• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په پاکستان کې د روسیې سفارت په دې هېواد کې وروستی برید غندلی دی

۲۰ لړم ۱۴۰۴ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۱۰ GMT+۰تازه شوی: ۲۰ لړم ۱۴۰۴ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۵، ۲۱:۰۲ GMT+۰

په پاکستان کې د روسیې سفارت د سې شنبې په ورځ په یوې خبرپاڼه کې په اسلام‌اباد کې د «جي ۱۱» په سیمه کې وروستی ځانمرګی برید غندلی دی. د روسیې سفارت د پېښې د عاملینو د پېژندلو او عدالت ته د سپارلو هیله ښودلې ده.

د روسیې سفارت د سې شنبې په ورځ (د لړم ۲۰مه) په اسلام‌اباد کې د ځانمرګي برید وروسته په یوې خبرپاڼه کې د پېښې له قربانیانو سره خپله خواخوږي ښودلې او ټپیانو ته یې د عاجلې شفا غوښتنه کړې ده.

د روسیې سفارت لیکلي: «موږ هیله لرو چې د دې برید عاملین وپېژندل شي او قانون ته وسپارل شي.»

د پاکستان د پلازمېنې اسلام‌اباد ښار په جي۱۱ سیمه کې د ځانمرګي برید له امله لږترلږه ۱۲ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.

د پولیسو په وینا، ځانمرګی بریدګر چې په موټرسایکل سپور و، د پولیسو موټر ته نږدې یې ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه.

پولیس وايي، چې د چاودنې په ځای کې یې د ځانمرګي بریدګر سر هم موندلی دی.

ترویج لرونکی

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي
۱

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۲

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۳

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۴

پر ډیورنډ کرښه تړلې لارې؛ پاکستان خپلې سوداګریزې لارې بدلوي

۵

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د ترکیې د الوتکې د لوېدو په پېښه کې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه

۲۰ لړم ۱۴۰۴ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۴۵ GMT+۰
طالبانو د ترکیې د الوتکې د لوېدو په پېښه کې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې د جورجیا او اذربایجان پولې ته نېږدې د ترکیې د پوځي الوتکې د لوېدو پېښه غندلې او په دې اړه یې خواشیني څرګنده کړې ده. طالبانو د پېښې د قربانیانو کورنیو ته تسلیت هم ویلی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ (د لړم ۲۰مه) په یوې خبرپاڼه کې د ترکیې د پوځ اړوند د یوې الوتکې د لوېدو پېښه غندلې او لیکلي یې دي: «د دې دردناکې پېښې له امله د ترکیې ورور دولت، ملت او د قربانیانو کورنیو ته د زړه له کومې د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوو او شهیدانو ته د فردوس جنت دعا کوو.»

د ترکیې د پوځ یوه C-130 بار وړونکې الوتکه د سې شنبې په ورځ له اذربایجان څخه د الوتنې وروسته په جورجیا کې ولوېده. د راپورونو له مخې، په دې الوتکه کې ۲۰ تنه سپاره ول.

د پېښې له اعلان وروسته، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د «شهیدانو» د روح لپاره دعا وکړه او د ژغورنې ډلې د پېښې ځای ته ولاړې.

تر اوسه د الوتکې د سقوط لامل او د مرګ‌ژوبلې کره شمېر لا نه دی څرګند شوی، خو ځایي رسنیو خبر ورکړی چې په الوتکه کې د ترکیې او اذربایجان سرتېري سپاره وو.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا ویلي، چې له جورجیايي سیال سره یې ټلیفوني خبرې کړي او د جورجیا وزیر د پېښې ځای ته د تګ په حال کې دی.

په پاکستان کې افغان کډوالو له شهباز شریف څخه غوښتي چې د افغانانو د اېستلو پرېکړه وځنډوي

۲۰ لړم ۱۴۰۴ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۲۴ GMT+۰
په پاکستان کې افغان کډوالو له شهباز شریف څخه غوښتي چې د افغانانو د اېستلو پرېکړه وځنډوي
100%

په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو په یوه لیک کې له لومړي وزیر شهباز شریف څخه غوښتي، چې د افغان کډوالو د جبري اېستلو لړۍ وځنډوي یا یې لغوه کړي. د دې لیک لاسلیک کوونکو ویلي دي، چې افغانستان ته په ستنېدو یې ژوند له ګواښ سره مخ کېږي

په پاکستان کې افغان کډوالو او د امریکا د متحدینو استازولۍ د دې هېواد لومړي وزیر شهباز شریف ته د سې شنبې په ورځ (د لړم ۲۰مه) په یوه لیک کې ویلي، چې په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان له سقوط وروسته ډېری هغه کسان چې د امریکا او د دوی له ملاتړو سره یې کار کړی، اوس په پاکستان کې درېیم هېواد ته د تګ په تمه دي.

