• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو برېښنا شرکت: د ازبکستان وارداتي برېښنا به سبا «جمعه» په ګڼو ولایتونو کې پرچاو وي

۲۹ لړم ۱۴۰۴ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۲۴ GMT+۰تازه شوی: ۲۹ لړم ۱۴۰۴ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۴۴ GMT+۰

د افغانستان برېښنا شرکت اعلان کړی، چې د ازبکستان وارداتي ۲۲۰ کېلوولټ برېښنا لېږد مزي د اساسي رغونې له امله به سبا (جمعه د لړم ۳۰مه) د سهار له ۶ بجو د ماښام تر شاوخوا ۵ بجو د هېواد په ګڼو ولایتونو کې وارداتي برېښنا پرچاو وي.

د طالبانو د برېښنا شرکت د پنجشنبې په ورځ (د لړم۲۹مه) د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي، هغه ۲۲۰ کېلوولټ وارداتي برېښنا لېږد مزي چې څو ورځې مخکې د تاشقرغان په تنګي سیمه کې د زلزلې له امله زیانمن شوي و، په راتلونکي ژمي کې د تخنیکي ستونزو د مخنیوي په موخه یې د لوړ ولټاژ تخنیکي کارکوونکو له لوري د اساسي ترمیم او رغونې چارې پيل شوې دي.

د افغانستان برېښنا شرکت زیاتوي، چې د دې پرچاوۍ له امله به د بغلان ځینې سیمې، پروان، کاپیسا، پنجشیر، کابل، ننګرهار، لغمان، غزني، میدان وردګ، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو کې وارداتي برېښنا پرې شي.

د یادونې وړ ده، چې د ازبکستان د «اوز انرګوتیش» او د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت ترمنځ د راتلونکي کال تر پایه د برېښنا د صادراتو تړون لاسلیک شوی. د ازبکستان د انرژۍ وزارت وايي، په ۲۰۲۶ کال کې به دغه هېواد افغانستان ته د برېښنا صادرات جاري وساتي.

۳ ورځې مخکې د ازبکستان د انرژۍ وزیر جورابیک میرزا محمودوف او دطالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت رییس عبدالباري عمر سره د افغانستان د لوړ ولتاژ برېښنا لېږدمزو او سب سټېشنونو د جوړولو پر روان حالت او د چارو پر چټکولو خبرې وکړې.

د غونډې په پای کې د ۲۰۲۶ کال لپاره د برېښنا د صادراتو تړون هم لاسلیک شو.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

امریکایي اداره: په جنسي جرمونو محکوم افغان وګړی د کاناډا پولې ته نږدې نیول شوی

۴

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۵

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

•
•
•

نور کیسې

د بشري حقونو څار بنسټ: په هرات کې پر ښځو چادري اجباري کول د ښځو پر خپلواکۍ تېری دی

۲۹ لړم ۱۴۰۴ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۷:۰۹ GMT+۰
د بشري حقونو څار بنسټ: په هرات کې پر ښځو چادري اجباري کول د ښځو پر خپلواکۍ تېری دی
100%

د بشري حقونو څار بنسټ په یوه مطلب کې ویلي چې په هرات کې د طالبانو له لوري پر ښځو د چادري جبري کول د ښځو پر خپلواکۍ ښکاره تېری دی او د هغوی د کار، روغتیايي خدمتونو او بنسټیزو حقونو مخه نیسي.

ددغه بنسټ پر پاڼه په یوه مطلب کې راغلي، چې جبري حجاب د طالبانو د هغې پراخې تګلارې برخه ده چې موخه یې د ښځو د بدن کنټرول او مېرمنې له ټولنیز ژوند څخه لرې کول دي.

د بشري حقونو څار بنسټ لیکواله وايي، چې د طالبانو هره نوې محدودیتي پرېکړه ښځې لا پسې له ټولنې منزوي کوي او د هغوی پر ورځني ژوند مستقیم منفي اغېز لري.

د سرچینې په وینا، د هرات په ګډون د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې ښځو د دغو بندیزونو پر وړاندې مقاومت کړی، خو د طالبانو فشارونو ته یې د زغم کچه هره ورځ تنګېږي.

