• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: په تېره یوه اونۍ کې له پاکستان او ایران څخه ۳۵ زره افغان کډوال اخراج شوي

۲۷ لړم ۱۴۰۴ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۴۰ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري وايي چې په تیره یوه اونۍ کې له پاکستان او ایران څخه ۳۵ زره او ۹۲ افغان کډوال اخراج شوي، چې ځینې یې له دغو هېوادونو په زور ایستل شوي دي.

دغه سازمان په یوه راپور کې ویلي چې په دې ډله کې ۱۷۰۲۷نارینه او ۱۸۰۶۵ښځې دي چې د نومبر له ۹ مې څخه تر ۱۵ مې پورې افغانستان ته تللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني رسنیو په دې وروستیو کې راپور ورکړی چې د راولپنډۍ پولیسو په دې سیمه کې د افغان کډوالو د نیولو لپاره یوه ځانګړې ډله جوړه کړې ده او هره ورځ له نیول کیدو وروسته د شړلو لپاره افغان کډوال لنډمهاله کمپونو ته لیږدوي.

د پاکستان رسمي سرچینو په وینا، یاد ځواک ۱۳ځانګړي ټیمونه لري، چې هر یو یې څلور پولیس، یو پلی کشفي او د ترهګرۍ ضد څانګې، امنیتي څانګې او د ځانګړې څانګې له ساحوي کارمندانو څخه یو یو افسر لري.

ځینو پاکستاني رسنیو دا هم ویلي چې د پولیسو اړوندو چارواکو ته لارښوونه شوې چې د ځانګړو واحدونو د غړو په توګه غوره شويو اشخاصو ته نورې دندې ونه سپاري.

د دواړو هیوادونو له خوا د افغان کډوالو جبري اخراج د ملګرو ملتونو په ګډون له پراخو نړیوالو غبرګونونو سره مخ دی، خو ایران او پاکستان لا تر اوسه د کډوالو په تړاو په خپل چلند کې نرمښت نه دی ښودلی.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۴

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۵

اروپايي ټولنه: د افغان کډوالو د ستنولو لپاره طالبانو سره له خبرو پرته بله لاره نه لرو

•
•
•

نور کیسې

رونډا کې افغان کډوال: موږ ته ویل شوي و، چې په درېیو میاشتو کې به امریکا ته انتقال شئ

۲۷ لړم ۱۴۰۴ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۵، ۰۵:۲۸ GMT+۰
رونډا کې افغان کډوال: موږ ته ویل شوي و، چې په درېیو میاشتو کې به امریکا ته انتقال شئ
100%

۲۷ افغان کډوال چې د ابوظبي له پنډغالي نه رونډا ته انتقال شوي وایي، دوی سره دلته د درېیو میاشتو پاتې کېدو ژمنه شوې وه چې امریکا ته به انتقال شي؛ خو اوس د Mercury 1 کمپنۍ له‌خوا ورسره د «یرغملو» په څېر چلند کېږي چې هر کس باید برازیل ته د انتقال لپاره ۱۲زره ډالر ورکړي.

دغه افغان کډوال د ابوظبي له پنډغالي نه رونډا ته انتقال شوي او د متحده ایالاتو د بیا مېشتېدو پروسې (USRAP) برخه‌وال دي. دوی ته لومړی ویل شوي وو، چې درې میاشتې وروسته به امریکا ته انتقال شي؛ خو اوس مرکوري-۱ امریکایي کمپنۍ ورته ویلي، که امریکا ته ونه رسېږي نو برازیل ته به یې انتقال کړي.

د دغه افغانانو په وینا؛ اوس مرکوري-۱ کمپۍ ورته ویلي، چې هر کس باید برازیل ته د انتقال لپاره شاوخوا ۱۲زره ډالر ورکړي. په رونډا کې یو افغان کډوال چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي، افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل: « Mercury 1 یوه امریکایي لویه کمپني ده. موږ ته وویل شول، چې عربان موږ ډېپورټ کوي، نو موږ مو رونډا ته انتقالوو او وروسته به امریکا ته ځو؛ خو اوس درې میاشتې په رونډا کې تېرې شوې، موږ ویزې خپله تمدیدوو، ټول بند پاتې یو او حالت مو خورا کړکېچن دی. زموږ غوښتنې باید عملي شي.»

د نظیرالله اوریاخیل قضیه هم ورته ده، هغه چې د ۲۰۲۱کال په اکتوبر کې د ابوظبۍ EHC پنډغالي ته انتقال شوی و؛ خو څلور کاله وروسته هم د خپلې کورنۍ سره د یوځای کېدو په برخه کې ناروښانه برخلیک سره مخ دی. نوموړي افغانستان انټرنشنل ته وویل، د امریکا سفارت، IOM او UNHCR دفترونو ته یې په وار، وار مراجعه کړې؛ خو هیڅ ګټور ځواب یې نه‌دی ترلاسه کړی.

