• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افراسیاب خټک: په اسلام‌اباد کې له هر برید وروسته پښتانه د شکمنو په توګه ګڼل کېږي

۲۰ لړم ۱۴۰۴ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۱۴ GMT+۰

پاکستاني سیاستوال او د ملي ډېموکراټیک غورځنګ مشر افراسیاب خټک د اسلام‌اباد وروستي ځانمرګي برید ته په غبرګون کې ویلي، چې که څه هم هر ترهګریز فعالیت جرم دی، خو د اندېښنې وړ خبره دا ده چې پولیس هر پښتون ته د «مظنون »په سترګه ګوري.

افراسیاب خټک پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي: «د پښتونخوا په وینو تویولو کې د حکومت واکمنان مسوول دي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د پلازمېنې اسلام‌اباد ښار په جي۱۱ سیمه کې د ځانمرګي برید له امله لږترلږه ۱۲ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي. د پولیسو په وینا؛ ځانمرګی بریدګر چې په موټرسایکل سپور و، د پولیسو موټر ته نږدې یې ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي، چې بریدګر غوښتل د محکمې ودانۍ ته داخل شي، خو د پولیسو د موټر ترڅنګ یې چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده.
دغه برید د پاکستان د امنیتي وضعیت د خرابېدو تازه نښه ګڼل کېږي. په وروستیو میاشتو کې د خېبر پښتونخوا او نورو سیمو امنیتي پېښې زیاتې شوي او چارواکي د دې وضعیت د کنټرول لپاره جدي هڅې کوي.

ترویج لرونکی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟
۱
ځانګړی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟

۲
روغتیا او ژوند

روغتیا نړیوال سازمان: په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۶۰ زره افغانان په تور او ژېړ ژېړي اخته شوي

۳

د طالبانو پخواني چارواکي د ملي بیرغ په ورځ د درې‌رنګه بیرغ ستاینه کړې

۴

طالبانو: د غوري سمنټو فابریکه هره ورځ ۷۰۰ ټنه سمنټ تولیدوي

۵

د پېښور سترې محکمې د «قايداعظم» د شړلو مخه ونیوله

•
•
•

نور کیسې

په پاکستان کې د روسیې سفارت په دې هېواد کې وروستی برید غندلی دی

۲۰ لړم ۱۴۰۴ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۱۰ GMT+۰
100%

په پاکستان کې د روسیې سفارت د سې شنبې په ورځ په یوې خبرپاڼه کې په اسلام‌اباد کې د «جي ۱۱» په سیمه کې وروستی ځانمرګی برید غندلی دی. د روسیې سفارت د پېښې د عاملینو د پېژندلو او عدالت ته د سپارلو هیله ښودلې ده.

د روسیې سفارت د سې شنبې په ورځ (د لړم ۲۰مه) په اسلام‌اباد کې د ځانمرګي برید وروسته په یوې خبرپاڼه کې د پېښې له قربانیانو سره خپله خواخوږي ښودلې او ټپیانو ته یې د عاجلې شفا غوښتنه کړې ده.

د روسیې سفارت لیکلي: «موږ هیله لرو چې د دې برید عاملین وپېژندل شي او قانون ته وسپارل شي.»

د پاکستان د پلازمېنې اسلام‌اباد ښار په جي۱۱ سیمه کې د ځانمرګي برید له امله لږترلږه ۱۲ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.

د پولیسو په وینا، ځانمرګی بریدګر چې په موټرسایکل سپور و، د پولیسو موټر ته نږدې یې ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه.

پولیس وايي، چې د چاودنې په ځای کې یې د ځانمرګي بریدګر سر هم موندلی دی.

په پاکستان کې افغان کډوالو له شهباز شریف څخه غوښتي چې د افغانانو د اېستلو پرېکړه وځنډوي

۲۰ لړم ۱۴۰۴ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۲۴ GMT+۰
100%

په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو په یوه لیک کې له لومړي وزیر شهباز شریف څخه غوښتي، چې د افغان کډوالو د جبري اېستلو لړۍ وځنډوي یا یې لغوه کړي. د دې لیک لاسلیک کوونکو ویلي دي، چې افغانستان ته په ستنېدو یې ژوند له ګواښ سره مخ کېږي

په پاکستان کې افغان کډوالو او د امریکا د متحدینو استازولۍ د دې هېواد لومړي وزیر شهباز شریف ته د سې شنبې په ورځ (د لړم ۲۰مه) په یوه لیک کې ویلي، چې په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان له سقوط وروسته ډېری هغه کسان چې د امریکا او د دوی له ملاتړو سره یې کار کړی، اوس په پاکستان کې درېیم هېواد ته د تګ په تمه دي.

