• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له ایران څخه د افغان بندیانو ډک څلور بسونه افغانستان ته ولېږدول شول

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۲ GMT+۰

د طالبانو او ایراني چارواکو ترمنځ د پخواني تفاهم له مخې هغه افغان بندیان چې په ایران کې یې د جرم موده پوره کړې، د شنبې په ورځ په څلورو بسونو کې د اسلام‌کلا له لارې افغانستان ته ولېږدول شول.

ډېری دغه بندیان په ایران کې د نشه‌یي توکو، قتل او د غلا د جرمونو په تړاو نیول شوي وو.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې، افغان بنديان افغانستان ته تر ننوتلو وروسته د قانوني چارو د ترسره کولو لپاره اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي.

ویل کېږي، چې د ایران او افغانستان ترمنځ د بنديانو د تبادلې لړۍ روانه ده او د نورو افغانانو د بېرته ستنولو هڅې دوام لري.

د افغان بنديانو لېږد تر هغه وروسته ترسره شو، چې تېره اوونۍ په ایران کې د طالبانو د سفارت چارسمبالي فضل محمد حقاني د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړۍوالو چارو له مرستیال کاظم غریب ابادي سره د افغان بنديانو پر وضعیت خبرې وکړې.

سربېره پر دې، د طالبانو د بندخونو د تنظیم ادارې مشر محمد یوسف مستري د لړم په ۲۵مه اعلان وکړ، چې له بېلابېلو هېوادونو سره د افغان بنديانو د بېرته راستنولو خبرې روانې دي او زیاتره افغان بنديان په پاکستان او ایران کې دي.

که څه هم په ایران کې د افغان بنديانو کره شمېر نه دی معلوم، خو د طالبانو د بندخونو د تنظیم ادارې د روان کال د غبرګولي په ۲۱مه ویلي وو، چې په تېر یو کال کې له ایران څخه تر ۴۰۰زیات افغان بنديان افغانستان ته لېږدول شوي دي.

ترویج لرونکی

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي
۱

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۲

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۳

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۴

پر ډیورنډ کرښه تړلې لارې؛ پاکستان خپلې سوداګریزې لارې بدلوي

۵

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ

•
•
•

نور کیسې

طالب وزیر له ایراني سفیر سره لیدنه کې د افغان کارګرانو د قانوني لېږد پر اهمیت ټینګار وکړ

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۱۶ GMT+۰
طالب وزیر له ایراني سفیر سره لیدنه کې د افغان کارګرانو د قانوني لېږد پر اهمیت ټینګار وکړ
100%

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر د شنبې په ورځ په کابل کې د ایران له سفیر علیرضا بېک‌دلي سره په لیدنه کې د افغانستان د فني او مسلکي روزنې د کیفیت د ښه والي، په ایران کې د افغان کډوالو حالت او د افغان کارګرانو د قانوني لېږد په اړه خبرې کړې دي.

ملا عبدالمنان عمري ټینګار کړی، چې د افغان کارګرانو وضعیت په ایران کې باید له ناقانونه حالت څخه قانوني حالت ته بدل شي.

د طالبانو په وینا، د ایران سفیر په کابل کې ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې د پراختیا په حال کې دي او امکان شته چې ډېر ژر د ایران د کار وزارت مرستیال افغانستان ته سفر وکړي.

علیرضا بېک‌دلي هیله څرګنده کړې، چې د دې سفر پر مهال به د کاري ځواک تبادله، د کار بازار د مدیریت ښه والی او د فني او مسلکي روزنې د بریالیو تجربو تبادله د بحث وړ وي.

که څه هم په ایران کې د ناقانونه افغان کارګرانو کره شمېر نه دی خپور شوی، خو مخکې مالک حسینی چې د ایران د همکارۍ، کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار پیدا کولو او کار ګومارنې مرستیال دی، ویلي وو چې په ایران کې د بهرنیو کارګرو ۹۲سلنه یې افغانان دي.

هغه ویلي: «که د غېر رسمي کارګرو شمېر ته داخل شو، نو دا څو چنده لوړېږي او ویلی شو چې نږدې سل په سلو کې بهرنی فعال کاري ځواک په هېواد کې د افغانستان له وګړو څخه دی.»

د افغان کډوالو له پراخو وتلو او په ایران کې د ارزانه کاري ځواک له سخت کمښت وروسته، ایران په دې وروستیو کې د افغان کارګرانو لپاره د ۲۰۰زرو ویزو د صادرولو طرحه پلې کړې ده. د ایران د خراسان رضوي ولایت امنیتي مرستیال ویلي، چې د یوې نوې پالیسۍ له مخې به په لنډ وخت کې هغو افغان کډوالو ته چې علمي، تخنیکي او مسلکي وړتیاوې ولري، په ایران کې د اوږدمهاله استوګنې سندونه ووېشي.

