• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستاني سوداګر وايي چې له افغانستان سره د لارو بندیدو سخت زیان ور رسولی

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۷:۱۳ GMT+۰تازه شوی: ۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۷:۱۱ GMT+۰

پاکستاني سوداګرو په پېښور کې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان او د عوامي نشنل ګوند مسوولینو سره کتلي او له افغانستان سره یې د سوداګریزو لارو د پرانېستل کېدو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د پاکستان د سوداګرو د جرګې غړو نن د چار شنبې په ورځ د جمعیت علمای اسلام ګوند له مشر مولانا فضل الرحمان سره کتلي او له افغانستان سره د لارو خلاصیدو په برخه کې یې ترې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

پاکستاني سوداګرو ویلي، چې د لارو تړل کېدو له امله ورته سخت زیان اوښتی دی او ټولې لارې دې ژر تر ژره پرانېستل شي.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن سوداګرو ته له خپله اړخه د لارو د خلاصیدو په برخه کې د هلو ځلو په تړاو ژمنه ور کړې ده.

بل خوا د عوامي نشنل ګوند ایالتي مشر میا افتخار حسین د لارو بندیدو په غبرګون کې پر پاکستاني چارواکو نیوکې کړې دي او وايي، چې د لارو بندیدو سره تر ټولو ډېر زیان د پاکستان عامو خلکو ته اوښتی دی.

نوموړي پر طالبانو او پاکستان غږ کړی چې کړکېچ دې د خبرو له لارو حل کړي.

میا افتخار ویلي:« موږ افغانستان او پاکستان ته وایو اول او ښه حللاره داده، چې مذاکرات وکړئ، بیا قطر او ترکیې ته وایو، چې تاسې د خبرو ضمانت کړی دی، په کار ده چې ضمانت سر ته ورسوئ او اوسنۍ ستونزه حل کړئ. چې ستونزه حل شي، بیا به لارې او سوداګري هم پرانېستل شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ کړکېچ له امله د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې لارې له شاوخوا ۴۶ ورځو راهیسې د هر ډول سوداګرۍ او تګ راتګ پرمخ تړلې دي.

د راپورونو له مخې، د لارو بندیدو له امله د دواړو لوریو سوداګرو ته میلیونونه ډالر زیان اوښتی دی.

ترویج لرونکی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې
۱
ځانګړی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې

۲

د پاکستان په کراچۍ کې یوه خاوند خپله مېرمن له کوروالي څخه د انکار له امله وژلې ده

۳

متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو په لېست کې د بلوڅ وسله‌والو د شاملولو هڅه رد کړه

۴

طالبانو او ایراني چارواکو په مشهد کې د افغان بندیانو پر لېږد خبرې کړې دي

۵

په جرمني کې یو افغان کډوال د چاقو په برید کې وژل شوی

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د کرنې وزیر د حیواني روغتیا نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره مسکو ته لاړ

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۵۷ GMT+۰
د طالبانو د کرنې وزیر د حیواني روغتیا نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره مسکو ته لاړ
100%

د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې د دغه وزارت وزیر مولوي عطاالله عمري د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د«حیواني روغتیا»نړیوال کنفرانس کې د ګډون په موخه مسکو ته تللی دی.

د یاد وزارت په وینا، مولوي عمري به په دغه کنفرانس کې د حیواني ناروغیو د مخنیوي او کنټرول، د تخنیکي وړتیا د لوړولو او له ګډون‌کوونکو هېوادونو سره د ګډو همکاریو د پراخېدو په اړه خبرې وکړي.

د طالبانو د کرنې وزارت زیاتوي چې له نړیوالو شریکانو سره همغږي او تخنیکي تبادله کولای شي د افغانستان د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د حیواني ناروغیو په مخنیوي کې مهم رول ولوبوي.