په مطلب کې له نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول له هغو هېوادونو چې له طالبانو سره تعامل لري غوښتل شوي، چې د افغان مېرمنو غږ واوري او د طالبانو د حساب ورکولو لپاره ژر تر ژره عملي ګامونه واخلي، څو د ښځو حقونه او ازادۍ په هېواد کې بېرته خوندي شي.

د ښځو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کارپوهانو او افغان فعالانو له لوري د «جنسیتي اپارتاید» په نوم یاد شوي دي؛ یو داسې سیسټم چې د جنسیت پر بنسټ د خلکو ترمنځ توپیر رامنځته کوي او د ښځو اساسي ژوند ته پراخ زیان رسوي.

د ډنمارک استازې وايي چې پاکستاني طالبان د افغان طالبانو له ادارې «منظم ملاتړ» ترلاسه کوي

۲۹ لړم ۱۴۰۴ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۱۰ GMT+۰
د ډنمارک استازې وايي چې پاکستاني طالبان د افغان طالبانو له ادارې «منظم ملاتړ» ترلاسه کوي
100%

ډنمارک د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې په افغانستان او سیمه کې د داعـ.ـش خراسان، نورو وسله والو ډلو او د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) د حضور په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د ډنمارک د دایمي استازولۍ مرستیالې ساندرا جینسن لینډي ویلي، چې ټي ټي پي ډله د افغان طالبانو له ملاتړه برخمنه ده او اوس مهال شاوخوا شپږ زره فعاله جنګیالي په افغانستان کې لري، چې د سیمې امنیت ته جدي ګواښ دی.

هغې زیاته کړې، چې ټي ټي پي په افغانستان کې د طالبانو له ادارې څخه لوژستیکي مرسته او منظم ملاتړ ترلاسه کوي.

لینډي د داعش خراسان او القاعده د حضور په اړه هم خبرداری ورکړی، او ویلي یې دي چې یوازې داعش خراسان د ثناالله غفاري تر مشرۍ لاندې دوه زره فعاله جنګیالي لري چې د طالبانو، د افغانستان شيعه اقلیتونو او بهرنیو وګړو پر وړاندې بریدونه ترسره کوي.

د غونډې پر مهال د پاکستان استازي عثمان جدون هم ورته څرګندونې کړې دي.

هغه وویل چې داعش خراسان، ټي ټي پي، د بلوچستان ازادي‌پوځ او مجید ډلې لا هم د طالبانو تر سیوري لاندې فعالیت کوي او د سیمې ثبات یې له جدي ګواښ سره مخامخ کړی.

دا ټولې اندېښنې په داسې وخت کې راپورته کېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په استانبول کې خبرو اترو د دې توان ونه موند چې د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې لپاره یو عملي میکانېزم جوړ کړي.

اسلام اباد له اوږدې مودې راهیسې ادعا کوي چې د ټي ټي پي ډلې غړي په افغانستان کې خوندي ځایونه لري او له همدې ځایه د پاکستان پر خاوره بریدونه تنظیموي.

خو طالبان بیا دا ادعا ردوي او وایي چې دوی هېچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي او ټي ټي پي د پاکستان داخلي موضوع بولي.

په ایران کې یو افغان ځوان د قاچاق وړونکي د موټر په ډګۍ کې مړ شوی

۲۹ لړم ۱۴۰۴ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۴۷ GMT+۰
په ایران کې یو افغان ځوان د قاچاق وړونکي د موټر په ډګۍ کې مړ شوی
100%

د فاریاب ولایت د پښتونکوټ ولسوالۍ ۱۹ کلن ځوان ظفربېګ د ایران په کرمان ښار کې د قاچاق وړونکي د موټر په ډګۍ کې د ساه بندېدو له امله مړ شوی. د ظفربېګ کورنۍ افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې هغه د بې‌کارۍ او اقتصادي ستونزو له امله ایران ته تللی و.

