• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران د ولسمشر د کورنیو چارو مرستیاله: بې‌اسناده کډوال باید بېرته ستانه کړای شي

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۵، ۰۴:۵۴ GMT+۰

د ایران د ولسمشر د ښځو او کورنیو چارو مرستيالې زهرا بهروز اذر ویلي، چې بې‌اسناده کډوال باید خپل هېواد ته ستانه کړای شي. نوموړې په ایران کې د مېشتو قانوني کډوالو په اړه ویلي، چې دوی کولای شي په دغه هېواد کې پاتې شي؛ خو باید د کار اجازه ولري او کفالت یې روښانه وي.

اغلې بهروز اذر ټینګار کړی، چې ایران ته د کډوالۍ په برخه کې ښکاره او جدي سیاستونو ته اړتیا ده. هغې وویل:« ځینې وړاندیزونه شوي، لکه ورزشکارانو ته تابعیت ورکول؛ څو ایران ته راشي. خو دغه کار به مناسبه نه‌وي.»

نوموړې زیاته کړه: «موږ په هېواد کې د ورزشکارانو تولیدوونکي یو، نه واردوونکي. زموږ خپل ورزشکاران او استعدادونه شته؛ نو اړتیا نه‌شته چې بهرني ورزشکاران راولو.»

دغه ایرانۍ چارواکې ویلي، باید د کډوالو سیاستونه د هېواد د اړتیاوو پر بنسټ وي او په هغه برخو کې چې اړتیا وي؛ د کډوالو ظرفیتونه وکارول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې همدا څو ورځې وړاندې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر په کابل کې د ایران له سفیر علیرضا بېک‌دلي سره په لیدنه کې د افغانستان د فني او مسلکي روزنې د کیفیت د ښه والي، په ایران کې د افغان کډوالو حالت او د افغان کارګرو د قانوني لېږد په اړه خبرې کړې وې. ملا عبدالمنان عمري ټینګار کړی و، چې د افغان کارګرو وضعیت په ایران کې باید له ناقانونه حالت څخه قانوني حالت ته بدل شي.

ترویج لرونکی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې
۱
ځانګړی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې

۲

د پاکستان په کراچۍ کې یوه خاوند خپله مېرمن له کوروالي څخه د انکار له امله وژلې ده

۳

طالبانو او ایراني چارواکو په مشهد کې د افغان بندیانو پر لېږد خبرې کړې دي

۴

متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو په لېست کې د بلوڅ وسله‌والو د شاملولو هڅه رد کړه

۵

په کوټه کې پر ښځینه ډاکټرې د تېزابو برید؛ د ډاکټر ماه نور ۳۵ سلنه بدن سوځېدلی

•
•
•

نور کیسې

پاکستان په اسلام‌اباد کې د «ارجنټاین پارک» د سلګونه افغان کډوالو د اېستلو لړۍ پیل کړې

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۵، ۰۲:۵۳ GMT+۰
پاکستان په اسلام‌اباد کې د «ارجنټاین پارک» د سلګونه افغان کډوالو د اېستلو لړۍ پیل کړې
100%

د پاکستان پولیسو د اسلام‌اباد په «ارجنټاین پارک» کې د نیمې شپې چاپې وروسته د ۵۳۹ افغان کډوالو د نیولو او افغانستان ته د بېرته جبري اېستلو لړۍ پیل کړې ده. د افغانستان انټرنشنل د راپور له مخې؛ په نیول شویو کسانو کې د بشري حقونو فعالان، خبریالان او د پخواني حکومت کارکوونکي شامل دي.

پولیسو د هغه افغان کډوالو شمېر تایید کړی، چې تر نیول کېدو وروسته لومړی حاجي کمپ ته لېږدول شوي او له هغه ځایه د تورخم له لارې افغانستان ته اېستل شوي دي.

