اوکراین له روسیې سره د ۱۲۰۰ اسیرانو د تبادلې هڅه کوي

اوکراین هڅه کوي له روسیې سره د بندیانو تبادله بیا پيل کړي او هیله لري ۱۲۰۰ اوکراینيان خوشې شي. دا خبره د دغه هېواد ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي او د هغه د امنیت شورا مشر کړې ده.

اوکراین هڅه کوي له روسیې سره د بندیانو تبادله بیا پيل کړي او هیله لري ۱۲۰۰ اوکراینيان خوشې شي. دا خبره د دغه هېواد ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي او د هغه د امنیت شورا مشر کړې ده.
زېلېنسکي د یکشنبې په ورځ وویل، « موږ د تبادلو د بیا پیل تمه لرو. اوس ډېرې ناستې، خبرې اترې او تلیفوني اړیکې همدې موضوع ته ځانګړې شوې دي».
د هغه د امنیت شورا مشر رستم عمروف وویل چې د شنبې په ورځ یې په ترکیه او متحده عربي اماراتو کې د اوکراین د شریکانو په ملاتړ سلا مشورې کړې دي، څو د تبادلو بهیر بیا متحرک شي.
هغه وویل، «د دغو خبرو اترو په پایله کې، اړخونو هوکړه وکړه چې د استانبول موافقو ته ستانه شي».
عمروف په ټیلیګرام کې په خپره شوې اعلامیه کې زیاته کړه چې دا د ۱۲۰۰ اوکراینیانو د خوشې کولو موضوع ده.
د اوکراین د څرګندونو په اړه له مسکو څخه سملاسي غبرګون نه دی راغلی.


د چین ساحلي ساتندوی ځواک وایي چې د دوی کښتۍ د یکشنبې په ورځ د جاپان تر ادارې لاندې سنکاکو ټاپوګانو په سیمه ییزو اوبو ته ننوتلې دي. دا ګام له هغه وروسته اخیستل کېږي چې د جاپان لومړۍ وزیرې سانای تاکایچي ویلي وو، که چین پر تایوان برید وکړي، کېدای شي ټوکیو پوځي غبرګون وښيي.
بیجینګ د دې څرګندونو پر ضد سخت غبرګون ښودلی او غوښتنه یې کړې چې جاپاني چارواکي دې خپل دریځ روښانه کړي.
چین تایوان د خپل قلمرو برخه بولي، خو تایوان د بیجینګ ادعاوې ردوي.
په همدې حال کې تایوان وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د چین ۳۰ پوځي الوتکې او اووه بېړۍ د ټاپو شاوخوا لیدلي چې د چین له لوري د دوامدارو پوځي فشارونو یوه برخه ده.

بریتانيې وايي چې د معاصر وخت تر ټولو لوی بدلون به د پناه غوښتونکو د پالیسۍ په برخه کې پلی کړي، چې الهام یې له ډنمارک څخه اخیستی، هغه هېواد چې په اروپا کې تر ټولو سخت قوانین لري او د بشري حقونو ډلې پرې پراخ انتقاد کوي.
بریتانیا وايي، چې د معاصر وخت تر ټولو لوی بدلون به د پناه غوښتنې په پالیسۍ کېعملي کړي او پهوینا یې د دغې چارې الهام یې هم له ډنمارک څخه اخیستی، هغه هېواد چې په اروپا کې تر ټولو سخت قوانین لري او د بشري حقونو ډلې پرې نیوکې لري.
د کارګر ګوند حکومت د پناه غوښتنې په اړه خپله تګلاره لا سخته کړې، په ځانګړې توګه د هغو ناقانونه کډوالو او پناه غوښتونکو په تړاو چې د فرانسې له لارې ورځي.
حکومت دا ځکه کوي، چې غواړي د خلکو ملاتړ له هغو سیاسي ډلو کم کړي،چې د کډوالۍ موضوع یې د خلکو په منځ کې ډېره ګرمه کړې او د عامو بحثونو اصلي موضوع یې ګرځولې ده.
د دغه هېواد کورنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي، چې د بدلونونو له مخې، هغه قانوني مسوولیت چې پکې ځینو پناه غوښتونکو ته د استوګنې او اونیزو مرستو ملاتړ ورکول کېده، لغوه کېږي.
دغه وزارت وایي، دا اقدامات به پر هغو پناه غوښتونکو عملي کېږي، چې کار کولای شي، خو نه یې کوي او پر هغو کډوالو چې قانون تر پښو لاندې کوي. وزارت زیاته کړې، د خلکو له مالیې تمویلېدونکی ملاتړ به هغو ته لومړیتوب ورکړيچې له اقتصاد او سیمهییزو ټولنو سره مرسته کوي.
د کورنیو چارو وزارت به د راروانې دوشنبې په ورځ د دغو اقداماتو نور جزییات وړاندې کړي.
دغه وزارت څرګنده کړې: «زموږ هېواد د هغو کسانو د منلو ویاړ لري چې له ګواښه تښتي. د کډوالۍ چټکتیا او پراخوالی زموږ پر ټولنو سخت فشار راوړي.»
د بریتانيې څه باندې۱۰۰خیریه موسسوله یاد وزارت څخهغوښتي: «د کډوالو ملامتول بند کړۍ او داسې ننداریزه پالیسي پرېږدۍ چې زیان رسوي.» دوی زیاته کړې، دغه ډول چارې نژادي تبعیض او تاوتریخوالی زیاتوي.
د نظرپوښتنو لهمخې، د کډوالۍ اړوند موضوعات په بریتانیا کې د رایه ورکونکو تر ټولو مهمه اندېښنه ګرځېدلې ده.
د یادونې وړ ده، چې د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر پایه د افغان کډوالو په ګډون نږدې ۱۰۹ زره او ۳۴۳ کسانو بریتانیې کې د پناه غوښتنه کړې، چې دا د تېر کال پرتله ۱۷ سلنه زیاتوالی ښیي.

