• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نړۍوال بانک وایي، افغانستان په اکټوبر میاشت کې ۲۶۷مېلیونه ډالره صادرات کړي

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۰۶:۴۸ GMT+۰تازه شوی: ۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۰۸:۱۰ GMT+۰

نړۍوال بانک وايي، له پاکستان سره د سوداګرۍ د بندېدو سره سره افغانستان په اکټوبر میاشت کې ۲۶۷میلیونه ډالره صادرات ثبت کړي چې د تېر کال د همدې مودې پرتله په‌کې ۳،۷٪زیاتوالی او د سپټمبر په پرتله ۱۳ سلنه لوړوالی ښيي.

د نړۍوال بانک راپور څرګندوي چې د صادراتو زیاتوالی د هند او ازبکستان بازارونو ته د افغان محصولاتو صادرولو له امله رامنځته شوی دی. راپور کې راغلي: «د پاکستان سره د ډيورنډ په کرښه شخړو له امله سوداګري ودرول شوه، خو صادرات په بریالۍ توګه هند او اوزبیکستان ته ترسره شول».

د راپور له مخې، د اکټوبر میاشتې په جریان کې د خوړو صادرات ۲۳۸،۴مېلیونه ډالره ته رسېدلي چې د تېر کال پرتله ۸،۶سلنه زیاتوالی ښيي.

په داسې حال کې چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ وروستیو شخړو اسلام‌اباد اړ کړ چې سوداګریزې لارې وتړي او تر یوې میاشتې ډېره موده کېږي چې دد دواړو لوریو ترمنځ ټرانزیټ او سوداګري بنده ده.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د پاکستان څخه د درملو واردات بند کړل او سوداګر یې د بدیلې لارې موندلو ته هڅولي دي.

همدارنګه عبدالغني برادر ایران ته سفر کړی څو سوداګریزې اړیکې پراخه کړي او طالبان د ازبکستان سره د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د هوایي صادراتو لپاره هوکړه لیک لاسلیک کړی.

بلخ ولایت کې د طالبانو ویاند وايي چې افغان کرنیز محصولات به د ازبکستان له لارې د مرکزي او سویلي اسیا او اروپا بازارونو ته واستول شي.

په ورته وخت کې، د پاکستان-افغانستان ګډ سوداګریز او صنعتي خونه د دوه‌ اړخیزې سوداګرۍ د بیا پیل غوښتنه کړې چې په وینا یې کلنی ظرفیت یې ۵مېلیارده ډالره دی، خو د ډيورنډ په کرښه د خنډونو له امله د سوداګرۍ حجم له یو میلیارده ډالرو ټیټ شوی دی.

ترویج لرونکی

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي
۱

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۲

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۳

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۴

پر ډیورنډ کرښه تړلې لارې؛ پاکستان خپلې سوداګریزې لارې بدلوي

۵

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ

•
•
•

نور کیسې

تېره ورځ نږدې ۱۲ زره افغان کډوال له پاکستان او ایران څخه اېستل شوي

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۰۵:۵۰ GMT+۰
تېره ورځ نږدې ۱۲ زره افغان کډوال له پاکستان او ایران څخه اېستل شوي
100%

د طالبانو حکومت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وایي چې پرون شنبه د (لیندۍ لومړۍ) نېټه پاکستان او ایران ۱۱۸۵۵ افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ور ستانه کړي دي. د مالوماتو له مخې، یادو کډوالو ته لومړني خدمات وړاندې شوي او خپلو ولایتونو ته یې خوندي لېږد ترسره شوی دی.

د طالبانو د دغه کمېسیون راپور ښيي چې د هلمند د بهرامچې له لارې ۸۶۲کورنۍ (۵۰۷۰ تنه)، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۹۸۶کورنۍ (۵۵۳۳ کسان)، د ننګرهار د تورخم له لارې ۲۲۵کورنۍ ثبت او بایومیټریک شوې.

همدا ډول په نیمروز کې ۱۶کورنۍ او په هرات کې بیا ۱۳کورنۍ ثبت شوې دي.

