• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نجیب علي‌خېل: د افغانستان د راتلونکې لپاره بین‌الافغاني اجماع یوازینی لاره ده

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۰۳ GMT+۰تازه شوی: ۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۰۴:۰۴ GMT+۰

په پاکستان کې پخوانی افغان سفیر نجیب‌الله علي‌خېل وايي چې د څو لسیزو شخړو اصلي درس دا دی چې افغانان باید د خپل راتلونکي د ټاکلو لپاره « بین‌الافغاني هوکړه» رامنځته کړي. هغه وایي، له باثباته افغانستان پرته، نه سیمه اقتصادي پرمختګ کولای شي او نه هم نړۍ د اندېښنو د کمېدو هیله لري.

نجیب‌الله علي‌خېل پر خپله اېکس یوه لیکنه کې د افغانستان د نیمې پېړۍ ناورین ته په اشارې ویلي چې د هېواد راتلونکی یوازې هغه مهال رغېدای شي چې «یو ملي او ګډ روایت» رامنځته شي.

علي‌خېل خپله لیکنه د علامه اقبال له یو تاریخي شعر پیل کړې او لیکلي یې دي چې د اقبال پېغام «اوس د عمل په ډګر کې ثابت شوی» او افغانستان ته د ور پېښو شاوخوا ۵۰ کلنو جګړو او سیالیو د سیمې او هېواد دواړو تاوان کړی دی.

هغه زیاتوي:«د سترو جیوپولیټیکي سیالیو، د ځینو ورانکارو ګاونډیو هدفونو او زموږ خپلمنځي نفاق افغانستان ویجاړ کړ چې ستر زیان یې ولس او ځوان نسل ته ورسېد».
نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان ځانګړې جغرافیایي موقعیت یوازې «پر کاغذ» پاتې شوی او سیمه‌ییزې اقتصادي همکارۍ هېڅ‌کله پوره وده ونه کړه.

علي‌خېل له افغانانو غواړي چې د راتلونکې د ترسیم لپاره لومړی باید د تېرو لسیزو رېښتونې ارزونه وشي.

د هغه په خبره:«موږ باید دا اخلاقي جرات پیدا کړو چې خپلو خلکو ته وضاحت ورکړو؛ د جمهوري نظام د سقوط لاملونه، د سولې فرصتونه، ناکامۍ او د هر لوري ونډه باید روښانه شي، پرته له دې، په تورتم کې ګام اخیستل دي».
پخواني سفیر د سیمه‌ییزو اقتصادي پروژو یادونه هم کړې ده او باور لري چې د ټاپي، کاسا-۱۰۰۰، لاجوردو لارې او د ترانس‌افغان رېل پټلۍ په څېر پروژې یوازې هغه وخت عملي کېږي چې افغانستان «متحد، سوله‌یز او دایمي ثبات» ولري.

هغه وایي:«سیمې د اقتصادي ودې ستر پوتنسیال لري، خو د دې هر څه لپاره باثبات افغانستان یو بنسټیز شرط دی».
نوموړي د نړۍوالې ټولنې دریځ ته په اشارې ویلي چې نړۍ د افغانستان لپاره ځانګړې نسخه نه لري، خو امنیتي وضعیت، بشري ناورین، کډوالي او بشري حقونه د نړیوالو د اندېښنې عمده دلایل دي.

علي‌خېل زیاتوي چې یوازینۍ پایدار لاره «بین‌الافغاني حل» دی او که افغانان په داخلي تفاهم سره ګډه لاره ومومي، نړۍواله ټولنه به یې ملاتړ کولو ته مجبوره وي.

