د کاناډا رېجاینا پوهنتون له څو میاشتو راهیسې د ښځو د حقونو د یوې مدافع ډلې سره په ګډه هڅه پيل کړې، څو ۳۰ افغانې زدهکړیانې چې د امریکا د مالي مرستو له پرې کېدو وروسته په قطر کې بند پاتې دي، کاناډا ته ولېږدوي.
کاناډا ته له درېیو لېږدول شویو ښځو بیا سپوږمۍ هاشمي وايي: «کله چې رېجاینا هوايي ډګر ته ورسېدم د وطن یاد مې را په زړه شو، ځکه کاناډا او افغانستان دواړه ساړه ژمي لري.»
سپوږمۍ زياتوي، چې کاناډا ته په رسېدو د خوندیتوب احساس لري: «زه پوهېږم چې زه چیرې ولاړه یم. زه په یوې خوندي خاوره کې یم، د حقونو او ازادیو په خاوره.»
دغه افغان ښځينه زده کوونکو خپل د لوړو زده کړو سفر د کابل په امریکايي پوهنتون کې هغه مهال پيل کړی و، کله چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شول.
د ۲۰۲۱ کال د افغانستان تر سقوط او د نجونو پر مخ د زده کړو د بندېدو وروسته سپوږمۍ او ګڼ شمېر محصلینې اړ شوې، چې د خپلو زده کړو د دوام لپاره قطر ته ولاړې شي.
دوی او لسګونو نورو افغان نجونو په قطر کې په هغو پوهنتونونو کې زده کړې کولې، چې ټول لګښت یې د امریکا نړۍوالې پراختیایي ادارې «یو اېس ای ډي» د بورسونو له لارې ورکړل کېدل، خو د امریکا د مرستو له بندېو سره سم، دغه پروګرام هم سږ کال وتړل شو او یادې زده کړه یالانې افغانستان ته د لېږولو له ګواښ سره مخ شوې.
سپوږمۍ هاشمي وايي: «حتی هغه وخت چې زه په الوتکه کې ناسته وم، بیا مې هم فکر کاوه چې کېدای شي کومه ستونزه رامنځته شي.»
د هغې په خبره، د رېجاینا په الوتنه کې یې د کډوالۍ د پروسو په اړه لا هم اندېښنه لرله.
هاشمي او دوې نورې افغانې محصلینې د رېجاینا هوايي ډګر کې د همدې هڅو د مخکښې فریبا رضايي او د پوهنتون د کارکوونکو له تود هرکلي سره مخ شوې.
دغه درې افغانې محصلینې به په جنوري میاشت کې د رېجاینا پوهنتون کې خپلې زده کړې پیل کړي.
د «ښځې د سبا رهبرانې» بنسټ مشره فریبا رضايي وايي: «دوی په یو خورا سخت، بحراني او ناوړه وضعیت کې وې.» هغې زیاته کړه، چې قطر د کډوالو د بیا مېشتېدو لپاره هېڅ قانوني لاره نه لري.
نوموړې وویل، چې هلته د یوې ښځې لپاره کار کول هم ډېر سخت دی.
رېجاینا پوهنتون د (پياوړتیا پروژه) د هغو محصلانو ته د زده کړو زمینه برابروي، چې د جګړې یا سیاسي تاوتریخوالي له امله په خپلو هېوادونو کې زده کړې نه شي کولی.
«ښځې د سبا رهبرانې» بنسټ سسکاچوان ښار ته د هغو شاوخوا ۳۰ افغان ښځو چې دا مهال په قطر کې دي د لېږد لپاره تر دې مهاله ۸۱۵ زره ډالره مرسته ټوله کړې.
رضایي وایي، د سیاسي اداري خنډونو او په کاناډا کې د نړۍوالو محصلانو د شمېر د محدودیت له امله د دغو درېیو لومړیو محصلانو راوستل «ډېر سخت» وو.
فعالانو له کاناډا غوښتي، چې د هغو افغانو ښځو مرسته وکړي چې د ټرمپ د حکومت د پرېکړو له امله د شړل کېدو له خطر سره مخ دي.
رضایي خپله هم افغانه ده او د افغانستان د لومړنیو دوو ښځینه المپیکي لوبغاړو له ډلې څخه ده، چې د کاناډا په وینکوور کې «ښځې د سبا رهبرانې» په نوم سازمان جوړ کړی او هڅه کوي، چې افغانې نجونې د امریکا او کاناډا د زده کړې له بورسونو سره ونښلوي.
هغې زیاته کړه، چې په اروپایي هېوادونو کې د امکاناتو محدودیت او د امریکا د نړۍوال سیاست بدلون ته په کتو «کاناډا د دغو ښځو وروستۍ هیله ده.»
هغې وویل: «نړۍ افغان ښځې او نجونې یوازې پرېږدي. دا بېعدالتي ده او ما غوسه کوي.»
د یادولو ده، چې د ډونالډ ټرمپ له بیا واکمنېدو وروسته، د ښځو په ګډون ګڼ شمېر افغانان اوسمهال په قطر، ابوظبي، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو کې بېبرخلیکه پاتې دي.