د ایران دولت ویاندې فاطمه مهاجراني المیادین شبکې ته ویلي، ایران د منځګړو له لوري پیغامونه ترلاسه کړي؛ خو «څو چې د مقابل لورو چلند یو اړخیز او د برلاسۍ او واکمنۍ پر بنسټ وي، خبرې اترې به بې معنا وي.»
فاطمې مهاجراني د شنبې په ورځ (د لړم ۲۴مه) د درېیو اروپايي هېوادونو لهخوا د ماشه مېکانېزم فعالېدو ته په اشارې وویل، ایران اعلان کړی، چې خپلې اړیکېبه له دغو هېوادونو سره د ملي ګټو پر بنسټ جوړوي.
د هغې په خبره، دا مهال د ځینو هېوادونو په ځانګړي ډول له جرمني سره د اړیکو د ښه کېدو نښې نښانې تر سترګو کېږي.
مهاجراني د الوتنو بیا پيلېدل او د ځینو سیاسي استازولیو پرانېستنه د یادو پرمختګونو بېلګې یادې کړې.

د کرملین مطبوعاتي دفتر د شنبې په ورځ وویل، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د ټیلیفون له لارې د منځني ختیځ د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
د سرچینې په وینا، د دوی د خبرو اصلي موضوعات د غزې تړانګې او د ایران اټومي پروګرام له وضعیت او همداراز له سوریې سره تړلي مسایل و.
د کرملین د خبرپاڼې لهمخې، د دواړو مشرانو د خبرو اصلي تمرکز پر غزې د اوربند د پلي کېدو او د اسراییل او فلسطینیانو د بندیانو د تبادلې موضوعاتو و.
د اسراییل د لومړي وزیر دفتر ویلي، چې دغه ټیلیفوني خبرې د روسیې د ولسمشر په غوښتنه ترسره شوې دي.
تر دې مخکې هم د روسیې او اسراییلمشرانو د تېرې میاشتې په ترڅ کې د امریکا د وړاندیز شوي اوربند د طرحې په اړه خبرې کړې وې، چې پوتین په هغه کې د فلسطین د مسالېپر هر اړخیز حلېدو ټينګار کړی و.

د افغان طالبانو او پاکستان تر منځ د اړیکو له ترینګلي کېدو وروسته د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وینا، له پاکستان سره سوداګري کمه شوې، خوله ایران سره زياته شوې ده. د اړیکو له ترینګلیدو مخکې پاکستان د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیت یو له مهمو لارو و.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد د شنبې په ورځ (د لړم ۲۴مه) ویلي، په تېرو شپږو میاشتو کې له ایران سره سوداګري له یو نیم میلیارد ډالرو زیاته شوې؛ خو له پاکستان سره بیا شاوخوا یو میلیارد ډالرو ته راټيټه شوې ده.
د نوموړي په وینا، افغان سوداګر نور له انحصاره وتلي او له نورو لارو له نړۍوالو بازارونو سره وصل شوي او ورسره د تېر پرتله اوس سوداګري غوړېدلې ده.
د دغه وزارت د معلوماتو لهمخې، په تېرو ۶ میاشتو کې له ایران سره د یو میلیارد او ۶ سوه ۲۹ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګري شوې، خو ډېره برخه یې واردات جوړوي.
د دوی په خبره په همدې موده کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ سوداګري شاوخوا یو میلیارد ډالرو ته راټیټه شوې ده.
عبدالسلام جواد زیاته کړې: «له نورو لارو څخه په استفادې او د نورو هېوادونو د لارو د توکو په بیو کې تر پخوا کمښت راغلی او د اړتیا وړ توکو بیې کنټرول، صادرات او واردات په نورمال ډول جریان لري.»
طالبان په داسې مهال پر نورو بدیلو لارو فکر کوي، چې د افغانستان او پاکستان تر ترینګلتیا وروسته د دغې ډلې اقتصادي مرستیال ملا برادر ویلي، چې نور له پاکستان سره د سوداګرۍ چارې مخ ته نه وړي.
په ورته وخت کې په پاکستان کې مېشت سوداګر له دغه هېواد سره د افغان سوداګرۍ بندېدل اندېښمن کړي او وايي که ستونزه حل نه شي په پاکستان کې به د خوراکي توکو بیې لوړي شي.