• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اصف دراني: پاکستان باید د افغانستان د رژیم بدلون په لوبه کې بیا ځان ښکېل نه کړي

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۷:۵۲ GMT+۰

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی، اصف دراني، وایي چې پاکستان د حپلو تیرو تجربو له مخې، باید په افغانستان کې د رژیم د بدلون په مسله کې ځان ښکیل نه کړي. هغه په افغانستان کې د طالبانو په اړه ویلي «حقیقت دا دې چې طالبان په خپلو کړنو سره د رژیم بدلون په لور روان دي».

هغه په یوه رسنیز سیاسي بحث کې په ټینګار سره وویل،«طالبانو ښودلې چې دوی د حکومت کولو او پر دې هېواد د کنټرول توان نلري.»

دراني زیاته کړه چې طالبان د ټولنیزو، اقتصادي او ترهګرۍ ضد چارو پشمول په ټولو برخو کې ناکام شوي دي.

هغه په بحث کې د نړیوالو سازمانونو راپورونوته اشاره وکړه او زیاته یې کړه، «د پاکستاني طالبانو تحریک[ټي ټي پي] چې د ټولې سویلي او مرکزي اسیا لپاره یو ګواښ دی، د افغان طالبانو له خوا یې ملاتړ کیږي».

د دې پخواني پاکستاني ډیپلومات په وینا، طالبانو په خپلو پالیسیو سره ځانونه د خپلو ګاونډیو، سیمه ایزو هیوادونو او نړیوالې ټولنې ترمنځ نور هم منزوي کړي دي. هغه زیاته کړه چې د نجونو او ښځو د زده کړې سره د طالبانو چلند دا انزوا لا زیاته کړې ده.

دراني دا هم وویل چې د افغانستان د بدخشان پشمول په شمال کې، د طالبانو ضد ډلې ډیرې فعالې شوې دي، او د طالبانو د پالیسیو دوام کولی شي د دې وسله والو غورځنګونو په پیاوړتیا او یووالي کې مرسته وکړي.

ترویج لرونکی

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی
۱

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۲

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۳

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ

۴

چاودې شونډې، تنکي لاسونه او درانه کارونه؛ فرید د زده‌کړو پرځای د کورنۍ اړتیاوې پوره کوي

۵

طالبانو په خوست کې دولتي مامورینو ته د ځیرک موبایلونو د ورسپارلو امر کړی

•
•
•

نور کیسې

هرات کې د زعفران ګل لسمه مېله؛ طالبان وايي سږکال ۴۱ ټنه زعفران تولید شوي

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۱۱ GMT+۰
هرات کې د زعفران ګل لسمه مېله؛ طالبان وايي سږکال ۴۱ ټنه زعفران تولید شوي
100%

طالبانو د کرنې وزارت وايي، چې په هرات کې د زعفران ګل لسم جشن په داسې حال کې ترسره شو چې سږکال ۴۱ ټنه زغفران تولید شوي دي. یاد وزارت زیاته کړې چې په جشن کې د ایران او ترکیې هېوادونو ډیپلوماټانو او د زعفرانو صنعتکارانو هم ګډون کړی و.

په هرات کې د زعفرانو د ګل لسمې مېلي پرمهال د طالبانو د کرنې وزارت مرستیال صدراعظم عثماني ویلي، چې سږکال په افغانستان کې پر ۱۲زره هکټاره ځمکه زعفرانو کرکېله شوې او ۴۱ ټنه زعفران تولید شوي دي.

پر همدغه مهال د افغانستان د زعفرانو د ټولنې مشر ابراهیم عادل ویلي، چې دمګړی ۷۲ شرکتونه د زعفرانو په برخه کې کار کوي او د افغانستان زعفران بهرنیو هېوادونو ته صادروي.

نوموړي ویلي، چې د زعفرانو ټولنه پلان لري چې په دې برخه کې لس میلیونه ډالر پانګونه وکړي او شاوخوا ۸۰ زره کسانو ته به د کار زمینه برابره کړي.