په لیک کې لیکل شوي: «له بده مرغه د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته زموږ ژوند، ازادي او کورنۍ له جدي ګواښونو سره مخامخ شوي. له همدې امله موږ د امریکا د بیا مېشتېدو پروګرام (SIV، P-1، P-2) لاندې د خپلو قضیو د پروسس لپاره پاکستان ته راغلي یو.»

دوی ویلي، چې په پاکستان کې په سخت اقتصادي حالت کې د ژوند شپې سبا کوي او اندېښنه لري، چې افغانستان ته په تګ به یې ژوند له ګواښ سره مخ شي.

دوی په لیک کې زیاته کړې: «موږ د پاکستان له محترم حکومت څخه په ډېر درناوي غوښتنه کوو، چې د هغو افغانانو د ډیپورټ پرېکړه وځنډوي او یا یې لغوه کړي، څوک چې د امریکا د بیا مېشتېدو پروسه کې شامل دي او د امریکا د حکومت د تایید شویو متحدینو په توګه انتظار باسي.»

په پاکستان کې مېشتو افغانانو د پاکستان حکومت له اړوندو ادارو غوښتي، چې د افغان متحدینو د برخلیک او د قضیو د چټک حل په اړه خبرې وکړي او د دې بشري ناورین مخه ونیسي.

دوی د پاکستان د ویزو د تمدید بهیر د بیا پیلېدو غوښتنه هم کړې.

په لیک کې د پاکستان حکومت او ولس له زغم، مېلمستیا او بشري همکارۍ څخه مننه شوې او هیله یې څرګنده کړې، چې د نړۍوالو اصولو په رڼا کې د افغان متحدینو د ژوند د خوندیتوب په برخه کې عادلانه پرېکړې وکړي.

د یادولو ده، چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته زرګونه افغانان چې درېیمو هېوادونو ته د تګ په تمه دي، په پاکستان کې مېشت شوي دي، خو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو له ترینګلتیا وروسته دغه هېواد سره له دې چې د ویزو د تمدید بهیر ځنډولی، زرګونه افغان کډوال یې په جبري توګه اېستلي دي، چې په دوی کې د مدني ټولنې غړي، خبریالان، د پخواني جمهوري دولت کارکوونکي او د بشري حقونو فعالان هم شامل دي.

محسن داوړ محسن نقوي ته: طالبان پښتنو نه بلکې د پنجاب پالیسي جوړوونکو وروزل

۲۰ لړم ۱۴۰۴ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۰۴ GMT+۰
محسن داوړ محسن نقوي ته: طالبان پښتنو نه بلکې د پنجاب پالیسي جوړوونکو وروزل
100%

د ملي ډیموکراټیک غورځنګ مشر محسن داوړ د پاکستان د کورنيو چارو وزیر محسن نقوي وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې په افغانستان او پاکستان کې طالبان پښتنو نه دي رامنځته کړي، بلکې د پنجاب پالیسي جوړوونکو وروزل.

نقوي طالبانو ته په اشارې سره د پښتونخوا خلکو ته ویلي وو چې: «دا ستاسې د بدنامولو هڅه کوي، تاسې د خپلوي په نوم له ځان سره ملګري کول غواړي.»

نقوي پر خلکو غږ کړی و، چې د وسله والو جنګیالیو پرځای د پاکستان له پوځ سره ودریږي.

هغه ویلي وو« زه د خیبر پښتونخوا له خلکو غواړم چې خپل ځانونه مه بدناموئ.»

په ځواب کې محسن داوړ پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي دي: «محسن نقوي صیب، پر پښتنو د ترهګرۍ تور پورې کول ناسم دي، کلونه کېږي چې پښتانه د ترهګرۍ په اور کې سوځي. مړه کېږو هم موږ، او تور هم پر موږ لګېږي؟ »

هغه ویلي، په افغانستان او پاکستان کې طالبان پښتنو نه دي رامنځته کړي، بلکې د پنجاب د پالیسي جوړوونکو له خوا وروزل شول. موږ همغه وخت د دې پدیدې د ناوړه اغېزو په اړه خبرداری ورکړی و.»