په راپور کې راغلي چې دغو کډوالو ته د اړینو خدمتونو ټول لګښتونه ۵۷،۲۴۳،۵۳۰افغانۍ ته رسېدلي، چې پکې ټرانسپورټ، غذايي توکي، روغتیايي خدمات، مالي مرستې او سیمکارتونه شامل دي.

د یاد کمېسیون دارالانشاء وايي، دغه اقدامات د افغان کډوالو خوندي راستنېدو، اړینو مرستو او ټولنیز ثبات لپاره مهم ګام دی.

پاکستاني چاوراکي وایي، پر ډیورنډ کرښه یې لارې د امینتي ستونزو او قاچاق له امله تړلي

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۵۰ GMT+۰
پاکستاني چاوراکي وایي، پر ډیورنډ کرښه یې لارې د امینتي ستونزو او قاچاق له امله تړلي
100%

اسلام‌اباد وايي د افغانستان پر وړاندې د ډيورنډ پر کرښه د سوداګریزو لارو تړل د سیاست ستونزه نه ده، بلکې هغه اقتصادي او امنیتي فشار دی چې له قاچاقي دهلېزونو جوړ شوی و. وايي، په دې پرېکړه کې افغانستان یوازې په یوه میاشت کې له ۲۰۰ مېلیونه ډالرو ډېر زیان لیدلی دی.

بیزنیس ریکارډر خبري ویبپاڼې د پاکستاني چارواکو له قوله ویلي، له افغانستان سره یې د ډيورنډ په کرښه سوداګریزې لارې د اکتوبر پر ۱۱ نېټه هغه مهال وتړلې چې د قاچاق او غیرقانوني سوداګرۍ له لارې د هېواد کلنی اقتصادي زیان تر ۳،۴ټرېلیونه روپیو رسېده او د افغان ټرانزیټ ناوړه استفادې له لارې هر کال نږدې یوه ټرېلیون روپۍ بېرته په ناقانونه ډول پاکستان ته راوړل کېدې.

دوی ټینګار کوي چې دغه پرېکړه «د سیاسي اړیکو د خرابوالي عکس‌العمل نه دی»، بلکې یو اوږدمهاله پلان دی چې هدف یې د هغه غیرقانوني دهلېز له منځه وړل دي چې کلونه یې د نشه‌يي توکو، ناقانونه وسلو او وسله‌والو د تګ راتګ اسانتیا برابره کړې وه.

د چارواکو په وینا، یوازې هغه لارې تړل شوې چې «د لویو قاچاقي او ترهګریز فعالیتونو اصلي مسیرونه» ګرځېدلي وو. هغوی وايي، دا اقدام به د پاکستان اقتصادي حاکمیت پیاوړی کړي، د دولت واکمنۍ ته به وده ورکړي او د لویو سوداګریزو لارو کنټرول به بېرته دولت ته راواوړي.

د دوی په وینا ددغه لارو په تړلو سره، تر ټولو لوی زیان افغانستان لیدلې ده.

یوازې په یوه میاشت کې د تورخم له لارې د افغانستان زیان ۴۵میلیونه ډالر اټکل شوی او ټول زیان تر اوسه له۲۰۰میلیونه ډالرو اوښتی دی. شاوخوا ۵زره موټرونه د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې بند پاتې دي او لسګونه ټنه مېوې او موسمې حاصلات د خرابېدو په حال کې دي.

د بدیلو لارو د استعمال له امله صادرات او واردات څو برابره ورو شوي: هغه مالونه چې د کراچۍ له لارې درې وو نه تر څلورو ورځو کې افغانستان ته رسېدل، اوس د ایران له لارې د شپږو نه تر اته ورځې وخت نیسي، او د منځنۍ اسیا له لارې یې لېږد تر ۳۰ ورځو ډېریږي.


د ایران له لارې د یوې کانټینر ترانسپورټ بیه هم له ۵۰ نه تر ۶۰ فیصدهلوړه شوې او نږدې ۲۵۰۰ډالر اضافي لګښت پرې راځي.

