• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان په ولسوالیو کې د برېښنایي تذکرو د وېش مرکزونه پرانېزي

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۰۴:۰۵ GMT+۰تازه شوی: ۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۰۵:۱۸ GMT+۰

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ادارې خبر ورکړی چې د هېوادوالو د اسانتیا لپاره به د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش مرکزونه اوس په ولسوالیو کې هم پرانېستل کېږي، څو خلک پرته له سفر کولو په اسانۍ سره تذکرې ترلاسه کړي.

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ادارې مشر عبدالقاهر حاجي ادریس وویل:«موږ د ولسوالیو په کچه د برېښنایي تذکرو لپاره مرکزونه خلاصوو. په کندوز ولایت کې مو اسان خدمت کار بشپړ کړی، هڅه مو داده چې د تذکرو وېش چې تر دې مخکې یوازې په ولایتونو کې روان و، اوس په ولسوالیو کې هم پراخ شي».
نوموړي زیاته کړه چې اوس مهال یوازې د ولایتونو په مرکزونو کې د برېښنایي تذکرو وېش روان دی، خو د هېواد یو شمېر ولسوالۍ له مرکزو لرې پاتې دي او خلکو ته د تذکرو ترلاسه کول ستونزمن وو.

د نوموړي په وینا، د نوي سیستم له لارې به خلک وکولی شي پرته له اوږدو سفرونو، د خپلو ولسوالیو په مرکزونو کې برېښنایي تذکرې ترلاسه کړي. د طالبانو دغه چارواکي همدارنګه ډاډ ورکړ چې هڅه به وشي، څو د خدمتونو کیفیت لوړ کړي او ټولې ولسوالۍ ترې برخمنې شي.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

امریکایي اداره: په جنسي جرمونو محکوم افغان وګړی د کاناډا پولې ته نږدې نیول شوی

۴

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۵

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

•
•
•

نور کیسې

ډان ورځپاڼه: پاکستان له طالبانو تمه لري چې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د «ټي‌ټي‌پي» مخه ونېسي

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۱۸ GMT+۰
ډان ورځپاڼه: پاکستان له طالبانو تمه لري چې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د «ټي‌ټي‌پي» مخه ونېسي
100%

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې جمعه د (لیندۍ لومړۍ نېټه) خپلې تازه سرمقاله کې ویلي چې پاکستان د اوږد مهال لپاره په افغانستان کې د «ټي‌ټي‌پي» له پناه‌ځایونو اندېښنه لري. وایي، اسلام‌اباد تمه لري چې افغان طالبان لږ تر لږه ډيورنډ کرښې ته څېرمه د پاکستاني طالبانو غورځنګ د بریدونو مخنیوی وکړي.

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان په نننۍ سرمقاله کې دغې موضوع اشاره کړې او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه هغه تاییدي یې راخیستې چې طالبانو د ټي ټي پي ملاتړ کوي.

د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې ویلي، په افغانستان کې میشتې سختدریزې ډلې د پاکستان او ټولې سیمې لپاره نوې ستونزې زېږوي.

ډنمارک، چې دا مهال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزو کمیټې مشري کوي، د TTP ډله د مرکزي او جنوبي اسیا لپاره «جدي ګواښ» بللی، او ویلي یې دي چې دغه ډله د افغان طالبانو له لوري ملاتړ ترلاسه کوي.

د ډنمارک استازي همدارنګه خبرداری ورکړ چې ټي ټي پي ترڅنګ د «داعش-خراسان» فعالیتونه د سیمې لپاره نوی ګواښ لوړوي.

د پاکستان استازي په غونډه کې وویل چې TTP، BLA او نورې توندلارې ډلې د خپلو «کوربه هېوادونو تر سرپرستۍ لاندې وده کوي» او ادعا یې وکړه چې دغه ډلې د پاکستان «اصلي سیمه‌ییز سیال» یا «ناامنۍ رامنځته کوونکي» له ملاتړ څخه برخمنې دي. دا اشاره په غیرمستقیم ډول هند ته کېده.

سرمقاله کې راغلي، افغان طالبان له اوږدې مودې راهیسې د پاکستان امنیتي اندېښنې ردوي، خو د ملګرو ملتونو د بندیزونو د کمیټې څرګندونې د کابل لپاره نادره نړیوال فشار دی.

طالبان وايي چې TTP «د پاکستان ستونزه» ده،خو نړیوالې ټولنې دغه څرګندونې «د نه منلو وړ» بللي دي.

د پاکستان او طالبانو وروستۍ خبرې چې د روانې میاشتې په سر کې په استانبول کې ترسره شوې، بې‌نتیجې پای ته ورسېدې، خو اوربند تر اوسه نه دی مات شوی.

