• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هند د بهرنیو چارو وزارت: ډیلي ته د طالبانو د سوداګرۍ وزیر سفر بریالی و

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۴:۱۱ GMT+۰

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډیلي ته د طالبانو د سواګرۍ وزیر نورالدین عزیزي سفر بریالی بللی او وايي، له طالبانو سره یې د سوداګرۍ پراختیا په برخه کې ګڼې هوکړې کړې دي. رندهیر جیسوال ویلي، په کابل کې د نوي سفیر په اړه به د سفارت د عملیاتي اړتیاوو له پوره کیدو وروسته اقدام وشي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جسیوال د خپل اونیز خبري کنفرانس پرمهال ډیلي ته د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي سفر بریالی بللی او وايي، د نوموړي د سفر په ترڅ کې د کابل ـ ډیلي او کابل امریستر ترمنځ د ترانزیټي الوتنو او د سوداګریزو اتشو د فعالیت په اړه هوکړې وشوې.

نوموړي ویلي، چې یاد طالب وزیر په ډیلي کې له هندي چارواکو سره د سوداګرۍ پراختیا، بازار ته د لاسرسي او ظرفیت لوړولو په اړه خبرې اترې وکړې.

نوموړي ویلي، ډیلي تر اوسه په کابل کې د نوي سفیر د ټاکلو په اړه پریکړه نه ده کړې او د سفارت د عملیاتي اړتیاوو له پوره کیدو وروسته به اقدام وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د سوداګرۍ وزیر تېره اونۍ هند ته د خپل پنځه ورځني سفر په ترڅ کې د هند نړیوال سوداګریز نندارتون کې د ګډون ترڅنګ د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر په ګډون له یو شمېر هندي چارواکو سره لیدنې وکړې او د افغانستان او هند ترمنځ یې د سوداګرۍ پراختیا په اړه خبرې وکړي.

ترویج لرونکی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې
۱
ځانګړی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې

۲

د پاکستان په کراچۍ کې یوه خاوند خپله مېرمن له کوروالي څخه د انکار له امله وژلې ده

۳

طالبانو او ایراني چارواکو په مشهد کې د افغان بندیانو پر لېږد خبرې کړې دي

۴

متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو په لېست کې د بلوڅ وسله‌والو د شاملولو هڅه رد کړه

۵

په کوټه کې پر ښځینه ډاکټرې د تېزابو برید؛ د ډاکټر ماه نور ۳۵ سلنه بدن سوځېدلی

•
•
•

نور کیسې

په کاپیسا او جوزجان ولایتونو کې پر ۹۵۰ کورنیو مرستې وېشل شوې

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۴۰ GMT+۰
 په کاپیسا او جوزجان ولایتونو کې پر ۹۵۰ کورنیو مرستې وېشل شوې
100%

د طالبانو په ولکه کې افغاني سري میاشتې ټولنې ویلي چې په کاپیسا او جوزجان ولایتونو کې یې پر ۹۵۰ اړمنو او زلزله ځپلو کورنیو مرسته شوي خوراکي او غیر خوراکي توکي ویشلي دي.

یادې ټولنې پر ایکس لیکلي چې د جوزجان ولایت د قوشتپې ولسوالۍ د ګردن کلي له ۶۰۰ اړمنو کورنیو سره د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ۱۱ قلمه او د کاپیسا مرکز محمود راقي ښار او نجراب ولسوالې له ۳۵۰ کورنیو سره ۹ قلمه خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې شوي دي.

په ویشل شویو مرستو کې اوړه، غوړي، بوره او نور خوراکي او غیر خوراکي توکي شامل دي.

طالبانو نه دي ویلي، چې دا مرستې د کومې خیریه ټولنې یا نړیوال بنسټ له خوا شوې دي، خو پر مرسته کېدونکو توکو ډیری د سعودي عربستان او ترکیې نښانونه وي.

په غزني کې د محمود غزنوي مقبرې د انګړ د بیارغونې چارې بشپړې شوې

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۱۴ GMT+۰
په غزني کې د محمود غزنوي مقبرې د انګړ د بیارغونې چارې بشپړې شوې
100%

په کابل کې د ترکیې سفارت وایي چې په غزني ولایت کې د سلطان محمود غزنوي د مقبرې د انګړ د بیارغونې چارې بشپړې شوې او نن رسمي پرانېستل شوې.

یاد سفارت د چارشنبې په ورځ، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د یادې تاریخي سیمې د انګړ د ترمیم او بیارغونې کار د «ټيکا» بنسټ له خوا ترسره شوی او رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د خبرپاڼې له مخې، د پرانیستې په مراسمو کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت یوه معین او د غزني والي هم ګډون درلود.

ټيکا د ترکیې هېواد د پرمختیایي او همکاریو بنسټ دی چې په افغانستان کې د فرهنګي میراثونو د ساتنې، فني همکاریو او پرمختیايي پروژو په پلي کېدو کې ونډه لري.