ترویج لرونکی

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي
۱

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۲

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۳

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۴

پر ډیورنډ کرښه تړلې لارې؛ پاکستان خپلې سوداګریزې لارې بدلوي

۵

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ

•
•
•

نور کیسې

د سي‌ای‌اې پخوانۍ ماموره: جنرال یاسین ضياء د افغانستان د راتلونکي نظام لپاره غوره مبارز دی

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۰۲:۳۸ GMT+۰
د سي‌ای‌اې پخوانۍ ماموره: جنرال یاسین ضياء د افغانستان د راتلونکي نظام لپاره غوره مبارز دی
100%

د امريکا د مرکزي استخباراتو ادارې (سي‌ای‌اې) پخوانۍ ماموره سارا اډمز وايي چې د ازادۍ جبهې مشر جنرال ياسين ضياء د افغانستان د راتلونکي نظام او دولت د جوړېدو لپاره تر ټولو وړ او مخکښ مبارز دی.

نوموړې د شنبې په ورځ د (لیندۍ لومړۍ) نېټه پر اېکس پاڼه لیکلي: «پرېږدئ چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ څه پېښېږي او طالبان به په کوم ډول يو ځل بيا له واکه ليرې کېږي (چې خامخا به هغه ورځ راځي)، که ما خپل حکومت يا د بل هېواد حکومت چلولای او د ترهګرو پر ضد د مبارزې لپاره مې د يو مخکښ شخص د ټاکلو اړتيا لرله، څرګنده ده چې جنرال ياسين ضياء به مې په لومړنیو انتخابونو کې وی».

سارا اډمز زياتوي: «هغه نېک انسانان چې بريالي کېږي، تل هماغه کسان وي چې خپل هېواد تر خپل ځان ډېر خوښوي».

هغې د امريکا د دويم ولسمشر جان اډمز خبرې هم رانقل کړي او ويلي یې دي: «زموږ د وطن پر وړاندې زموږ ژمنې هېڅکله نه ختمېږي، مګر زموږ له ژوند سره پای ته رسېږي».

د جنرال ضياء په مشرۍ د ازادۍ جبهه ډېری غړي د مخکېني جمهوري نظام د پخوانیو امنیتي او دفاعي ځواکونو له غړو جوړه ده. په دې جبهه کې د بېلابېلو قومونو خلک شامل دي او د هغوی يوه پياوړې برخه د اردو د ځانګړو قطعاتو سرتېري، د پوليسو د چټک غبرګون ځواکونه او د ملي امنيت د پخوانيو ځانګړو قطعاتو غړي جوړوي.

ازادۍ جبهې په تېرو کلونو کې په بېلابېلو سيمو کې پر طالبانو ګڼ ‌شمېر بریدونه ترسره کړي دي. دغه جبهې د روان کال د زمري په میاشت کې وويل چې دوی په تېر يوه کال کې د طالبانو پر مرکزونو ۸۸ عمليات ترسره کړي دي. د جبهې د څرګندونو له مخې، په دغو بريدونو کې ۲۲۵تنه طالبان وژل شوي دي.

امرالله صالح وایي، د «رژیم» د بدلون په اړه د پاکستان ادعا مشکوکه ده

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۰۱:۲۲ GMT+۰
امرالله صالح وایي، د «رژیم» د بدلون په اړه د پاکستان ادعا مشکوکه ده
100%

د امرالله صالح په مشرۍ زرغون بهیر د طالبانو پر ضد له اقدام پرته د «رژیم» د بدلون په اړه د پاکستان ادعاوې مشکوکې بللې دي.

د دغه بهیر په وینا، پاکستان له کلونو راهیسې طالبانو ته له روزنې ورکړې او امکاناتو له برابرولو سره سره له یادو چارو منکر و او اسلام‌اباد اوس له عملي اقدام پرته یوازې د اعلامیې په خپرولو سره «د رژيم د بدلون» اوازې خپروي او په باور یې د پاکستان دغه کړنه «مشکوکه» ده.
زررغون بهیر د شنبې په ورځ (د لیندۍ لومړۍ) په خپله اېکس پاڼه لیکلي: «پاکستان په تېرو ۲۶ کلونو کې له طالبانو ملاتړ کړی او تر اوسه یې هېڅ عملي اقدام نه‌دی کړی او هره ورځ اعلامیه ورکوي او د رژیم د بدلون خبره کوي، ولې؟ کیسه ډېره مشکوکه ده.»

نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د بدلون په تړاو د پاکستاني چارواکو او ډیپلوماتانو وروستیو څرګندونو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

پاکستان چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې د دغې ډلې یو له اصلي ملاتړو ګڼل کېده، خو اوس د افغانستان په واکمنۍ کې د بدلون فکر او هیله لري. طالبان بیا وايي، د پاکستان په پوځ کې یوه کړۍ نه‌غواړي چې د دوی او پاکستان اړیکې ښې وي.

په افغانستان کې د جمهوري نظام له رانسکورېدو مخکې طالبانو په پاکستان کې له اوسېدو سربېره مهمې او پرېکړه کوونکې شوراګانې درلودې او ډېری طالب چارواکو ورته تګ راتګ کاوه، خو د پاکستان د هغه وخت چارواکو پرې سترګې پټولې او په پاکستان کې د طالبانو حضور رداوه.

خو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم، پاکستان خوشحاله و او ان د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو ورځو کې د پاکستان د وخت د استخباراتو رييس فیض حمید په کابل کې و او دا د دې ښکارندويي کوي، چې ګواکې پاکستان خپلې موخې ته هغه دا چې افغانستان به تر لاس لاندې هېواد وي، رسېدلی دی.

دغه اړیکې ورو ورو سړې شوې او د طالبانو په تېره څلور کلنې دوره کې کله نا کله د ډيورند فرضي کرښې په اوږدو کې لنډ مهاله وسله والې نښتې هم وشوې، خو له دې سره سره پاکستان په نړۍوال ستېج کې د طالبانو په ملاتړ څرګندونې کولې او دغو څرګندونو د پخوانیو چارواکو غبرګونونه راپارولي و او په ډاګه کړې یې وه، چې پاکستان حق نه‌لري د افغانستان په اسازیتوب په نړۍوالو غونډو کې خبرې وکړي، خو طالب چارواکو بیا یادې څرګندونې د افغانستان په ګټه بللې.

دغه اړیکې د روان کال د تلې په دویمه لسیزه کې وروسته له هغې ترینګلې شوې، چې پاکستان پر پلازمېنې کابل او پکتیکا هوايي بریدونه وکړل. پاکستان داسې انګېرله چې په یاد برید کې یې د ټي‌ټي‌پي مشر په نښه کړی، خو څو ورځې وروسته بیا د ټي‌ټي‌پي مشر په یوې ویډیو کې په پښتونخوا کې راڅرګند شو.

د پاکستان او افغان طالبانو تر منځ د جګړې اور هم له یادو بریدونو (پنجشنبه د تلې ۱۷مه) پیل شو. پاکستان پرته له دې چې په رسمي توګه د یاد برید مسوولیت ومني ویې ویل، د پاکستان د خلکو د امنیت لپاره هر هغه کار چې لازم وي کوي یې.

په هغه وخت کې د طالبانو دفاع وزارت یاد برید بې ساری، له تشدد ډک او کرغېړن او له خپل حریم څخه یې دفاع خپل حق وباله او خبرداری یې ورکړ، که له دې وروسته وضعیت هر څومره ترینګلی کېږي مسوولیت به يې د پاکستان پوځ پر غاړه وي.

طالبانو بیا په دویمه شپه یې (د شنبې په ماخوستن د تلې ۱۹مه) په شاوخوا ۲۵۰۰ کیلومتره فرضي کرښه کې د «غچ اخیستنې» په نوم ځمکني عملیات پیل کړل او د شپې تر نیمايي شاوخوا ۱۲ بجو یې دوام وکړ او بیا طالبانو رسماً د جګړې د پای اعلان وکړ.

پر همدې اړ او دوړ کې د پاکستان دولت د طالبانو له څه باندې څلور کلن حاکمیت وروسته د روان کال په تلې میاشت کې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ ته د «رژیم» خطاب وکړ او دا د طالبانو پر وړاندې د اسلام اباد په تګلاره کې ستر بدلون ګڼل کېده.

