د پاکستان په کراچۍ ښار کې پولیسو لس افغانان نیولي دي

د پاکستان په کراچۍ ښار کې پولیسو په یو لړ عملیاتو کې لس هغه افغانان نیولي، چې د اوسېدو قانوني اسناد یې نهلاره. د کراچۍ پولیس وایي، چې نیول شوي افغانان د څېړنو لپاره د پولیسو حوزې ته استول شوي.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې پولیسو په یو لړ عملیاتو کې لس هغه افغانان نیولي، چې د اوسېدو قانوني اسناد یې نهلاره. د کراچۍ پولیس وایي، چې نیول شوي افغانان د څېړنو لپاره د پولیسو حوزې ته استول شوي.
د کراچۍ سچل سیمې پولیسو تېره شپه د ابوالحسن اصفهاني سړک په یوه ودانۍ کې عملیات کړي، چې پهکې لس افغان وګړي نیول شوي دي. د پولیسو په وینا، نیول شوي افغانان د پوښتنو ګروېږنو لپاره د پولیسو مرکزونو ته انتقال شوي؛ څو دا روښانه شي، چې دغه کسان خو به په کومو جرمونو کې ښکېل نه وي.
پولیسو ویلي، دغه عملیات د بېاسناده افغانانو د نیولو لپاره ترسره شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان په پلازمینه اسلاماباد کې د سېشنبې په ورځ تر ځانمرګي برید وروسته پولیسو د افغان کډوالو د نیولو او چاپو کمپاین چټک کړی، چې ګڼې کورنۍ له وېرې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوې دي.
د اسلاماباد په E-11 سیمه کې نن چهارشنبه سهار وختي پولیسو د افغان کډوالو د نیولو لپاره ځانګړي عملیات پیل کړي. په یاده سیمه کې مېشت افغانان وایي، د پولیسو د چاپو له وېرې ګڼ افغانان اړ شوي چې له خپلو کورونو ووځي.

د پاکستان په پلازمینه اسلاماباد کې د سېشنبې په ورځ تر ځانمرګي برید وروسته پولیسو د افغان کډوالو د نیولو او چاپو کمپاین چټک کړی، چې ګڼې کورنۍ یې له وېرې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوې دي.
د اسلاماباد په E-11 سیمه کې نن چهارشنبه سهار وختي پولیسو د افغان کډوالو د نیولو لپاره ځانګړي عملیات پیل کړي. په یاده سیمه کې مېشت افغانان وایي، د پولیسو د چاپو له وېرې ګڼ افغانان اړ شوي چې له خپلو کورونو ووځي.
په E-11 سیمه کې تر ډېره هغه افغانان مېشت دي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پاکستان ته کډه شوي دي. تېره ورځ د اسلاماباد په بي۱۷ ښارګوټي کې هم پولیسو د افغانانو د نیولو عملیات ترسره کړل، چې په ترڅ کې یې ګڼ افغانان د پولیسو له لوري ونیول شول؛ خو د نیول شویو کسانو کره شمېر لاتر اوسه نهدی په ډاګه شوی.
له تېر یو کال راهیسې د پاکستان په ټولو ښارنو کې د افغان کډوالو په کورنو د پولیسو چاپې زیاتې شوې، په زرګونه افغانان نیول شوي او په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.
د دغه افغانانو له ډلې ګڼ یې هغه کېس لرونکي کسان وو، چې په افغانستان کې یې ژوند له ګواښ سره مخ وو او د اړوندو سفارتونو لهخوا ورته د پولیسو لپاره اسناد هم ورکړل شوي وو؛ خو د یادو اسنادو سره، سره له پاکستان نه اېستل شوي دي.
تازه په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو په یوه لیک کې د دغه هېواد له لومړي وزیر شهباز شریف څخه غوښتي، چې د افغان کډوالو د جبري اېستلو لړۍ وځنډوي او یا یې هم لغوه کړي.
د دغه لیک لاسلیکوونکو ویلي، چې افغانستان ته په ستنېدو یې ژوند له ګواښ سره مخ دی.
