په وروستیو میاشتو کې پاکستان وتوانېد چې د افغانانو عامه ذهنیت، د بحث اصلي محورونه او تر ډېره د افغان ډیاسپورا فکري تمرکز بدل کړي. هغه موضوعات چې باید د اسلاماباد د سیاسي زوال، داخلي کړکېچونو، د پوځ او امنیتي ادارو د ناکامۍ د څرګندولو لپاره مطرح شوي وی، په قصدي ډول څنډې ته شول.
د دې پر ځای چې حقیقت ته تم شوی وی مصنوعي بحثونه مطرح کړی شول چې نه یوازې د اصلي حقایقو د لیدو مخه یې ونیوله، بلکې د یوه داسې ملت تمرکز یې هم ګډوډ کړ، چې د پاکستان پر وړاندې یې شدید منفي ذهنیت لاره/لري.
دا مهال د افغانانو عامه افکار او بحثونه د بې لومړيتوبۍ څپې وهلي او دا چاره د شعوري تبلیغاتو یوه برخه ده.
د پاکستان ډار
پاکستان نن د خپل تاریخ په تر ټولو ژور کړکېچ کې دی. دا یوازې اقتصادي بحران نه دی، نه یوازې سیاسي شخړې او بې ثباتۍ دي، بلکې د دولت د بنسټیزو جوړښتونو د زوال یوه اوږده پروسه پیل شوې ده، چې په قصدي ډول ترې د افغانانو، پښتنو او بلوچانو پام اړول شوی دی.
بلوچستان او د مقاومت نوې څپه: په نړۍ کې ډېر کم هېوادونه داسې صراحت لري چې د خپلو خلکو او یا سیاسي جغرافیې نیمايي ایالتونه د دولت پر ضد وسلهوال مقاومت ته ولاړ شي. په پاکستان کې نن بلوچستان همدا تصویر وړاندې کوي.
د بلوچانو مبارزه یوازې د څو ډلو فعالیت نه دی، بلکې د یو اوږد تاریخي محرومیت، قومي تبعیض او سیاسي استبداد په وړاندې راولاړه شوې مفکوره ده او اوس یې نوي نسل جګړه په خپل لاس کې اخیستې ده.
په رسنیز کچ پاکستان ان د بلوچستان نوم اخیستل هم نه غواړي، ځکه د کړکېچ هر ځل یادونه یې د جغرافیايي کمزورتیا او د دولت د ناکامۍ ثبوت دی.
دا جګړه د تېرو څلورو کلونو په پرتله تر بل هر وخت پیاوړې شوې ده، مګر په قصدي ډول په نړۍوال سټیج بې اهمیته ګرځول شوې، خو په سیمه ییز کچ هم عامه افکار منحرف شوي او بلوچان له یاده ویستل شوي.
اقتصاد او درانه پورونه: پاکستاني اقتصاد د سقوط درشل ته رسېدلی دی، روپۍ د خپل تاریخ تر ټولو ټيټې کچې ته رسېدلې، د غربت او بېکارۍ کچه لوړه شوې، ای ایم ایف سختې مقررې لګولې، د پانګونې چاپېريال په شدیده بڼه ځپل شوی، صنعت د دېواله کېدو له ګواښ سره مخ دی او د صادراتو ستونزې د دولت د نغدي پیسو زیرمې ختموي.
د اقتصاد زوال د امنیت، سیاست او ټولنې د ټولو نورو بحرانونو مور ده. خو افغان لوری چې له پاکستان سره د کړکېچ اوږ تاریخ لري پر ځای د پاکستان د ځواک په اړه بحث کوي.
پښتونخوا او وسله والې ډلې: ټي ټي پي، داعش، بلوچ ډلې او ګڼې نورې وسلهوالې شبکې په پاکستان کې له دولتي ځواک سره سیالي کوي. هره ورځ د پولیسو او پوځ پر ضد بریدونه کېږي. دا یوازې امنیتي پېښې نه دي، دا د پاکستان د امنیتي ادارو هغه ستره ناکامي ده چې څوک یې په اړه بحث نه کوي.
اسلاماباد ښه پوهېږي چې د دې مسایلو مطرح کېدل د پاکستان د دولت پر مشروعیت مستقیم برید دی. له همدې امله غواړي داخلي او سیمه ییز عامه ذهنیت د دې موضوعاتو له څېړلو منحرف پاتې شي.