اوریاخېل وایي: «دوه زامن مې په کابل کې بې‌سرپرسته ژوند کوي او د زده‌کړو او ژوند لپاره کافي امکانات نه‌لري، مېرمن او څلور نور ماشومان مې په قطر کې بندپاتې دي او جدي روغتیایي ستونزو سره مخ دي. همدا ډول دلته یو شمېر ناروغان د درملو د پېرلو لپاره د میاشتې ۲زره ډالرو ته اړتیا لري.»

دغه افغان کډوالو له نړۍوالو ادارو غوښتنه کړې، چې د هغوی سره شوې ژمنې عملي کړي، د کورنیو بې‌برخلیکه وضعیت دې روښانه کړي، ماشومانو ته یې د زده‌کړې او روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي زمینه برابره شي، د Mercury 1 او ورته بنسټونو له‌خوا د هر ډول ناوړه چلند مخه دې ونیسي او د بشري حقونو نړۍوالې ادارې دې په بېړني ډول د دوی د وضعیت د ارزولو لپاره ګامونه واخلي.

یاده دې وي چې، له ۲۰۲۱ کال وروسته د طالبانو له بیا واکمنېدو سره زرګونه افغانان د دوی ژوند، امنیت او ازادۍ ته د ګواښ له امله د افغانستان پرېښودو ته اړ شول. د دوی ډېری کورنۍ بې‌برخلیکه پاتې شوې او په رونډا، قطر، ابوظبي، اسلام‌اباد، ایران او نورو هېوادونو کې د اوږد انتظار، اقتصادي ستونزو او رسمي اسنادو د نشتوالي له امله په یوه ناروښانه وضعیت کې شپې سبا کوي.

پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو له دغه هېواده د جبري اېستلو لړۍ درولو غوښتنه کړې ده

۲۷ لړم ۱۴۰۴ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۵۵ GMT+۰
پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو له دغه هېواده د جبري اېستلو لړۍ درولو غوښتنه کړې ده
100%

په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو له ګواښ سره د مخ افغانانو د خونديتوب لپاره په یوه پرانیستي لیک کې له ملګرو ملتونو، د بشري حقونو سازمانونو او د کډوالو ادارو نه غوښتنه کړې، چې د دوی د جبري اېستلو لړۍ دې ودرول شي او د بیا مېشتېدو قضیې دې ژر بشپړې شي.

په دغه لیک کې هغو افغان کډوالو چې د امریکا د بیامېشتېدو پروګرام لپاره په تمه دي ویلي، چې په تېرو څو میاشتو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیونې، ځورونې او جبري اېستنې پېښې په بې‌سارې کچه زیاتې شوې دي. پولیسو کور په کور د تالاشۍ، نیولو او جبري ستنولو مرکزونو ته د لېږلو چارې روانې ساتلې دي.

کډوالو ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د امریکا، نړۍوالو سازمانونو، مدني، خبري او ټولنیزو موسسو سره د همکارۍ له امله د دوی ژوند له ګواښ سره مخ دی.

په دغه لیک کې راغلي: «په پاکستان کې د ژوند شرایط خورا سخت شوي او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت رسمي ملاتړ لیک اوس د پاکستان پولیس نه مني، د کور مالکین د پاکستاني چارواکو تر امر لاندې د کرایې تړونونه نه نوي کوي او کورنۍ په سړه هوا کې بې‌کوره کېږي. د تېرو څلورو کلونو راهیسې د بې‌وزلۍ، وېرې او بې‌باورۍ ژوند تېروي، په داسې حال کې چې د امریکا د بیا مېشتېدو پروګرام د دوی د خوندي تګ لپاره لارښوونې ورکړې وې.»

په لیک زیاته شوې: «په پاکستان کې دې د افغان کډوالو د نیونې، ځورونې او جبري اېستنې لړۍ ودرول شي. پخوانۍ پلان شوې الوتنې دې بیا له سره پیل شي او د بیا مېشتېدو ټولې مرحلې دې بشپړې شي. دارنګه پاکستان ته څرګندې لارښوونې ورکړل شي، چې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند، د هغوی ځورونه او اېستنه دې ودروي.»

په پاکستان کې افغان کډوالو تر دې وړاندې د دغه هېواد لومړي وزیر شهباز شریف ته هم یو پرانیستی لیک استولی وو او ترې غوښتنه یې کړې وه، چې د دوی د نیونې او جبري ستنونې لړۍ دې ودروي.

