• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران د مسلکي افغان کډوالو لپاره د اوږدمهاله استوګنې د سندونو د وېش بهیر پيلوي

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۱۲ GMT+۰تازه شوی: ۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۵۹ GMT+۰

د ایران د خراسان رضوي ولایت امنیتي مرستیال ویلي، چې د یوې نوې پالیسۍ له مخې به په لنډ وخت کې هغو افغان کډوالو ته چې علمي، تخنیکي او مسلکي وړتیاوې ولري، په ایران کې د اوږدمهاله استوګنې سندونه وویشي.

د خراسان رضوي ولایت امنیتي مرستیال امیرالله شمقدري تېره ورځ د یوې غونډي پرمهال ویلي چې د یوې نوي پالیسۍ له مخې، به د پوهنتون استادانو، ډاکټرانو، متخصصانو، مخکښو سوداګرو او علمي شخصیتونو ته د اوږدمهاله استوګنې سندونه ورکړل شي.

شمقدري ویلي:« موږ به یوه فني او تخصصي کمېټه جوړه کړو او د افغان نخبګانو په همکارۍ به وړ کسان تایید کړو.»

امیرالله شمقدري ویلي، چې یاد پلان په روانه اوونۍ کې د خراسان رضوي ولایت د بهرنیو وګړو او کډوالو ادرې له خوا پیل شي.

د خراسان رضوي یاد چارواکی ویلي، چې افغان نخبګانو ته د اوږدمهاله استوکنې سند ورکول د ایران د ښه نیت ښکارندويي ده او په دې ګام سره به له کډوال نخبګانو څخه د ګټې اخیستنې فرصتونه هم پراخ شي.

ترویج لرونکی

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې
۱

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۲

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ

۳

چاودې شونډې، تنکي لاسونه او درانه کارونه؛ فرید د زده‌کړو پرځای د کورنۍ اړتیاوې پوره کوي

۴

طالبانو په خوست کې دولتي مامورینو ته د ځیرک موبایلونو د ورسپارلو امر کړی

۵

په هلمند کې؛ د طالبانو د مخابراتو وزیر له لوري غصب شوې شنې سیمې دېوالونه ونړول شول

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي چې نړیوال بانک د قراردادي شرکتونو د پورونو پرې کولو لړۍ پیل کړې

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۲۵ GMT+۰
طالبان وايي چې نړیوال بانک د قراردادي شرکتونو د پورونو پرې کولو لړۍ پیل کړې
100%

د طالبانو د مالیې وزارت ویلي، چې نړیوال بانک د هغو قراردادي شرکتونو د پورونو ورکولو لړۍ پیل کړې، چې د یادې ډلي له واکمنېدو مخکې یې اسناد بشپړ او طی مراحل شوې وه.

د طالبانو د مالیې وزارت نن د شنبې په ورځ، د لېندۍ لومړۍ نېټه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې نړیوال بانک په څلورو پړاونو کې د هغو پروژو او قراردادي شرکتونو د پورونو د ورکړې لړۍ پیل کړې چې د یاد بانک د څارنې ټیم او د طالبانو د مالیې وزارت له لوري یې اسناد څېړل شوې او نهايي شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې نړیوال بانک به په لومړي پړاو کې په مسستقیم ډول ۹،۳ میلیونه ډالر بهرنیو قراردادي شرکتونو ته ورکړي، په دوهم پړاو کې به د مالیې وزرات له لاري ۱۶،۸ میلیونه ډالر او په درېیم او څلورم پړاونو کې به د قراردادي شرکتونو نور تادیات ورکړل شي.

طالبانو ویلي، چې نړیوال بانک له قراردادي شرکتونو څخه نږدې ۴۵ میلیونه ډالر پوروړی دی او د یاد بانک له خوا د پورونو ورکول یې مثبت ګام بللی دی.