شنونکي وايي دغه کړکېچ په ډاګه کړه چې افغانستان له ۷۰ نه ۸۰ فیصده پورې سوداګري په پاکستان متکي وه، چې له درملو تر خوراکي توکو ډېری توکي د پاکستان له بندرونو او لویو لارو تېرېږي.

همدا ډول په کور دننه، د غیرقانوني سوداګرۍ د ټکان له امله شاوخوا ۲۰۰ زره کسان چې په قاچاقي شبکو کې په کار بوخت وو، له عاید څخه بې‌برخې شوي دي.

پاکستاني چارواکي استدلال کوي چې د دې شبکو ماتې به د اوږدې مودې لپاره د ناقانونه وسلو، نشه‌يي توکو او د وسله‌والو د مالي سرچینو جریان کم کړي.

پاکستان وايي یاد بندښت د هېواد په ورځني ژوند هېڅ اغېز نه لري، ځکه له افغانستان څخه د قاچاق له لارې راتلونکي توکي عموماً «لوکس توکي» وو نه اساسي اړتیاوې.

د دوی په وینا، د CPEC او د چین سره د مستقیمو لارو له امله هم د پاکستان حیاتي سوداګریزې رسونې اغېزمنې شوي نه دي.

پالیسي جوړونکي باور لري چې پاکستان به له پنځه نه تر لسو کلونو په اوږدو کې له دې پرېکړې څخه سترې ګټې ترلاسه کړي، چې پکې د ډيورنډ په کرښه امنیت، د اقتصاد له درزونو د لیک کېدو مخنیوی، او منظم سرحدي تجارت شامل دي.

شنونکي تر دې هم وړاندې وایي چې د دې بدلون له امله افغانستان ممکن له ختیځو ولایتونو لکه پکتیا ورهاخوا خپله سوداګري ایران او منځنۍ اسیا ته پراخه کړي او خپل اقتصادي جوړښت لږ تر لږه «له انحصار څخه متنوع» کړي.

نجیب علي‌خېل: د افغانستان د راتلونکې لپاره بین‌الافغاني اجماع یوازینی لاره ده

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۰۳ GMT+۰
نجیب علي‌خېل: د افغانستان د راتلونکې لپاره بین‌الافغاني اجماع یوازینی لاره ده
100%

په پاکستان کې پخوانی افغان سفیر نجیب‌الله علي‌خېل وايي چې د څو لسیزو شخړو اصلي درس دا دی چې افغانان باید د خپل راتلونکي د ټاکلو لپاره « بین‌الافغاني هوکړه» رامنځته کړي. هغه وایي، له باثباته افغانستان پرته، نه سیمه اقتصادي پرمختګ کولای شي او نه هم نړۍ د اندېښنو د کمېدو هیله لري.

نجیب‌الله علي‌خېل پر خپله اېکس یوه لیکنه کې د افغانستان د نیمې پېړۍ ناورین ته په اشارې ویلي چې د هېواد راتلونکی یوازې هغه مهال رغېدای شي چې «یو ملي او ګډ روایت» رامنځته شي.

علي‌خېل خپله لیکنه د علامه اقبال له یو تاریخي شعر پیل کړې او لیکلي یې دي چې د اقبال پېغام «اوس د عمل په ډګر کې ثابت شوی» او افغانستان ته د ور پېښو شاوخوا ۵۰ کلنو جګړو او سیالیو د سیمې او هېواد دواړو تاوان کړی دی.

هغه زیاتوي:«د سترو جیوپولیټیکي سیالیو، د ځینو ورانکارو ګاونډیو هدفونو او زموږ خپلمنځي نفاق افغانستان ویجاړ کړ چې ستر زیان یې ولس او ځوان نسل ته ورسېد».
نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان ځانګړې جغرافیایي موقعیت یوازې «پر کاغذ» پاتې شوی او سیمه‌ییزې اقتصادي همکارۍ هېڅ‌کله پوره وده ونه کړه.

علي‌خېل له افغانانو غواړي چې د راتلونکې د ترسیم لپاره لومړی باید د تېرو لسیزو رېښتونې ارزونه وشي.

