طالبانو د نشهیي توکو د کاروبار په تور اته ولایتونو کې ۲۶کسان نیولي

د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویلي چې د هېواد په اتو ولایتونو کې یې ځواکونو د نشهيي توکو ضد عملیات ترسره کړي چې۲۶کسان یې نیولي او خپلو قضایي ادارو ته یې سپارلي دي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویلي چې د هېواد په اتو ولایتونو کې یې ځواکونو د نشهيي توکو ضد عملیات ترسره کړي چې۲۶کسان یې نیولي او خپلو قضایي ادارو ته یې سپارلي دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، ځواکونو یې د نشه يي توکو پر ضد تازه همغږو عملیاتو کې په بامیان، کندز، کاپیسا، تخار، خوست، فاریاب، پروان او بلخ ولایتونو کې ۲۶تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تور نیول.
د خبرپانې له مخې، دغه کسان د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په بېلابېلو قضیو کې د ځانګړو کشفي او عملیاتي ټیمونو نیولي دي.
همدا راز زیاته شوې، له نیول شوو کسانو څخه یوه اندازه شیشه، چرس، تریاک، نشهيي ګولۍ (ټابلیټونه) او الکولي مشروبات هم ترلاسه شوي چې د قانوني پروسو لپاره یې ثبت او ضبط ترسره شوی دی.
وایي، یاد کسان یې د لومړنیو څېړنو وروسته خپلو عدلي او قضايي بنسټونو ته سپارلي دي.
د طالبانو دغه وزارت زیاتوي، د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه روانه ده او امنیتي ځواکونه به د قاچاقي شبکو د لهمنځه وړلو لپاره خپلو هدفمند عملیاتو ته دوام ورکړي.


نړۍوال بانک وايي، له پاکستان سره د سوداګرۍ د بندېدو سره سره افغانستان په اکټوبر میاشت کې ۲۶۷میلیونه ډالره صادرات ثبت کړي چې د تېر کال د همدې مودې پرتله پهکې ۳،۷٪زیاتوالی او د سپټمبر په پرتله ۱۳ سلنه لوړوالی ښيي.
د نړۍوال بانک راپور څرګندوي چې د صادراتو زیاتوالی د هند او ازبکستان بازارونو ته د افغان محصولاتو صادرولو له امله رامنځته شوی دی. راپور کې راغلي: «د پاکستان سره د ډيورنډ په کرښه شخړو له امله سوداګري ودرول شوه، خو صادرات په بریالۍ توګه هند او اوزبیکستان ته ترسره شول».
د راپور له مخې، د اکټوبر میاشتې په جریان کې د خوړو صادرات ۲۳۸،۴مېلیونه ډالره ته رسېدلي چې د تېر کال پرتله ۸،۶سلنه زیاتوالی ښيي.
په داسې حال کې چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ وروستیو شخړو اسلاماباد اړ کړ چې سوداګریزې لارې وتړي او تر یوې میاشتې ډېره موده کېږي چې دد دواړو لوریو ترمنځ ټرانزیټ او سوداګري بنده ده.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د پاکستان څخه د درملو واردات بند کړل او سوداګر یې د بدیلې لارې موندلو ته هڅولي دي.
همدارنګه عبدالغني برادر ایران ته سفر کړی څو سوداګریزې اړیکې پراخه کړي او طالبان د ازبکستان سره د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د هوایي صادراتو لپاره هوکړه لیک لاسلیک کړی.
بلخ ولایت کې د طالبانو ویاند وايي چې افغان کرنیز محصولات به د ازبکستان له لارې د مرکزي او سویلي اسیا او اروپا بازارونو ته واستول شي.
په ورته وخت کې، د پاکستان-افغانستان ګډ سوداګریز او صنعتي خونه د دوه اړخیزې سوداګرۍ د بیا پیل غوښتنه کړې چې په وینا یې کلنی ظرفیت یې ۵مېلیارده ډالره دی، خو د ډيورنډ په کرښه د خنډونو له امله د سوداګرۍ حجم له یو میلیارده ډالرو ټیټ شوی دی.

