اندونیزیا کې د ځمکي ښوېدنې په پېښه کې ۱۱ کسان مړه شوي

د اندونیزیا د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، چې د مرکزي جاوا د سیلاچاپ ښار په سیبیونینګ کلي کې د ځمکي ښوېدنې په پېښه کې ۱۲ کورونه ویجاړ شوي، چې له امله یې ۱۱ کسان مړه او ۱۲ نور لادرکه دي.

د اندونیزیا د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، چې د مرکزي جاوا د سیلاچاپ ښار په سیبیونینګ کلي کې د ځمکي ښوېدنې په پېښه کې ۱۲ کورونه ویجاړ شوي، چې له امله یې ۱۱ کسان مړه او ۱۲ نور لادرکه دي.
د اندونیزیا د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویاند عبدالمهاري رویټرز اژانس ته ویلي:«یوولس کسان مړه موندل شوي دي، اته کسان نن او درې پرون له خاورو څخه را اېستل شوي دي.»

د اردن پاچا دویم عبدالله د شنبې په ورځ د پاکستان پلازمینې اسلام ته ورسېد. د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په نورخان هوايي ډګر کې د اردن د پاچا تود هرکلی کړی.
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د اردن د پاچا د هرکلی پرمهال ویلي، د دواړو هېوادونو اړیکي تاریخي او ارښتناکي بللي او او وايي، چې دا سفر د دواړو هېوادونو په اړیکو کې نوی باب پرانیزي.
د پاکستاني دولتي راډیو ویلي، چې د اردن پاچا د پاکستان د لومړي وزیر او ولسمشر سره د لیدنې پرمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکو د پراختیا او دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
د راپورونو له مخې، د اردن پاچا به د دوو ورځو لپاره په پاکستان کې تم شي.
د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ وايي چې واشنګټن د سعودي عربستان هغه غوښتنه ارزوي چې غواړي له امریکا څخه «ایف – ۳۵» له رادار څخه پټېدونکې جنګي الوتکې وپیري. تمه ده چې دا تړون په راتلونکې اوونۍ کې د سعودي د وليعهد محمد بن سلمان د واشنګټن د سفر پر مهال لاسلیک شي.
ټرمپ ویلي چې سعودي غواړي د امریکا له جټ الوتکو ډېر شمېر واخلي او د «ایف – ۳۵» ترڅنګ د نورو امریکایي جنګي الوتکو پیر ته هم چمتو دی. هغه ټینګار کړی چې واشنګټن د ریاض درناوی کوي او خبرې به په سپینه ماڼۍ کې وشي.
ایف – ۳۵ الوتکې د لاک هیډ مارتین شرکت لهخوا جوړېږي او د نړۍ له تر ټولو پرمختللو جنګي الوتکو شمېرل کېږي.
په ورته وخت کې، نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې د پنتاګون استخباراتي ادارې د دې تړون پر سر اندېښنه ښودلې چې ګواکې د ایف – ۳۵ الوتکو ټکنالوژي ښايي د چین لاس ته ورسېږي.
ټرمپ یو ځل بیا هیله څرګنده کړې چې سعودي به د «ابراهیم تړون» سره یوځای شي، خو ریاض وایي چې بې له واضحې لارې د فلسطین د دولت په اړه، دا کار نه کوي.
د امریکا لوړپوړو پوځي او حکومتي چارواکو په تېرو څو ورځو کې درې ځله په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره لیدلي، څو پر ونزویلا د احتمالي پوځي عملیاتو په اړه سلا مشوره وکړي. سرچینې وايي که څه هم د ټرمپ وروستۍ پرېکړه لا نده معلومه، خو د برید په اړه جدي بحثونه روان دي.
په غونډو کې د امریکا د ولسمشر مرستیال جېډي ونس، د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د سپینې ماڼۍ ځينو چارواکو هم ګډون درلود. ټرمپ ویلي چې ډېر ژر به د نظامي اقدام پرېکړه وکړي، خو جزییات نه شي څرګندولای.
سپینې ماڼۍ له تبصرې ډډه کړې، خو ویل کېږي له محدودو بریدونو تر پراخو عملیاتو پورې څو سناریوګانې ارزول شوې دي. امریکا په کارائیب کې د «جرالډ فورډ» ستره بېړۍ ځای پر ځای کړې چې شنونکي یې د ونزویلا پر ضد د احتمالي عملیاتو د چمتووالي برخه ګڼي.
ونزویلا بیا وايي شاوخوا ۲۰۰زره سرتیري یې د دفاع لپاره چمتو کړي دي. ولسمشر نیکولاس مادورو ټینګار کوي چې امریکا هڅه کوي حکومت یې نسکور کړي. په ورته وخت کې واشنګټن پر مادورو فشارونه زیات کړي او د هغه د نیولو انعام ۵۰میلیونو ډالرو ته لوړ شوی دی.
