• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سراج الحق وایي، د طالبانو او پاکستان جګړه د هند په ګټه ده

۲۲ لړم ۱۴۰۴ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۵، ۰۵:۱۴ GMT+۰

د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند پخواني مشر سراج الحق په پښتونخوا کې د امن جرګې پر مهال وینا کې ویلي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه د هند په ګټه ده. هغه زیاته کړې، چې دواړه لوري باید د خبرو اترو له لارې سره مسایل حل کړي.

هغه همدا راز د افغانستان انټرنشنل – پښتو خبریال سره چهارشنبه د (لړم ۲۱مه) ویلي، د اسلام‌اباد او طالبانو ترمنځ د جګړې پلوی نه‌دی او باید بیا ځل مذاکراتو ته مخه شي.

د هغه په خبره: «ضرور دا وایو، که د دوحې مذاکرات ناکام شول، که د استانبول ناکام شول؛ نو باید بل پړاو وشي او بیا پسې بل پړاو وشي». هغه زیاتوي: «که د دوو وزیرانو د ناولو خبرو په پایله کې دواړه قومونه وجنګېږي، دا ډېره د بدقسمتۍ خبره ده».

دغه پاکستانی سیاست‌وال وایي، که د طالبانو حکومت وغواړي؛ نو پاکستان کې روان کړکېچ او نا امنۍ ختمولای شي. د نوموړي په وینا؛ که پر کابل واکمن طالبان د پاکستاني طالبانو غورځنګ ته سپارښتنه وکړي، چې له جګړې لاس واخلي نو د جګړې د پای ته رسېدو امکان شته.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ په دې وروستیو کې کړکېچ اوج ته رسېدلی دی. اسلام‌اباد دعوه لري، چې افغان طالبانو د پاکستاني طالبانو غورځنګ غړو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی او له هماغه ځایه پاکستان کې بریدونه پلانوي. د ترکیې په مذاکراتو کې لانجمن ټکي دا بلل شوي، چې اسلام‌اباد له طالبانو تضمینونه غوښتي؛ څو د «ټي‌ټي‌پي» وسله‌وال به نور پاکستان کې بریدونه نه کوي؛ خو طالبانو یې دې شرطونو ته غاړه نه‌ده اېښودلې.

د طالبانو د مذاکراتي پلاوي یوه غړي او د کورنیو چارو وزارت مرستیال یې حاجي نجیب الله تېره ورځ چهارشنبه د (لړم ۲۱مه) یوې خبري غونډه کې ویلي، دوی په دوحې او استانبول کې پاکستاني پلاوي ته په ډاګه کړې چې د دوی د کورني امنیت مسوول نه‌دي او نه هم په دې تړاو تضمین ورکولای شي.

هاخوا طالبان بیا ادعا لري، چې د داعش ترهګره ډله پاکستان کې پناه ځایونه لري او د دغه هېواد پوځ یې د افغانستان پر ضد کاروي. دوی وایي، په دې تړاو یې شواهد هم منځګړو هېوادونو ته سپارلي دي. ورسره هم‌مهاله د طالبانو د ریاست الوزا اقتصادي مرستیال له پاکستان سره په هره ډول سوداګریزې راکړې ورکړې هم بندیز ولګاوه او افغان سوداګرو ته یې سپارښتنه وکړه، چې په بدیلو لارو غور وکړي.

د چارو کارپوهانو په وینا؛ په نږدې راتلونکي کې د طالبانو او اسلام‌اباد ترمنځ د اړیکو ښه والي لپاره کوم څرک نه لیدل کېږي او ښايي دغه کشاله لا پسې اوږده او نوره هم کړکېچنه شي.

ترویج لرونکی

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي
۱

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي

۲

د طالبانو د خوست ځانګړې قطعې قوماندان «په ۱۲۰ میلیونه افغانۍ» ځان ته کور جوړ کړی

۳
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د سقوط او بقا جګړه؛ ایا د ایران رژیم د رژېدو پر لور روان دی؟

۴
د جولای ۸مه

له پوتین او نتنیاهو تر ملا هبت‌الله؛ کوم مشران د نیولو حکم لري او ولې نه دي نیول شوي؟

