د‌ پاکستان په حیدر اباد کې د پټاقیو په کارخونه کې د چاودنې له امله ۴ کسان مړه شوي

پاکستاني رسنیو ویلي، چې د شنبې په ورځ د سند ایالت د حیدر اباد په لطیف اباد سیمه کې د پټاقیو جوړولو په یوه فابریکه کې د چاودنې له امله څلور کسان مړه او شپږ نور ټپیان شوي دي. پولیسو پېښه تایید کړې ده.