د طالبانو سوداګرۍ وزیر: په سیمه ییزو او نړیوالو بازارونو کې باید د افغانستان حضور زیات شي

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۴۵ GMT+۰
د طالبانو سوداګرۍ وزیر: په سیمه ییزو او نړیوالو بازارونو کې باید د افغانستان حضور زیات شي
100%

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې د یاد وزارت وزیر نورالدین عزیزي د استانبول د نړیوال «حلال» کنفرانس او نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې په سیمه ییزو او نړیوالو بازارونو کې د افغانستان د حضور پر زیاتېدو ټینګار کړی.

دا نړیوال اقتصادي کنفرانس د نومبر له ۲۶مې تر ۲۹مې پورې د نړۍ د شاوخوا ۱۱۰هېوادونو د دولتي چارواکو او خصوصي سکتور د استازو په ګډون په استانبول کې ترسره کېږي چې د حلالو تولیداتو، سوداګرۍ او خدماتو له معتبرو نړیوالو غونډو څخه بلل کېږي.

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت په وینا، عزیزی په خپلو خبرو کې د حلالې سوداګرۍ د پراختیا، د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا او په سیمه ییزو او نړیوالو بازارونو کې د افغانستان د رول پر زیاتېدو ټینګار کړی.

په دغه نندارتون کې د افغانستان سوداګر او شرکتونه هم د غرفو لرونکو او لیدونکو په توګه ګډون لري، څو د هېواد صنعتي محصولات، صادراتي ظرفیتونه او د پانګونې فرصتونه نړیوالو ګډونوالو ته معرفي کړي.

په دغه اقتصادي کنفرانس کې د افغان سوداګرو ګډون د افغانستان لپاره د اقتصادې اړیکو د لا پیاوړتیا، صادراتو د پراخېدو، د پانګونې د جلب او د هېواد د تولیدي ظرفیتونو د ښه معرفي کولو په برخه کې مهم ګام بلل شوی دی.

د پاکستان او ایران ځانګړو استازو د افغانستان په تړاو خبرې وکړې

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۰ GMT+۰
د پاکستان او ایران ځانګړو استازو د افغانستان په تړاو خبرې وکړې
100%

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي، چې د افغانستان په چارو کې د ایران له ځانګړي استازي سره یې کتلي او دواړو لوریو د سیمې د وضعیت او اندېښنو په اړه خبرې کړې دي.

محمد صادق نن د چارشنبې په ورځ، د لیندۍ ۵مه پر خپل اېکس لیکلي، چې د افغانستان په چارو کې د ایران له ځانګړي استازي محمد رضا بهرامي او ورسره مل پلاوي سره یې کتلي دي.

نوموړي ویلي، چې د یادې لیدنې په ترڅ کې یې د سیمې د وضعیت او دده په وینا، د افغانستان له خاورې د ترهګریزو ډلو فعالیتونو په اړه خبرې کړې دي.

صادق خان ویلي، چې پاکستان له ایران او نورو سیمه ييزو ملګرو سره د ګډو امنیتي ننګونو د حل په موخه پر ګډو هڅو او همکاریو ټینګار کوي او په سیمه کې د سولې او ثبات د هڅو ملاتړ ته ژمن دی.

دا په داسې حال کې ده، چې ایران ویلي پر یوه سیمه ییز چوکاټ کار کوي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ پر اوسني وضعیت پکې بحث وشي او په سیمه کې ثبات ټینګ شي.

ملي مقاومت جبهه وايي، په کندوز کې یې طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۵، ۰۸:۳۴ GMT+۰
ملي مقاومت جبهه وايي، په کندوز کې یې طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې
100%

د ملي مقاومت جبهې په نوم د طالبانو وسله‌والې مخالفې ډلې ادعا کړې، چې ځواکونو یې د کندوز ولایت په امام صاحب بندر کې د طالبانو یو قوماندان ټپي کړی او څو نور طالبان یې وژلي دي. دغه جبهه وایي، چې په دغه عملیاتو کې ملکي خلکو او د دوی ځواکونو ته زیان نه‌دی رسېدلی.

د ملي مقاومت جبهې په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه برید د شنبې په شپه د کندوز ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوندې سیمې کې شوی دی. د خبرپاڼې له مخې؛ په دغه برید کې د طالبانو یو قوماندان ټپي شوی او د هغه څو ساتونکي وژل شوي دي.

یادې جبهې د وژل شویو کسانو د شمېر په اړه څه نه‌دي ویلي. خبرپاڼه زیاتوي، چې د طالبانو د واکمنۍ پر ضد به خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.

د یادې جبهې د دغه ادعا په اړه لاتر اوسه طالبانو څه نه‌دي ویلي.