د هغه په خبره:«موږ باید دا اخلاقي جرات پیدا کړو چې خپلو خلکو ته وضاحت ورکړو؛ د جمهوري نظام د سقوط لاملونه، د سولې فرصتونه، ناکامۍ او د هر لوري ونډه باید روښانه شي، پرته له دې، په تورتم کې ګام اخیستل دي».
پخواني سفیر د سیمه‌ییزو اقتصادي پروژو یادونه هم کړې ده او باور لري چې د ټاپي، کاسا-۱۰۰۰، لاجوردو لارې او د ترانس‌افغان رېل پټلۍ په څېر پروژې یوازې هغه وخت عملي کېږي چې افغانستان «متحد، سوله‌یز او دایمي ثبات» ولري.

هغه وایي:«سیمې د اقتصادي ودې ستر پوتنسیال لري، خو د دې هر څه لپاره باثبات افغانستان یو بنسټیز شرط دی».
نوموړي د نړۍوالې ټولنې دریځ ته په اشارې ویلي چې نړۍ د افغانستان لپاره ځانګړې نسخه نه لري، خو امنیتي وضعیت، بشري ناورین، کډوالي او بشري حقونه د نړیوالو د اندېښنې عمده دلایل دي.

علي‌خېل زیاتوي چې یوازینۍ پایدار لاره «بین‌الافغاني حل» دی او که افغانان په داخلي تفاهم سره ګډه لاره ومومي، نړۍواله ټولنه به یې ملاتړ کولو ته مجبوره وي.

د سي‌ای‌اې پخوانۍ ماموره: جنرال یاسین ضياء د افغانستان د راتلونکي نظام لپاره غوره مبارز دی

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۰۲:۳۸ GMT+۰
د سي‌ای‌اې پخوانۍ ماموره: جنرال یاسین ضياء د افغانستان د راتلونکي نظام لپاره غوره مبارز دی
100%

د امريکا د مرکزي استخباراتو ادارې (سي‌ای‌اې) پخوانۍ ماموره سارا اډمز وايي چې د ازادۍ جبهې مشر جنرال ياسين ضياء د افغانستان د راتلونکي نظام او دولت د جوړېدو لپاره تر ټولو وړ او مخکښ مبارز دی.

نوموړې د شنبې په ورځ د (لیندۍ لومړۍ) نېټه پر اېکس پاڼه لیکلي: «پرېږدئ چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ څه پېښېږي او طالبان به په کوم ډول يو ځل بيا له واکه ليرې کېږي (چې خامخا به هغه ورځ راځي)، که ما خپل حکومت يا د بل هېواد حکومت چلولای او د ترهګرو پر ضد د مبارزې لپاره مې د يو مخکښ شخص د ټاکلو اړتيا لرله، څرګنده ده چې جنرال ياسين ضياء به مې په لومړنیو انتخابونو کې وی».

سارا اډمز زياتوي: «هغه نېک انسانان چې بريالي کېږي، تل هماغه کسان وي چې خپل هېواد تر خپل ځان ډېر خوښوي».

هغې د امريکا د دويم ولسمشر جان اډمز خبرې هم رانقل کړي او ويلي یې دي: «زموږ د وطن پر وړاندې زموږ ژمنې هېڅکله نه ختمېږي، مګر زموږ له ژوند سره پای ته رسېږي».

د جنرال ضياء په مشرۍ د ازادۍ جبهه ډېری غړي د مخکېني جمهوري نظام د پخوانیو امنیتي او دفاعي ځواکونو له غړو جوړه ده. په دې جبهه کې د بېلابېلو قومونو خلک شامل دي او د هغوی يوه پياوړې برخه د اردو د ځانګړو قطعاتو سرتېري، د پوليسو د چټک غبرګون ځواکونه او د ملي امنيت د پخوانيو ځانګړو قطعاتو غړي جوړوي.

ازادۍ جبهې په تېرو کلونو کې په بېلابېلو سيمو کې پر طالبانو ګڼ ‌شمېر بریدونه ترسره کړي دي. دغه جبهې د روان کال د زمري په میاشت کې وويل چې دوی په تېر يوه کال کې د طالبانو پر مرکزونو ۸۸ عمليات ترسره کړي دي. د جبهې د څرګندونو له مخې، په دغو بريدونو کې ۲۲۵تنه طالبان وژل شوي دي.

