• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خراسان رضوي والي: ایران غواړي چې اړین توکي له افغانستان څخه وارد کړي

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۵۱ GMT+۰

د ایران د خراسان رضوي والي غلام حسین مظفري په هرات کې د طالبانو له والي سره په کتنه کې ویلي، چې له افغانستان سره د وارداتو کچه زیاتوي او ایران د اړتیا وړ توکې له دغه هېواد څخه واردوي.

په دې لیدنه کې د سوداګریزو همکاریو د پراختیا، د ټرانزیټي اسانتیاوو او ګډو اقتصادي فرصتونو په اړه هم خبرې وشوې.

په هرات کې د طالبانو د والي دفتر د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۵مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی والي اسلام جار له ایراني چارواکو او سوداګرو سره په لیدنه کې د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

طالبانو په اقتصادي او سوداګریزه برخه کې دا ناسته مهمه بللې او زیاته کړې ده: «د ایراني چارواکو او سوداګرو دا سفر د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو بازارونو وده او د سیمه‌ییزې سوداګرۍ په برخو کې اغېزمن کېدای شي.»

طالبانو د هرات-خواف اوسپنې پټلۍ پراختیا، د ټرانزیټي اړیکو زیاتوالی او په سوداګریزو همکاریو کې اسانتیاوې د خپلو لومړیتوبونو په توګه یادې کړي.

طالبانو د خراسان رضوي د والي له قوله لیکلي، چې نوموړي له افغانستان څخه د وارداتو زیاتوالي ته لېوالتیا ښودلې او زیاته کړې: «موږ هڅه کوو چې د یاد هېواد بازارونو اړتیاوې له افغانستان څخه پوره کړو.»

ترویج لرونکی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې
۱
ځانګړی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې

۲

د پاکستان په کراچۍ کې یوه خاوند خپله مېرمن له کوروالي څخه د انکار له امله وژلې ده

۳

متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو په لېست کې د بلوڅ وسله‌والو د شاملولو هڅه رد کړه

۴

طالبانو او ایراني چارواکو په مشهد کې د افغان بندیانو پر لېږد خبرې کړې دي

۵

په جرمني کې یو افغان کډوال د چاقو په برید کې وژل شوی

•
•
•

نور کیسې

طالبان: په لړم میاشت کې نږدې ۳ زره بهرنيو وګړو افغانستان ته تګ راتګ کړی

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۴۵ GMT+۰
طالبان: په لړم میاشت کې نږدې ۳ زره بهرنيو وګړو افغانستان ته تګ راتګ کړی
100%

د طالبانو د احصایې او معلوماتو اداره وایي، چې د ۱۴۰۴ کال د لړم میاشتې په ترڅ کې د هوایي ډګرونو او ځمکنیو بندرونو له لارې هېواد ته ۲,۷۶۸ بهرنيو وګړو تګ راتګ کړی دی. دغې ادارې ویلي، چې په دې شمېر کې ۸۶ کسان یې ښځې دي.

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ادارې د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۵مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د لړم په میاشت کې د ۶۲ ښځو په ګدون ۱۴۲۶ بهرني وګړي هېواد ته راغلي دي او دغه راز د ۲۴ ښځو په ګډون ۱۳۴۲ نور له هېواد څخه وتلي دي.

یادې ادارې بیا دا مشخص کړې نه ده، چې دغه شمېر بهرني وګړي څوک او د کومو هېوادونو دي.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته په میلیونه افغانان کډوال شول، چې له دغه جملې یې ډېری یې د خپلو کورنیو د لیدو لپاره هم افغانستان ته تګ راتګ کوي.

اصف دراني: موږ په افغانستان کې د رژیم د بدلون غوښتونکي نه یو، ټي‌ټي‌پي باید مهار شي

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۱۵ GMT+۰
اصف دراني: موږ په افغانستان کې د رژیم د بدلون غوښتونکي نه یو، ټي‌ټي‌پي باید مهار شي
100%

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی اصف دراني وایي، په افغانستان کې د رژیم د بدلون غوښتونکی نه دی، بلکې د پاکستاني طالبانو تحریک مهارول غواړي. نوموړي زیاته کړه، چې د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ روان وضعیت ښه نه دی.

اصف دراني د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۵مه) له افغانستان انټرنشنل سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې پاکستان باید پر افغان خاوره وروستي بریدونه رد کړي او طالبان باید د دې بریدونو روښانه انځورونه خپاره کړي.