نوموړي زیاته کړې، تمه یې لرله چې سږکال به په افغانستان کې د زعفرانو حاصلات ۷۰ ټنو ته پورته شي، خو د دوی د تمې خلاف سږکال د زعفرانو حاصلات یوازې ۴۰ ټنه وو.

نوموړي د اقلیم بدلون او وچکالي د زعفرانو د حاصل د کمښت لامل بللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د زعفرانو د حاصلاتو د کمښت له امله د زعفرانو بیې ټیټې شوې دي.

خالد حنفي: طالبان د اسلامي تعلیم خلاف نه دي بلکې له بداخلاقۍ سره حساسیت لري

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۴:۳۰ GMT+۰
خالد حنفي: طالبان د اسلامي تعلیم خلاف نه دي بلکې له بداخلاقۍ سره حساسیت لري
100%

د طالبانو د امربالمعروف وزیر محمد خالد حنفي ویلي، چې پر یادې ډلې د تعلیم د مخالفت په اړه نیوکې کېږي، خو د نوموړي په خبره چې یاده ډله په حقیقت کې د اسلامي تعلیم خلاف نه، بلکې له بداخلاقۍ سره حساسیت لري.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند سیف خېبر د د دغه وزارت د وزیر خالد حنفي یو غږیږ پیغام خپور کړی، چې نوموړي پکې ویلي، اغیار او نړیوال له اسلام سره حساسیت لري، خو د نوموړي په خبره چې طالبان اسلام ته لومړیتوب ورکوي.

خالد خنفي زیاتوي:«هر یو دا کوښښ کوي او له هغه وخته چې اسلامي امارت راغلی دی، وایي چې تاسي(طالبان) د تعلیم خلاف یاست، طالبان د اسلام له تعلیم سره نه دي خلاف، اسلام د بداخلاقۍ سره حساسیت لري. او اغیار او نړیوال له اسلام سره حساسیت لري. موږ اسلام ته ترجیح ورکوو.»

نوموړي ویلي، چې افغانستان کې به تعلیم د قران له اصولو سره کېږي او د حجاب لپاره هم به چوکاټ جوړېږي.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې پر کابل د یادې ډلې له واکمنېدو راهیسې د نجونو او ښځو پر زده کړو د بندیز له امله په کور دننه او نړیواله کچه سختي نیوکې کېږي.

د ۲۵۰زره امریکایي ډالرو په ارزښت ۵۰۰ ټنه تازه مېوه ازبکستان ته صادر شوه

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۱۳ GMT+۰
 د ۲۵۰زره امریکایي ډالرو په ارزښت ۵۰۰ ټنه تازه مېوه ازبکستان ته صادر شوه
100%

د طالبانو د بلخ ولایت مقام وايي، چې نن د ازبکستان بازارونو ته او د هغه ځای څخه منځني اسیا ته د ۲۵۰زره امریکایي ډالرو په ارزښت ۵۰۰ ټنه انار، مڼې او وچ توت صادرات پیل شول. دوی همدراز زیاتوي، چې د تازه مېوو ترڅنګ غوښي هم د حیرتان بندر له لارې ازبکستان او منځني اسیا ته صادریږي.

د طالبانو د بلخ د والي مرستیال نورالهادی ابو ادریس نن شنبه، د لیندۍ لومړی نېټه ویلي، چې په راتلونکي کې به د مختلفو بندرونو له لارې د هیواد د ۸۰ سلنه کرنیزو او صنعتي محصولاتو د صادراتو لپاره اساس برابر شي.

هغه زیاته کړه، چې د حیرتان بندر ظرفیتونه لوړ شوي او دا بندر اوس د سوداګرو لپاره د اړینو اسانتیاوو د برابرولو لپاره ۲۴ ساعته فعالیت کوي.

