• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملي مقاومت جبهه وايي، په کندوز کې یې طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۵، ۰۸:۳۴ GMT+۰

د ملي مقاومت جبهې په نوم د طالبانو وسله‌والې مخالفې ډلې ادعا کړې، چې ځواکونو یې د کندوز ولایت په امام صاحب بندر کې د طالبانو یو قوماندان ټپي کړی او څو نور طالبان یې وژلي دي. دغه جبهه وایي، چې په دغه عملیاتو کې ملکي خلکو او د دوی ځواکونو ته زیان نه‌دی رسېدلی.

د ملي مقاومت جبهې په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه برید د شنبې په شپه د کندوز ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوندې سیمې کې شوی دی. د خبرپاڼې له مخې؛ په دغه برید کې د طالبانو یو قوماندان ټپي شوی او د هغه څو ساتونکي وژل شوي دي.

یادې جبهې د وژل شویو کسانو د شمېر په اړه څه نه‌دي ویلي. خبرپاڼه زیاتوي، چې د طالبانو د واکمنۍ پر ضد به خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.

د یادې جبهې د دغه ادعا په اړه لاتر اوسه طالبانو څه نه‌دي ویلي.

ترویج لرونکی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې
۱
ځانګړی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې

۲

د پاکستان په کراچۍ کې یوه خاوند خپله مېرمن له کوروالي څخه د انکار له امله وژلې ده

۳

طالبانو او ایراني چارواکو په مشهد کې د افغان بندیانو پر لېږد خبرې کړې دي

۴

متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو په لېست کې د بلوڅ وسله‌والو د شاملولو هڅه رد کړه

۵

په کوټه کې پر ښځینه ډاکټرې د تېزابو برید؛ د ډاکټر ماه نور ۳۵ سلنه بدن سوځېدلی

•
•
•

نور کیسې

مولوي عبدالکبیر: په ګاونډیو هېوادونو کې د مېشتو افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۵، ۰۸:۰۷ GMT+۰
مولوي عبدالکبیر: په ګاونډیو هېوادونو کې د مېشتو افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی
100%

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې له لوړپوړو چارواکو سره په ناسته کې ویلي، چې په ګاونډیو هېوادونو کې د مېشتو افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

هغه ویلي:« د ژمي په راتګ سره د راستنو شویو ستونزې ډېرې شوې دي او په ګاونډیو هېوادونو کې د پاتې افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی.»

د یاد وزارت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې مولوي عبدالکبیر د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې (UNDP) له مرستیالې او د ناورینونو د مدیریت د برخې له مشرې اغلې شکونودا او پلاوي سره یې د راستنېدونکو د ملاتړ او د کډوالۍ د ستونزو دایمي حل په اړه خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې د اغلې شکونودا په حواله راغلي:« افغانستان زموږ لپاره لومړیتوب لري او موږ د افغان کډوالو د ستونزو دایمي حل ته ژمن یو.» هغې زیاته کړې، چې د راستنېدونکو د ظرفیتونو او مهارتونو په کارولو سره هغوی کولای شي د ټولنې فعال غړي شي او د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام د هغوی لپاره د مناسبه کاري فرصتونو د رامنځته کولو هڅې کوي.

خبرپاڼه زیاتوي، د پلاوي غړو همدارنګه د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د اغېزمن مدیریت لپاره له دغه وزارت سره د ګډې کمېټې د جوړولو وړاندیز کړی دی. په خبرپاڼه کې همدا راز راغلي، مولوي عبدالکبیر د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې له مرستو مننه کړې ده.

مولوي کبیر له نړۍوالو غوښتنه کړې، چې د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره دې خپلې پروژې پراخې کړي. د هغه په وینا؛ دغه وزارت اړمنو راستنېدونکو ته د مرستو د وېش لړۍ پیل کړې او د ملګرو ملتونو له ادارو یې غوښتي، چې «د کډوالو لاسنیوی زیات کړي».

د افغانانو لپاره د ایران کاري ویزې؛ ایرانی چارواکی: تر دې دمه ۸زره غوښتنلیکونه ترلاسه شوي

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۵، ۰۷:۰۵ GMT+۰
د افغانانو لپاره د ایران کاري ویزې؛ ایرانی چارواکی: تر دې دمه ۸زره غوښتنلیکونه ترلاسه شوي
100%

د ایران د کار او ټولنیزې هوساینې وزارت د بهرنیو وګړو د کارموندنې څانګې مشر علي باقري ویلي، چې د افغانانو له‌خوا یې د کاري ویزو لپاره شاوخوا ۸زره غوښتنلیکونه ترلاسه کړي دي؛ خو دغه شمېرې د ورځې په تېرېدو د بدلون په حال کې دي.