په لیک کې لیکل شوي: «له بده مرغه د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته زموږ ژوند، ازادي او کورنۍ له جدي ګواښونو سره مخامخ شوي. له همدې امله موږ د امریکا د بیا مېشتېدو پروګرام (SIV، P-1، P-2) لاندې د خپلو قضیو د پروسس لپاره پاکستان ته راغلي یو.»

دوی ویلي، چې په پاکستان کې په سخت اقتصادي حالت کې د ژوند شپې سبا کوي او اندېښنه لري، چې افغانستان ته په تګ به یې ژوند له ګواښ سره مخ شي.

دوی په لیک کې زیاته کړې: «موږ د پاکستان له محترم حکومت څخه په ډېر درناوي غوښتنه کوو، چې د هغو افغانانو د ډیپورټ پرېکړه وځنډوي او یا یې لغوه کړي، څوک چې د امریکا د بیا مېشتېدو پروسه کې شامل دي او د امریکا د حکومت د تایید شویو متحدینو په توګه انتظار باسي.»

په پاکستان کې مېشتو افغانانو د پاکستان حکومت له اړوندو ادارو غوښتي، چې د افغان متحدینو د برخلیک او د قضیو د چټک حل په اړه خبرې وکړي او د دې بشري ناورین مخه ونیسي.

دوی د پاکستان د ویزو د تمدید بهیر د بیا پیلېدو غوښتنه هم کړې.

په لیک کې د پاکستان حکومت او ولس له زغم، مېلمستیا او بشري همکارۍ څخه مننه شوې او هیله یې څرګنده کړې، چې د نړۍوالو اصولو په رڼا کې د افغان متحدینو د ژوند د خوندیتوب په برخه کې عادلانه پرېکړې وکړي.

د یادولو ده، چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته زرګونه افغانان چې درېیمو هېوادونو ته د تګ په تمه دي، په پاکستان کې مېشت شوي دي، خو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو له ترینګلتیا وروسته دغه هېواد سره له دې چې د ویزو د تمدید بهیر ځنډولی، زرګونه افغان کډوال یې په جبري توګه اېستلي دي، چې په دوی کې د مدني ټولنې غړي، خبریالان، د پخواني جمهوري دولت کارکوونکي او د بشري حقونو فعالان هم شامل دي.

محسن داوړ محسن نقوي ته: طالبان پښتنو نه بلکې د پنجاب پالیسي جوړوونکو وروزل

۲۰ لړم ۱۴۰۴ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۰۴ GMT+۰
100%

د ملي ډیموکراټیک غورځنګ مشر محسن داوړ د پاکستان د کورنيو چارو وزیر محسن نقوي وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې په افغانستان او پاکستان کې طالبان پښتنو نه دي رامنځته کړي، بلکې د پنجاب پالیسي جوړوونکو وروزل.

نقوي طالبانو ته په اشارې سره د پښتونخوا خلکو ته ویلي وو چې: «دا ستاسې د بدنامولو هڅه کوي، تاسې د خپلوي په نوم له ځان سره ملګري کول غواړي.»

نقوي پر خلکو غږ کړی و، چې د وسله والو جنګیالیو پرځای د پاکستان له پوځ سره ودریږي.

هغه ویلي وو« زه د خیبر پښتونخوا له خلکو غواړم چې خپل ځانونه مه بدناموئ.»

په ځواب کې محسن داوړ پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي دي: «محسن نقوي صیب، پر پښتنو د ترهګرۍ تور پورې کول ناسم دي، کلونه کېږي چې پښتانه د ترهګرۍ په اور کې سوځي. مړه کېږو هم موږ، او تور هم پر موږ لګېږي؟ »

هغه ویلي، په افغانستان او پاکستان کې طالبان پښتنو نه دي رامنځته کړي، بلکې د پنجاب د پالیسي جوړوونکو له خوا وروزل شول. موږ همغه وخت د دې پدیدې د ناوړه اغېزو په اړه خبرداری ورکړی و.»