عیني شاهدانو او سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې پولیسو د سې‌شنبې په شپه یوه بجه په ناڅاپي یرغل کې ځینې کسان په زور نیولي؛ هغه ویډیوګانې چې رسنیو ته رسېدلې ښيي، چې پولیس د نیولو پرمهال له زور او تاوتریخوالي کار اخلي.

په یوه ویډیو کې ښکاري، چې د ښځو د حقونو فعاله دیبا فرهمند د سترګې په سر ژوره ټپي شوې. نیول شوي کسان حاجي کمپ ته تر لېږدولو وروسته په څو ساعتونو کې تورخم ته لېږدول شوي دي.

یوشمېر کډوال وایي، د بشري حقونو نړۍوالو بنسټونو او نورو نړۍوالو سازمانونو د تېرو درېیو میاشتو په اوږدو کې د دوی غږ نه‌دی اورېدلی. یو کډوال رسنیو ته ویلي: «حتا هغه کسان هم په جبري ډول وشړل شول، چې د لوېدیځو هېوادونو د پناه غوښتنې دوسیې یې په جریان کې وې.»

د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو، د بښنې نړۍوال سازمان، د بشري حقونو د څار ادارې او نورو ادارو تر دې وړاندې په خپلو راپورونو کې ویلي و، چې پاکستان د ډېرو افغانانو قانوني وضعیت ته پام نه‌دی کړی او ان هغه کسان یې هم شړلي چې د ملګرو ملتونو (PoR) کارتونه لري یا د بېرته مېشتېدو پروسه یې روانه وه.

د بښنې نړۍوال سازمان د راپور له مخې؛ د کډوالۍ نړۍوالې ادارې شمېرې ښیي، چې سږکال له پاکستان نه د اېستل شویو افغانانو شاوخوا ۲۰ سلنه د ملګرو ملتونو کارت لرونکي وو.

له دې وړاندې په ارجنټاین پارک کې مېشتو افغانانو ویلي وو، که په جبري توګه افغانستان ته واستول شي؛ نو ژوند یې له جدي ګواښ سره مخ کېږي.

ولې دغه کډوال په ارجنټاین پارک کې مېشت وو؟

کډوالو ویلي، دوی له درېیو میاشتو راهیسې د کورونو له اېستلو، د پولیسو له فشار او د اېستلو له ګواښونو سره مخ وو او د شپې له چاپو او له کورونو څخه د جبري اېستلو له وېرې یې دغه پارک ته پناه وړې وه. دوی زیاتوي، چې د لوېدیځو هېوادونو د بیا مېشتېدنې پروسې یې مبهمې وې او د جبري شړلو وېره یې اصلي لامل و، چې دغه پارک کې مېشت شوي وو.

پاکستاني چارواکو مخکې ویلي و، چې له ګواښ سره مخ افغانان به نه شړي. د پاکستان د کورنیو چارو وزارت (د تلې په ۳۰مه) ویلي و، چې د بشري حقونو فعالان، د پخواني حکومت کارکوونکي، سیاسي څېرې، هنرمندان، مذهبي اقلیتونه او هغه کسان چې د لوېدیځو هېوادونو د انتقال دوسیې لري؛ خوندي دي.

خو په لسګونه فعالان، خبریالان او د پخواني حکومت کارکوونکي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې پاکستان ته پناه وړې وايي، چې د پولیسو بد چلند، ځورونې او تعقیب دوام لري.

کډوال زیاتوي، چې پاکستان د دوی د ویزو د تمدید غوښتنې نه مني او د دوامداره نیونو له امله یې له سختو رواني شرایطو سره مخ کړي دي.

طالبانو په ننګرهار کې د «بورې جوړولو» یوه دولتي فابریکه نړولې ده

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۵، ۰۱:۲۲ GMT+۰
طالبانو په ننګرهار کې د «بورې جوړولو» یوه دولتي فابریکه نړولې ده
100%

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي اسناد او ویډیوګانې ښيي، چې طالبانو د ننګرهار ولایت د جلال‌اباد ښار د اوومې ناحیې په چکنوري سیمه کې چې اوس‌مهال د «افغان مېنې» په نوم یادېږي؛ د بورې جوړولو دولتي فابریکه تخریب کړې ده.