باقري ویلي:« دا هغه ۸زره غوښتنلیکونه دي، چې اوس‌مهال د پروسس په حال کې دي؛ یو شمېر یې منل شوي، ځینې د اصلاح لپاره کار ورکوونې ادارې ته استول شوي او ځینې هم رد شوي دي.»

هغه د ۲۰۰زره ویزو په اړه هم خبرداری ورکړ او ویې ویل:« ویزې د کورنیو اړتیاوو، د مجازو کارونو او مشخصو سیمو د اړتیا له مخې صادرېږي او ښايي له ټاکل شویو ۲۰۰زره ویزو څخه ټولې هغه صادر نه‌شي.»

د غوښتنلیکونو د پروسې په اړه باقري وویل، چې د ویزو غوښتنې په درېیو برخو وېشل کېږي: «تایید شوې»، «د اصلاح لپاره استول شوې» او «رد شوې» او دغه لړۍ دوام لري. باقري د بهرنیو کارګرو د قانوني ګومارنې په اړه زیاته کړه:« هغه کسان چې کارکوونکو ته اړتیا لري باید لومړی په سیسټم کې نوم لیکنه وکړي، اسناد ثبت کړي او بیا کارګر انتخاب کړي. یوازې مشخصې سیمې او ولایتونه د کارګرو د ګومارنې لپاره غوره شوې دي.»

هغه د کارګرو د حقوقو یادونه هم وکړه:« هغه کسان چې ویزه لري، ایران ته تر ورتګ وروسته د کفالت کارت ترلاسه کړي؛ نو د قانوني کارګر په توګه به وپېژندل شي. کارورکوونکی باید د دوی ټول حقونه ورکړي او هغوی بیمه کړي.»

باقري په پای کې ټینګار وکړ، چې لومړیتوب کورنيو کارګرو ته ورکول کېږي او یوازې په هغه صورت کې چې مناسب کارګر پیدا نه‌شي؛ خلک کولای شي له بهرنيو کارګرو څخه کار واخلي.

محمد اشرف حیدري: پاکستان د افغانستان ثبات ته ګواښ جوړوي

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۵، ۰۵:۵۵ GMT+۰
محمد اشرف حیدري: پاکستان د افغانستان ثبات ته ګواښ جوړوي
100%

په سریلانکا کې د افغانستان پخوانی سفیر او د بې‌ځایه شویو نړۍوال سازمان مشر محمد اشرف حیدري وایي، چې پاکستان د افغانستان ټولنیز، اقتصادي او امنیتي حالت د بې‌ثباته کولو هڅه کوي او دا کار د نوي کړکېچ د رامنځته کېدو ګواښ زیاتوي.

ښاغلي حیدري پر اېکس پاڼه کاږلي، هغه اقدامات چې اسلام‌اباد یې عملي کوي؛ د افغانستان شته ستونزې نورې هم زیاتوي او سیمه د یوه نه مخنیوي وړ ناورین پر لور بیايي. د نوموړي په وینا:«جبري بېرته ستنېدنه د هغو افغانانو چې له جدي ځورونې او ګواښ سره مخ دي؛ پر ټولنې او وګړو فشار لا زیاتوي او خلکو ته رواني او اقتصادي تاوان رسوي.»

هغه همداراز یادونه کړې، چې د پاکستان له لوري په عامو خلکو هوایي بریدونه د رواني جګړې وسیله ګرځېدلې او دغه چاره د وېرې، رواني فشار او ټولنیزو شخړو لامل ګرځي. حیدري همداراز لیکي:« اقتصادي محدودیتونه او د سوداګرۍ لارې تړل د مېلیونونه افغانانو ژوند لا ګران کړی او هغوی لا له وړاندې د بېلابېلو فشارونو پر وړاندې زیانمن شوي دي.»

د نوموړي په وینا؛ پاکستان هڅه کوي طالبان چې وړاندې یې د یو باور وړ ځواک په توګه کارولی، د خپلو ستراتېژیکو اهدافو سره همغږي کړي. دغه پخواني ډیپلوماټ ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د بېلابېلو قومي او مذهبي ډلو یوځای کېدل او د «رژیم بدلون» هڅې د تېرې جګړې د خونړیو شخړو ګواښ بیا ژوندی کوي.

حیدري ټينګار کړی، چې افغانان او نړۍواله ټولنه په ځانګړي ډول ملګري ملتونه باید دغه خبرداری جدي ونیسي او د ثبات د ملاتړ لپاره اقدام وکړي. نوموړي همداراز زیاته کړې: «افغانستان اوس د یوې رېښتینې، پراخ بنسټه او ملاتړ شوې سولې پروسې ته اړتیا لري او باثباته افغانستان نه یوازې د افغانانو لپاره؛ بلکې د سیمه‌ییز توازن او نړۍوال امنیت لپاره به هم ګټور وي.»

