د جمهوري نظام پر مهال د خوست پخوانی والي محمد حلیم فدايي د شنبې په ورځ (د لیندۍ لومړۍ نېټه) په خپله اېکس پاڼه ویلي: «طالبان به هېڅکله د [پخواني] ولسمشر غني او بل هر غېر طالب افغان وړاندیزونه او طرحې ونه مني.»
هغه وړاندیز کړی، چې پخوانی ولسمشر غني باید د طالبانو د «اصلاح» پر ځای د یوه پراخ سیاسي اپوزیسیون مشري په لاس کې واخلي او زیاتوي: «د مشورو او طرحو پر ځای دې سیاسي فشارونه ورباندې زیات کړي.»
محمد حلیم فدايي په افغانستان کې د نظام د بدلون په تړاو د پاکستاني چارواکو د څرګندونو په اړه وايي: «پاکستان به هېڅکله د طالبانو رژیم تغییر نهکړي. پاکستان چې د طالبانو په وجود کې کومې ګټې لري، هغه به په بل هېڅ رژیم او نورو وګړو کې ترلاسه نهکړي.»
فدايي په دې تړاو څرګندونې د پاکستان تبلیغاتي هڅه ګڼي او په باور یې اسلاماباد په دغه ډول څرګندونو سره غواړي، چې د ولس له بنسټیزو ستونزو څخه تمرکز واړوي او د خپل «رژیم» د عمر غځولو هڅه وکړي او مقطعي ولسي ملاتړ تر لاسه کړي.
د فدايي په باور، د پاکستان ټوله هڅه دا ده چې د جمهوریت، جهاد او مقاومت په منځ کې خپل پخواني اشخاص او ډلې په طالبانو کې ورګډ کړي او په دې توګه د طالبانو پر وړاندې د یوه داسې سیاسي اپوزیسیون مخه ونیسي، چې د دواړو (د پاکستان او طالبانو) د پالیسیو مخالفین دي.
د پاکستان او افغان طالبانو تر منځ له مخامخ جګړو وروسته د دواړو لوریو اړیکې تر بل هر وخت ډېرې خرابه شوي او ورسره پاکستان له څه باندې یوې میاشتې راهیسې له افغانستان سره پر ډیورند کرښه ټولې لارې بندې کړي دي. د پاکستان په دې چارې سره د ډیورند کرښې په دواړو خواوو کې سوداګر زیانمن شوي او همداراز عام ولس او مساپر له سختو ستونزو سره مخ دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د جمعې په ورځ (د لړم ۳۰مه) په خپل اوونیز خبري کنفرانس کې ادعا وکړه، چې له «فتنه الخوارج او فتنه الهندوستان ترهګرو ډلو» څخه د افغان طالبانو د ملاتړ له امله یې ټولې لارې بندې کړي او هر ډول سوداګري یې ځنډولې ده. خو طالبانو تل په څرګندو ټکو د پاکستان دغه ادعا رد کړې او په ډاګه کړې یې ده، چې په افغانستان کې هېڅ ترهګره ډله نهشته او هېچا ته به د دې اجازه ورنهکړي چې افغان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.
طاهر اندرابي څرګنده کړې، له افغانستان سره د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پیل لپاره مهم شرط دا دی، چې طالبان باید د «اېف ای اېچ او اېف ای کې او نورو ترهګرو ډلو» له ملاتړ څخه لاس واخلي.
خو طالبانو بیا په وار-وار ویلي، چې په پاکستان کې ناامني د دغه هېواد کورنۍ مساله ده او باید خپله یې حل کړي.
د یادې ادارې ویاند محمد یوسف حماد وايي، په تېر لړم میاشت کې په هېواد کې د پېښو د مدیریت، د خطرونو د کمولو، د ماین پاکۍ، د پېښو له امله زیانمنو او له خطر سره د مخ خلکو د لاسنیوي په موخه له ملي او نړۍوالو موسسو سره د ۶میلیونه او ۶ سوه او ۱۵۶۴ امریکايي ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو ۱۰ هوکړې لاسلیک شوې دي.
محمد یوسف حماد زیاتوي: «په لړم میاشت کې له ملي او نړۍوالو موسسو سره په همکارۍ ۸۴ زره او ۵۷۳ کورنیو ته خوراکي، غېر خوارکي او نغدي مرستې وېشل شوې دي.»
د نوموړي په وینا، په دې موده کې ۵۴۷ ماینونه او ناچاودي توکي هم کشف او شنډ کړای شوي دي.
محمد یوسف حماد زیاتوي: «په لړم میاشت کې د ماین پاکۍ چارو له موسسو سره په همکارۍ ۳ اعشاریه ۶ کیلومتره مربع ساحه چې په ماینونو او نورو ناچاودو توکو ککړې وې پاکې کړي او ۵۴۷ ماینونه او ناچاودي توکي هم کشف او شنډ کړای شوي دي.»
د یادونې وړ ده، چې د نړۍوالو له دومره مرستو سره سره له طبیعي پېښو زیانمنې کورنۍ د مرستو له نهرسېدو او ځینې یې بیا په دې بهیر کې د شفافیت له نشتوالي شکایت لري.