داوړ زیاته کړې، د پاکستان د ترهګرۍ د سیاست تر ټولو لوی قرباني پخپله پښتانه دي، چې د جګړې او تندلاریتوب تاوان یې د خپلو سیمو د ویجاړېدو، بې‌ځایه کېدو او د ژوند د له منځه تلو په بڼه ورکړی دی.

محمود فضلي: د پاکستان اوسنی جګړه ییز وضعیت د پخوانیو دوه‌ مخو تګلارو پایله ده

۲۰ لړم ۱۴۰۴ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۲۰ GMT+۰
100%

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د چارو د ادارې مشر فضل محمود فضلي د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان اوسنی جګړه‌ییز وضعیت د دغه هېواد د دوه‌مخو تګلارو پایله ده.

خواجه اصف په اسلام اباد کې له له یوه ځانمرګي برید وروسته وویل چې«موږ د جنګ په حالت کې یو، داسې فکر وکړئ چې د پاکستان پوځ دا جګړه له افغانستان سره په سرحدي برخو او د بلوچستان په لرې پرتو سیمو کې پرمخ وړله، خو نن په اسلام اباد کې په قضایي ادارو ځانمرګی برید د راویښېدو زنګ دی.»

د چارو د ادارې پخواني مشر پر ایکس خواله رسنۍ په غبرګون کې ویلي چې د پاکستان دا وضعیت د همغه پخواني جګړه ییز ذهنیت او دوه مخو تګلارو پایله ده، چې د دغه هېواد د امنیتي پالیسۍ بنسټ جوړوي.

هغه د پاکستان د استخباراتو د پخواني مشر جنرال اسد دراني څرګندونو ته په اشارې سره لیکلي، «له دراني پوښتنه وشوه چې ایا د افغان طالبانو او پاکستاني طالبانو په جوړولو کې له خپلې ونډې پښېمان دی که نه، نوموړي د زرګونو افغان ملکي وګړو او د پېښور د پوځي ښوونځي د ماشومانو وژنې ته د جانبي زیان نوم ورکړ او د هغوی مور و پلار یې احساساتي بللي وو.»

فضلي ویلي، دراني چې په پاکستان کې د یو «منځلاري» چارواکي په توګه پېژندل کېږي، د دغو خبرو له لارې د پاکستان د ملي امنیت د تګلارې اصلي ماهیت څرګند کړی.

هغه زیاته کړې: «تاسو د همغو سخت زړو جنرالانو غږ یاست، چې د زرګونو ماشومانو او بې‌ګناه خلکو د وینو مسوول دي.»

شهباز شریف: طالبان دې په خپله خاوره کې ټي ټي پي کنټرول کړي

۲۰ لړم ۱۴۰۴ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۲۱ GMT+۰
100%

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي چې طالبان دې د افغانستان په خاوره کې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون جنګیالۍ ډلې کنټرول کړي. نوموړی زیاتوي چې وسله والې ډلې نه یوازې په افغانستان کې بلکې له پولو هاخوا هم خطر دي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف نن سې شنبه، د لړم ۲۰مه، په اسلام اباد کې بین الپارلماني کنفرانس ته په وینا کې وویل چې ملتونه کولی شي په ګډه د تلپاتې سولې او ګډې سوکالۍ په چوکاټ کې نړۍ جوړه کړي.

هغه وویل چې پاکستان په یوه سوله ییز ګاونډ باور لري او د دې هدف لپاره یې سختې هڅې کړې دي.

شهباز شریف تیره میاشت د پاکستان په سرحدي پوستو بریدونو ته په اشارې سره وویل چې که څوک پر پاکستان بریدونه کوي پرېکنده ځواب ورکړل شوی دی.

هغه له طالبانو وغوښتل، چې پوه شي تلپاتې سوله د ټي ټي پي او نورو جنګیالیو ډلو د کنټرولولو له لارې ترلاسه کیدای شي.

شریف له نړۍ څخه وغوښتل چې د سولې د ترویج، دوامداره پرمختګ او د ګډ امنیت د پیاوړتیا لپاره متحد شي.

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ له اوربند وروسته دوه دورې خبرې اترې بې نتیجې پای ته ورسېدې او طالبانو د ټي ټي پي د مهار کولو په تړاو د اسلام اباد غوښتنې ونه منلې او ویې ویل، چې ټي ټي پي د پاکستان داخلي موضوع ده.