• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ۲۵۰زره امریکایي ډالرو په ارزښت ۵۰۰ ټنه تازه مېوه ازبکستان ته صادر شوه

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۱۳ GMT+۰تازه شوی: ۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۴:۵۸ GMT+۰

د طالبانو د بلخ ولایت مقام وايي، چې نن د ازبکستان بازارونو ته او د هغه ځای څخه منځني اسیا ته د ۲۵۰زره امریکایي ډالرو په ارزښت ۵۰۰ ټنه انار، مڼې او وچ توت صادرات پیل شول. دوی همدراز زیاتوي، چې د تازه مېوو ترڅنګ غوښي هم د حیرتان بندر له لارې ازبکستان او منځني اسیا ته صادریږي.

د طالبانو د بلخ د والي مرستیال نورالهادی ابو ادریس نن شنبه، د لیندۍ لومړی نېټه ویلي، چې په راتلونکي کې به د مختلفو بندرونو له لارې د هیواد د ۸۰ سلنه کرنیزو او صنعتي محصولاتو د صادراتو لپاره اساس برابر شي.

هغه زیاته کړه، چې د حیرتان بندر ظرفیتونه لوړ شوي او دا بندر اوس د سوداګرو لپاره د اړینو اسانتیاوو د برابرولو لپاره ۲۴ ساعته فعالیت کوي.

ادریس همدراز وویل، چې په اوسني وضعیت کې هغه بندرونه چې تړل شوي دي د حیرتان بندر یو فعال بدیل پاتې دی او افغان محصولات د دې بندر له لارې مرکزي اسیا او حتی اروپا ته صادریږي.

له هغه وروسته، چې پاکستان له افغانستان سره سوداکریزې لارې وتړلې د طالبانو اداره هڅه کوي، چې د سوداګرۍ بدیلي لارې ولټوي.

ترویج لرونکی

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی
۱

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۲

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۳

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ

۴

چاودې شونډې، تنکي لاسونه او درانه کارونه؛ فرید د زده‌کړو پرځای د کورنۍ اړتیاوې پوره کوي

۵

طالبانو په خوست کې دولتي مامورینو ته د ځیرک موبایلونو د ورسپارلو امر کړی

•
•
•

نور کیسې

د جاپان له سفیر سره د متقي لیدنه؛ له جاپان سره په سياسي او اقتصادي برخو کې اړیکې غواړو

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۲۸ GMT+۰
د  جاپان له سفیر سره د متقي لیدنه؛ له جاپان سره په سياسي او اقتصادي برخو کې اړیکې غواړو
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د چاپان له نوي سفیر ماساموتو کينيچي سره په لیدنه کې ویلي چې دغه ډله لېواله ده، چې له جاپان سره په سياسي او اقتصادي برخو کې پراخې مثبتې اړیکې ولري. متقي ویلي، چې افغانستان او جاپان تاریخي اړیکې لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن شنبه، د لیندۍ په لومړی نېټه پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې د یاد وزارت وزیر امیر خان متقي په کابل کې د جاپان له نوي سفير ماساموتو کينيچي سره تعارفي ليدنه کړې ده.

متقي د جاپان سفير ته ویلي، چې جاپان د نړۍ له پرمختللیو هیوادونو څخه دی او همدارشان افغانستان له جاپان سره تاریخي اړيکې لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د جاپان سفير ماساموتو کينيچي حواله لیکلی، چې نوموړي په افغانستان کې د سرتاسري امنيت، د مخدره توکو په وړاندې مبارزې او په نورو ګڼو برخو کې د پرمختګونو ستاينه کړې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د روان کال د وږي ۳مه د چاپان د کیودو نیوز سره په خبرو کې هغه پر جاپان غږ کړی و، چې د روسیې لاره تعقیب کړي او طالبان په رسمیت وپېژني.

د چاپان کیودو نیوز په خپل راپور کې لیکلي و، چې د امریکا متحده ایالاتو، جاپان او اروپایی هیوادونو له بشري حقونو د سرغړونو په ځانګړي توکه د نجونو پر زده کړو بندیز او د ښځو د کار ترڅنک د نورو محدودیتونو له امله، د طالبانو له رسمیت پیژندلو ډډه کړې ده.

طالبان: هند افغانستان ته د درملو صادرولو لپاره چمتوالی ښودلی

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۵۷ GMT+۰
طالبان: هند افغانستان ته د درملو صادرولو لپاره چمتوالی ښودلی
100%

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د هند د درملو د صادراتو شورا سره کتلي او افغانستان ته د درملو د صادراتو او په هېواد کې د درملو د تولیدي فابریکو د جوړولو په اړه یې خبرې کړې دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري په خپره شوې خبرپانه کې ویل شوي، چې په یاده ناسته کې د درملو د صادراتو، د درملو د لوړ کیفیت، د پانګونې لپاره د فرصتونو برابرولو او د درملو د سوداګرۍ په وړاندې د خنډونو د حل په اړه خبرې شوې دي.

طالبانو ویلي، چې د هند د درملو د صادراتو د پراختیا شورا افغانستان ته د درملو د صادراتو او په افغانستان کې د درملو د تولیدي فابریکو جوړولو لپاره چمتوالی ښودلی دی.