۵

ډونالډ ټرمپ: ایران د هوکړې غوښتونکی دی خو هر برید ته به یې څو برابره ځواب ورکړو

•
•
•

نور کیسې

له تېرو شپږو میاشتو راهیسې افغانستان کې د ایراني تېلو څه باندې ۷۰۰ ټانکرونه بند پاتې دي

۲۲ لړم ۱۴۰۴ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۰۹ GMT+۰
له تېرو شپږو میاشتو راهیسې افغانستان کې د ایراني تېلو څه باندې ۷۰۰ ټانکرونه بند پاتې دي
100%

د ايران د خراسان رضوي ولايت سياسي او ټولنيز مرستيال محمدعلي نبي‌پور ويلي، له تېرو شپږو میاشتو راهیسې په افغانستان کې د ایران د تېلو ۷۳۶ټانکرونه ایسار کړای شوي او دوی په جدي توګه دغه مسله څېړي.

د خراسان رضوي د ولايتي ادارې د عامه اړيکو رياست د معلوماتو له مخې، دغه ټانکرونه د دوغارون پولې له لارې افغانستان ته ننوتي وو؛ خو د یو لړ ستونزو له کبله هلته ایسار کړای شوي دي. نبي‌پور وایي، د دغه ټانکرونو نږدې ۷۰سلنه د ايراني شرکتونو دي او پاتې ۳۰ سلنه د افغان موټرچلوونکو اړوند دي.

نوموړي زياته کړه، د دغه ستونزې د حل لپاره په ولايتي کچه څو ناستې ترسره شوې دي او د حل لارې لپاره یې مثبت پرمختګونه هم شوي دي. د ایران د خراسان رضوي ولايت د انرژۍ او تېلو اړوند ادارې هڅه کوي، چې د قانوني لارو له مخې د دغو ټانکرونو د بېرته ور وړل کېدو بهير بشپړ کړي.

دغه چارواکي ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د ایراني تېلو ټانکرونو درېدنې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په بهیر کې خنډونه رامنځته کړي دي.

په همدې تړاو، د ایران د تايباد ولسوالۍ ولسوال حسين جمشيدي هم ويلي، د ټانکرچلوونکو او د مالو خاوندانو شکايتونه جدي دي؛ ځکه د اوږدې مودې بند پاتې کېدو له امله سوداګر اندېښمن شوي دي. د ده په وينا؛ د پرله‌پسې هڅو پر مټ د بند پاتې ټانکرونو شمېر له ۲زرو څخه ۷۳۶ ته راکم شوی، چې شاوخوا ۲۵ مېليونه ليټره پټرول یې لېږدولي وو.

هغه زياته کړه، د دوغارون د ازادې سوداګريزې صنعتي سيمې د تېلو د زېرمه کولو تاسيسات او زېربناوې د بند پاتې ټانکرونو په برخه کې مهم رول لري. د معلوماتو له مخې؛ ایران یوازې د دوغارون له لارې افغانستان ته ۲۰سلنه تېل صادروي.

د روان کال په لومړۍ نيمايي کې ۴۷۱زره او ۷۴۶ ټنه توکي د نږدې ۵۹۶ مېليونه ډالرو په ارزښت له دې لارې افغانستان ته صادر شوي، چې د تېر کال د ورته مودې پرتله په دې کچه کې ۳۰ او په ارزښت کې ۶۰ سلنه زياتوالی ښيي.

طالبانو څو، څو ځله ویلي چې د ایران څخه یې د بې‌کېفیته تېلو صادرولو په لړ کې د ځینو شرکتونو کانټینرونه ضبط کړي او همدا راز یې ځینې بېرته ایران ته واپس کړي دي.

د طالبانو او پاکستان پر کړکېچ اندېښنه؛ عراقچي او لاوروف ټلېفوني خبرې کړې

۲۲ لړم ۱۴۰۴ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۵، ۰۲:۴۴ GMT+۰
د طالبانو او پاکستان پر کړکېچ اندېښنه؛ عراقچي او لاوروف ټلېفوني خبرې کړې
100%

د ايران د بهرنيو چارو وزير سيد عباس عراقچي د روسیې له بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف سره په یوه ټلېفوني اړیکه کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د وروستي کړکېچ په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د سيمې د هېوادونو ترمنځ د سولې او ثبات لپاره یې د ګډو هڅو پر اړتیا ټینګار کړی.