پاکستان ورسره جوخت ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو او افغان طالبانو تر منځ له مخامخ جګړې وروسته په لومړي ځل په یوه ډول په افغانستان کې د واکمنۍ د بدلون لپاره هیله څرګنده کړه.

په هغه وخت کې (یکشنبه د تلې ۲۰مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل، اسلام اباد د یوه سوله ییز، سوکاله، ټول شموله او د سیمې له هېوادونو سره په اړیکه کې د افغانستان غوښتونکی دی. دغه وزارت په یوې خبرپاڼه کې زیاته کړې وه: «موږ دا هیله هم لرو چې یوه ورځ به د افغانستان ولس له فشارونو ازاد او د یوه ريښتیني حکومت له لوري اداره شي.»

شنونکو بیا د پاکستان دغه څرګندونې په افغانستان کې د نظام د بدلون لپاره سناریو جوړونه وبلله.

طالبانو هم په هغه وخت کې (یکشنبه د تلې ۲۰مه) یعنې د پاکستان له دریځ څخه څو ساعته مخکې په ډاګه وویل، پاکستان د افغانانو په منځ کې ډول ډول توپیرونو ته لمن وهي او غواړي ځینې افغانان په خپل دام کې راګیر او بیا یې د افغانستان د ملي امنیت پر ضد وکاروي.

طالبانو همداراز څرګنده کړه، چې د پاکستان په پوځ کې یوه کړۍ نه‌غواړي چې د دوی او پاکستان تر منځ اړیکې ښې وي، خو د دغو کړیو په تړاو نور جزییات نه‌دي ورکړي.

محمد حلیم فدايي په افغانستان کې د نظام د بدلون په تړاو د پاکستاني چارواکو د څرګندونو په اړه وايي: «پاکستان به هېڅکله د طالبانو رژیم تغییر نه‌کړي. پاکستان چې د طالبانو په وجود کې کومې ګټې لري، هغه به په بل هېڅ رژیم او نورو وګړو کې ترلاسه نه‌کړي.»

فدايي په دې تړاو څرګندونې د پاکستان تبلیغاتي هڅه ګڼي او په باور یې اسلام‌اباد په دغه ډول څرګندونو سره غواړي د ولس له بنسټیزو ستونزو څخه تمرکز واړوي او د خپل «رژیم» د عمر غځولو هڅه وکړي او مقطعي ولسي ملاتړ تر لاسه کړي.

د یادونې وړ ده، چې پاکستان، اسلام‌اباد ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي د سفر لپاره د معافیت په اخیستو کې له ناکامۍ او ورسره جوخت هند ته چې پاکستان یې ازلي دوښمن بولي، د امیرخان متقي له سفر وروسته تبلیغاتي جګړې زور واخیست او لا هم په شدت سره روان دی.

فدایي:طالبان به هېڅکله د پخواني ولسمشر غني او بل غېر طالب افغان وړاندیزونه او طرحې ونه‌مني

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۵۷ GMT+۰
فدایي:طالبان به هېڅکله د پخواني ولسمشر غني او بل غېر طالب افغان وړاندیزونه او طرحې ونه‌مني
100%

پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د تېرې پنجشنبې په ورځ (د لړم ۲۸مه) په یوه پیغام کې ویلي، که اړتیا او د خلکو غوښتنه وي، چمتو دی چې د روان ناورین په حل کې خپله ونډه ترسره کړي، خو محمد حلیم فدايي وايي، طالبان به هېڅکله د غېر طالب افغان وړاندیزونه ونه‌مني.

پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په خپل یاد پیغام کې د افغانستان پر اوسني وضعیت، د سولې پر اړتیا، د ملي ګټو د تعریف او د راتلونکي په اړه خپل لیدلوری وړاندې کړی او په ټينګار سره یې ویلي: «زه د ځان لپاره هېڅ نه غواړم او نه یې په هڅه کې یم، خو که اړتیا او د خلکو غوښتنه وي، چمتو یم چې له ناورین څخه د وتلو او د جوړوونکو لارو په ښودلو او وړاندې کولو چې اساسي ټکي یې پر مرګ د ژوندانه، پر فقر د شتمنۍ، پر تربګنۍ د ملي ورورولۍ رجحان وي، خپله ونډه پوره کړم.»