د یادونې ده، چې په پاکستان کې زرګونه افغان کډوال چې درېیمو هېوادونو ته د تګ په تمه دي، له جبري اېستلو، اقتصادي کړاوونو او امنیتي فشارونو سره مخ دي. په دې کې د مدني ټولنې غړي، خبریالان، د پخواني حکومت کارکوونکي او د بشري حقونو فعالان شامل دي.

طالبان وايي په یوه ورځ کې څه باندې ۸۲۰۰ افغانان هېواد ته ستانه شوي دي

۲۶ لړم ۱۴۰۴ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۵۱ GMT+۰
طالبان وايي په یوه ورځ کې څه باندې ۸۲۰۰ افغانان هېواد ته ستانه شوي دي
100%

د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وايي، د دوشنبې په ورځ (د لړم ۲۶مه) له بېلابېلو لارو ۱۵۱۵ کډوالې کورنۍ چې ټول ۸۲۳۱ کسان کېږي، په جبري ډول هېواد ته راستانه شوي دي. د دغه کمېسیون په وینا، په همدې ورځ له بېلابېلو ولایتونو نږدې ۱۰ زره کسان خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.

د دغه کمېسیون دارلانشاء د دوشنبې په ماخوستن (د لړم ۲۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، د سپین بولدک له لارې ۹۷۰کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۴۲۴ تنه کېږي هېواد ته راستنې او ۵۹۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۵۴۰ و، خپلو ولایتونو ته لېږدول شوي دي.

د خبرپاڼې له‌مخې، د تورخم له لارې ۴۴۶ کورنۍ چې ۲۴۲۵ تنه کېږي هېواد ته راستانه او له دې منځه بیا ۳۸۳ کورنۍ یې خپلو ولایتونو ته لېږدول شوي دي.

خبرپاڼه کاږي، د هرات د اسلام کلا له لارې ۴۲ کورنۍ چې ۱۶۵ تنه کېږي، د نیمروز د ورېښمو له لارې ۵۷ کورنۍ چې ۲۱۷ تنه کېږي او همداراز ورسره ۱۴۷۵ نور مسافر خپلو ولایتونو ته لېږدول شوي دي.

له دې سره سم، له کابل څخه ۹۰۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۱۸۶ تنه و، کندوز، بغلان، بلخ، پکتیا، پکتیکا، سرپل، جوزجان، فاریاب، پروان، سمنګان، کاپیسا، ننګرهار، تخار، غزني، بدخشان او خوست ولایتونو ته لېږدول شوې دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې د طالبانو کمېسیون وايي،راستنو شویو افغانانو ته د ثبت بهیر، لېږد، مالي مرستو، لنډمهاله مېشتېدنې، اسلامي نظام، هېواد، صبر او زغم، د ښوونې او روزنې او د شریعت د لارښوونو په ګډون عامه پوهاوی هم ورکړل شوی دی.

د دغه کمېسیون په وینا، دغو راستنو شویو کورنیو ته د کرایو له ورکړې او د روغتیايي خدماتو له وړاندې کېدو سربېره یو شمېر کورنیو ته پخه ډوډۍ، یوه اندازه نغدي مرستې او سیمکارتونه هم ورکړل شوي دي.

په ترکیه کې یو افغان کارګر د لبنیاتو مېکسر ته له غورځیدو وروسته مړ شو

۲۵ لړم ۱۴۰۴ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۴۷ GMT+۰
په ترکیه کې یو افغان کارګر د لبنیاتو مېکسر ته له غورځیدو وروسته مړ شو
100%

د ترکیې رسنیو راپور ورکړی، چې یو افغان کارګر د دغه هېواد په کرشهیر ښار کې د لبنیاتو په یوه فابریکه کې هغه وخت مړ شوی، کله چې د څارویو د خوراکي توکو د مکس کولو یوې وسیلې (مېکسر) ته غورځېدلی دی.

تر اوسه دا نه ده څرګنده شوې، چې دغه کارګر څنګه دغې خطرناکې وسيلې ته لوېدلی، خو د بېړنیو مرستو ټیمونو د هغه جسد له وسيلې را اېستلی او د څېړنو لپاره یې روغتون ته لېږدولی دی.

د راپورونو له مخې، دغه افغان کارګر د خوراکي توکو د اچولو پر مهال خپل تعادل له لاسه ورکړی او ناڅاپه وسيلې ته غورځېدلی دی.

دغه پېښه د هغو ګڼو افغان کډوالو د وضعیت انځور وړاندې کوي، چې د افغانستان د اقتصادي بحران او د طالبانو د محدودیتونو له امله د کار موندلو په موخه ترکیې، ایران او پاکستان ته تښتېدلي دي.

کډوال، په ځانګړي ډول افغانان د قانوني اسنادو او د کار رسمي جواز د نه لرلو له امله په خطرناکو، ټیټو تنخوا لرونکو او غېر انساني شرایطو کې کار ته اړ کېږي.