پنج‌شنبه د (لړم ۲۲مه) د ایران د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «د سيمې د هېوادونو ترمنځ دوامداره خبرې او همغږي د تاوتريخوالي د خپرېدو د مخنيوي او د ګډ امنيت د تضمين کیلي ده». عباس عراقچي زياته کړه، چې ايران غواړي له مسکو او د سيمې له نورو هېوادونو سره منظمې سلا مشورې وشي؛ څو د افغانستان د ډیورنډ په اوږدو کې د لا زياتو شخړو د رامنځته کېدو مخه ونيول شي او د ثبات لپاره لارې چارې ولټول شي.

د ټليفوني خبرو پر مهال دواړو لوريو د خپلو دوه اړخيزو اړيکو جاج واخيست او پر دې يې ټينګار وکړ، چې تهران او مسکو د ټولو هغو برخو د پراختيا هوډ لري چې دواړو لورو ته د علاقې وړ دي.

عراقچي وويل، امريکا او يو شمېر اروپايي هېوادونه د فلسطين د مسلې په اړه په ملګرو ملتونو کې داسې نوې هڅې کوي، چې اندېښنې يې راپورته کړې دي. ده وويل، د امنيت شورا دغه طرحه به د غزې او فلسطين خلک د پرديو تر واک لاندې کړي.

له بلې خوا، د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف د سيمې د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پر اهميت ټينګار وکړ. خبرپاڼه کې د هغه په حواله لیکل شوي، چې مسکو چمتو دی له تهران او نورو سيمه‌ييزو لورو سره د ثبات او امنيت د ټينګښت لپاره خپلې سلامشورې او همغږي ته دوام ورکړي.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ کړکېچ تازه پر سوداګریزې جګړې هم بدل شوی. همدا راز د قطر او ترکیې په منځګړتوب د دواړه خواوو له لوري درې پړاوه مذاکرات هم ناکام شوي او په نږدې وختونو کې دغه کړکېچ حل کېدونکی نه ښکاري.

پاکستان ادعا لري، چې پر کابل واکمنو طالبانو د دوی مخالفو ډلو «ټي‌ټي‌پي» یا د پاکستاني طالبانو غورځنګ په ګډون یو شمېر نورو ډلو ته پناه ځایونه ورکړي؛ خو طالبان بیا دغه ادعاوې ردوي. پر کابل واکمن دعوه لري، چې اسلام‌اباد د دوی خلاف داعش وسله‌وال روزي او خپله خاوره کې یې مرکزونه هم ورکړي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د سلما بند د اوبو د خوشې کولو غوښتنه وکړه

۲۲ لړم ۱۴۰۴ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۳۴ GMT+۰
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د سلما بند د اوبو د خوشې کولو غوښتنه وکړه
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریب‌ ابادي په تهران کې د طالبانو له سفیر سره د لیدنې پر مهال له سلما بند څخه مشهد ته د اوبو د خوشې کولو غوښتنه کړې ده. هغه همدارنګه د هلمند د سیند د اوبو د حق په اړه هم خبرې کړي.

غریب‌ ابادي د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۱مه) پر اېکس پاڼې لیکلي، چې د طالبانو له سفیر سره یې په لیدنه کې د کابل د وروستي سفر پر مهال د شویو هوکړو د تعقیب او د هلمند د اوبو د حق په اړه بحث کړی دی.

هغه زیاته کړې: «په دې لیدنه کې مې په ځانګړې توګه ټینګار وکړ، چې د سلما بند اوبه باید خوشې شي، تر څو د مشهد ښار د څښاک د اوبو یوه برخه چې د ډېرو افغان کډوالو کوربه هم دی د دوستي بند له لارې تامېن شي.»

سلما بند د هرات په ولایت کې د افغانستان د پخواني حکومت پر مهال د هند په مالي ملاتړ د شاوخوا ۳۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت جوړ شوی و.

په تهران کې د طالبانو سفارت هم ویلي، چې دواړو خواوو د افغان بندیانو د وضعیت، د کونسلګریزو همکاریو د اسانه کولو او په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو د حل په اړه بحث او نظرونه تبادله کړي‌ دي.