د ایران د خراسان رضوي ولایت امنیتي مرستیال ویلي، چې د یوې نوې پالیسۍ له مخې به په لنډ وخت کې هغو افغان کډوالو ته چې علمي، تخنیکي او مسلکي وړتیاوې ولري، په ایران کې د اوږدمهاله استوګنې سندونه ووېشي.

د خراسان رضوي ولایت امنیتي مرستیال امیرالله شمقدري تېره ورځ د یوې غونډي پرمهال ویلي، چې د یوې نوي پالیسۍ له مخې به د پوهنتون استادانو، ډاکټرانو، متخصصانو، مخکښو سوداګرو او علمي شخصیتونو ته د اوږدمهاله استوګنې سندونه ورکړل شي.

شمقدري ویلي:« موږ به یوه فني او تخصصي کمېټه جوړه کړو او د افغان نخبګانو په همکارۍ به وړ کسان تایید کړو.»

امیرالله شمقدري ویلي، چې یاد پلان په روانه اوونۍ کې د خراسان رضوي ولایت د بهرنیو وګړو او کډوالو ادارې له خوا پیل شي.

ایران: طالبانو د هرات په ګمرک کې له ۲ زرو څخه زیات د ایران باروړونکي موټر درولي دي

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۰۰ GMT+۰
ایران: طالبانو د هرات په ګمرک کې له ۲ زرو څخه زیات د ایران باروړونکي موټر درولي دي
100%

د دوغارون د ګمرک رییس وايي، چې د طالبانو له‌خوا د هرات اسلام‌کلا ګمرک کې شاوخوا ۲زره او ۵۰۰ د ایران باروړونکي موټرونه بند پاتې دي. ایران د دې ستونزې د حل لپاره د «یو په یو» طرحه وړاندې کړې، چې له مخې یې د ایران او افغانستان د باروړونکو موټرو تګ راتګ په متوازن ډول ترسره شي.

د دوغارون د ګمرک رییس اسماعیل پورعابد د شنبې په ورځ وویل، چې د دوی د هېواد باروړونکي موټرونه له ۹ورځو نیولې تر ۱۵ورځو پورې د هرات په ګمرک کې بند پاتې کېږي او دا ډول ځنډ په وروستیو میاشتو کې «بې ساری» بلل کېږي.

هغه زیاته کړه، چې د روان کال د لړم میاشت کې د دوغارون له لارې له ۱۲زره څخه ډېر باروړونکي موټرونه افغانستان ته اوښتي دي، په داسې حال کې چې ۱۰زره او ۷۳۹موټرونه له افغانستان څخه ایران ته داخل شوي دي.

د دوغارون د ګمرک رییس له طالبانو وغوښتل، چې د دواړو لوریو د باروړونکو موټرو د راتګ تګ شمېر باید په متوازن ډول وساتي.

دغه ایرانی مقام وايي، چې د طالبانو محدودیتونو د ډېرو موټر چلوونکو ژوند له ستونزو سره مخ کړی او هغوی اړ شوي، چې د اسلام‌کلا په ګمرک کې د لږو اسانتیاوو لاندې پاتې شي.

پورعابد ټینګار وکړ، چې ایران د قضایي ادارې د «یو په یو» طرحه مخې ته وړې ده، چې له مخې یې د افغانستان د یو باروړونکي موټر د داخلېدو په بدل کې باید یو د ایران باروړونکی موټر بهر شي.

اصف دراني: پاکستان باید د افغانستان د رژیم بدلون په لوبه کې بیا ځان ښکېل نه کړي

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۷:۵۲ GMT+۰
اصف دراني: پاکستان باید د افغانستان د رژیم بدلون په لوبه کې بیا ځان ښکېل نه کړي
100%

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی، اصف دراني، وایي چې پاکستان د حپلو تیرو تجربو له مخې، باید په افغانستان کې د رژیم د بدلون په مسله کې ځان ښکیل نه کړي. هغه په افغانستان کې د طالبانو په اړه ویلي «حقیقت دا دې چې طالبان په خپلو کړنو سره د رژیم بدلون په لور روان دي».

هغه په یوه رسنیز سیاسي بحث کې په ټینګار سره وویل،«طالبانو ښودلې چې دوی د حکومت کولو او پر دې هېواد د کنټرول توان نلري.»

دراني زیاته کړه چې طالبان د ټولنیزو، اقتصادي او ترهګرۍ ضد چارو پشمول په ټولو برخو کې ناکام شوي دي.

هغه په بحث کې د نړیوالو سازمانونو راپورونوته اشاره وکړه او زیاته یې کړه، «د پاکستاني طالبانو تحریک[ټي ټي پي] چې د ټولې سویلي او مرکزي اسیا لپاره یو ګواښ دی، د افغان طالبانو له خوا یې ملاتړ کیږي».