نوموړي د پاکستان او طالبانو د اړیکو پر ترینګلتیا اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده: «متاسفانه د دواړو خواوو اړیکې ښې نه دي، سوداګري بنده ده، لارې تړلې دي او وضعیت مناسب نه دی.»

د دراني په خبره، ټي‌ټي‌پي په افغانستان کې فعالیت کوي او افغان طالبان یې ملاتړ کوي.
هغه وايي، چې ټي‌ټي‌پي د پاکستان لپاره یوه لویه اندېښنه ده او افغان لوری باید د دې ډلې د مهارولو په برخه کې ونډه واخلي.

نوموړي ادعا کړې. چې د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پوځ پر پوستو د ټي‌ټي‌پي په بریدونو کې افغانانو هم برخه اخیستې او انځورونه یې هم خپاره شوي دي.

دراني طالبان د افغانستان د اوسني واقعیت په توګه یاد کړي، چې اوس مهال واکمن دي. د هغه په خبره، طالبان له امریکا سره د تړون له مخې واک ته رسېدلي او په دې اړه څه نه وايي.

که څه هم اصف دراني د افغانستان انټرنشنل ډېرو پښتنو ته واضیح ځواب ونه ویل، خو زیاته یې کړه چې د ټي‌ټي‌پي مهارول وخت ته اړتیا لري او پاکستان به په دې برخه کې جدي وي.

هغه د افغان طالبانو په اړه وویل: «موږ په افغانستان کې د بدلون غوښتنونکي نه یو، باید طالبان د ترهګرو د ملاتړ څخه لاس واخلي او ژمنې عملي کړي.»

نوموړي له طالبانو غوښتي، چې د نړۍوالې ټولنې، ملګرو ملتونو، او بشري حقونو سازمانونو اندېښنو ته جدي ځواب ورکړي.

د دراني په خبره، پاکستان د هند او طالبانو اړیکو ته کوم غبرګون نه ښيي او د طالبانو خوښه ده چې د هر چا سره اړیکې جوړې کړي.

اصف دراني ویلي، چې ټول افغان طالبان د پاکستان دوښمنان نه دي او یو شمېر یې له اسلام‌اباد سره ښې اړیکې لري؛ خو هغه زیاته کړه چې نه غواړي د هغو طالب چارواکو نومونه یاد کړي.

نوموړي هیله وښوده، چې طالبان د ستونزو په حل کې پر ځان تکیه وکړي او نور اړخونه په دې کې دخیل نه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف درانی تر دې مخکې ویلي و، چې افغانستان د شاوخوا ۲۰ ترهګرو ډلو د فعالیتونو مرکز دی. نوموړي دغه راز ویلي و، د سیمې هېوادونه باید د وضعیت د کنټرول لپاره رغنده ګامونه پورته کړي؛ ځکه چې د طالبانو حکومت په خپله د دغه کړکېچ په مدیریت کې بې‌وسه دی.

پاکستاني چارواکو تر دې وړاندې هم په ځلونو ادعا کړې ده، چې طالبانو د افغانستان په خاوره کې د «ټي‌ټي‌پي» په ګډون د دوی د حکومت ضد وسله‌والو ډلو ته پناه ورکړې ده او دغه ډلې له هغه ځایه په پاکستان کې ترهګریز بریدونه پلانوي؛ خو دا هغه ادعاوې دي چې طالبانو په وار-وار رد کړې دي.

پاکستاني سوداګر وايي چې له افغانستان سره د لارو بندیدو سخت زیان ور رسولی

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۷:۱۳ GMT+۰
پاکستاني سوداګر وايي چې له افغانستان سره د لارو بندیدو سخت زیان ور رسولی
100%

پاکستاني سوداګرو په پېښور کې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان او د عوامي نشنل ګوند مسوولینو سره کتلي او له افغانستان سره یې د سوداګریزو لارو د پرانېستل کېدو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د پاکستان د سوداګرو د جرګې غړو نن د چار شنبې په ورځ د جمعیت علمای اسلام ګوند له مشر مولانا فضل الرحمان سره کتلي او له افغانستان سره د لارو خلاصیدو په برخه کې یې ترې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

پاکستاني سوداګرو ویلي، چې د لارو تړل کېدو له امله ورته سخت زیان اوښتی دی او ټولې لارې دې ژر تر ژره پرانېستل شي.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن سوداګرو ته له خپله اړخه د لارو د خلاصیدو په برخه کې د هلو ځلو په تړاو ژمنه ور کړې ده.

