• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

احمد مسعود:افغانان له ډیموکراتیکو ارزښتونو د دفاع لپاره د نړۍوالو سیاسي ملاتړ ته اړتیا لري

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۲۱:۳۶ GMT+۰

د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود وايي، افغانان د خپلې ازادۍ لپاره په‌خپله جنګېږي، خو له «ډیموکراتیکو ارزښتونو» د دفاع لپاره د نړۍوالې ټولنې سیاسي ملاتړ ته اړتیا لري. نوموړي همداراز خبرداری ورکړ، د افغانستان اوسني وضعیت ته نه‌پاملرنه به تر لسو کلونو پورې بل ناورین وزېږوي.

احمد مسعود د فرانسې له «ال‌اکسپرېس» سره په مرکه کې ویلي، طالبانو هېڅ تغییر نه‌دی کړی او د دغې ډلې د لومړۍ واکمنۍ پر تله وضعیت ډېر سخت شوی، ځکه طالبان په دې پړاو واکمنۍ کې په نړۍواله کچه ډېر ملاتړ ترلاسه کوي.

مسعود باوري دی، چې لوېدیځوال اوس نور لومړیتوبونه لري او افغانستان یې په کاري لومړیتوبونو کې نه‌دی او ورسره جوخت خبرداری ورکوي، چې دغه نه‌پاملرنه به تر پنځو یا هم لسو کلونو پورې بل ناورین وزېږوي.

احمد مسعود وايي: «طالبان ادعا کوي چې په تېرو څلورو کلونو کې یې ۲۵ زره ځوان جهادیان روزلي او که اوس ورته پام ونه‌شي، نو دغه ځواکونه به په راتلونکو کلونو کې د ټولو لپاره جدي ګواښ وي.»

مسعود د روسیې له لوري د طالبانو د رسمیت پېژندنه یوه «خطا» ګڼي او زیاتوي، د یوه حکومت مشروعیت د هغه له خلکو ترلاسه کېږي، نه د بهرنیانو د پېژندنې له لارې.

د هغه په باور، طالبان اوس هم له نورو هېوادونو مالي مرستې ترلاسه کوي، خو: «د ځواب ورکړې یا حساب ورکړې لپاره هېڅ میکانیزم نه‌لري او له دغو پیسو له ترهګرو ډلو خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.»

د مقاومت جبهې مشر په افغانستان کې د ښځو وضعیت ته په اشارې سره ویلي، طالبانو پر ښځو د پراخو محدودیتونو په لګولو سره په عملي توګه «جنسیتي اپارتاید یا تبعیض» بنسټیز کړی او په وینا یې، نړۍ باید په دې برخه او همداراز د ځوانو جهادیانو د روزنې د ګواښونو په تړاو بې‌غوره پاتې نه‌شي.

مسعود زیاته کړې: «افغان ولس د خپلې ازادۍ لپاره جنګېږي، خو له ډيموکراتیکو ارزښتونو د دفاع لپاره د نړۍوالې ټولنې سیاسي ملاتړ ته اړتیا لري.»

نوموړی په افغانستان کې پر ښځو د لګول شویو محدودیتونو پر وړاندې د مبارزې لپاره زده‌کړو ته د نجونو او ښځو لاسرسی، د ښځو د غږونو بدرګه کول او په نړۍوال ستېج کې یې حضور مهم ګڼي او همداراز له نړۍوالو غواړي، چې د طالبانو له لوري پر ښځو لګول شوي محدودیتونه د «جنسیتي تبعیض» په توګه په رسمیت وپېژني او د امکان په صورت کې عاملین یې باید نړۍوال عدالت ته وسپارل شي.

د نوموړي په باور، که په افغانستان کې د ښځو په تړاو د طالبانو چلند د «جنسیتي تبعیض» په توګه په رسمیت وپېژندل شي، نو دې ته به زمینه برابره شي چې عاملین یې د جرمونو د نړۍوالې محکمې په څېر د نړۍوالو محکمو او بنسټونو له لوري تر څار لاندې ونیول شي او همداراز باوري دی، چې له ولسواکۍ د دفاع لپاره باید دغه «مفهوم» په رسمیت وپېژندل شي.