د طالبانو حکومت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وایي چې پرون شنبه د (لیندۍ لومړۍ) نېټه پاکستان او ایران ۱۱۸۵۵ افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ور ستانه کړي دي. د مالوماتو له مخې، یادو کډوالو ته لومړني خدمات وړاندې شوي او خپلو ولایتونو ته یې خوندي لېږد ترسره شوی دی.
د طالبانو د دغه کمېسیون راپور ښيي چې د هلمند د بهرامچې له لارې ۸۶۲کورنۍ (۵۰۷۰ تنه)، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۹۸۶کورنۍ (۵۵۳۳ کسان)، د ننګرهار د تورخم له لارې ۲۲۵کورنۍ ثبت او بایومیټریک شوې.
همدا ډول په نیمروز کې ۱۶کورنۍ او په هرات کې بیا ۱۳کورنۍ ثبت شوې دي.
په راپور کې راغلي چې دغو کډوالو ته د اړینو خدمتونو ټول لګښتونه ۵۷،۲۴۳،۵۳۰افغانۍ ته رسېدلي، چې پکې ټرانسپورټ، غذايي توکي، روغتیايي خدمات، مالي مرستې او سیمکارتونه شامل دي.
د یاد کمېسیون دارالانشاء وايي، دغه اقدامات د افغان کډوالو خوندي راستنېدو، اړینو مرستو او ټولنیز ثبات لپاره مهم ګام دی.

اسلاماباد وايي د افغانستان پر وړاندې د ډيورنډ پر کرښه د سوداګریزو لارو تړل د سیاست ستونزه نه ده، بلکې هغه اقتصادي او امنیتي فشار دی چې له قاچاقي دهلېزونو جوړ شوی و. وايي، په دې پرېکړه کې افغانستان یوازې په یوه میاشت کې له ۲۰۰ مېلیونه ډالرو ډېر زیان لیدلی دی.
بیزنیس ریکارډر خبري ویبپاڼې د پاکستاني چارواکو له قوله ویلي، له افغانستان سره یې د ډيورنډ په کرښه سوداګریزې لارې د اکتوبر پر ۱۱ نېټه هغه مهال وتړلې چې د قاچاق او غیرقانوني سوداګرۍ له لارې د هېواد کلنی اقتصادي زیان تر ۳،۴ټرېلیونه روپیو رسېده او د افغان ټرانزیټ ناوړه استفادې له لارې هر کال نږدې یوه ټرېلیون روپۍ بېرته په ناقانونه ډول پاکستان ته راوړل کېدې.
دوی ټینګار کوي چې دغه پرېکړه «د سیاسي اړیکو د خرابوالي عکسالعمل نه دی»، بلکې یو اوږدمهاله پلان دی چې هدف یې د هغه غیرقانوني دهلېز له منځه وړل دي چې کلونه یې د نشهيي توکو، ناقانونه وسلو او وسلهوالو د تګ راتګ اسانتیا برابره کړې وه.
د چارواکو په وینا، یوازې هغه لارې تړل شوې چې «د لویو قاچاقي او ترهګریز فعالیتونو اصلي مسیرونه» ګرځېدلي وو. هغوی وايي، دا اقدام به د پاکستان اقتصادي حاکمیت پیاوړی کړي، د دولت واکمنۍ ته به وده ورکړي او د لویو سوداګریزو لارو کنټرول به بېرته دولت ته راواوړي.
د دوی په وینا ددغه لارو په تړلو سره، تر ټولو لوی زیان افغانستان لیدلې ده.
یوازې په یوه میاشت کې د تورخم له لارې د افغانستان زیان ۴۵میلیونه ډالر اټکل شوی او ټول زیان تر اوسه له۲۰۰میلیونه ډالرو اوښتی دی. شاوخوا ۵زره موټرونه د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې بند پاتې دي او لسګونه ټنه مېوې او موسمې حاصلات د خرابېدو په حال کې دي.