بل خوا د عوامي نشنل ګوند ایالتي مشر میا افتخار حسین د لارو بندیدو په غبرګون کې پر پاکستاني چارواکو نیوکې کړې دي او وايي، چې د لارو بندیدو سره تر ټولو ډېر زیان د پاکستان عامو خلکو ته اوښتی دی.

نوموړي پر طالبانو او پاکستان غږ کړی چې کړکېچ دې د خبرو له لارو حل کړي.

میا افتخار ویلي:« موږ افغانستان او پاکستان ته وایو اول او ښه حللاره داده، چې مذاکرات وکړئ، بیا قطر او ترکیې ته وایو، چې تاسې د خبرو ضمانت کړی دی، په کار ده چې ضمانت سر ته ورسوئ او اوسنۍ ستونزه حل کړئ. چې ستونزه حل شي، بیا به لارې او سوداګري هم پرانېستل شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ کړکېچ له امله د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې لارې له شاوخوا ۴۶ ورځو راهیسې د هر ډول سوداګرۍ او تګ راتګ پرمخ تړلې دي.

د راپورونو له مخې، د لارو بندیدو له امله د دواړو لوریو سوداګرو ته میلیونونه ډالر زیان اوښتی دی.

د طالبانو د کرنې وزیر د حیواني روغتیا نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره مسکو ته لاړ

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۵۷ GMT+۰
د طالبانو د کرنې وزیر د حیواني روغتیا نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره مسکو ته لاړ
100%

د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې د دغه وزارت وزیر مولوي عطاالله عمري د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د«حیواني روغتیا»نړیوال کنفرانس کې د ګډون په موخه مسکو ته تللی دی.

د یاد وزارت په وینا، مولوي عمري به په دغه کنفرانس کې د حیواني ناروغیو د مخنیوي او کنټرول، د تخنیکي وړتیا د لوړولو او له ګډون‌کوونکو هېوادونو سره د ګډو همکاریو د پراخېدو په اړه خبرې وکړي.

د طالبانو د کرنې وزارت زیاتوي چې له نړیوالو شریکانو سره همغږي او تخنیکي تبادله کولای شي د افغانستان د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د حیواني ناروغیو په مخنیوي کې مهم رول ولوبوي.

ویل کېږي چې په یاد کنفرانس کې د سیمې او نړۍ ګڼ هېوادونه ګډون لري او د حیواني روغتیا په برخه کې د تجربو او نویو طریقو ارزونه او شریکول د غونډې اصلي موضوعات دي.

متقي د پاکستان په بریدونو کې د ملکي مرګ ژوبلې په تړاو د یوناما دریځ ستایلی

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۱۶ GMT+۰
متقي د پاکستان په بریدونو کې د ملکي مرګ ژوبلې په تړاو د یوناما دریځ ستایلی
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې امیر خان متقي په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) له سرپرستې او د سیاسي څانګې مشرې جورجټ ګانیون سره لیدنه کړې ده. په دې لیدنه کې دواړو لوریو د سیمې پر امنیتي وضعیت، بشري مرستو او دوحې بهیر اړوند موضوعاتو خبرې کړې دي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د یوناما سرپرستې په خوست او کونړ ولایتونو کې د پاکستان په وروستیو هوايي بریدونو کې د اوښتې ملکي مرګ‌ژوبلې په اړه خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې.

ګانیون ویلي چې د ښځو، ماشومانو او نورو ملکي وګړو وژل د اندېښنې وړ دي او باید د ملکي‌ وګړو ساتنې ته اساسي پاملرنه وشي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د خبرو په پیل کې متقي د وروستیو زلزلو له قربانیانو سره د یوناما د خواخوږۍ، او همدارنګه د پاکستاني پوځ د بمبارد له امله د ملکیانو د مرګ ژوبلې په اړه دیوناما د دریځ څخه مننه کړې ده.

متقي په دې لیدنه کې د دوحې پروسې د کاري ګروپونو اړوند موضوعاتو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې طالبانو د مخدره موادو کښت «صفر ته نږدې» رسولی او د خصوصي سکتور د پیاوړتیا لپاره یې عملي ګامونه اخیستي دي.

هغه ټینګار کړی چې اوس د وخت اړتیا ده چې نړیوال لوري هم د پرمختګ لپاره «ملموس اقدامات» ترسره کړي.

دواړو لورو هیله څرګنده کړې چې خبرې اترې به د همکارۍ د زیاتېدو، د بشري وضعیت د ښه کېدو او سیمه‌ییزو ننګونو د کمولو سبب شي.