محمد اشرف غني: د پاکستان پوځي تېري او د هغې پایلو د هېواد حالت لا پسې خراب کړی | افغانستان انټرنشنل پښتو

د جمهوري نظام پر مهال د خوست پخوانی والي محمد حلیم فدايي د شنبې په ورځ (د لیندۍ لومړۍ نېټه) په خپله اېکس پاڼه ویلي: «طالبان به هېڅکله د [پخواني] ولسمشر غني او بل هر غېر طالب افغان وړاندیزونه او طرحې ونه مني.»

هغه وړاندیز کړی، چې پخوانی ولسمشر غني باید د طالبانو د «اصلاح» پر ځای د یوه پراخ سیاسي اپوزیسیون مشري په لاس کې واخلي او زیاتوي: «د مشورو او طرحو پر ځای دې سیاسي فشارونه ورباندې زیات کړي.»

محمد حلیم فدايي په افغانستان کې د نظام د بدلون په تړاو د پاکستاني چارواکو د څرګندونو په اړه وايي: «پاکستان به هېڅکله د طالبانو رژیم تغییر نه‌کړي. پاکستان چې د طالبانو په وجود کې کومې ګټې لري، هغه به په بل هېڅ رژیم او نورو وګړو کې ترلاسه نه‌کړي.»

فدايي په دې تړاو څرګندونې د پاکستان تبلیغاتي هڅه ګڼي او په باور یې اسلام‌اباد په دغه ډول څرګندونو سره غواړي، چې د ولس له بنسټیزو ستونزو څخه تمرکز واړوي او د خپل «رژیم» د عمر غځولو هڅه وکړي او مقطعي ولسي ملاتړ تر لاسه کړي.

د فدايي په باور، د پاکستان ټوله هڅه دا ده چې د جمهوریت، جهاد او مقاومت په منځ کې خپل پخواني اشخاص او ډلې په طالبانو کې ورګډ کړي او په دې توګه د طالبانو پر وړاندې د یوه داسې سیاسي اپوزیسیون مخه ونیسي، چې د دواړو (د پاکستان او طالبانو) د پالیسیو مخالفین دي.

هغه همداراز څرګنده کړې، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ په اقتصادي شخړه کې یوازې د دواړو لوریو ولسونه زیانمن شوي او په باور یې: «پر ولسونو فشار د دوی دواړو پخوانۍ تګلار ده.»

د پاکستان او افغان طالبانو تر منځ له مخامخ جګړو وروسته د دواړو لوریو اړیکې تر بل هر وخت ډېرې خرابه شوي او ورسره پاکستان له څه باندې یوې میاشتې راهیسې له افغانستان سره پر ډیورند کرښه ټولې لارې بندې کړي دي. د پاکستان په دې چارې سره د ډیورند کرښې په دواړو خواوو کې سوداګر زیانمن شوي او همداراز عام ولس او مساپر له سختو ستونزو سره مخ دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د جمعې په ورځ (د لړم ۳۰مه) په خپل اوونیز خبري کنفرانس کې ادعا وکړه، چې له «فتنه الخوارج او فتنه الهندوستان ترهګرو ډلو» څخه د افغان طالبانو د ملاتړ له امله یې ټولې لارې بندې کړي او هر ډول سوداګري یې ځنډولې ده. خو طالبانو تل په څرګندو ټکو د پاکستان دغه ادعا رد کړې او په ډاګه کړې یې ده، چې په افغانستان کې هېڅ ترهګره ډله نه‌شته او هېچا ته به د دې اجازه ورنه‌کړي چې افغان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

پاکستان: له افغانستان سره د سوداګرۍ د بندېدو بهیر د غځېدو پر دريځ لا هم ولاړ یو | افغانستان انټرنشنل پښتو

طاهر اندرابي څرګنده کړې، له افغانستان سره د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پیل لپاره مهم شرط دا دی، چې طالبان باید د «اېف ای اېچ او اېف ای کې او نورو ترهګرو ډلو» له ملاتړ څخه لاس واخلي.

