امرالله صالح وایي، د «رژیم» د بدلون په اړه د پاکستان ادعا مشکوکه ده

د امرالله صالح په مشرۍ زرغون بهیر د طالبانو پر ضد له اقدام پرته د «رژیم» د بدلون په اړه د پاکستان ادعاوې مشکوکې بللې دي.

د امرالله صالح په مشرۍ زرغون بهیر د طالبانو پر ضد له اقدام پرته د «رژیم» د بدلون په اړه د پاکستان ادعاوې مشکوکې بللې دي.
د دغه بهیر په وینا، پاکستان له کلونو راهیسې طالبانو ته له روزنې ورکړې او امکاناتو له برابرولو سره سره له یادو چارو منکر و او اسلاماباد اوس له عملي اقدام پرته یوازې د اعلامیې په خپرولو سره «د رژيم د بدلون» اوازې خپروي او په باور یې د پاکستان دغه کړنه «مشکوکه» ده.
زررغون بهیر د شنبې په ورځ (د لیندۍ لومړۍ) په خپله اېکس پاڼه لیکلي: «پاکستان په تېرو ۲۶ کلونو کې له طالبانو ملاتړ کړی او تر اوسه یې هېڅ عملي اقدام نهدی کړی او هره ورځ اعلامیه ورکوي او د رژیم د بدلون خبره کوي، ولې؟ کیسه ډېره مشکوکه ده.»
نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د بدلون په تړاو د پاکستاني چارواکو او ډیپلوماتانو وروستیو څرګندونو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
پاکستان چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې د دغې ډلې یو له اصلي ملاتړو ګڼل کېده، خو اوس د افغانستان په واکمنۍ کې د بدلون فکر او هیله لري. طالبان بیا وايي، د پاکستان په پوځ کې یوه کړۍ نهغواړي چې د دوی او پاکستان اړیکې ښې وي.
په افغانستان کې د جمهوري نظام له رانسکورېدو مخکې طالبانو په پاکستان کې له اوسېدو سربېره مهمې او پرېکړه کوونکې شوراګانې درلودې او ډېری طالب چارواکو ورته تګ راتګ کاوه، خو د پاکستان د هغه وخت چارواکو پرې سترګې پټولې او په پاکستان کې د طالبانو حضور رداوه.
خو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم، پاکستان خوشحاله و او ان د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو ورځو کې د پاکستان د وخت د استخباراتو رييس فیض حمید په کابل کې و او دا د دې ښکارندويي کوي، چې ګواکې پاکستان خپلې موخې ته هغه دا چې افغانستان به تر لاس لاندې هېواد وي، رسېدلی دی.
دغه اړیکې ورو ورو سړې شوې او د طالبانو په تېره څلور کلنې دوره کې کله نا کله د ډيورند فرضي کرښې په اوږدو کې لنډ مهاله وسله والې نښتې هم وشوې، خو له دې سره سره پاکستان په نړۍوال ستېج کې د طالبانو په ملاتړ څرګندونې کولې او دغو څرګندونو د پخوانیو چارواکو غبرګونونه راپارولي و او په ډاګه کړې یې وه، چې پاکستان حق نهلري د افغانستان په اسازیتوب په نړۍوالو غونډو کې خبرې وکړي، خو طالب چارواکو بیا یادې څرګندونې د افغانستان په ګټه بللې.
دغه اړیکې د روان کال د تلې په دویمه لسیزه کې وروسته له هغې ترینګلې شوې، چې پاکستان پر پلازمېنې کابل او پکتیکا هوايي بریدونه وکړل. پاکستان داسې انګېرله چې په یاد برید کې یې د ټيټيپي مشر په نښه کړی، خو څو ورځې وروسته بیا د ټيټيپي مشر په یوې ویډیو کې په پښتونخوا کې راڅرګند شو.
د پاکستان او افغان طالبانو تر منځ د جګړې اور هم له یادو بریدونو (پنجشنبه د تلې ۱۷مه) پیل شو. پاکستان پرته له دې چې په رسمي توګه د یاد برید مسوولیت ومني ویې ویل، د پاکستان د خلکو د امنیت لپاره هر هغه کار چې لازم وي کوي یې.