د راپورونو له مخې، اسلام‌اباد تمه لري چې طالبان لږ تر لږه په ډيورنډ کرښه د بریدونو د مخنیوي لپاره عملي اقدام وکړي، که څه هم د TTP پر ضد د سخت اقدام تمه «غیرواقع‌بینانه» ګڼل کېږي، ځکه دواړه ډلې کلونه په ګډه جنګېدلې دي او ایډیالوژیکې نږدې اړیکې لري.

پاکستان د نویو افغان متحدینو په لټون؛ د هند پر لور د طالبانو تمایل اسلام‌اباد اندېښمن کړی

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۰۲:۵۳ GMT+۰
پاکستان د نویو افغان متحدینو په لټون؛ د هند پر لور د طالبانو تمایل اسلام‌اباد اندېښمن کړی
100%

اسلام‌اباد له طالبانو سره د اړیکو له خرابېدو وروسته په پټه د طالبانو له مخالفو ډلو له استازیو سره د تماس لړۍ پیل کړې ده. د نیو لاینز مجلې د خپرې کړې مقالې له مخې، پاکستان د اکټوبر میاشت کې د طالبانو ضد څو مهمې څېرې مېلمانه کړي او هڅه کوي د بدیل په توګه یو «نوی باوري شریک» ومومي.

مقاله لیکي چې د طالبانو او پاکستان اړیکې هغه مهال لا خرابې شوې چې د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د هند د بهرنیو چارو له وزیر سره په نوي ډېلي کې را ښکاره شو او هند یې «نږدې دوست» وباله.

هند بیا په کابل کې خپل حضور له تخنیکي دفتره سفارت ته لوړ کړ چې دا د پاکستان د امنیتي تګلارو خلاف «سره کرښه» بلل شوې ده.

د مقالې له مخې، طالبان نور د پاکستان له کنټروله وتلی او خپلواکه بهرنۍ تګلاره تعقیبوي چې په‌کې له هند او ایران سره نزدې اړیکې هم شاملې دي.

په ورته وخت کې د پاکستاني طالبانو غورځنګ (TTP) فعالیتونه زیات شوي او دغه ډله په جسارت سره د پېښور تر څنډو پورې رسېدلې ده؛ هغه څه چې اسلام‌اباد یې د کابل له ملاتړ سره تړلي ګڼي.

د نیولاینز په مقاله کې راغلي چې پاکستان اوس د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود او د افغانستان د ازادۍ جبهې مشر یاسین ضیا په څېر څېرو ته پاملرنه ډېره کړې ده.

سرچینې وايي، د دغو ډلو لپاره په پاکستان کې دفترونه پرانیستل شوي او د تماس کانالونه فعال دي.

دمقاومت جبهې ویاند عبدالله خنجاني ویلي، دوی له پاکستان سره د هر ډول تعامل په اړه «احتیاط» کوي، ځکه د اسلام‌اباد پخوانۍ تګلارې تل د مخالفینو د کنټرول هڅه وه، خو د ده په وینا: «د دښمن دښمن ملګری کېدای شي.»

سره له دې، د نیو لاینز مقاله خبرداری ورکوي چې که پاکستان د اپوزېشن پراخ ملاتړ پیل کړي، ښايي د طالبانو پر ضد د هغوی بریدونه پراخ او تنظیم شي. خو پوښتنه دا پاتې ده چې که یو نوی نظام په ملاتړ واک ته ورسېږي، ایا هغه به هم د افغانستان د هر بل حکومت په څېر خپلواکه تګلاره تعقیب نه کړي او پاکستان به یو ځل بیا د هماغه کړکېچ ملګری شي؟

هغه افغان چې په بریتانیا کې پر یوې دولس کلنې نجلۍ جنسي تېری کړی و خپل جرم ومانه

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۵۶ GMT+۰
هغه افغان چې په بریتانیا کې پر یوې دولس کلنې نجلۍ جنسي تېری کړی و خپل جرم ومانه
100%

رویټرز د جمعې په ورځ (د لړم ۳۰مه) راپور ورکړی، چې د بریتانیا په نانیتون ښار کې یوه افغان کډوال چې پر یوې دولس کلنې نجلۍ یې جنسي تېری کړی و، خپل جرم منلی دی.دغه افغان کډوال احمد ملاخېل نومیږي او ۲۳ کلن دی.

ملاخېل له دې سربېره د یوه بل ماشوم د تښتولو او له ۱۳ کلنې پر یوې بلې کم عمره نجلۍ د جنسي تېري ځینې نور تورونه رد کړي دي.

راپور کې راغلي، چې له نوموړي سره د محمد کبیر په نوم یو بل افغان هم په دې تړاو محکمې ته حاضر شوی، خو په دې قضیه کې یې د همکارۍ تورونه رد کړي دي.

