• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د برېتانیا اټومي هڅو د امریکا اندېښنه راپارولې ده

۲۲ لړم ۱۴۰۴ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۱۲ GMT+۰

رویټرز د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۲۲مه) راپور ورکړی، چې برېتانیا غواړي په «شمالي ویلز» کې خپل لومړی وړوکی اټومي بټۍ جوړه کړي. دغه پرېکړې د امریکا غوسه پارولې، ځکه واشنګتن غوښتل دغه ځای کې د امریکایي شرکتونو په مشرۍ لویه اټومي بټۍ جوړه شي.

برېتانیا وايي، چې وړې اټومي بټۍ ارزانه، چټک جوړېدونکې او د انرژۍ د خونديتوب او د اقلیم د اهدافو لپاره غوره دي. د دې بټۍ د طرحې مشري «رولزرویس » شرکت کوي.

په برېتانیا کې د امریکا سفیر ویلي، چې دغه پرېکړه مایوسه کوونکې ده، ارزانه او چټکې نورې لارې هم شته. امریکا هیله درلوده، چې «ویسټینګ هوس» شرکت به په وایل‌فا کې لویه بټۍ جوړه کړي، خو برېتانیا خپله داخلي پروژه غوره کړه.

رویټرز په دغه راپور کې زیاته کړې، د برېتانیا حکومت ویلي چې کېدای شي په بل ځای کې لویه بټۍ هم جوړه کړي او د ۲۰۲۶ کال تر مني پورې به مناسب ځای معلوم کړي.
سربېره پر دې برېتانیا وايي، چې غواړي له امریکا سره په اټومي انرژۍ کې همکاري وساتي.

راپور زیاتوي، چې نوې وړوکې بټۍ به درې میلیونه کورونو ته برېښنا برابره کړي او د جوړېدو پر مهال به تر ۳۰۰۰ پورې کارکونکي وګوماري. دغه بټۍ به تر ۲۰۳۰ کاله پورې د ملي شبکې سره ونښلول شي. همدا راز، په برېتانیا کې دوه نورې لویې اټومي بټۍ هم د جوړېدو په حال کې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ټرمپ د برېتانیا د انرژۍ پر سیاست نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې برېتانیا باید د شمالي سمندر څخه د تېلو استخراج زیات کړي.

ترویج لرونکی

د روسیې او طالبانو ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون پایلې
۱
د افراسیاب خټک لیکنه

د روسیې او طالبانو ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون پایلې

۲

په سرپل کې د طالبانو یوه چارواکي یوه کردۍ ښځه او د هغې لور وژلې دي

۳

سرچینې: په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غونډه پیل شوې

۴

پر افغان خاوره د پاکستاني بریدونو په اړه د پاکستان او افغانستان د استازو ترمنځ ناندرۍ

۵

ټي‌ټي‌پي د پښتونخوا په سوات کې د درېو کسانو د وژلو پړه منلې ده

•
•
•

نور کیسې

د اروپايي ټولنې او مرکزي اسیا هېوادونو استازو د افغانستان په اړه خبرې کړې

۲۲ لړم ۱۴۰۴ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۱۶ GMT+۰
د اروپايي ټولنې او مرکزي اسیا هېوادونو استازو د افغانستان په اړه خبرې کړې
100%

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په بروکسل کې د افغانستان په اړه د اروپايي ټولنې او مرکزي اسیا د ځانګړو استازو په اوومه غونډه کې د سیمه ییزې همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار شوی.

په غونډه کې، د اروپايي ټولنې لوړ پوړو چارواکو او د منځنۍ اسیا هېوادونو استازو په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو او ثبات او پرمختګ د ملاتړ لپاره د سیمه ییزې همکارۍ د پراخولو په لارو چارو بحث کړی.

دغه غونډه د منځنۍ اسیا لپاره د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي توماس سټیپریس او د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي ګیلس برټرانډ په ګډ کوربه توب شوې.

په راپور کې راغلي، چې د غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د امنیتي، بشري او اقتصادي وضعیت په اړه خبرې وکړې او د سیمې د هېوادونو ترمنځ یې د افغانستان په اړه د زیاتې همغږۍ پر اهمیت ټینګار وکړ.

په بلجیم کې د دغه هېواد سفیر او په دې غونډه کې د ترکمنستان استازي سردار پالوانوف د عشق اباد د مثبتې بې طرفۍ او ښه ګاونډیتوب پر پالیسۍ ټینګار کړی دی.