ادریس همدراز وویل، چې په اوسني وضعیت کې هغه بندرونه چې تړل شوي دي د حیرتان بندر یو فعال بدیل پاتې دی او افغان محصولات د دې بندر له لارې مرکزي اسیا او حتی اروپا ته صادریږي.

له هغه وروسته، چې پاکستان له افغانستان سره سوداکریزې لارې وتړلې د طالبانو اداره هڅه کوي، چې د سوداګرۍ بدیلي لارې ولټوي.

د جاپان له سفیر سره د متقي لیدنه؛ له جاپان سره په سياسي او اقتصادي برخو کې اړیکې غواړو

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۲۸ GMT+۰
د  جاپان له سفیر سره د متقي لیدنه؛ له جاپان سره په سياسي او اقتصادي برخو کې اړیکې غواړو
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د چاپان له نوي سفیر ماساموتو کينيچي سره په لیدنه کې ویلي چې دغه ډله لېواله ده، چې له جاپان سره په سياسي او اقتصادي برخو کې پراخې مثبتې اړیکې ولري. متقي ویلي، چې افغانستان او جاپان تاریخي اړیکې لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن شنبه، د لیندۍ په لومړی نېټه پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې د یاد وزارت وزیر امیر خان متقي په کابل کې د جاپان له نوي سفير ماساموتو کينيچي سره تعارفي ليدنه کړې ده.

متقي د جاپان سفير ته ویلي، چې جاپان د نړۍ له پرمختللیو هیوادونو څخه دی او همدارشان افغانستان له جاپان سره تاریخي اړيکې لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د جاپان سفير ماساموتو کينيچي حواله لیکلی، چې نوموړي په افغانستان کې د سرتاسري امنيت، د مخدره توکو په وړاندې مبارزې او په نورو ګڼو برخو کې د پرمختګونو ستاينه کړې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د روان کال د وږي ۳مه د چاپان د کیودو نیوز سره په خبرو کې هغه پر جاپان غږ کړی و، چې د روسیې لاره تعقیب کړي او طالبان په رسمیت وپېژني.

د چاپان کیودو نیوز په خپل راپور کې لیکلي و، چې د امریکا متحده ایالاتو، جاپان او اروپایی هیوادونو له بشري حقونو د سرغړونو په ځانګړي توکه د نجونو پر زده کړو بندیز او د ښځو د کار ترڅنک د نورو محدودیتونو له امله، د طالبانو له رسمیت پیژندلو ډډه کړې ده.

طالبان: هند افغانستان ته د درملو صادرولو لپاره چمتوالی ښودلی

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۵۷ GMT+۰
طالبان: هند افغانستان ته د درملو صادرولو لپاره چمتوالی ښودلی
100%

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د هند د درملو د صادراتو شورا سره کتلي او افغانستان ته د درملو د صادراتو او په هېواد کې د درملو د تولیدي فابریکو د جوړولو په اړه یې خبرې کړې دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري په خپره شوې خبرپانه کې ویل شوي، چې په یاده ناسته کې د درملو د صادراتو، د درملو د لوړ کیفیت، د پانګونې لپاره د فرصتونو برابرولو او د درملو د سوداګرۍ په وړاندې د خنډونو د حل په اړه خبرې شوې دي.

طالبانو ویلي، چې د هند د درملو د صادراتو د پراختیا شورا افغانستان ته د درملو د صادراتو او په افغانستان کې د درملو د تولیدي فابریکو جوړولو لپاره چمتوالی ښودلی دی.

طالبانو ویلي، چې د هند د درملو د سکتور غړو سره یې هوکړه کړې، چې د افغانستان د درملو سکټور مسولین به د هند د پرمختللو او نړیوالو معیارونو لرونکو فابریکو څخه کتنه کوي او همدارنګه د هند د درملو جوړونې شورا پلاوی به کابل ته سفر کوي، څو په افغانستان کې د درملو د تولید د فابریکو د جوړولو عملي فرصتونه او د صادراتو د پراختیا امکانات وڅېړي.