د بدیلو لارو د استعمال له امله صادرات او واردات څو برابره ورو شوي: هغه مالونه چې د کراچۍ له لارې درې وو نه تر څلورو ورځو کې افغانستان ته رسېدل، اوس د ایران له لارې د شپږو نه تر اته ورځې وخت نیسي، او د منځنۍ اسیا له لارې یې لېږد تر ۳۰ ورځو ډېریږي.
د ایران له لارې د یوې کانټینر ترانسپورټ بیه هم له ۵۰ نه تر ۶۰ فیصدهلوړه شوې او نږدې ۲۵۰۰ډالر اضافي لګښت پرې راځي.
شنونکي وايي دغه کړکېچ په ډاګه کړه چې افغانستان له ۷۰ نه ۸۰ فیصده پورې سوداګري په پاکستان متکي وه، چې له درملو تر خوراکي توکو ډېری توکي د پاکستان له بندرونو او لویو لارو تېرېږي.
همدا ډول په کور دننه، د غیرقانوني سوداګرۍ د ټکان له امله شاوخوا ۲۰۰ زره کسان چې په قاچاقي شبکو کې په کار بوخت وو، له عاید څخه بېبرخې شوي دي.
پاکستاني چارواکي استدلال کوي چې د دې شبکو ماتې به د اوږدې مودې لپاره د ناقانونه وسلو، نشهيي توکو او د وسلهوالو د مالي سرچینو جریان کم کړي.
پاکستان وايي یاد بندښت د هېواد په ورځني ژوند هېڅ اغېز نه لري، ځکه له افغانستان څخه د قاچاق له لارې راتلونکي توکي عموماً «لوکس توکي» وو نه اساسي اړتیاوې.
د دوی په وینا، د CPEC او د چین سره د مستقیمو لارو له امله هم د پاکستان حیاتي سوداګریزې رسونې اغېزمنې شوي نه دي.
پالیسي جوړونکي باور لري چې پاکستان به له پنځه نه تر لسو کلونو په اوږدو کې له دې پرېکړې څخه سترې ګټې ترلاسه کړي، چې پکې د ډيورنډ په کرښه امنیت، د اقتصاد له درزونو د لیک کېدو مخنیوی، او منظم سرحدي تجارت شامل دي.
شنونکي تر دې هم وړاندې وایي چې د دې بدلون له امله افغانستان ممکن له ختیځو ولایتونو لکه پکتیا ورهاخوا خپله سوداګري ایران او منځنۍ اسیا ته پراخه کړي او خپل اقتصادي جوړښت لږ تر لږه «له انحصار څخه متنوع» کړي.

په پاکستان کې پخوانی افغان سفیر نجیبالله عليخېل وايي چې د څو لسیزو شخړو اصلي درس دا دی چې افغانان باید د خپل راتلونکي د ټاکلو لپاره « بینالافغاني هوکړه» رامنځته کړي. هغه وایي، له باثباته افغانستان پرته، نه سیمه اقتصادي پرمختګ کولای شي او نه هم نړۍ د اندېښنو د کمېدو هیله لري.
نجیبالله عليخېل پر خپله اېکس یوه لیکنه کې د افغانستان د نیمې پېړۍ ناورین ته په اشارې ویلي چې د هېواد راتلونکی یوازې هغه مهال رغېدای شي چې «یو ملي او ګډ روایت» رامنځته شي.
عليخېل خپله لیکنه د علامه اقبال له یو تاریخي شعر پیل کړې او لیکلي یې دي چې د اقبال پېغام «اوس د عمل په ډګر کې ثابت شوی» او افغانستان ته د ور پېښو شاوخوا ۵۰ کلنو جګړو او سیالیو د سیمې او هېواد دواړو تاوان کړی دی.
هغه زیاتوي:«د سترو جیوپولیټیکي سیالیو، د ځینو ورانکارو ګاونډیو هدفونو او زموږ خپلمنځي نفاق افغانستان ویجاړ کړ چې ستر زیان یې ولس او ځوان نسل ته ورسېد».
نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان ځانګړې جغرافیایي موقعیت یوازې «پر کاغذ» پاتې شوی او سیمهییزې اقتصادي همکارۍ هېڅکله پوره وده ونه کړه.