ټاکل شوې چې د دوی محکمه د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ پر ۲۶مه ترسره شي.

ملګري ملتونه: په افغانستان کې نږدې ۱۳ میلیونه ماشومان د بېلابېلو ناروغیو له خطر سره مخ دي

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۴۹ GMT+۰
ملګري ملتونه: په افغانستان کې نږدې ۱۳ میلیونه ماشومان د بېلابېلو ناروغیو له خطر سره مخ دي
100%

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د رضاکارانو ډلې اعلان کړی، چې ۱۲،۹ میلیونه افغان ماشومان د شري، اسهال او نورو ناروغیو له خطر سره مخ دي. دغه ډله چې د ملګرو ملتونو له شریکانو سره کار کوي هڅه کوي، د زیانمنو افغان ماشومانو لپاره د روغتیایي خدماتو له لارې د دې ناورین مخه ونيسي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو رضاکاره ډله چې په رسمي ډول د «د ملګرو ملتونو د رضاکارانو» پروګرام برخه ده، روغتیایی خدماتو ته د افغان ماشومانو لاسرسی خورا مهم ګڼي.

دغه ډله د افغان ماشومانو په منځ کې د شري او اسهال په ګډون د بېلابېلو ناروغیو د خپرېدو د خطر له امله خبرداری ورکړی دی.

په داسي حال کې، چې د روغتیا نړۍوال سازمان د لړم په ۱۸مه اعلان وکړ، چې د روان کال له پیل څخه تر دې دمه په افغانستان کې د شري له ۵۵ زره څخه ډېرې شکمنې پېښې ثبت شوي او ۳۵۷ کسان، چې ډېری یې ماشومان دي د همدې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

د «بې پولې ډاکټرانو» سازمان هم مخکې ویلي و، چې په افغانستان کې هره ورځ یو ماشوم د شري له امله مري.

د دې ترڅنګ د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) ویلي، چې د روان کال د چنګاښ میاشتې تر پایه په ټول هېواد کې له ۱۰۳ زره څخه ډېرې د شدیدې نس ناستې پېښې ثبت شوي، چې له دې ډلې ۴۸ ماشومان مړه شوي دي.

د دې سازمان په وینا د ناروغانو نیمایي برخه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي.

د کډوالو د ملاتړ سازمان: د امریکا نوي محدودیتونه د زرګونه افغان کورنیو ژوند ګواښي

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۰۸ GMT+۰
د کډوالو د ملاتړ سازمان: د امریکا نوي محدودیتونه د زرګونه افغان کورنیو ژوند ګواښي
100%

«افغان ایواک» سازمان د امریکا هغو نویو پالیسیو ته په اشارې سره چې امریکا ته پر شرایطو د برابر افغان کډوالو د داخلېدو مخه نیسي او د هغوی د کورنیو د یوځاییدو بهیر دروي، خبرداری ورکړی، چې حکومت په دې پرېکړو سره د دغو خلکو د مرګ حکم صادروي. دغه سازمان د وضاحت او شفافیت غوښتنه کړې ده.

«افغان ایواک» د جمعې په ورځ (د لړم ۳۰مه) په یوې خبرپاڼه کې د افغان کډوالو او د هغوی د کورنیو په اړه د امریکا د تازه پرېکړو په تړاو خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.

د خبرپاڼې له‌مخې، د امریکا حکومت په پام کې لري چې «یوازې لږ شمېر» افغان کډوال بیا میشت کړي.

دغه سازمان وايي، تر اوسه روښانه نه ده، چې د افغان کډوالو کومې ډلې له نوملړه اېستل شوي، کوم معیارونه ټاکل شوي او ولې ډېری پر شرایطو برابرې کورنۍ لرې شوې دي؟

«افغان ایواک» همدارنګه پوښتلي چې د حکومت کوم چارواکي او کومې ادارې د دې پرېکړو مسوول دي او د هغو افغان کورنیو لپاره چې لا هم په افغانستان کې پاتې دي څه ډول ملاتړ په پام کې نیول شوی دی؟

«افغان ایواک» خبرداری ورکړی، چې د امریکا د حکومت دا نوی چلند د افغانانو او نورو کډوالو ژوند له جدي خطر سره مخ کوي. افغان ایواک له خبریالانو او د کانګرس له استازو غوښتي چې ژر تر ژره پورته پوښتنې مطرح کړي.

امریکا د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د جمهوري نظام له راسکورېدو وروسته شاوخوا ۲۰۰ زره افغانان امریکا ته لېږدولي دي. د پاکستاني چارواکو د راپور له‌مخې، په دغه هېواد کې هم د نږدې ۲۰ زره افغانانو دوسیې تر څېړنو لاندې وې، چې ټرمپ د بیا مېشتېدو بهیر بند کړ.