په دغه لیک کې لیکل شوي: «له بده مرغه د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته زموږ ژوند، ازادي او کورنۍ له جدي ګواښونو سره مخامخ شوې. له همدې امله موږ د امریکا د بیا مېشتېدو پروګرام (SIV، P-1، P-2) لاندې د خپلو قضیو د پروسس لپاره پاکستان ته راغلي یو.»
له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند وایي، چې په تېرو ۱۹ ورځو کې له پاکستان، ایران او ترکیې نه د بندیانو په ګډون ۲ لکه او ۱۸۳۴ افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي دي.
د طالبانو د فراه والي محمد حافظ مجاهد د ایران د سویلي خراسان له والي سره د ماهیرود بندر څخه د لیدنې پر مهال د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي، فرهنګي او بنسټیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی. دواړه خواوو د ګډو پروژو، سوداګریزې ودې او د سرحدي اړیکو د لا پیاوړتیا ژمنه وکړه.
حافظ مجاهد د سېشنبې په ورځ (د لړم ۲۰مه) د ماهیرود سرحدي بندر څخه تر لیدنې وروسته وویل، افغانستان او ایران تاریخي او ژورې فرهنګي اړیکې لري او دواړه هېوادونه د ورورولۍ، سوداګرۍ او ګډو ګټو اوږد تاریخ هم لري.
مجاهد زیاته کړه، چې له تېرکال راهیسې یې د سویلي خراسان والي سره څلور ځله لیدلي او دغه دوامداره اړیکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د وارداتو او صادراتو د زیاتوالي لامل شوې دي.
بل پلو د ایران د سویلي خراسان والي محمدرضا هاشمي ویلي، د دواړه خواوو ترمنځ د ماهیرود – فراه لارې او نورو بنسټیزو پروژو په اړه به هم ګډې ناستې دوام ولري.
هغه زیاته کړې، چې په وروستیو کلونو کې د سویلي خراسان او فراه ترمنځ سوداګریزې اړیکې په بېساري ډول پراخې شوې دي.
هاشمي په خپلو خبرو کې څرګنده کړې، چې دغه ګډې همکارۍ نه یوازې د سیمې د اقتصادي ودې لپاره ګټورې دي؛ بلکې د افغانستان او ایران د ولسونو ترمنځ د ورورۍ او دوستۍ اړیکې هم پیاوړې کوي.
په کندهار کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، په دې ولایت کې د یوه ملي سوداګر له لوري د ۱۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د چرګانو یو شرکت فعال شوی دی. طالبانو ویلي، یاد شرکت چې د چرګانو هر اړخیز فعالیتونه ترسره کوي، د کندهار ښار ۵۰ سلنه اړتیاوې پوره کړې دي.
په کندهار کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند محمد حنیف حقل د سې شنبې په ورځ (د لړم ۲۰مه) د دغه ډلې تر واک لاندې ملي ټلوېزیون ته ویلي: «دغه شرکت د شاوخوا ۱۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د یو ملي سوداګر له لوري جوړ شوی دی.»
هغه زیاته کړې، چې په دې شرکت کې په مستقیم او غېر مستقیم ډول ۲۵۰۰ کسان په دندو بوخت دي.
نوموړي زياته کړې: «دغه شرکت د چرګانو، چرګړو، غوښې، هګۍ، د هګۍ دانې، د دانې له خام موادو او د چرګانو له پاتې شونو تولیدات لري.»
د حقل په خبره، دغه شرکت هره ورځ له ۶۵ فارمونو څخه درې نیم لکه هګۍ او ۶۰ زره کیلو د چرګ غوښه هم تولیدوي.
هغه زیاته کړې، چې د چرګانو دغه شرکت د کندهار تر څنګ په کابل، بلخ، هرات او غزنې ولایتونو په لسو څانګو کې هم بېلابېل تولیدات ترسره کوي.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند وایي، چې په تېرو ۱۹ ورځو کې له پاکستان، ایران او ترکیې څخه د بندیانو په ګډون ۲ لکه او ۱۸۳۴ افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي. عبدالمطلب حقاني زیاته کړې، چې له دې کډوالو سره یې نغدي، خوراکي او روغیتايي مرستې هم کړي دي.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني د سې شنبې په ورځ (د لړم ۲۰مه) د یادې ډلې تر واک لاندې ملي ټلوېزیون سره په خبرو کې ویلي: «د راستنېدونکو افغان کډوالو شمېر ۲لکه او ۱۸۳۴ تنو ته رسېږي چې له دوی سره د خوراکي توکو، څښاک، روغتیايي او نغدي برخو کې مرستې شوي.»