د فاریاب پوهنتون استاد او د ظفربېګ مشر ورور خال‌محمد شجاع وویل چې قاچاق‌وړونکو لږ تر لږه څلور افغان کډوال، چې ورور یې هم په دې ډله کې و، د یو وړوکي چټک ګاډي په ډګۍ کې اچولي وو او څو ساعته یې موټر د کرمان ښار پر لور چلولی و.

د هغه په وینا، ظفربېګ د هوا دپ کېدو، د اکسیجن کمښت او ګڼه‌ګوڼې له امله د موټر په ډاله کې سا ورکړې ده.

د شجاع په وینا، دا پېښه د دوشنبې په ورځ کرمان ښار ته نږدې ته شوې او د چارشنبې په ورځ د کرمان روغتون چارواکو د ظفربېګ د مړینې خبر ورکړی دی.

د کرمان روغتون سرچینو ویلي چې قاچاق وړونکي د هغه پر مړینې له خبرېدو وروسته، د نوموړي مړی د سړک پرغاړه پرېیښی و او وروسته خلکو سیمه‌ییز بیړني خدمات خبر کړي دي.

ډاکترانو ویلي چې ظفربېګ څو ساعته مخکې له دې چې روغتون ته ورسول شي، مړ شوی و.

رپوټونه ښيي چې د ایران قاچاق‌وړونکي په پنځه کسیزو موټرو کې تر ۱۵پورې کسان باروي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران پولیسو وړمه ورځ وویل، چې لږ تر لږه ۹ افغان کډوال د سې‌شنبې په ورځ د سیستان او بلوچستان په ولایت کې د ټرافیکي پېښې له امله مړه شوي دي.

امر الله صالح وايي چې هبت الله ته له ورته چلندونو باید ډډه وشي

۲۹ لړم ۱۴۰۴ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۱۱ GMT+۰
امر الله صالح وايي چې هبت الله ته له ورته چلندونو باید ډډه وشي
100%

د تېر جمهوري نظام پر مهال د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د طالبانو د پرځولو لپاره پر مبارزه ټینګار کړی او وايي، دغه مبارزه باید انحصاري نه شي. نوموړي ویلي، چې تر هڅه مخکې باید د طالبانو له منځه وړلو ته لومړیتوب ورکړل شي.

امرالله صالح ویلي، چې هېڅ ډله او فرد د ملي ګټو د تعریف د انحصار حق نه لري.

نوموړي ویلي چې په افغانستان کې د مشروع حکومت له امله هرڅوک او هر سیاسي جریان حق لري د ملي ګټو تعریف په خپله خوښه وکړي.

د صالح په وینا، د ملي ګټو په تعریف او د قوانینو د پلي کولو لپاره له زوره کار اخېستل یوازې د مشروع او د خلکو په خوښه حکومت له لوري ممکن دي او هبت الله ته د ورته چلندونو څخه باید ډډه وشي.

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر له جی شنکر سره د چابهار بندر د فعالیت پر ډېرولو غږېدلی

۲۹ لړم ۱۴۰۴ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۰۲ GMT+۰
د طالبانو د سوداګرۍ وزیر له جی شنکر سره د چابهار بندر د فعالیت پر ډېرولو غږېدلی
100%

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې نورالدین عزیزي د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر سره په لېدنه کې د چابهار بندر د فعالیت پر زیاتوالي، د سوداګریزو اتشو معرفي کولو او د ویزو په برخه کې د اسانتیاوو په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د یادې ډلې د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هند ته د خپل سفر پررمهال د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر سره کتلي او د چابهار بندر د فعالیت پر زیاتوالي، د دواړونو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اتشو پر معرفي کولو او سوداګرو ته د وېزو په برخه کې پر اسانتیاوو ورسره غږېدلی دی.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد وویل، چې د دواړو لوریو د کاري ډلې فعالولو، د ګډې خونې جوړولو او د چابهار بندر د ستونزو د حل په اړه به هم هوکړې وکړي.

وړاندې د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر ویلي و، چې د طالبانو د سوداګرۍ له وزیر سره یې د دواړو لوریو د سوداګرۍ پیاړتیا، سیمې د اتصال د پراختیا او د خلکو ترمنځ د اړیکو زیاتولو په اړه مفصلې خبرې کړې دي.