه په ماشومانو کې.
حل لارې:
د اوبو د پاکولو پروژو پراخول او د څاګانو او سیندونو د ککړتیا کنټرول.
د خلکو د پوهاوي لوړول چې د اوبو د خوندي کارونې او حفظ الصحې اصول مراعات کړي.
د اوبو زېرمو جوړول او د اوبو د زېرمو مدیریت ښه کول.
نړۍوالو سازمانونو سره همکاري ترڅو د بېړنیو مرستو له لارې پاکې اوبه خلکو ته ورسېږي.