طالبان وایي، ننګرهار کې یې د کرایي قاتلانو یوه درې کسیزه ډله نیولې

ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی چې په دې ولایت کې یې د یو لړ عملیاتو پر مهال هغه درې تنه کرایي قاتلان نیولي چې د پیسو بدل کې یې خلک وژل. طالبان وایي، د شنبې په ورځ د (لړم ۲۴مه) یو دغه کسان په مومندرې ولسوالۍ کې داسې مهال ونیول چې د یو ملکي وګړي د وژلو قصد یې درلود.