امرالله صالح وایي، د «رژیم» د بدلون په اړه د پاکستان ادعا مشکوکه ده

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۰۱:۲۲ GMT+۰
امرالله صالح وایي، د «رژیم» د بدلون په اړه د پاکستان ادعا مشکوکه ده
100%

د امرالله صالح په مشرۍ زرغون بهیر د طالبانو پر ضد له اقدام پرته د «رژیم» د بدلون په اړه د پاکستان ادعاوې مشکوکې بللې دي.

د دغه بهیر په وینا، پاکستان له کلونو راهیسې طالبانو ته له روزنې ورکړې او امکاناتو له برابرولو سره سره له یادو چارو منکر و او اسلام‌اباد اوس له عملي اقدام پرته یوازې د اعلامیې په خپرولو سره «د رژيم د بدلون» اوازې خپروي او په باور یې د پاکستان دغه کړنه «مشکوکه» ده.
زررغون بهیر د شنبې په ورځ (د لیندۍ لومړۍ) په خپله اېکس پاڼه لیکلي: «پاکستان په تېرو ۲۶ کلونو کې له طالبانو ملاتړ کړی او تر اوسه یې هېڅ عملي اقدام نه‌دی کړی او هره ورځ اعلامیه ورکوي او د رژیم د بدلون خبره کوي، ولې؟ کیسه ډېره مشکوکه ده.»

نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د بدلون په تړاو د پاکستاني چارواکو او ډیپلوماتانو وروستیو څرګندونو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

پاکستان چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې د دغې ډلې یو له اصلي ملاتړو ګڼل کېده، خو اوس د افغانستان په واکمنۍ کې د بدلون فکر او هیله لري. طالبان بیا وايي، د پاکستان په پوځ کې یوه کړۍ نه‌غواړي چې د دوی او پاکستان اړیکې ښې وي.

په افغانستان کې د جمهوري نظام له رانسکورېدو مخکې طالبانو په پاکستان کې له اوسېدو سربېره مهمې او پرېکړه کوونکې شوراګانې درلودې او ډېری طالب چارواکو ورته تګ راتګ کاوه، خو د پاکستان د هغه وخت چارواکو پرې سترګې پټولې او په پاکستان کې د طالبانو حضور رداوه.

خو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم، پاکستان خوشحاله و او ان د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو ورځو کې د پاکستان د وخت د استخباراتو رييس فیض حمید په کابل کې و او دا د دې ښکارندويي کوي، چې ګواکې پاکستان خپلې موخې ته هغه دا چې افغانستان به تر لاس لاندې هېواد وي، رسېدلی دی.

دغه اړیکې ورو ورو سړې شوې او د طالبانو په تېره څلور کلنې دوره کې کله نا کله د ډيورند فرضي کرښې په اوږدو کې لنډ مهاله وسله والې نښتې هم وشوې، خو له دې سره سره پاکستان په نړۍوال ستېج کې د طالبانو په ملاتړ څرګندونې کولې او دغو څرګندونو د پخوانیو چارواکو غبرګونونه راپارولي و او په ډاګه کړې یې وه، چې پاکستان حق نه‌لري د افغانستان په اسازیتوب په نړۍوالو غونډو کې خبرې وکړي، خو طالب چارواکو بیا یادې څرګندونې د افغانستان په ګټه بللې.

دغه اړیکې د روان کال د تلې په دویمه لسیزه کې وروسته له هغې ترینګلې شوې، چې پاکستان پر پلازمېنې کابل او پکتیکا هوايي بریدونه وکړل. پاکستان داسې انګېرله چې په یاد برید کې یې د ټي‌ټي‌پي مشر په نښه کړی، خو څو ورځې وروسته بیا د ټي‌ټي‌پي مشر په یوې ویډیو کې په پښتونخوا کې راڅرګند شو.