طالبانو په بېلابېلو ولایتونو کې ۲۲ مشکوک کسان نیولي

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۰۸:۵۱ GMT+۰
طالبانو په بېلابېلو ولایتونو کې ۲۲ مشکوک کسان نیولي
100%

د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویلي چې په ۷ ولایتونو کې د دوی د عملیاتو پر مهال ۲۲ کسان نیولي شوي چې په غلا، د عامه نظم په ګډوډولو، قتل او غیرې قانوني وسولو ساتلو کې ښکېل وو. د یادې ډلې دغه وزارت ویلي، د دوی ځواکونو دا اقدام د خلکو د خوندیتوب او قانون د پلې کولو لپاره ترسره کړی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د د دوی په عملیاتو کې ۱۰ تنه د عامه نظم ګډوډولو، دوه تنه د نامشروع اړیکو، پنځه تنه د تښتونو او دوه تنه د قتل په تور نیول شوي.

خبرپاڼه زیاتوي، نیول شوي کسان د کندز، فاریاب، سرپل، خوست، غزني، سمنګان او بدخشان ولایتونو اوسېدونکي دي.

همدا راز ویل شوي، له دغه ډلې د وسلو د غیرقانوني انتقال په تړاو دوه کسان نیول شوي، یو کس د کندز ولایت له مرکز څخه د ۷میل تفنګچې، ۲ میل کلاشینکوف، ۷شاژورونو او یو شمېر مرمیو سره او بل کس د فاریاب ولایت د خیبر ولسوالۍ څخه د یو میل تفنګچې او ۲۷مرمیو سره نیول شوی.

د کورنیو چارو وزارت ویلي، د پولیسو دا عملیات د قانون پلې کولو، د جرمونو مخنیوي او د خلکو د امنیت د ساتنې په موخه ترسره شوي دي.

اریانا افغان هوايي شرکت د صادراتو د چټک لېږد لپاره درې بار وړونکې الوتکې پېري

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۰۷:۰۳ GMT+۰
اریانا افغان هوايي شرکت د صادراتو د چټک لېږد لپاره درې بار وړونکې الوتکې پېري
100%

د اریانا افغان هوايي شرکت مسولین وايي چې ډېر ژر به درې نوې بار وړونکې ټرانسپورټي الوتکې وپيري، څو د افغانستان د صادراتو، په ځانګړې توګه د تازه او وچو مېوو د نړۍوالو بازارونو لپاره د ټرانزیټ کچه لوړه کړي او د لېږد لګښتونه هم راکم کړي.

د طالبانو امارتي شرکتونو ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د اریانا افغان هوایي شرکت لپاره د نوو الوتکو په پېرلو سره به د توکو د لېږد بهیر چټک او اقتصادي شي.

د اریانا افغان هوايي شرکت رییس بخت‌الرحمن شرافت وویل، دغه الوتکې به د بوینګ یا ایربس ډوله وي او قیمتونه یې له ۲۵ تر ۳۵مېلیونه امریکايي ډالرو پورې اټکل شوي دي.

د شرکت مسولین زیاتوي چې د دې نوښت له لارې به د افغانستان د صادراتو، په ځانګړې توګه د مېوو او نورو سوداګریزو توکو نړۍوال بازار ته د لېږد ظرفیت او کیفیت لوړ شي او د لېږد لګښتونه به هم ورسره کم شي.

دا ګام د افغانستان د هوايي ټرانسپورټ سکتور د پراختیا او د سوداګرۍ د اسانتیاوو په برخه کې مهم بلل کېږي.

د شانګهای همکارۍ سازمان ګډونوال: په افغانستان کې نړۍوالې ترهګرې ډلې فعالې شوي

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۰۶:۳۳ GMT+۰
د شانګهای همکارۍ سازمان ګډونوال: په افغانستان کې نړۍوالې ترهګرې ډلې فعالې شوي
100%

د شانګهای همکارۍ سازمان د سیمه‌ییزې ترهګرۍ ضد جوړښت د اجرایي کمیټې مشر خبرداری ورکړی چې نړۍوالو ترهګرو ډلو په افغانستان کې خپل فعالیتونه پراخ کړي او د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې د «غیرې فعالو ترهګریزو ډلو» د بیا فعالېدو هڅې کوي.

د شانګهای همکارۍ سازمان د سیمه‌ییزې ترهګرۍ ضد جوړښت د اجرایي کمیټې مشر اولاربک شارشی‌اف ویلي چې نړۍوالو ترهګرو ډلو په افغانستان او سوریه کې خپل فعالیتونه زیات کړي دي.