طالبانو د کاپیسا په مرکز او یو شمېر ولسواليو کې امنیتي کمرې ولګولې

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۵، ۰۵:۰۴ GMT+۰
طالبانو د کاپیسا په مرکز او یو شمېر ولسواليو کې امنیتي کمرې ولګولې
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په کاپیسا ولایت کې د دوی امنیه قوماندانۍ په محمود راقي، حصه اول او حصه دو ولسوالیو کې د ۲۰ مېلیونه افغانیو په ارزښت لسګونه امنیتي کمرې نصب کړې دي.

د دغه وزارت د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست پوځي مرستیال عزیزالرحمان صلاح‌الدین ویلي: « چې دغه کمرې په عصري ټېکنالوژۍ سمبال دي او په ۲۴ ساعته ډول به فعاله وي او د جرمونو په مخنیوي کې به مرسته وکړي.»

په کاپیسا ولایت کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ مسوولینو هم د دغه کمرو نصبول د جرمونو د کمولو او د خلکو د فزیکي او مالي امنیت خوندي کولو لپاره مهم ګام بللی. طالبانو له شاوخوا دوو کلونو راهیسې د کابل په ګډون د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د امنیتي وضعیت د څار په موخه د امنیتي کمرو د لګولو چارې پیل کړې دي.

د راپورونو له مخې؛ دغې ډلې یوازې په کابل ښار کې تراوسه څه باندې ۸۰زره امنیتي کمرې لګولې دي. کابل کې د امنیتي کمرو لګولو سره د طالبانو کورنیو چارو وزارت په دغه ښار کې د کورونو مالکانو او هټۍوالو ته هم ویلي و، چې دغه کمرې ولګوي. دوی دا خبرداری هم ورکړی و، چې که دغه کمرې ونه لګوي؛ نو سزا به ورکړي.
د طالبانو له دې پرېکړې وروسته د بښنې نړۍوال سازمان د ۲۰۲۳کال په سپټمبر کې خبرداری ورکړ، چې طالبان د امنیت د ټینګښت په پلمه د دغو څارونکو کمرو په لګولو، د خلکو او په ځانګړې توګه د ښځو ازادي له منځه وړي او دغه اقدام د خلکو پر شخصي حریم تېری دی.

د ایران د ولسمشر د کورنیو چارو مرستیاله: بې‌اسناده کډوال باید بېرته ستانه کړای شي

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۵، ۰۴:۵۴ GMT+۰
د ایران د ولسمشر د کورنیو چارو مرستیاله: بې‌اسناده کډوال باید بېرته ستانه کړای شي
100%

د ایران د ولسمشر د ښځو او کورنیو چارو مرستيالې زهرا بهروز اذر ویلي، چې بې‌اسناده کډوال باید خپل هېواد ته ستانه کړای شي. نوموړې په ایران کې د مېشتو قانوني کډوالو په اړه ویلي، چې دوی کولای شي په دغه هېواد کې پاتې شي؛ خو باید د کار اجازه ولري او کفالت یې روښانه وي.

اغلې بهروز اذر ټینګار کړی، چې ایران ته د کډوالۍ په برخه کې ښکاره او جدي سیاستونو ته اړتیا ده. هغې وویل:« ځینې وړاندیزونه شوي، لکه ورزشکارانو ته تابعیت ورکول؛ څو ایران ته راشي. خو دغه کار به مناسبه نه‌وي.»

نوموړې زیاته کړه: «موږ په هېواد کې د ورزشکارانو تولیدوونکي یو، نه واردوونکي. زموږ خپل ورزشکاران او استعدادونه شته؛ نو اړتیا نه‌شته چې بهرني ورزشکاران راولو.»

دغه ایرانۍ چارواکې ویلي، باید د کډوالو سیاستونه د هېواد د اړتیاوو پر بنسټ وي او په هغه برخو کې چې اړتیا وي؛ د کډوالو ظرفیتونه وکارول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې همدا څو ورځې وړاندې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر په کابل کې د ایران له سفیر علیرضا بېک‌دلي سره په لیدنه کې د افغانستان د فني او مسلکي روزنې د کیفیت د ښه والي، په ایران کې د افغان کډوالو حالت او د افغان کارګرو د قانوني لېږد په اړه خبرې کړې وې. ملا عبدالمنان عمري ټینګار کړی و، چې د افغان کارګرو وضعیت په ایران کې باید له ناقانونه حالت څخه قانوني حالت ته بدل شي.