نوموړي ویلي، چې افغان کډوال یې خپلو مېنو ته ستانه کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې د ستانه شویو کډوالو سره یې ۳۴۷ میلیونه افغانۍ نغدي مرستې هم کړې دي.
د طالبانو دغه وزارت ویلي، چې د یوې همکارې موسسې سره یې د ۱۶۵ زره ډالرو د مرستې اخیستلو هوکړه کړې، چې په تخار کې به یې پر کډوالو ووېشي.
له دې سره، حقاني له نړۍوالو سازمانونو او خیریه بنسټونو څخه د مرستې او همکارۍ غوښتنه کړې.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي و، چې په وروستیو دوو اوونیو کې له ګاونډيو هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان څخه څه باندې ۱۵۰ زره افغانان بېرته هېواد ته ستانه شوي دي. په دغو ستنول شویو کسانو کې له ایران او ترکیې را اېستل شوي افغانان هم شامل دي.
د دغه وزارت ویاند همداراز سیمه ییزو رسنیو ته ویلي و: «په دې موده کې ۲۴زره او ۷۸۷ کورنۍ له پاکستان، یو زرو ۲۵۱ کورنۍ له ایران او ۶ کورنۍ له ترکیې راستنې شوې دي.»
وروسته بیا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سرمنشي د ځانګړي استازي مرستيال او د ياد سازمان د بشري چارو همغږي کوونکي ايندريکا راتوته د یکشنبې په ورځ د طالبانو د رييس الوزراء له اداري مرستیال سره په کتنه کې وویل، چې له ۲۰۲۳ تر ۲۰۲۵ کال پورې ۴.۵ ميليونه کډوال بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.
ايندريکا راتوته په دې کتنه کې په یاده موده کې د دومره ډېرو کډوالو ستنېدل هر هېواد لپاره يوه لویه ستونزه بللې او زیاته کړې یې ده، چې اوسمهال له راستنېدونکو کډوالو سره د مرستې موضوع ځانګړی اهميت لري او ملګري ملتونه هڅه کوي، چې په دې برخه کې له طالبانو سره همکاري وکړي.
د یادولو ده، چې اوس هم له یادو هېوادونو څخه د افغان کډوال جبري اېستل دوام لري.
د امریکا د مرستو له بندېدو وروسته درې افغانې ښځې چې په قطر کې د اېستلو له ګواښ سره مخ وې، اوس یې د کاناډا د رېجاینا پوهنتون کې پناه اخيستې. په پلان کې ده، چې شاوخوا ۳۰ افغانې زدهکړیانې رېجاینا ته ولېږدول شي، خو اداري خنډونو او اوږدو پروسو د دې کار بهیر ځنډولی.
د کاناډا رېجاینا پوهنتون له څو میاشتو راهیسې د ښځو د حقونو د یوې مدافع ډلې سره په ګډه هڅه پيل کړې، څو ۳۰ افغانې زدهکړیانې چې د امریکا د مالي مرستو له پرې کېدو وروسته په قطر کې بند پاتې دي، کاناډا ته ولېږدوي.
کاناډا ته له درېیو لېږدول شویو ښځو بیا سپوږمۍ هاشمي وايي: «کله چې رېجاینا هوايي ډګر ته ورسېدم د وطن یاد مې را په زړه شو، ځکه کاناډا او افغانستان دواړه ساړه ژمي لري.»
سپوږمۍ زياتوي، چې کاناډا ته په رسېدو د خوندیتوب احساس لري: «زه پوهېږم چې زه چیرې ولاړه یم. زه په یوې خوندي خاوره کې یم، د حقونو او ازادیو په خاوره.»