داوړ زیاته کړې، د پاکستان د ترهګرۍ د سیاست تر ټولو لوی قرباني پخپله پښتانه دي، چې د جګړې او تندلاریتوب تاوان یې د خپلو سیمو د ویجاړېدو، بې‌ځایه کېدو او د ژوند د له منځه تلو په بڼه ورکړی دی.

محمود فضلي: د پاکستان اوسنی جګړه ییز وضعیت د پخوانیو دوه‌ مخو تګلارو پایله ده

۲۰ لړم ۱۴۰۴ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۲۰ GMT+۰
محمود فضلي: د پاکستان اوسنی جګړه ییز وضعیت د پخوانیو دوه‌ مخو تګلارو پایله ده
100%

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د چارو د ادارې مشر فضل محمود فضلي د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان اوسنی جګړه‌ییز وضعیت د دغه هېواد د دوه‌مخو تګلارو پایله ده.

خواجه اصف په اسلام اباد کې له له یوه ځانمرګي برید وروسته وویل چې«موږ د جنګ په حالت کې یو، داسې فکر وکړئ چې د پاکستان پوځ دا جګړه له افغانستان سره په سرحدي برخو او د بلوچستان په لرې پرتو سیمو کې پرمخ وړله، خو نن په اسلام اباد کې په قضایي ادارو ځانمرګی برید د راویښېدو زنګ دی.»

د چارو د ادارې پخواني مشر پر ایکس خواله رسنۍ په غبرګون کې ویلي چې د پاکستان دا وضعیت د همغه پخواني جګړه ییز ذهنیت او دوه مخو تګلارو پایله ده، چې د دغه هېواد د امنیتي پالیسۍ بنسټ جوړوي.

هغه د پاکستان د استخباراتو د پخواني مشر جنرال اسد دراني څرګندونو ته په اشارې سره لیکلي، «له دراني پوښتنه وشوه چې ایا د افغان طالبانو او پاکستاني طالبانو په جوړولو کې له خپلې ونډې پښېمان دی که نه، نوموړي د زرګونو افغان ملکي وګړو او د پېښور د پوځي ښوونځي د ماشومانو وژنې ته د جانبي زیان نوم ورکړ او د هغوی مور و پلار یې احساساتي بللي وو.»

فضلي ویلي، دراني چې په پاکستان کې د یو «منځلاري» چارواکي په توګه پېژندل کېږي، د دغو خبرو له لارې د پاکستان د ملي امنیت د تګلارې اصلي ماهیت څرګند کړی.

هغه زیاته کړې: «تاسو د همغو سخت زړو جنرالانو غږ یاست، چې د زرګونو ماشومانو او بې‌ګناه خلکو د وینو مسوول دي.»

په جورجیا کې د ترکیې یوه سي ۱۳۰ الوتکه راپرېوتې

۲۰ لړم ۱۴۰۴ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۲۰ GMT+۰
په جورجیا کې د ترکیې یوه سي ۱۳۰ الوتکه راپرېوتې
100%

د ترکیې د پوځ یوه سي ۱۳۰ بار وړونکې الوتکه د سې‌شنبې په ورځ له اذربایجان څخه تر الوتنې وروسته په جورجیا کې پریوته. په الوتکه کې ۲۰ تنه سپاره وو.

د پېښې له اعلان وروسته، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د "شهیدانو"ارواوو ته دعا وکړه او د ژغورنې ډلې د پېښې ځای ته روانې شوې.

د ترکیې دفاع وزارت ویلي، دا پېښه د جورجیا د پولې ترڅنګ شوې او له جورجیايي چارواکو سره یې په ګډه هڅې روانې دي چې د پېښې ځای ته ورسېږي.

ولسمشر اردوغان، چې په انقره کې وینا کوله د همکارانو له خوا له پېښې خبر شو.

تر اوسه د الوتکې د سقوط لامل او د مرګ‌ژوبلې کره شمېر لا نه دي څرګند شوي خو ځایي رسنیو خبر ورکړی چې په الوتکه کې د ترکیې او اذربایجان سرتېري سپاره وو.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا ویلي چې له جورجیايي سیال سره یې ټیلیفوني خبرې کړې او د جورجیا وزیر د پېښې ځای ته د تګ په حال کې دی.