خو طالبانو بیا په وار-وار ویلي، چې په پاکستان کې ناامني د دغه هېواد کورنۍ مساله ده او باید خپله یې حل کړي.

طالبانو په تېره میاشت کې د بشري مرستو لپاره د ۶نیم میلیونه ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک کړي

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۲۲ GMT+۰
طالبانو په تېره میاشت کې د بشري مرستو لپاره د ۶نیم میلیونه ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک کړي
100%

د طالبانو تر واک لاندې له پېښو سره د مبارزې اداره وایي، چې په تېرې (لړم) میاشت کې د بشري مرستو لپاره له بېلابېلو ملي او نړۍوالو موسسو سره د شاوخوا شپږ نیم میلیونه ډالرو په ارزښت لس ګډې هوکړې لاسلیک شوې دي.

د یادې ادارې ویاند محمد یوسف حماد وايي، په تېر لړم میاشت کې په هېواد کې د پېښو د مدیریت، د خطرونو د کمولو، د ماین پاکۍ، د پېښو له امله زیانمنو او له خطر سره د مخ خلکو د لاسنیوي په موخه له ملي او نړۍوالو موسسو سره د ۶میلیونه او ۶ سوه او ۱۵۶۴ امریکايي ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو ۱۰ هوکړې لاسلیک شوې دي.

محمد یوسف حماد زیاتوي: «په لړم میاشت کې له ملي او نړۍوالو موسسو سره په همکارۍ ۸۴ زره او ۵۷۳ کورنیو ته خوراکي، غېر خوارکي او نغدي مرستې وېشل شوې دي.»

د نوموړي په وینا، په دې موده کې ۵۴۷ ماینونه او ناچاودي توکي هم کشف او شنډ کړای شوي دي.

محمد یوسف حماد زیاتوي: «په لړم میاشت کې د ماین پاکۍ چارو له موسسو سره په همکارۍ ۳ اعشاریه ۶ کیلومتره مربع ساحه چې په ماینونو او نورو ناچاودو توکو ککړې وې پاکې کړي او ۵۴۷ ماینونه او ناچاودي توکي هم کشف او شنډ کړای شوي دي.»

د یادونې وړ ده، چې د نړۍوالو له دومره مرستو سره سره له طبیعي پېښو زیانمنې کورنۍ د مرستو له نه‌رسېدو او ځینې یې بیا په دې بهیر کې د شفافیت له نشتوالي شکایت لري.

په دې وروستیو کې په لغمان، ننګرهار او کونړ او همداراز په سمنګان او بلخ ولایتونو کې د شدیدو زلزلو له امله زرګونه کورنۍ بې سرپناه شول او دمګړی په دې سړه هوا کې له سرپناه پرته شپې او ورځې تېروي.

احمد مسعود:افغانان له ډیموکراتیکو ارزښتونو د دفاع لپاره د نړۍوالو سیاسي ملاتړ ته اړتیا لري

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۲۱:۳۶ GMT+۰
احمد مسعود:افغانان له ډیموکراتیکو ارزښتونو د دفاع لپاره د نړۍوالو سیاسي ملاتړ ته اړتیا لري
100%

د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود وايي، افغانان د خپلې ازادۍ لپاره په‌خپله جنګېږي، خو له «ډیموکراتیکو ارزښتونو» د دفاع لپاره د نړۍوالې ټولنې سیاسي ملاتړ ته اړتیا لري. نوموړي همداراز خبرداری ورکړ، د افغانستان اوسني وضعیت ته نه‌پاملرنه به تر لسو کلونو پورې بل ناورین وزېږوي.