عليخېل له افغانانو غواړي چې د راتلونکې د ترسیم لپاره لومړی باید د تېرو لسیزو رېښتونې ارزونه وشي.
د هغه په خبره:«موږ باید دا اخلاقي جرات پیدا کړو چې خپلو خلکو ته وضاحت ورکړو؛ د جمهوري نظام د سقوط لاملونه، د سولې فرصتونه، ناکامۍ او د هر لوري ونډه باید روښانه شي، پرته له دې، په تورتم کې ګام اخیستل دي».
پخواني سفیر د سیمهییزو اقتصادي پروژو یادونه هم کړې ده او باور لري چې د ټاپي، کاسا-۱۰۰۰، لاجوردو لارې او د ترانسافغان رېل پټلۍ په څېر پروژې یوازې هغه وخت عملي کېږي چې افغانستان «متحد، سولهیز او دایمي ثبات» ولري.
هغه وایي:«سیمې د اقتصادي ودې ستر پوتنسیال لري، خو د دې هر څه لپاره باثبات افغانستان یو بنسټیز شرط دی».
نوموړي د نړۍوالې ټولنې دریځ ته په اشارې ویلي چې نړۍ د افغانستان لپاره ځانګړې نسخه نه لري، خو امنیتي وضعیت، بشري ناورین، کډوالي او بشري حقونه د نړیوالو د اندېښنې عمده دلایل دي.
عليخېل زیاتوي چې یوازینۍ پایدار لاره «بینالافغاني حل» دی او که افغانان په داخلي تفاهم سره ګډه لاره ومومي، نړۍواله ټولنه به یې ملاتړ کولو ته مجبوره وي.

د امريکا د مرکزي استخباراتو ادارې (سيایاې) پخوانۍ ماموره سارا اډمز وايي چې د ازادۍ جبهې مشر جنرال ياسين ضياء د افغانستان د راتلونکي نظام او دولت د جوړېدو لپاره تر ټولو وړ او مخکښ مبارز دی.
نوموړې د شنبې په ورځ د (لیندۍ لومړۍ) نېټه پر اېکس پاڼه لیکلي: «پرېږدئ چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ څه پېښېږي او طالبان به په کوم ډول يو ځل بيا له واکه ليرې کېږي (چې خامخا به هغه ورځ راځي)، که ما خپل حکومت يا د بل هېواد حکومت چلولای او د ترهګرو پر ضد د مبارزې لپاره مې د يو مخکښ شخص د ټاکلو اړتيا لرله، څرګنده ده چې جنرال ياسين ضياء به مې په لومړنیو انتخابونو کې وی».
سارا اډمز زياتوي: «هغه نېک انسانان چې بريالي کېږي، تل هماغه کسان وي چې خپل هېواد تر خپل ځان ډېر خوښوي».
هغې د امريکا د دويم ولسمشر جان اډمز خبرې هم رانقل کړي او ويلي یې دي: «زموږ د وطن پر وړاندې زموږ ژمنې هېڅکله نه ختمېږي، مګر زموږ له ژوند سره پای ته رسېږي».
د جنرال ضياء په مشرۍ د ازادۍ جبهه ډېری غړي د مخکېني جمهوري نظام د پخوانیو امنیتي او دفاعي ځواکونو له غړو جوړه ده. په دې جبهه کې د بېلابېلو قومونو خلک شامل دي او د هغوی يوه پياوړې برخه د اردو د ځانګړو قطعاتو سرتېري، د پوليسو د چټک غبرګون ځواکونه او د ملي امنيت د پخوانيو ځانګړو قطعاتو غړي جوړوي.
ازادۍ جبهې په تېرو کلونو کې په بېلابېلو سيمو کې پر طالبانو ګڼ شمېر بریدونه ترسره کړي دي. دغه جبهې د روان کال د زمري په میاشت کې وويل چې دوی په تېر يوه کال کې د طالبانو پر مرکزونو ۸۸ عمليات ترسره کړي دي. د جبهې د څرګندونو له مخې، په دغو بريدونو کې ۲۲۵تنه طالبان وژل شوي دي.