طالبانو د هرات په سرحدي ولسوالیو کې ایران ته په ناقانونه توګه اوښتونکي۳۱۵ تنه نیولي

په هرات کې د طالبانو د ۲۰۷ قول اردو وايي چې په تېره اوونۍ کې یې ۳۱۵ هغه کسان نیولي چې ایران ته یې د ناقانونه تګ هڅه کوله. دوی زیاتوي، چې یادې هڅې د سرحدي امنيت د تأمين او د ناقانونه تګ ـ راتګ د مخنیوي په موخه ترسره کړي. په دې وروستیو کې له ایران سره پر پوله دا نیونې زیاتې شوي.