طالبانو بیا تل د ښځو په تړاو د دغه ډول څرګندونو په اړه ویلي، په افغانستان کې د شریعت له‌مخې د افغان ښځو او نجونو حقونه خوندي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني په تازه څرګندونو کې ویلي، چې پاکستان د خپلو تېرو تجربو له مخې باید په افغانستان کې د رژیم د بدلون په مسله کې ځان ښکېل نه کړي. هغه په افغانستان کې د طالبانو په اړه ویلي «حقیقت دا دی چې طالبان په خپلو کړنو سره د رژیم بدلون په لور روان دي.»

ترویج لرونکی

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي
۱

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۲

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۳

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۴

پر ډیورنډ کرښه تړلې لارې؛ پاکستان خپلې سوداګریزې لارې بدلوي

۵

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ

•
•
•

نور کیسې

له ایران څخه د افغان بندیانو ډک څلور بسونه افغانستان ته ولېږدول شول

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۲ GMT+۰
له ایران څخه د افغان بندیانو ډک څلور بسونه افغانستان ته ولېږدول شول
100%

د طالبانو او ایراني چارواکو ترمنځ د پخواني تفاهم له مخې هغه افغان بندیان چې په ایران کې یې د جرم موده پوره کړې، د شنبې په ورځ په څلورو بسونو کې د اسلام‌کلا له لارې افغانستان ته ولېږدول شول.

ډېری دغه بندیان په ایران کې د نشه‌یي توکو، قتل او د غلا د جرمونو په تړاو نیول شوي وو.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې، افغان بنديان افغانستان ته تر ننوتلو وروسته د قانوني چارو د ترسره کولو لپاره اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي.

ویل کېږي، چې د ایران او افغانستان ترمنځ د بنديانو د تبادلې لړۍ روانه ده او د نورو افغانانو د بېرته ستنولو هڅې دوام لري.

د افغان بنديانو لېږد تر هغه وروسته ترسره شو، چې تېره اوونۍ په ایران کې د طالبانو د سفارت چارسمبالي فضل محمد حقاني د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړۍوالو چارو له مرستیال کاظم غریب ابادي سره د افغان بنديانو پر وضعیت خبرې وکړې.

سربېره پر دې، د طالبانو د بندخونو د تنظیم ادارې مشر محمد یوسف مستري د لړم په ۲۵مه اعلان وکړ، چې له بېلابېلو هېوادونو سره د افغان بنديانو د بېرته راستنولو خبرې روانې دي او زیاتره افغان بنديان په پاکستان او ایران کې دي.

که څه هم په ایران کې د افغان بنديانو کره شمېر نه دی معلوم، خو د طالبانو د بندخونو د تنظیم ادارې د روان کال د غبرګولي په ۲۱مه ویلي وو، چې په تېر یو کال کې له ایران څخه تر ۴۰۰زیات افغان بنديان افغانستان ته لېږدول شوي دي.

طالب وزیر له ایراني سفیر سره لیدنه کې د افغان کارګرانو د قانوني لېږد پر اهمیت ټینګار وکړ

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۱۶ GMT+۰
طالب وزیر له ایراني سفیر سره لیدنه کې د افغان کارګرانو د قانوني لېږد پر اهمیت ټینګار وکړ
100%

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر د شنبې په ورځ په کابل کې د ایران له سفیر علیرضا بېک‌دلي سره په لیدنه کې د افغانستان د فني او مسلکي روزنې د کیفیت د ښه والي، په ایران کې د افغان کډوالو حالت او د افغان کارګرانو د قانوني لېږد په اړه خبرې کړې دي.

ملا عبدالمنان عمري ټینګار کړی، چې د افغان کارګرانو وضعیت په ایران کې باید له ناقانونه حالت څخه قانوني حالت ته بدل شي.

د طالبانو په وینا، د ایران سفیر په کابل کې ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې د پراختیا په حال کې دي او امکان شته چې ډېر ژر د ایران د کار وزارت مرستیال افغانستان ته سفر وکړي.

علیرضا بېک‌دلي هیله څرګنده کړې، چې د دې سفر پر مهال به د کاري ځواک تبادله، د کار بازار د مدیریت ښه والی او د فني او مسلکي روزنې د بریالیو تجربو تبادله د بحث وړ وي.

که څه هم په ایران کې د ناقانونه افغان کارګرانو کره شمېر نه دی خپور شوی، خو مخکې مالک حسینی چې د ایران د همکارۍ، کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار پیدا کولو او کار ګومارنې مرستیال دی، ویلي وو چې په ایران کې د بهرنیو کارګرو ۹۲سلنه یې افغانان دي.