احمد مسعود د فرانسې له «ال‌اکسپرېس» سره په مرکه کې ویلي، طالبانو هېڅ تغییر نه‌دی کړی او د دغې ډلې د لومړۍ واکمنۍ پر تله وضعیت ډېر سخت شوی، ځکه طالبان په دې پړاو واکمنۍ کې په نړۍواله کچه ډېر ملاتړ ترلاسه کوي.

مسعود باوري دی، چې لوېدیځوال اوس نور لومړیتوبونه لري او افغانستان یې په کاري لومړیتوبونو کې نه‌دی او ورسره جوخت خبرداری ورکوي، چې دغه نه‌پاملرنه به تر پنځو یا هم لسو کلونو پورې بل ناورین وزېږوي.

احمد مسعود وايي: «طالبان ادعا کوي چې په تېرو څلورو کلونو کې یې ۲۵ زره ځوان جهادیان روزلي او که اوس ورته پام ونه‌شي، نو دغه ځواکونه به په راتلونکو کلونو کې د ټولو لپاره جدي ګواښ وي.»

مسعود د روسیې له لوري د طالبانو د رسمیت پېژندنه یوه «خطا» ګڼي او زیاتوي، د یوه حکومت مشروعیت د هغه له خلکو ترلاسه کېږي، نه د بهرنیانو د پېژندنې له لارې.

د هغه په باور، طالبان اوس هم له نورو هېوادونو مالي مرستې ترلاسه کوي، خو: «د ځواب ورکړې یا حساب ورکړې لپاره هېڅ میکانیزم نه‌لري او له دغو پیسو له ترهګرو ډلو خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.»

د مقاومت جبهې مشر په افغانستان کې د ښځو وضعیت ته په اشارې سره ویلي، طالبانو پر ښځو د پراخو محدودیتونو په لګولو سره په عملي توګه «جنسیتي اپارتاید یا تبعیض» بنسټیز کړی او په وینا یې، نړۍ باید په دې برخه او همداراز د ځوانو جهادیانو د روزنې د ګواښونو په تړاو بې‌غوره پاتې نه‌شي.

مسعود زیاته کړې: «افغان ولس د خپلې ازادۍ لپاره جنګېږي، خو له ډيموکراتیکو ارزښتونو د دفاع لپاره د نړۍوالې ټولنې سیاسي ملاتړ ته اړتیا لري.»

نوموړی په افغانستان کې پر ښځو د لګول شویو محدودیتونو پر وړاندې د مبارزې لپاره زده‌کړو ته د نجونو او ښځو لاسرسی، د ښځو د غږونو بدرګه کول او په نړۍوال ستېج کې یې حضور مهم ګڼي او همداراز له نړۍوالو غواړي، چې د طالبانو له لوري پر ښځو لګول شوي محدودیتونه د «جنسیتي تبعیض» په توګه په رسمیت وپېژني او د امکان په صورت کې عاملین یې باید نړۍوال عدالت ته وسپارل شي.

د نوموړي په باور، که په افغانستان کې د ښځو په تړاو د طالبانو چلند د «جنسیتي تبعیض» په توګه په رسمیت وپېژندل شي، نو دې ته به زمینه برابره شي چې عاملین یې د جرمونو د نړۍوالې محکمې په څېر د نړۍوالو محکمو او بنسټونو له لوري تر څار لاندې ونیول شي او همداراز باوري دی، چې له ولسواکۍ د دفاع لپاره باید دغه «مفهوم» په رسمیت وپېژندل شي.

طالبانو بیا تل د ښځو په تړاو د دغه ډول څرګندونو په اړه ویلي، په افغانستان کې د شریعت له‌مخې د افغان ښځو او نجونو حقونه خوندي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني په تازه څرګندونو کې ویلي، چې پاکستان د خپلو تېرو تجربو له مخې باید په افغانستان کې د رژیم د بدلون په مسله کې ځان ښکېل نه کړي. هغه په افغانستان کې د طالبانو په اړه ویلي «حقیقت دا دی چې طالبان په خپلو کړنو سره د رژیم بدلون په لور روان دي.»