په هغه وخت کې د طالبانو دفاع وزارت یاد برید بې ساری، له تشدد ډک او کرغېړن او له خپل حریم څخه یې دفاع خپل حق وباله او خبرداری یې ورکړ، که له دې وروسته وضعیت هر څومره ترینګلی کېږي مسوولیت به يې د پاکستان پوځ پر غاړه وي.
طالبانو بیا په دویمه شپه یې (د شنبې په ماخوستن د تلې ۱۹مه) په شاوخوا ۲۵۰۰ کیلومتره فرضي کرښه کې د «غچ اخیستنې» په نوم ځمکني عملیات پیل کړل او د شپې تر نیمايي شاوخوا ۱۲ بجو یې دوام وکړ او بیا طالبانو رسماً د جګړې د پای اعلان وکړ.
پر همدې اړ او دوړ کې د پاکستان دولت د طالبانو له څه باندې څلور کلن حاکمیت وروسته د روان کال په تلې میاشت کې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ ته د «رژیم» خطاب وکړ او دا د طالبانو پر وړاندې د اسلام اباد په تګلاره کې ستر بدلون ګڼل کېده.
پاکستان ورسره جوخت ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو او افغان طالبانو تر منځ له مخامخ جګړې وروسته په لومړي ځل په یوه ډول په افغانستان کې د واکمنۍ د بدلون لپاره هیله څرګنده کړه.
په هغه وخت کې (یکشنبه د تلې ۲۰مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل، اسلام اباد د یوه سوله ییز، سوکاله، ټول شموله او د سیمې له هېوادونو سره په اړیکه کې د افغانستان غوښتونکی دی. دغه وزارت په یوې خبرپاڼه کې زیاته کړې وه: «موږ دا هیله هم لرو چې یوه ورځ به د افغانستان ولس له فشارونو ازاد او د یوه ريښتیني حکومت له لوري اداره شي.»
شنونکو بیا د پاکستان دغه څرګندونې په افغانستان کې د نظام د بدلون لپاره سناریو جوړونه وبلله.
طالبانو هم په هغه وخت کې (یکشنبه د تلې ۲۰مه) یعنې د پاکستان له دریځ څخه څو ساعته مخکې په ډاګه وویل، پاکستان د افغانانو په منځ کې ډول ډول توپیرونو ته لمن وهي او غواړي ځینې افغانان په خپل دام کې راګیر او بیا یې د افغانستان د ملي امنیت پر ضد وکاروي.
طالبانو همداراز څرګنده کړه، چې د پاکستان په پوځ کې یوه کړۍ نهغواړي چې د دوی او پاکستان تر منځ اړیکې ښې وي، خو د دغو کړیو په تړاو نور جزییات نهدي ورکړي.
محمد حلیم فدايي په افغانستان کې د نظام د بدلون په تړاو د پاکستاني چارواکو د څرګندونو په اړه وايي: «پاکستان به هېڅکله د طالبانو رژیم تغییر نهکړي. پاکستان چې د طالبانو په وجود کې کومې ګټې لري، هغه به په بل هېڅ رژیم او نورو وګړو کې ترلاسه نهکړي.»
فدايي په دې تړاو څرګندونې د پاکستان تبلیغاتي هڅه ګڼي او په باور یې اسلاماباد په دغه ډول څرګندونو سره غواړي د ولس له بنسټیزو ستونزو څخه تمرکز واړوي او د خپل «رژیم» د عمر غځولو هڅه وکړي او مقطعي ولسي ملاتړ تر لاسه کړي.
د یادونې وړ ده، چې پاکستان، اسلاماباد ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي د سفر لپاره د معافیت په اخیستو کې له ناکامۍ او ورسره جوخت هند ته چې پاکستان یې ازلي دوښمن بولي، د امیرخان متقي له سفر وروسته تبلیغاتي جګړې زور واخیست او لا هم په شدت سره روان دی.