دغه افغان ښځينه زده کوونکو خپل د لوړو زده کړو سفر د کابل په امریکايي پوهنتون کې هغه مهال پيل کړی و، کله چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شول.
د ۲۰۲۱ کال د افغانستان تر سقوط او د نجونو پر مخ د زده کړو د بندېدو وروسته سپوږمۍ او ګڼ شمېر محصلینې اړ شوې، چې د خپلو زده کړو د دوام لپاره قطر ته ولاړې شي.
دوی او لسګونو نورو افغان نجونو په قطر کې په هغو پوهنتونونو کې زده کړې کولې، چې ټول لګښت یې د امریکا نړۍوالې پراختیایي ادارې «یو اېس ای ډي» د بورسونو له لارې ورکړل کېدل، خو د امریکا د مرستو له بندېو سره سم، دغه پروګرام هم سږ کال وتړل شو او یادې زده کړه یالانې افغانستان ته د لېږولو له ګواښ سره مخ شوې.
سپوږمۍ هاشمي وايي: «حتی هغه وخت چې زه په الوتکه کې ناسته وم، بیا مې هم فکر کاوه چې کېدای شي کومه ستونزه رامنځته شي.»
د هغې په خبره، د رېجاینا په الوتنه کې یې د کډوالۍ د پروسو په اړه لا هم اندېښنه لرله.
هاشمي او دوې نورې افغانې محصلینې د رېجاینا هوايي ډګر کې د همدې هڅو د مخکښې فریبا رضايي او د پوهنتون د کارکوونکو له تود هرکلي سره مخ شوې.
دغه درې افغانې محصلینې به په جنوري میاشت کې د رېجاینا پوهنتون کې خپلې زده کړې پیل کړي.
د «ښځې د سبا رهبرانې» بنسټ مشره فریبا رضايي وايي: «دوی په یو خورا سخت، بحراني او ناوړه وضعیت کې وې.» هغې زیاته کړه، چې قطر د کډوالو د بیا مېشتېدو لپاره هېڅ قانوني لاره نه لري.
نوموړې وویل، چې هلته د یوې ښځې لپاره کار کول هم ډېر سخت دی.
رېجاینا پوهنتون د (پياوړتیا پروژه) د هغو محصلانو ته د زده کړو زمینه برابروي، چې د جګړې یا سیاسي تاوتریخوالي له امله په خپلو هېوادونو کې زده کړې نه شي کولی.
«ښځې د سبا رهبرانې» بنسټ سسکاچوان ښار ته د هغو شاوخوا ۳۰ افغان ښځو چې دا مهال په قطر کې دي د لېږد لپاره تر دې مهاله ۸۱۵ زره ډالره مرسته ټوله کړې.
رضایي وایي، د سیاسي اداري خنډونو او په کاناډا کې د نړۍوالو محصلانو د شمېر د محدودیت له امله د دغو درېیو لومړیو محصلانو راوستل «ډېر سخت» وو.
فعالانو له کاناډا غوښتي، چې د هغو افغانو ښځو مرسته وکړي چې د ټرمپ د حکومت د پرېکړو له امله د شړل کېدو له خطر سره مخ دي.
رضایي خپله هم افغانه ده او د افغانستان د لومړنیو دوو ښځینه المپیکي لوبغاړو له ډلې څخه ده، چې د کاناډا په وینکوور کې «ښځې د سبا رهبرانې» په نوم سازمان جوړ کړی او هڅه کوي، چې افغانې نجونې د امریکا او کاناډا د زده کړې له بورسونو سره ونښلوي.
هغې زیاته کړه، چې په اروپایي هېوادونو کې د امکاناتو محدودیت او د امریکا د نړۍوال سیاست بدلون ته په کتو «کاناډا د دغو ښځو وروستۍ هیله ده.»
هغې وویل: «نړۍ افغان ښځې او نجونې یوازې پرېږدي. دا بېعدالتي ده او ما غوسه کوي.»
د یادولو ده، چې د ډونالډ ټرمپ له بیا واکمنېدو وروسته، د ښځو په ګډون ګڼ شمېر افغانان اوسمهال په قطر، ابوظبي، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو کې بېبرخلیکه پاتې دي.