هغه وویل چې د افغانستان دوامداره پرمختګ د سیمه ییز ثبات لپاره خورا مهم دی او د دې ترلاسه کولو غوره لاره د اقتصادي ادغام، د بشري همکاریو پراخول او د ګډو زیربنایي پروژو پلي کول دي.

د غونډې په څنډه کې، د ترکمنستان پلاوي او د منځنۍ اسیا او افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړو استازو سره لیدلي.

د بحث یوه موضوع د ټاپي ګاز نل لیکې پروژه وه، چې د ترکمنستان ګاز به د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته انتقال کړي. د برېښنا پر لېږد او افغانستان ته د ترکمنستان د انرژۍ د صادراتو د زیاتوالي پر پلانونو هم بحث شوی، چې د ترکمن چارواکو په وینا، کولی شي د سرحدي ولایتونو د اقتصادي وضعیت ښه کولو او د کار نويو فرصتونو رامینځته کولو کې مرسته وکړي.

ترکمنستان اعلان وکړ چې په بشري اړخ کې به د افغانستان د خلکو لپاره د برېښنا چمتو کولو، اړینو توکو لیږلو او د تعلیمي فرصتونو پراخولو ته دوام ورکړي.

اروپايي ټولنې او د منځنۍ اسیا هیوادونو د افغانستان د خلکو د ثبات او هوساینې لپاره د خبرو اترو او رغنده همکارۍ په دوام ټینګار کړی او دا غونډه یې د دواړو خواوو ترمنځ د افغانستان په تړاو د متقابل باور او تفاهم نښه بللې ده.

د پاکستان د سترې محکمې دوو جګپوړو قاضیانو له دندو استعفا کړې

۲۲ لړم ۱۴۰۴ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۵، ۱۴:۵۴ GMT+۰
 د پاکستان د سترې محکمې دوو جګپوړو قاضیانو له دندو استعفا کړې
100%

د پاکستان د سترې محکمې دوو جګپوړو قاضیانو منصور علي شاه او اطهر من الله ددغه هېواد په اساسي قانون کې د نوي ۲۷ تعدیل په غبرګون کې له دندو استعفاوې وکړې. یادو قاضیانو ویلي، چې دغه تعدیل پر اساسي قانون برید او د جمهوریت خلاف عمل دی.

قاضي منصور علي شاه د پاکستان د اساسي قانون نوي تعدیل په اړه ژورې اندېښنې څرګندې کړې او د دې موضوع په اړه یې د سترې محکمې رییس ي ته دوه لیکونه هم استولي دي.

نوموړي په خپل استعفا لیک کې ویلي، چې د ۲۷ تعدیل له مخې د پاکستان پر اساسي قانون جدي برید شوی دی او د سترې محکمې ځواک یې کمزوری کړی او عدلیه یې د حکومت تابع کړې ده. هغه دغه راز ویلي، چې نوي تعدیل د جمهوریت روح ته زیان رسولی دی.

قاضي اطهر من الله ویلي، « هر څومره مې چې هڅه وکړه ځان قانع کړم، حقیقت دا دی چې د اساسي قانون پر روح برید شوی».

نوموړي ویلي، چې نوي جوړ شوي جوړښتونه د اساسي قانون پر بنسټ نه دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه دې پر ایران بندیزونه پلي کړي

۲۲ لړم ۱۴۰۴ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۴۶ GMT+۰
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه دې پر ایران بندیزونه پلي کړي
100%

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند وايي، د ایران د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د تدارکاتي شبکو پر ضد د امریکا نوي بندیزونه د ملګرو ملتونو د بندیزونو د پلي کولو په ملاتړ لګول شوي دي.

ټامي پیګوټ زیاته کړې، دا اقدام ځکه شوی چې تهران په څرګنده توګه خپلو اټومي ژمنو ته وفادار نه دی پاتې شوی.

د امریکا د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر د وروستیو بندیزونو له مخې، پر ۳۲ کسانو او ادارو بندیزونه لګولي، چې په ایران، متحده عربي اماراتو، ترکیه، چین، هانګ کانګ، هند، جرمني او اوکراین کې مېشت دي.

دغه کسان او ادارې د هغو تدارکاتي شبکو برخه بلل شوي، چې د ایران د بالسټیک توغندیو او بې‌ پیلوټه الوتکو په تولید کې ښکېل دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ټولو هغو هېوادونو څخه چې د ملګرو ملتونو غړیتوب لري، غوښتنه کړې چې د خپلو نړۍوالو ژمنو پر بنسټ د ایران پر وړاندې د ملګرو ملتونو بندیزونه چې د تهران د اټومي پروګرام د مخنیوي په هدف بېرته فعال شوي، عملي کړي.