ایران دا مهال له یوې بې‌ سارې وچکالۍ سره مخ دی. د ایران چارواکي وخت ناوخت د هلمند د سیند د اوبو په اړه له طالبانو سره خبرې کوي. ایراني چارواکي وايي، طالبان د اوبو حق په برخه کې په خپلو ژمنو عمل نه‌ دی کړی؛ خو طالبان وایي، چې افغانستان د سختې وچکالۍ له امله د اوبو له کمي سره مخ دی.

خالد حنفي‌ د اسلامي همکاریو سازمان له استازو سره د اسلامي‌ ارزښتونو پر ترویج خبرې وکړې

۲۱ لړم ۱۴۰۴ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۲۷ GMT+۰
خالد حنفي‌ د اسلامي همکاریو سازمان له استازو سره د اسلامي‌ ارزښتونو پر ترویج خبرې وکړې
100%

د طالبانو د امربالمعروف وزیر خالد حنفي د اسلامي‌ همکاریو سازمان له ځانګړو استازو سره د اسلامي‌ ارزښتونو پر ترویج خبرې وکړې. د طالبانو یاد وزیر د تخنیکي ملاتړ، ظرفیت لوړونې او روزنیزو سیمینارونو غوښتنه کړې.

د طالبانو د امربالمعروف وزیر خالد حنفي د چهارشنبې په ورځ د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي‌ استازي طارق علي بخیت او د کابل لپاره د دغه سازمان سفیر سعید علیاش سره په لیدنه کې د خپلو فعالیتونو او ترسره شویو اقداماتو په اړه معلومات شریک کړي.

د طالبانو دغه وزارت دا نه دي‌ ویلي، چې طالب وزیر کوم اقدامات ځانګړو استازو ته وړاندې کړي.

حفني ویلي، د دوی موخه د «اسلامي اصولو له مخې د یوې سالمې ټولنې رامنځته کول دي.»

طالبانو ویلي، چې د دغه سازمان استازو هم د همغږۍ، دوامداره تعامل او همکاریو پر پیاوړتیا ټينګار کړی.

اڅکزی: ټولو هېوادونو ته خبر ورکوو، چې له پاکستان سره تړونونه د خلکو له‌خوا د منلو وړ نه دي

۲۱ لړم ۱۴۰۴ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۳۴ GMT+۰
اڅکزی: ټولو هېوادونو ته خبر ورکوو، چې له پاکستان سره تړونونه د خلکو له‌خوا د منلو وړ نه دي
100%

د پښتونخوا د ملي عوامي پارټۍ مشر وايي، هغه د ټولو هېوادونو سفیرانو ته لیکونه لېږي او له نږدې ورته څرګندوي: «تاسو چې د دې بې‌استازي حکومت سره تړونونه کړي، دا د پاکستان خلکو ته د منلو نه دي.» هغه زیاته کړې، د نړۍ خطرناک هېوادونه غواړي دغه سیمې د معدني زېرمو لپاره د جګړې ډګر وګرځوي.

محمود خان اڅکزي د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۱مه) پر اېکس پاڼې لیکلي: «زموږ واکمنان د عقل په ازموینه کې دي او دوی هېڅ عقل نه لري.»

د نوموړي‌ په خبره، د نړۍ خطرناک هېوادونه غواړي چې دا سیمه د معدني سرچینو لپاره د جګړې ډګر کړي.

هغه دغه راز ټينګار کړی، چې د ټولو هېوادونو سفیرانو سره به وګوري او په واضیح ډول به ورته ووايي، چې د پاکستان تړونونه لغوه کړي.

اڅکزي زياته کړې: «موږ پرېکړه کړې چې د ټولو هېوادونو سفیرانو ته لیکونه ولېږو، له نږدې به ورسره ووینو او په واضیح ډول به ورته ووایو، کوم هغه تړونونه چې تاسو د دې بې‌ استازي حکومت سره کړي، د پاکستان خلک به یې ونه مني.»

هغه د پاکستان حکومت ته خبرداری ورکړی: «که تاسو غلا وکړئ، زموږ ماشومان ووژنئ، زموږ خوېندې او لوڼې بې عزته کړئ، نو موږ به هم پر تاسي ژوند حرام کړو.»

نوموړي ویلي، چې پاکستان جمهوریت غوښتونکی دی؛ خو د رایو د غلو ملاتړ کوي.

هغه د راتلونکې جمعې په ورځ د ټولو ګوندونو سره یو ځای د لاریونو خبر ورکړی.