هغه ویلي: «که د غېر رسمي کارګرو شمېر ته داخل شو، نو دا څو چنده لوړېږي او ویلی شو چې نږدې سل په سلو کې بهرنی فعال کاري ځواک په هېواد کې د افغانستان له وګړو څخه دی.»

د افغان کډوالو له پراخو وتلو او په ایران کې د ارزانه کاري ځواک له سخت کمښت وروسته، ایران په دې وروستیو کې د افغان کارګرانو لپاره د ۲۰۰زرو ویزو د صادرولو طرحه پلې کړې ده. د ایران د خراسان رضوي ولایت امنیتي مرستیال ویلي، چې د یوې نوې پالیسۍ له مخې به په لنډ وخت کې هغو افغان کډوالو ته چې علمي، تخنیکي او مسلکي وړتیاوې ولري، په ایران کې د اوږدمهاله استوګنې سندونه ووېشي.

د ایران د خراسان رضوي ولایت امنیتي مرستیال ویلي، چې د یوې نوې پالیسۍ له مخې به په لنډ وخت کې هغو افغان کډوالو ته چې علمي، تخنیکي او مسلکي وړتیاوې ولري، په ایران کې د اوږدمهاله استوګنې سندونه ووېشي.

د خراسان رضوي ولایت امنیتي مرستیال امیرالله شمقدري تېره ورځ د یوې غونډي پرمهال ویلي، چې د یوې نوي پالیسۍ له مخې به د پوهنتون استادانو، ډاکټرانو، متخصصانو، مخکښو سوداګرو او علمي شخصیتونو ته د اوږدمهاله استوګنې سندونه ورکړل شي.

شمقدري ویلي:« موږ به یوه فني او تخصصي کمېټه جوړه کړو او د افغان نخبګانو په همکارۍ به وړ کسان تایید کړو.»

امیرالله شمقدري ویلي، چې یاد پلان په روانه اوونۍ کې د خراسان رضوي ولایت د بهرنیو وګړو او کډوالو ادارې له خوا پیل شي.

ایران: طالبانو د هرات په ګمرک کې له ۲ زرو څخه زیات د ایران باروړونکي موټر درولي دي

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۰۰ GMT+۰
ایران: طالبانو د هرات په ګمرک کې له ۲ زرو څخه زیات د ایران باروړونکي موټر درولي دي
100%

د دوغارون د ګمرک رییس وايي، چې د طالبانو له‌خوا د هرات اسلام‌کلا ګمرک کې شاوخوا ۲زره او ۵۰۰ د ایران باروړونکي موټرونه بند پاتې دي. ایران د دې ستونزې د حل لپاره د «یو په یو» طرحه وړاندې کړې، چې له مخې یې د ایران او افغانستان د باروړونکو موټرو تګ راتګ په متوازن ډول ترسره شي.

د دوغارون د ګمرک رییس اسماعیل پورعابد د شنبې په ورځ وویل، چې د دوی د هېواد باروړونکي موټرونه له ۹ورځو نیولې تر ۱۵ورځو پورې د هرات په ګمرک کې بند پاتې کېږي او دا ډول ځنډ په وروستیو میاشتو کې «بې ساری» بلل کېږي.

هغه زیاته کړه، چې د روان کال د لړم میاشت کې د دوغارون له لارې له ۱۲زره څخه ډېر باروړونکي موټرونه افغانستان ته اوښتي دي، په داسې حال کې چې ۱۰زره او ۷۳۹موټرونه له افغانستان څخه ایران ته داخل شوي دي.

د دوغارون د ګمرک رییس له طالبانو وغوښتل، چې د دواړو لوریو د باروړونکو موټرو د راتګ تګ شمېر باید په متوازن ډول وساتي.

دغه ایرانی مقام وايي، چې د طالبانو محدودیتونو د ډېرو موټر چلوونکو ژوند له ستونزو سره مخ کړی او هغوی اړ شوي، چې د اسلام‌کلا په ګمرک کې د لږو اسانتیاوو لاندې پاتې شي.

پورعابد ټینګار وکړ، چې ایران د قضایي ادارې د «یو په یو» طرحه مخې ته وړې ده، چې له مخې یې د افغانستان د یو باروړونکي موټر د داخلېدو په بدل کې باید یو د ایران باروړونکی موټر بهر شي.