هغه زیاته کړې چې دې ډلو په منځنۍ اسیا کې د خفته حجراتو (د غېرې فعاله ترهګریزو ډول) په فعالیت د بیا راوستو هڅې روانې کړي دي.

د شانګهای همکارۍ سازمان د سیمه‌ییزې ترهګرۍ ضد جوړښت په یوولسم نړۍوال کنفرانس کې د نوامبر په ۲۰مې او ۲۱مې نېټې د تاشکند په ښار کې ترسره شوه، په‌کې د ملګرو ملتونو، د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان، انټرپول، د CIS د هېوادونو د ترهګرۍ ضد مرکز او د امنیتي تړون سازمان استازو ګډون کړی و.

په غونډه کې ګډونوالو د راډیکال شبکو سره د خلکو د ګډون د مخنیوي، د سایبري امنیت د لوړولو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.

شارشی‌اف په غونډه کې وویل: «د نړۍوالو ترهګریزو سازمانونو مشران له خپلو پروګرامونو لاس نه دی اخیستی، دوی هڅه کوي چې جنګیالي د جعلي اسنادو په مرسته د درېیمو هېوادونو له لارې منځنۍ اسیا ته واستوي، خفته حجرې جوړې کړي، بودیجه راجذب کړي او د نوو ځواکونو د استخدام کمپاینونه پیل کړي».
په دغه کنفرانس کې د CIS د هېوادونو د ترهګرۍ ضد مرکز مشر یوګنی سیسویف هم وویل چې نړۍوالې ترهګریزې ډلې په منځني ختیځ کې د افغانستان له لارې خپل نفوذ زیاتوي او هڅه کوي چې په سیمه کې خپلې کړنې پراخې کړي.

هغه زیاته کړه: «د منځنۍ اسیا د کډوالو په منځ کې د ځواک جذبولو هڅې روانې دي، او دوی د دې لپاره په تاجیکي، قرغیزي، ازبکي او ناڅاپي په قزاقي ژبه فعال انلاین تبلیغات پیل کړي دي».
د تاشکند غونډې ګډونوالو د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو لپاره د امنیتي چلنجونو او ګواښونو د مقابلې په موخه د یوه نړیوال مرکز د جوړولو طرحه د څرګند عملي ګام په توګه وبلله.

طالبان په ولسوالیو کې د برېښنایي تذکرو د وېش مرکزونه پرانېزي

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۰۴:۰۵ GMT+۰
طالبان په ولسوالیو کې د برېښنایي تذکرو د وېش مرکزونه پرانېزي
100%

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ادارې خبر ورکړی چې د هېوادوالو د اسانتیا لپاره به د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش مرکزونه اوس په ولسوالیو کې هم پرانېستل کېږي، څو خلک پرته له سفر کولو په اسانۍ سره تذکرې ترلاسه کړي.

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ادارې مشر عبدالقاهر حاجي ادریس وویل:«موږ د ولسوالیو په کچه د برېښنایي تذکرو لپاره مرکزونه خلاصوو. په کندوز ولایت کې مو اسان خدمت کار بشپړ کړی، هڅه مو داده چې د تذکرو وېش چې تر دې مخکې یوازې په ولایتونو کې روان و، اوس په ولسوالیو کې هم پراخ شي».
نوموړي زیاته کړه چې اوس مهال یوازې د ولایتونو په مرکزونو کې د برېښنایي تذکرو وېش روان دی، خو د هېواد یو شمېر ولسوالۍ له مرکزو لرې پاتې دي او خلکو ته د تذکرو ترلاسه کول ستونزمن وو.

د نوموړي په وینا، د نوي سیستم له لارې به خلک وکولی شي پرته له اوږدو سفرونو، د خپلو ولسوالیو په مرکزونو کې برېښنایي تذکرې ترلاسه کړي. د طالبانو دغه چارواکي همدارنګه ډاډ ورکړ چې هڅه به وشي، څو د خدمتونو کیفیت لوړ کړي او ټولې ولسوالۍ ترې برخمنې شي.