طالبانو ویلي، چې د هند د درملو د سکتور غړو سره یې هوکړه کړې، چې د افغانستان د درملو سکټور مسولین به د هند د پرمختللو او نړیوالو معیارونو لرونکو فابریکو څخه کتنه کوي او همدارنګه د هند د درملو جوړونې شورا پلاوی به کابل ته سفر کوي، څو په افغانستان کې د درملو د تولید د فابریکو د جوړولو عملي فرصتونه او د صادراتو د پراختیا امکانات وڅېړي.

ایران د مسلکي افغان کډوالو لپاره د اوږدمهاله استوګنې د سندونو د وېش بهیر پيلوي

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۱۲ GMT+۰
ایران د مسلکي افغان کډوالو لپاره د اوږدمهاله استوګنې د سندونو د وېش بهیر پيلوي
100%

د ایران د خراسان رضوي ولایت امنیتي مرستیال ویلي، چې د یوې نوې پالیسۍ له مخې به په لنډ وخت کې هغو افغان کډوالو ته چې علمي، تخنیکي او مسلکي وړتیاوې ولري، په ایران کې د اوږدمهاله استوګنې سندونه وویشي.

د خراسان رضوي ولایت امنیتي مرستیال امیرالله شمقدري تېره ورځ د یوې غونډي پرمهال ویلي چې د یوې نوي پالیسۍ له مخې، به د پوهنتون استادانو، ډاکټرانو، متخصصانو، مخکښو سوداګرو او علمي شخصیتونو ته د اوږدمهاله استوګنې سندونه ورکړل شي.

شمقدري ویلي:« موږ به یوه فني او تخصصي کمېټه جوړه کړو او د افغان نخبګانو په همکارۍ به وړ کسان تایید کړو.»

امیرالله شمقدري ویلي، چې یاد پلان په روانه اوونۍ کې د خراسان رضوي ولایت د بهرنیو وګړو او کډوالو ادرې له خوا پیل شي.

د خراسان رضوي یاد چارواکی ویلي، چې افغان نخبګانو ته د اوږدمهاله استوکنې سند ورکول د ایران د ښه نیت ښکارندويي ده او په دې ګام سره به له کډوال نخبګانو څخه د ګټې اخیستنې فرصتونه هم پراخ شي.

طالبان وايي چې نړیوال بانک د قراردادي شرکتونو د پورونو پرې کولو لړۍ پیل کړې

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۲۵ GMT+۰
طالبان وايي چې نړیوال بانک د قراردادي شرکتونو د پورونو پرې کولو لړۍ پیل کړې
100%

د طالبانو د مالیې وزارت ویلي، چې نړیوال بانک د هغو قراردادي شرکتونو د پورونو ورکولو لړۍ پیل کړې، چې د یادې ډلي له واکمنېدو مخکې یې اسناد بشپړ او طی مراحل شوې وه.

د طالبانو د مالیې وزارت نن د شنبې په ورځ، د لېندۍ لومړۍ نېټه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې نړیوال بانک په څلورو پړاونو کې د هغو پروژو او قراردادي شرکتونو د پورونو د ورکړې لړۍ پیل کړې چې د یاد بانک د څارنې ټیم او د طالبانو د مالیې وزارت له لوري یې اسناد څېړل شوې او نهايي شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې نړیوال بانک به په لومړي پړاو کې په مسستقیم ډول ۹،۳ میلیونه ډالر بهرنیو قراردادي شرکتونو ته ورکړي، په دوهم پړاو کې به د مالیې وزرات له لاري ۱۶،۸ میلیونه ډالر او په درېیم او څلورم پړاونو کې به د قراردادي شرکتونو نور تادیات ورکړل شي.

طالبانو ویلي، چې نړیوال بانک له قراردادي شرکتونو څخه نږدې ۴۵ میلیونه ډالر پوروړی دی او د یاد بانک له خوا د پورونو ورکول یې مثبت ګام بللی دی.

طالبانو په بېلابېلو ولایتونو کې ۲۲ مشکوک کسان نیولي

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۰۸:۵۱ GMT+۰
طالبانو په بېلابېلو ولایتونو کې ۲۲ مشکوک کسان نیولي
100%

د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویلي چې په ۷ ولایتونو کې د دوی د عملیاتو پر مهال ۲۲ کسان نیولي شوي چې په غلا، د عامه نظم په ګډوډولو، قتل او غیرې قانوني وسولو ساتلو کې ښکېل وو. د یادې ډلې دغه وزارت ویلي، د دوی ځواکونو دا اقدام د خلکو د خوندیتوب او قانون د پلې کولو لپاره ترسره کړی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د د دوی په عملیاتو کې ۱۰ تنه د عامه نظم ګډوډولو، دوه تنه د نامشروع اړیکو، پنځه تنه د تښتونو او دوه تنه د قتل په تور نیول شوي.

خبرپاڼه زیاتوي، نیول شوي کسان د کندز، فاریاب، سرپل، خوست، غزني، سمنګان او بدخشان ولایتونو اوسېدونکي دي.

همدا راز ویل شوي، له دغه ډلې د وسلو د غیرقانوني انتقال په تړاو دوه کسان نیول شوي، یو کس د کندز ولایت له مرکز څخه د ۷میل تفنګچې، ۲ میل کلاشینکوف، ۷شاژورونو او یو شمېر مرمیو سره او بل کس د فاریاب ولایت د خیبر ولسوالۍ څخه د یو میل تفنګچې او ۲۷مرمیو سره نیول شوی.

د کورنیو چارو وزارت ویلي، د پولیسو دا عملیات د قانون پلې کولو، د جرمونو مخنیوي او د خلکو د امنیت د ساتنې په موخه ترسره شوي دي.