اصف دراني: پاکستان باید د افغانستان د رژیم بدلون په لوبه کې بیا ځان ښکېل نه کړي

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۷:۵۲ GMT+۰
اصف دراني: پاکستان باید د افغانستان د رژیم بدلون په لوبه کې بیا ځان ښکېل نه کړي
100%

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی، اصف دراني، وایي چې پاکستان د حپلو تیرو تجربو له مخې، باید په افغانستان کې د رژیم د بدلون په مسله کې ځان ښکیل نه کړي. هغه په افغانستان کې د طالبانو په اړه ویلي «حقیقت دا دې چې طالبان په خپلو کړنو سره د رژیم بدلون په لور روان دي».

هغه په یوه رسنیز سیاسي بحث کې په ټینګار سره وویل،«طالبانو ښودلې چې دوی د حکومت کولو او پر دې هېواد د کنټرول توان نلري.»

دراني زیاته کړه چې طالبان د ټولنیزو، اقتصادي او ترهګرۍ ضد چارو پشمول په ټولو برخو کې ناکام شوي دي.

هغه په بحث کې د نړیوالو سازمانونو راپورونوته اشاره وکړه او زیاته یې کړه، «د پاکستاني طالبانو تحریک[ټي ټي پي] چې د ټولې سویلي او مرکزي اسیا لپاره یو ګواښ دی، د افغان طالبانو له خوا یې ملاتړ کیږي».

د دې پخواني پاکستاني ډیپلومات په وینا، طالبانو په خپلو پالیسیو سره ځانونه د خپلو ګاونډیو، سیمه ایزو هیوادونو او نړیوالې ټولنې ترمنځ نور هم منزوي کړي دي. هغه زیاته کړه چې د نجونو او ښځو د زده کړې سره د طالبانو چلند دا انزوا لا زیاته کړې ده.

دراني دا هم وویل چې د افغانستان د بدخشان پشمول په شمال کې، د طالبانو ضد ډلې ډیرې فعالې شوې دي، او د طالبانو د پالیسیو دوام کولی شي د دې وسله والو غورځنګونو په پیاوړتیا او یووالي کې مرسته وکړي.

هرات کې د زعفران ګل لسمه مېله؛ طالبان وايي سږکال ۴۱ ټنه زعفران تولید شوي

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۱۱ GMT+۰
هرات کې د زعفران ګل لسمه مېله؛ طالبان وايي سږکال ۴۱ ټنه زعفران تولید شوي
100%

طالبانو د کرنې وزارت وايي، چې په هرات کې د زعفران ګل لسم جشن په داسې حال کې ترسره شو چې سږکال ۴۱ ټنه زغفران تولید شوي دي. یاد وزارت زیاته کړې چې په جشن کې د ایران او ترکیې هېوادونو ډیپلوماټانو او د زعفرانو صنعتکارانو هم ګډون کړی و.

په هرات کې د زعفرانو د ګل لسمې مېلي پرمهال د طالبانو د کرنې وزارت مرستیال صدراعظم عثماني ویلي، چې سږکال په افغانستان کې پر ۱۲زره هکټاره ځمکه زعفرانو کرکېله شوې او ۴۱ ټنه زعفران تولید شوي دي.

پر همدغه مهال د افغانستان د زعفرانو د ټولنې مشر ابراهیم عادل ویلي، چې دمګړی ۷۲ شرکتونه د زعفرانو په برخه کې کار کوي او د افغانستان زعفران بهرنیو هېوادونو ته صادروي.

نوموړي ویلي، چې د زعفرانو ټولنه پلان لري چې په دې برخه کې لس میلیونه ډالر پانګونه وکړي او شاوخوا ۸۰ زره کسانو ته به د کار زمینه برابره کړي.

نوموړي زیاته کړې، تمه یې لرله چې سږکال به په افغانستان کې د زعفرانو حاصلات ۷۰ ټنو ته پورته شي، خو د دوی د تمې خلاف سږکال د زعفرانو حاصلات یوازې ۴۰ ټنه وو.

نوموړي د اقلیم بدلون او وچکالي د زعفرانو د حاصل د کمښت لامل بللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د زعفرانو د حاصلاتو د کمښت له امله د زعفرانو بیې ټیټې شوې دي.