په سیمه ییز او نړۍوال کچ دا غږ او د پاکستاني اسټبلیشمېنټ کمځواکي روښانول د افغان ډیاسپورا پر غاړه دي، خو افغان ډیاسپورا پر دې بوخته ده چې پاکستان په افغانستان کې د طالبانو حکومت چپه کولی شي او که نه؟
پاکستان څنګه د افغانانو فکري تمرکز بدل کړ؟
دا لومړی ځل نه دی، تاریخ ته په کتو کله چې پاکستان غوښتي چې له خپلو داخلي ستونزو پاملرنه واړوي او خپلو خلکو ته بېرونی تهدید لوی وښيي، تر ټولو اسانه کار دا دی چې د افغانستان او هند په عامه ذهنیت کې مصنوعي بحران جوړ کړي. پاکستان هم همدا کار وکړ.
دا ټولې پوښتنې د یوې رواني جګړې برخه وې، ځکه اصلي بحث دا نه و چې پاکستان څه کولی شي، بلکې دا و او دی چې پاکستان څه نه شي کولی؟
د مصنوعي ګواښ فضا: پاکستان فکرونه د افغانستان پر داخلي مسایلو، د رژیم د بدلون پر بحثونو او د ډېپلوماټیکو احتمالاتو په لوري کش کړي، څو هېڅوک د بلوچانو جګړه، د اقتصاد تباهي، د امنیتي ادارو ناکامي، داخلي بې اعتمادي، غربت او د کورنیو سیاستونو بحران ته پام ونه کړي.
پوښتنه دا ده چې که د افغان ډیاسپورا چلند همدا ډول سطحي وي، ایا افغانان به دا رواني جګړه وبایلي؟ځواب هو دی، ځکه دا ډول رواني جګړه بایلونکې ده، ځکه افغان لوستی قشر په هغه بحث مشغول دی چې پاکستان یې غواړي. ډیاسپورا د هغو موضوعاتو اسیره شوه چې اسلاماباد د افکارو د انحراف لپاره طرحه کړي وو. د دغو ټولو مصنوعي بحثونو پر ځای باید افغان ډیاسپورا وپوښتي: پاکستانی استبلیشمېنټ څنګه هره ورځ تر واک لاندې ځمکه له لاسه ورکوي؟ دا د حقیقي روایت د ایجاد اساسي پوښتنه ده.
د پاکستان د اصلي بحران نه یادول د سیمې لپاره ولې خطرناک دي؟
افغانستان او سیمه هغه وخت خپل واقعي تصویر ویني چې د پاکستان د زوال پروسه په علمي او پر حقایقو ولاړ تحلیل کې وڅېړل شي. تر هغو چې افغانستان او سیمه د پاکستان د اصلي بحران انځور ونه ویني، د سیاست، امنیت او اقتصاد ټول تحلیلونه نیمګړي پاتې کېږي.
د جګړې جغرافیه بدله او لویه شوې ده، که په پاکستان کې داخلي جګړه پراخه شي، پښتونخوا او بلوچستان د جګړې د نویو مرکزونو په توګه مخ ته راځي. که پاکستان د پوځ د کنټرول له لاسه ورکولو پړاو ته داخل شي، د نړۍوالو استخباراتو نوی رقابتي میدان به جوړ شي او که د پاکستان د دولت کمزورتیا دوام پېدا کړي، د سیمې جیوپولیټیک نقشه به د ۲۰۱۰ په پرتله سل چنده متفاوته وي.
اوس د افغان ډیاسپورا لپاره د رواني جګړې په پار بنسټیزه پوښتنه دا نه ده چې پاکستان څه کولی شي؟ اصلي پوښتنه دا ده چې پاکستان تر کومه د سقوط په مسیر روان یو هېواد دی؟
دا هغه بحث دی چې موږ ته د سیمې د راتلونکي په اړه یوه لارنقشه راکولی شي. د پاکستان د پټو بحرانونو روښانه کول یوازې یو تحلیل نه دی؛ دا د افغانستان او سیمې د امن او ثبات لپاره د افغان ډیاسبورا مسوولیت دی.
که موږ غواړو د سیمې د راتلونکي په اړه د واقعیت پر بنسټ فکر وکړو، باید د پاکستان د اصلي ستونزو، د دولت د داخلي ماتېدو، د وسلهوالو ډلو د پراخېدو، د اقتصادي سقوط خطر او د امنیتي ادارو د ناکامۍ په اړه روښانه او دوامدار بحثونه وکړو.
مصنوعي بحثونه، احساساتي غبرګونونه او د پاکستان د جوړو شویو روایتونو تعقیبول افغانان د سیمې د حقیقي تصویر له لیدو محروموي.