ویل کېږي چې په یاد کنفرانس کې د سیمې او نړۍ ګڼ هېوادونه ګډون لري او د حیواني روغتیا په برخه کې د تجربو او نویو طریقو ارزونه او شریکول د غونډې اصلي موضوعات دي.

متقي د پاکستان په بریدونو کې د ملکي مرګ ژوبلې په تړاو د یوناما دریځ ستایلی

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۱۶ GMT+۰
متقي د پاکستان په بریدونو کې د ملکي مرګ ژوبلې په تړاو د یوناما دریځ ستایلی
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې امیر خان متقي په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) له سرپرستې او د سیاسي څانګې مشرې جورجټ ګانیون سره لیدنه کړې ده. په دې لیدنه کې دواړو لوریو د سیمې پر امنیتي وضعیت، بشري مرستو او دوحې بهیر اړوند موضوعاتو خبرې کړې دي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د یوناما سرپرستې په خوست او کونړ ولایتونو کې د پاکستان په وروستیو هوايي بریدونو کې د اوښتې ملکي مرګ‌ژوبلې په اړه خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې.

ګانیون ویلي چې د ښځو، ماشومانو او نورو ملکي وګړو وژل د اندېښنې وړ دي او باید د ملکي‌ وګړو ساتنې ته اساسي پاملرنه وشي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د خبرو په پیل کې متقي د وروستیو زلزلو له قربانیانو سره د یوناما د خواخوږۍ، او همدارنګه د پاکستاني پوځ د بمبارد له امله د ملکیانو د مرګ ژوبلې په اړه دیوناما د دریځ څخه مننه کړې ده.

متقي په دې لیدنه کې د دوحې پروسې د کاري ګروپونو اړوند موضوعاتو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې طالبانو د مخدره موادو کښت «صفر ته نږدې» رسولی او د خصوصي سکتور د پیاوړتیا لپاره یې عملي ګامونه اخیستي دي.

هغه ټینګار کړی چې اوس د وخت اړتیا ده چې نړیوال لوري هم د پرمختګ لپاره «ملموس اقدامات» ترسره کړي.

دواړو لورو هیله څرګنده کړې چې خبرې اترې به د همکارۍ د زیاتېدو، د بشري وضعیت د ښه کېدو او سیمه‌ییزو ننګونو د کمولو سبب شي.

د طالبانو او ایران د سوداګرۍ وزیرانو د سوداګرۍ حجم پر ډېرولو هوکړه کړې ده

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۱۸ GMT+۰
د طالبانو او ایران د سوداګرۍ وزیرانو د سوداګرۍ حجم پر ډېرولو هوکړه کړې ده
100%

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی د ایران د صنعت او سوداګرۍ له وزیر سید محمد اتابک سره په استانبول کې د ایکو هېوادونو سوداګرۍ وزیرانو غونډې په څنډه کې لیدلي او د دوه اړخیزې سوداګرۍ پراختیا او د تجارتي همکاریو د پیاوړتیا په اړه یې خبرې کړي.

نورالدین عزیزی په خپلو څرګندونو کې ویلي چې له ایران سره د سرحدي سوداګرۍ پراختیا په پلان کې ده او غواړي د سوداګرۍ اسانتیاوې زياتې شي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د چارشنبې په ورځ وویل، چې په دې لیدنه کې اتابک د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا اړتیا په ګوته کړه او ټینګار یې وکړ چې باید د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونه لرې شي.

د یاد وزارت په وینا، دواړو لوریو د سوداګرۍ د حجم د لوړولو او د خنډونو د لرې کولو پر موضوع هم هوکړه کړې.

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر عزیزي د ایکو هېوادونو د سوداګرۍ وزیرانو په پنځمه غونډه کې د ګډون لپاره د یوه پلاوي په مشرۍ استانبول ته تللی دی.

هغه د دغه سفر پر لړ کې د استانبول نړیوال «حلال» کنفرانس او نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د وینا پر مهال په خپلو خبرو کې د حلالې سوداګرۍ د پراختیا، د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا او په سیمه ییزو او نړیوالو بازارونو کې د افغانستان د رول پر زیاتېدو ټینګار کړی.