دغه وزارت ټینګار کړی، چې امریکا به په درېیمو هېوادونو کې پر ادارو د بندیز په ګډون د ټولو ممکنو لارو څخه کار واخلي، ترڅو د ایران هغه هڅې وپېژني او مخه یې ونیسي چې د خپلو توغندیو او بې‌ پیلوټه پروګرامونو لپاره تجهیزات برابروي.

بلخوا بیا د «ماشه میکانېزم» له فعالېدو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو له بېرته عملي کېدو څه باندې یوه نیمه میاشت وروسته جرمني، برېتانیا او فرانسې یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه باید شفافیت تضمین شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د سلما بند د اوبو د خوشې کولو غوښتنه وکړه

۲۲ لړم ۱۴۰۴ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۳۴ GMT+۰
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د سلما بند د اوبو د خوشې کولو غوښتنه وکړه
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریب‌ ابادي په تهران کې د طالبانو له سفیر سره د لیدنې پر مهال له سلما بند څخه مشهد ته د اوبو د خوشې کولو غوښتنه کړې ده. هغه همدارنګه د هلمند د سیند د اوبو د حق په اړه هم خبرې کړي.

غریب‌ ابادي د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۱مه) پر اېکس پاڼې لیکلي، چې د طالبانو له سفیر سره یې په لیدنه کې د کابل د وروستي سفر پر مهال د شویو هوکړو د تعقیب او د هلمند د اوبو د حق په اړه بحث کړی دی.

هغه زیاته کړې: «په دې لیدنه کې مې په ځانګړې توګه ټینګار وکړ، چې د سلما بند اوبه باید خوشې شي، تر څو د مشهد ښار د څښاک د اوبو یوه برخه چې د ډېرو افغان کډوالو کوربه هم دی د دوستي بند له لارې تامېن شي.»

سلما بند د هرات په ولایت کې د افغانستان د پخواني حکومت پر مهال د هند په مالي ملاتړ د شاوخوا ۳۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت جوړ شوی و.

په تهران کې د طالبانو سفارت هم ویلي، چې دواړو خواوو د افغان بندیانو د وضعیت، د کونسلګریزو همکاریو د اسانه کولو او په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو د حل په اړه بحث او نظرونه تبادله کړي‌ دي.

ایران دا مهال له یوې بې‌ سارې وچکالۍ سره مخ دی. د ایران چارواکي وخت ناوخت د هلمند د سیند د اوبو په اړه له طالبانو سره خبرې کوي. ایراني چارواکي وايي، طالبان د اوبو حق په برخه کې په خپلو ژمنو عمل نه‌ دی کړی؛ خو طالبان وایي، چې افغانستان د سختې وچکالۍ له امله د اوبو له کمي سره مخ دی.

ملګري ملتونه: د غزې د جګړې له امله په هرو ۵ ماشومانو کې یو یې له واکسین څخه بې‌برخې شوی

۲۱ لړم ۱۴۰۴ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۵۷ GMT+۰
ملګري ملتونه: د غزې د جګړې له امله په هرو ۵ ماشومانو کې یو یې له واکسین څخه بې‌برخې شوی
100%

ملګرو ملتونو د چهارشنبې په ورځ ویلي، چې په غزه کې د دوو کلنو جګړو له امله په هرو پنځو ماشومانو کې یو یې له واکسین څخه بې‌برخې شوی. دوی زیاتوي، له واکسین څخه د ماشومانو پاتې کېدل هغوی له وژونکو ناروغیو سره مخ کړي.

ملګرو ملتونو د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۱مه) پر اېکس پاڼې لیکلي، چې تر خپلې مشرۍ لاندې یې یو نوی کمپاین پيل کړی.

دوی زیاته کړې، چې دا کمپاین به «د ماشومانو ژوند ژغورونکي واکسینونو، د تغذیې ملاتړ او د اساسي روغتیايي پاملرنې په برابرولو کې مرسته وکړي.»

هغوی هیله ښودلې، چې په دې هڅو هیله لري چې «ماشومان روغ او سالم لوی شي.»

د راپورونو له مخې، په غزه کې د همدې دوه کلنې جګړې له امله ملکي‌ روغتیايي سیسټمونه زیانمن شوي، چې له امله یې ښځې او ماشومان زیانمن شوي.