د دې پخواني پاکستاني ډیپلومات په وینا، طالبانو په خپلو پالیسیو سره ځانونه د خپلو ګاونډیو، سیمه ایزو هیوادونو او نړیوالې ټولنې ترمنځ نور هم منزوي کړي دي. هغه زیاته کړه چې د نجونو او ښځو د زده کړې سره د طالبانو چلند دا انزوا لا زیاته کړې ده.

دراني دا هم وویل چې د افغانستان د بدخشان پشمول په شمال کې، د طالبانو ضد ډلې ډیرې فعالې شوې دي، او د طالبانو د پالیسیو دوام کولی شي د دې وسله والو غورځنګونو په پیاوړتیا او یووالي کې مرسته وکړي.

هرات کې د زعفران ګل لسمه مېله؛ طالبان وايي سږکال ۴۱ ټنه زعفران تولید شوي

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۱۱ GMT+۰
هرات کې د زعفران ګل لسمه مېله؛ طالبان وايي سږکال ۴۱ ټنه زعفران تولید شوي
100%

طالبانو د کرنې وزارت وايي، چې په هرات کې د زعفران ګل لسم جشن په داسې حال کې ترسره شو چې سږکال ۴۱ ټنه زغفران تولید شوي دي. یاد وزارت زیاته کړې چې په جشن کې د ایران او ترکیې هېوادونو ډیپلوماټانو او د زعفرانو صنعتکارانو هم ګډون کړی و.

په هرات کې د زعفرانو د ګل لسمې مېلي پرمهال د طالبانو د کرنې وزارت مرستیال صدراعظم عثماني ویلي، چې سږکال په افغانستان کې پر ۱۲زره هکټاره ځمکه زعفرانو کرکېله شوې او ۴۱ ټنه زعفران تولید شوي دي.

پر همدغه مهال د افغانستان د زعفرانو د ټولنې مشر ابراهیم عادل ویلي، چې دمګړی ۷۲ شرکتونه د زعفرانو په برخه کې کار کوي او د افغانستان زعفران بهرنیو هېوادونو ته صادروي.

نوموړي ویلي، چې د زعفرانو ټولنه پلان لري چې په دې برخه کې لس میلیونه ډالر پانګونه وکړي او شاوخوا ۸۰ زره کسانو ته به د کار زمینه برابره کړي.

نوموړي زیاته کړې، تمه یې لرله چې سږکال به په افغانستان کې د زعفرانو حاصلات ۷۰ ټنو ته پورته شي، خو د دوی د تمې خلاف سږکال د زعفرانو حاصلات یوازې ۴۰ ټنه وو.

نوموړي د اقلیم بدلون او وچکالي د زعفرانو د حاصل د کمښت لامل بللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د زعفرانو د حاصلاتو د کمښت له امله د زعفرانو بیې ټیټې شوې دي.

خالد حنفي: طالبان د اسلامي تعلیم خلاف نه دي بلکې له بداخلاقۍ سره حساسیت لري

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۴:۳۰ GMT+۰
خالد حنفي: طالبان د اسلامي تعلیم خلاف نه دي بلکې له بداخلاقۍ سره حساسیت لري
100%

د طالبانو د امربالمعروف وزیر محمد خالد حنفي ویلي، چې پر یادې ډلې د تعلیم د مخالفت په اړه نیوکې کېږي، خو د نوموړي په خبره چې یاده ډله په حقیقت کې د اسلامي تعلیم خلاف نه، بلکې له بداخلاقۍ سره حساسیت لري.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند سیف خېبر د د دغه وزارت د وزیر خالد حنفي یو غږیږ پیغام خپور کړی، چې نوموړي پکې ویلي، اغیار او نړیوال له اسلام سره حساسیت لري، خو د نوموړي په خبره چې طالبان اسلام ته لومړیتوب ورکوي.

خالد خنفي زیاتوي:«هر یو دا کوښښ کوي او له هغه وخته چې اسلامي امارت راغلی دی، وایي چې تاسي(طالبان) د تعلیم خلاف یاست، طالبان د اسلام له تعلیم سره نه دي خلاف، اسلام د بداخلاقۍ سره حساسیت لري. او اغیار او نړیوال له اسلام سره حساسیت لري. موږ اسلام ته ترجیح ورکوو.»

نوموړي ویلي، چې افغانستان کې به تعلیم د قران له اصولو سره کېږي او د حجاب لپاره هم به چوکاټ جوړېږي.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې پر کابل د یادې ډلې له واکمنېدو راهیسې د نجونو او ښځو پر زده کړو د بندیز له امله په کور دننه او نړیواله کچه سختي نیوکې کېږي.