ایران وايي له هند او افغانستان سره د پاکستان د ستونزو په تړاو رول لوبونې ته چمتو دی

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۴:۲۳ GMT+۰
ایران وايي له هند او افغانستان سره د پاکستان د ستونزو په تړاو رول لوبونې ته چمتو دی
100%

د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي علي لاریجاني ویلي چې هېواد یې د پاکستان، هند او افغانستان ترمنځ د سولې د ټینګښت لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی او حتا که پاکستان غواړي دوی به د یادو مسایلو د حل لپاره «سپین چېک» په واک کې ورکړي.

لاریجاني دا څرګندونې له یوې پاکستانۍ رسنۍ سره د مرکې پر مهال کړې دي.

هغه پر ایکس ولیکل، چې مرکیالې ورڅخه وپوښتل چې ایا د پاکستان او هند، او همدارنګه د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سولې د رامنځته کولو لپاره څه کولو ته چمتو یاست؟ نوموړې وړاندې وايي، « زما ځواب روښانه و چې «پاکستان د ایران خلکو ته ډیر ګران او دروند هېواد دی، او موږ چمتو یو چې د دغو موضوعاتو د حل لپاره پاکستان ته یو سپین چک ورکړو؛ هر وخت چې یې اړتیا وي، کارولی یې شي».

100%

لاریجاني زیاته کړې چې ایران د سیمې د ثبات، د اړیکو د ښه‌والي او د شخړو د کمېدو لپاره د رغنده رول لوبولو ته تیار دی.

د چارو شنونکو په باور، دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې هند او پاکستان د بلوچ وسله والو پر سر په خپل منځ کې ستونزې لري او څه موده وړاندې یې د یوه او بل پرخاوره هوايي او توغندويي بریدونه هم وکړل.

د هند د بهرنیو چارو وزارت: ډیلي ته د طالبانو د سوداګرۍ وزیر سفر بریالی و

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۴:۱۱ GMT+۰
د هند د بهرنیو چارو وزارت: ډیلي ته د طالبانو د سوداګرۍ وزیر سفر بریالی و
100%

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډیلي ته د طالبانو د سواګرۍ وزیر نورالدین عزیزي سفر بریالی بللی او وايي، له طالبانو سره یې د سوداګرۍ پراختیا په برخه کې ګڼې هوکړې کړې دي. رندهیر جیسوال ویلي، په کابل کې د نوي سفیر په اړه به د سفارت د عملیاتي اړتیاوو له پوره کیدو وروسته اقدام وشي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جسیوال د خپل اونیز خبري کنفرانس پرمهال ډیلي ته د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي سفر بریالی بللی او وايي، د نوموړي د سفر په ترڅ کې د کابل ـ ډیلي او کابل امریستر ترمنځ د ترانزیټي الوتنو او د سوداګریزو اتشو د فعالیت په اړه هوکړې وشوې.

نوموړي ویلي، چې یاد طالب وزیر په ډیلي کې له هندي چارواکو سره د سوداګرۍ پراختیا، بازار ته د لاسرسي او ظرفیت لوړولو په اړه خبرې اترې وکړې.

نوموړي ویلي، ډیلي تر اوسه په کابل کې د نوي سفیر د ټاکلو په اړه پریکړه نه ده کړې او د سفارت د عملیاتي اړتیاوو له پوره کیدو وروسته به اقدام وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د سوداګرۍ وزیر تېره اونۍ هند ته د خپل پنځه ورځني سفر په ترڅ کې د هند نړیوال سوداګریز نندارتون کې د ګډون ترڅنګ د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر په ګډون له یو شمېر هندي چارواکو سره لیدنې وکړې او د افغانستان او هند ترمنځ یې د سوداګرۍ پراختیا په اړه خبرې وکړي.