په دې وروستیو کې په لغمان، ننګرهار او کونړ او همداراز په سمنګان او بلخ ولایتونو کې د شدیدو زلزلو له امله زرګونه کورنۍ بې سرپناه شول او دمګړی په دې سړه هوا کې له سرپناه پرته شپې او ورځې تېروي.
د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود وايي، افغانان د خپلې ازادۍ لپاره پهخپله جنګېږي، خو له «ډیموکراتیکو ارزښتونو» د دفاع لپاره د نړۍوالې ټولنې سیاسي ملاتړ ته اړتیا لري. نوموړي همداراز خبرداری ورکړ، د افغانستان اوسني وضعیت ته نهپاملرنه به تر لسو کلونو پورې بل ناورین وزېږوي.
احمد مسعود د فرانسې له «الاکسپرېس» سره په مرکه کې ویلي، طالبانو هېڅ تغییر نهدی کړی او د دغې ډلې د لومړۍ واکمنۍ پر تله وضعیت ډېر سخت شوی، ځکه طالبان په دې پړاو واکمنۍ کې په نړۍواله کچه ډېر ملاتړ ترلاسه کوي.
مسعود باوري دی، چې لوېدیځوال اوس نور لومړیتوبونه لري او افغانستان یې په کاري لومړیتوبونو کې نهدی او ورسره جوخت خبرداری ورکوي، چې دغه نهپاملرنه به تر پنځو یا هم لسو کلونو پورې بل ناورین وزېږوي.
احمد مسعود وايي: «طالبان ادعا کوي چې په تېرو څلورو کلونو کې یې ۲۵ زره ځوان جهادیان روزلي او که اوس ورته پام ونهشي، نو دغه ځواکونه به په راتلونکو کلونو کې د ټولو لپاره جدي ګواښ وي.»
مسعود د روسیې له لوري د طالبانو د رسمیت پېژندنه یوه «خطا» ګڼي او زیاتوي، د یوه حکومت مشروعیت د هغه له خلکو ترلاسه کېږي، نه د بهرنیانو د پېژندنې له لارې.
د هغه په باور، طالبان اوس هم له نورو هېوادونو مالي مرستې ترلاسه کوي، خو: «د ځواب ورکړې یا حساب ورکړې لپاره هېڅ میکانیزم نهلري او له دغو پیسو له ترهګرو ډلو خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.»
د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر د شنبې په ورځ په کابل کې د ایران له سفیر علیرضا بېکدلي سره په لیدنه کې د افغانستان د فني او مسلکي روزنې د کیفیت د ښه والي، په ایران کې د افغان کډوالو حالت او د افغان کارګرانو د قانوني لېږد په اړه خبرې کړې دي.
ملا عبدالمنان عمري ټینګار کړی، چې د افغان کارګرانو وضعیت په ایران کې باید له ناقانونه حالت څخه قانوني حالت ته بدل شي.
د طالبانو په وینا، د ایران سفیر په کابل کې ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې د پراختیا په حال کې دي او امکان شته چې ډېر ژر د ایران د کار وزارت مرستیال افغانستان ته سفر وکړي.
علیرضا بېکدلي هیله څرګنده کړې، چې د دې سفر پر مهال به د کاري ځواک تبادله، د کار بازار د مدیریت ښه والی او د فني او مسلکي روزنې د بریالیو تجربو تبادله د بحث وړ وي.
که څه هم په ایران کې د ناقانونه افغان کارګرانو کره شمېر نه دی خپور شوی، خو مخکې مالک حسینی چې د ایران د همکارۍ، کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار پیدا کولو او کار ګومارنې مرستیال دی، ویلي وو چې په ایران کې د بهرنیو کارګرو ۹۲سلنه یې افغانان دي.
هغه ویلي: «که د غېر رسمي کارګرو شمېر ته داخل شو، نو دا څو چنده لوړېږي او ویلی شو چې نږدې سل په سلو کې بهرنی فعال کاري ځواک په هېواد کې د افغانستان له وګړو څخه دی.»
د افغان کډوالو له پراخو وتلو او په ایران کې د ارزانه کاري ځواک له سخت کمښت وروسته، ایران په دې وروستیو کې د افغان کارګرانو لپاره د ۲۰۰زرو ویزو د صادرولو طرحه پلې کړې ده. د ایران د خراسان رضوي ولایت امنیتي مرستیال ویلي، چې د یوې نوې پالیسۍ له مخې به په لنډ وخت کې هغو افغان کډوالو ته چې علمي، تخنیکي او مسلکي وړتیاوې ولري، په ایران کې د اوږدمهاله استوګنې سندونه ووېشي.
د ایران د خراسان رضوي ولایت امنیتي مرستیال ویلي، چې د یوې نوې پالیسۍ له مخې به په لنډ وخت کې هغو افغان کډوالو ته چې علمي، تخنیکي او مسلکي وړتیاوې ولري، په ایران کې د اوږدمهاله استوګنې سندونه ووېشي.