د پاکستان او افغان طالبانو تر منځ د جګړې اور هم له یادو بریدونو (پنجشنبه د تلې ۱۷مه) پیل شو. پاکستان پرته له دې چې په رسمي توګه د یاد برید مسوولیت ومني ویې ویل، د پاکستان د خلکو د امنیت لپاره هر هغه کار چې لازم وي کوي یې.

په هغه وخت کې د طالبانو دفاع وزارت یاد برید بې ساری، له تشدد ډک او کرغېړن او له خپل حریم څخه یې دفاع خپل حق وباله او خبرداری یې ورکړ، که له دې وروسته وضعیت هر څومره ترینګلی کېږي مسوولیت به يې د پاکستان پوځ پر غاړه وي.

طالبانو بیا په دویمه شپه یې (د شنبې په ماخوستن د تلې ۱۹مه) په شاوخوا ۲۵۰۰ کیلومتره فرضي کرښه کې د «غچ اخیستنې» په نوم ځمکني عملیات پیل کړل او د شپې تر نیمايي شاوخوا ۱۲ بجو یې دوام وکړ او بیا طالبانو رسماً د جګړې د پای اعلان وکړ.

پر همدې اړ او دوړ کې د پاکستان دولت د طالبانو له څه باندې څلور کلن حاکمیت وروسته د روان کال په تلې میاشت کې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ ته د «رژیم» خطاب وکړ او دا د طالبانو پر وړاندې د اسلام اباد په تګلاره کې ستر بدلون ګڼل کېده.

پاکستان ورسره جوخت ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو او افغان طالبانو تر منځ له مخامخ جګړې وروسته په لومړي ځل په یوه ډول په افغانستان کې د واکمنۍ د بدلون لپاره هیله څرګنده کړه.

په هغه وخت کې (یکشنبه د تلې ۲۰مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل، اسلام اباد د یوه سوله ییز، سوکاله، ټول شموله او د سیمې له هېوادونو سره په اړیکه کې د افغانستان غوښتونکی دی. دغه وزارت په یوې خبرپاڼه کې زیاته کړې وه: «موږ دا هیله هم لرو چې یوه ورځ به د افغانستان ولس له فشارونو ازاد او د یوه ريښتیني حکومت له لوري اداره شي.»

شنونکو بیا د پاکستان دغه څرګندونې په افغانستان کې د نظام د بدلون لپاره سناریو جوړونه وبلله.

طالبانو هم په هغه وخت کې (یکشنبه د تلې ۲۰مه) یعنې د پاکستان له دریځ څخه څو ساعته مخکې په ډاګه وویل، پاکستان د افغانانو په منځ کې ډول ډول توپیرونو ته لمن وهي او غواړي ځینې افغانان په خپل دام کې راګیر او بیا یې د افغانستان د ملي امنیت پر ضد وکاروي.

طالبانو همداراز څرګنده کړه، چې د پاکستان په پوځ کې یوه کړۍ نه‌غواړي چې د دوی او پاکستان تر منځ اړیکې ښې وي، خو د دغو کړیو په تړاو نور جزییات نه‌دي ورکړي.

محمد حلیم فدايي په افغانستان کې د نظام د بدلون په تړاو د پاکستاني چارواکو د څرګندونو په اړه وايي: «پاکستان به هېڅکله د طالبانو رژیم تغییر نه‌کړي. پاکستان چې د طالبانو په وجود کې کومې ګټې لري، هغه به په بل هېڅ رژیم او نورو وګړو کې ترلاسه نه‌کړي.»

فدايي په دې تړاو څرګندونې د پاکستان تبلیغاتي هڅه ګڼي او په باور یې اسلام‌اباد په دغه ډول څرګندونو سره غواړي د ولس له بنسټیزو ستونزو څخه تمرکز واړوي او د خپل «رژیم» د عمر غځولو هڅه وکړي او مقطعي ولسي ملاتړ تر لاسه کړي.

د یادونې وړ ده، چې پاکستان، اسلام‌اباد ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي د سفر لپاره د معافیت په اخیستو کې له ناکامۍ او ورسره جوخت هند ته چې پاکستان یې ازلي دوښمن بولي، د امیرخان متقي له سفر وروسته تبلیغاتي جګړې زور واخیست او لا هم په شدت سره روان دی.