رویټرز راپور ورکړی چې امریکا په کارائیب کې پخوانۍ سمندري اډه نوي کوي، او سیمهییز هېوادونه لکه کلمبیا او مکسیکو د امریکا له وروستیو پوځي اقدامونو اندېښنه لري. په واشنګټن کې هم د کانګرس یو شمېر غړي حکومت د «متناقضو پیغامونو» او «پټي کړنلارې» په تور تورنوي.
د مخکېني جمهوري نظام پر مهال د ملي امنیت رییس رحمتالله نبیل د طالبانو له مشرانو غوښتي چې د پاکستان د وروستیو بریدونو په اړه د افغانانو کلک دریځ د خپل ملاتړ په توګه تعبیر نه کړي. نوموړی وایي، افغانان هممهاله د پاکستان تېری غندي او طالبان یو «نامشروع او ویجاړوونکی جوړښت» بولي.
رحمتالله نبیل پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، طالبان باید د خلکو پر احساساتو لوبې ونه کړي او د افغانانو مشترک دریځ په غلطه برخه کې توجیه نه کړي. هغه ټینګار کړی چې د افغانستان ولس د پاکستان تېری په ښکاره ردوي، خو دا مخالفت «په هېڅ ډول د طالبانو د واکمنۍ د ملاتړ معنا نه لري.»
نبیل وايي: «افغانان په وضاحت سره کولای شي د پاکستان د لسیزو تېری وغندي، او په عین حال کې طالبان یو نامشروع، تړلی او ویجاړوونکی جوړښت وبولي.»
نوموړي ویلي، د طالبانو او د پاکستان د استخباراتي شبکې ترمنځ د درې لسیزو اړیکې لا هم د خلکو په ذهن کې جدي پوښتنې راولاړې کړې دي.
د ده په خبره، که طالبان رښتیا ادعا کوي چې لهاې ایس اېسره هېڅ پټې معاملې نه لري، نو باید د ساده ازمیښت ځواب ووايي.
دا پخوانی افغان چارواکی زیاتوي: «یوازې یو طالب مشر دې قسم وخوري چې همدا اوس ۱۸۰ طالبان د کراچۍ په روغتونونو کې بستر نه دي، ۱۴۰نور په کوېټه کې تر درملنې لاندې نه دي، په دواړو ښارونو کې د طالبانو لپاره تمویل شوي مېلمستونونه شتون نه لري او د طالبانو د ټپیانو د درملنې لپاره نږدې ۱۵۰ زره ډالر د ISI اړوند څانګې له لوري نه دي ورکړل شوي».
نبیل زیاتوي چې تر څو طالبان د اساسي پوښتنو روښانه ځواب ورنه کړي، لکه د ښځو د زدهکړې او کار حق، د خلکو اساسي ازادۍ، او د ولس له خوا د هېواد د برخلیک ټاکل، نو تر هغې دوی باید د خلکو د پاکستان ضد دریځ د خپل ملاتړ په توګه ونه ښيي.
هغه ټینګار کړی: «د افغانستان خلک، هم د متجاوز کرغیړنه څېره پېژني او هم د تړلو ځواکونو ماهیت؛ د ولس ملي اراده نه طالبان مني، نه یې مشروعیت ورکوي».
د مخکېني جمهوري نظام پر مهال د چارو ادارې رییس فضل محمود فضلي وايي، د پاکستان امنیتي او سیاسي جوړښت له لسګونو کلونو راهیسې زرګونه افغان کډوال ماشومان روزلي، خو اوس په ناڅاپي ډول هماغه خپلې روزل شوې ملېشې «د هند د استخباراتو ډلې» ګڼي. هغه وايي، دا روایت له واقعيیت سره تړاو نه لري.
فضل محمود فضلي شنبه د (لړم ۲۴مه) پر خپله اېکس پاڼه د پاکستان پر امنیتي ادارو سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې د ۱۹۷۰مې لسیزې راهیسې د دغه هېواد نظامیانو د افغان کډوالو د بد وضعیت څخه ګټه پورته کړې، له ۶ تر ۱۸ کلونو پورې ماشومان یې په مدرسو کې روزلي او د سیمې د ستراتیژیکو اهدافو لپاره یې کارولي دي.
فضلي لیکلي:«د ۱۹۷۰مو لسیزو راهیسې د پاکستاني استبلشمنټ له لسګونو زرو افغان کډوالو ماشومانو ناوړه ګټه اخیستې، هغوی یې په مدرسو کې وروزل ترڅو د امریکا او د هغې د متحدینو سټراټیژیک اهداف خوندي کړي او په یوه برخه کې خپلې ګټې هم وساتي».
هغه زیاتوي چې اوس پاکستان د همدغو خپلو روزل شوو عناصرو پر ضد دریږي او هغوی د «RAW ملېشانې» بولي، چې د ده په وینا «هیڅ منطقي معنا نه لري».
فضلي همدا راز لیکي:«یا نو تاسو د افغان طالبانو سره د خپل اختلاف په اړه دروغ وایئ، او یا هم د څلوېښت کلونو لپاره په داسې یوه بې واکه جمهوریت بدل پاتې شوي یاست چې پکې ګواکې د هند استخباراتو ستاسو تر سترګو لاندې دغه ډلې وروزلې او تاسو پرې هېڅ نه پوهېدو».
دا څرګندونې په داسې وخت کې مطرح شوې چې په پاکستان کې امنیتي چارواکي د ناامنۍ پړه پر طالبانو اچوي، خو د افغانستان د پخوانۍ حکومت ګڼ لوړپوړي چارواکي دا دریځ «بې اساسه او د اسلام اباد داخليناکامي» بولي.