د ترکیې د کاري خوندیتوب او روغتیا شورا د ۲۰۲۴ کال په راپور کې ویلي، چې په دغه کال کې لږ تر لږه ۱۸۹۷ کارګران چې پکې ۱۳ افغانان هم شامل دي، د کار پر مهال د پېښو له امله مړه شوي دي.

سرچینې زیاتوي، چې په ډېرو مواردو کې د کارګرانو د مړینې قضیې په ځانګړي ډول د بهرنیو کارګرانو په جدي ډول نه څېړل کېږي.

بلخوا، راپورونه ښيي چې په ترکیه کې د افغان کډوالود نیولو لړۍ تېزه شوې او پولیس هره ورځ په بېلابېلو ښارونو کې ګڼ شمېر هغه کډوال چې اسناد نه لري، نیسي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت په تازه ارقامو کې ویلي، چې د روان کال د جنوري څخه تر اکټوبر پورې په بېلابېلو ښارونو کې ۳۰زره او ۹۹افغان کډوال نیول شوي او د قانوني پروسو لپاره اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي.

بریتانيې د پناه غوښتنې په پالیسۍ کې تر ټولو ستر بدلون اعلان کړ

۲۵ لړم ۱۴۰۴ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۴۹ GMT+۰
بریتانيې د پناه غوښتنې په پالیسۍ کې تر ټولو ستر بدلون اعلان کړ
100%

بریتانيې وايي چې د معاصر وخت تر ټولو لوی بدلون به د پناه غوښتونکو د پالیسۍ په برخه کې پلی کړي، چې الهام یې له ډنمارک څخه اخیستی، هغه هېواد چې په اروپا کې تر ټولو سخت قوانین لري او د بشري حقونو ډلې پرې پراخ انتقاد کوي.

بریتانیا وايي، چې د معاصر وخت تر ټولو لوی بدلون به د پناه غوښتنې په پالیسۍ کېعملي کړي او پهوینا یې د دغې چارې الهام یې هم له ډنمارک څخه اخیستی، هغه هېواد چې په اروپا کې تر ټولو سخت قوانین لري او د بشري حقونو ډلې پرې نیوکې لري.

د کارګر ګوند حکومت د پناه غوښتنې په اړه خپله تګلاره لا سخته کړې، په ځانګړې توګه د هغو ناقانونه کډوالو او پناه غوښتونکو په تړاو چې د فرانسې له لارې ورځي.

حکومت دا ځکه کوي، چې غواړي د خلکو ملاتړ له هغو سیاسي ډلو کم کړي،چې د کډوالۍ موضوع یې د خلکو په منځ کې ډېره ګرمه کړې او د عامو بحثونو اصلي موضوع یې ګرځولې ده.

د دغه هېواد کورنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي، چې د بدلونونو له مخې، هغه قانوني مسوولیت چې پکې ځینو پناه غوښتونکو ته د استوګنې او اونیزو مرستو ملاتړ ورکول کېده، لغوه کېږي.

دغه وزارت وایي، دا اقدامات به پر هغو پناه غوښتونکو عملي کېږي، چې کار کولای شي، خو نه یې کوي او پر هغو کډوالو چې قانون تر پښو لاندې کوي. وزارت زیاته کړې، د خلکو له مالیې تمویلېدونکی ملاتړ به هغو ته لومړیتوب ورکړيچې له اقتصاد او سیمه‌ییزو ټولنو سره مرسته کوي.

د کورنیو چارو وزارت به د را‌روانې دوشنبې په ورځ د دغو اقداماتو نور جزییات وړاندې کړي.

دغه وزارت څرګنده کړې: «زموږ هېواد د هغو کسانو د منلو ویاړ لري چې له ګواښه تښتي. د کډوالۍ چټکتیا او پراخوالی زموږ پر ټولنو سخت فشار راوړي.»

د بریتانيې څه باندې۱۰۰خیریه موسسوله یاد وزارت څخهغوښتي: «د کډوالو ملامتول بند کړۍ او داسې ننداریزه پالیسي پرېږدۍ چې زیان رسوي.» دوی زیاته کړې، دغه ډول چارې نژادي تبعیض او تاوتریخوالی زیاتوي.

د نظرپوښتنو له‌مخې، د کډوالۍ اړوند موضوعات په بریتانیا کې د رایه ورکونکو تر ټولو مهمه اندېښنه ګرځېدلې ده.

د یادونې وړ ده، چې د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر پایه د افغان کډوالو په ګډون نږدې ۱۰۹ زره او ۳۴۳ کسانو بریتانیې کې د پناه غوښتنه کړې، چې دا د تېر کال پرتله ۱۷ سلنه زیاتوالی ښیي.