د سیمې اوسېدونکي وایي، چې دغه فابریکه د شپې په تیاره کې نړول شوې او د فابریکې ماشینونه او وسایل ناڅرګند ځای ته انتقال شوي دي.

د اوسېدونکو د معلوماتو پر بنسټ؛ دغه فابریکه چې د وخت حکومت په لوړو لګښتونو او د متخصصینو د پلان له مخې په نهه جریبه ځمکه کې جوړه شوې وه، د بورې او قندو د تولید یوه ستره فابریکه بلل کېده.

که څه هم د ډاکټر نجیب‌الله د حکومت له پرځېدو وروسته د فابریکې دروازه تړلې وه؛ خو ماشینونه او وسایل یې په خپل ځای پاتې وو. د اسنادو له مخې؛ هماغه مهال د فابریکې د انجینیرانو او کارکوونکو لپاره شاوخوا ۱۵۰ فامیلي کورونه په همدې ساحه کې جوړ شوي وو.

یاد کارکوونکي تر اوسه په همدغه کورونو کې اوسېږي او هر کال به یې دوه مېلیونه افغانۍ د حق‌الاجارې په توګه د زراعت ریاست حساب ته د دولتي خزانې له لارې ورسپارلې؛ خو اوس دغه پیسې ۹۰۰زره افغانیو ته راټیټې شوې او د قرارداد له مخې شمس ترین شرکت ته سپارل کېږي.

اوسېدونکي وایي، چې له شمس ترین شرکت سره د قرارداد له لاسلیکېدو وروسته فابریکه تخریب شوې ده. هغوی ادعا کوي، چې په یاد قرارداد کې تر ۱۲۰زره ډالرو پورې بډې اخیستل شوې دي. د دوی په وینا؛ په ننګرهار کې د طالبانو مرستیال والي مولوي مصطفی، د یادې ډلې د کرنې ریاست د اجارې مدیر نواز شریف، د ښاروالۍ ساختماني رییس لیاقت، د استخباراتو د څېړنې څانګې غړی محسن او د استخباراتو د دفتر مدیر چې په ننګرهار کې د طالبانو د مخکېني د استخباراتو ریس ډاکټر بشیر له ډلې دی، په غیر مستقیم ډول په دغه قرارداد کې ښکېل دي.

د رسنیو د ملاتړ سازمان: پاکستاني پولیسو په تاوتریخوالي سره افغان خبریالان نیولي دي

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۵، ۰۱:۱۹ GMT+۰
د رسنیو د ملاتړ سازمان: پاکستاني پولیسو په تاوتریخوالي سره افغان خبریالان نیولي دي
100%

په جلاوطنۍ کې فعال د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ یو بنسټ «نی» وايي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په اسلام‌اباد کې پنځه افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په تاوتریخوالي سره نیول شوي دي.

دغه بنسټ د سې‌شنبې په ورځ (د لېندۍ ۴مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه خبریالان په جبري توګه افغانستان ته د اېستلو له ګواښ سره مخ دي. یاد بنسټ په پاکستان کې د خبریالانو او نورو افغانانو د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او د دغه هېواد له حکومته یې غوښتي، چې د طالبانو د فشار لپاره له افغان خبریالانو څخه د وسیلې په توګه کار وانه‌خلي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي نه یوازې له خپلې ازادۍ بې‌برخې شوي؛ بلکې د نیولو پرمهال له فزیکي او رواني تاوتریخوالي سره هم مخ شوي دي.

نی ټینګار کړی، چې د ازادۍ څخه محرومیت او د نیول شویو پر وړاندې د فزیکي او رواني تاوتریخوالي کارول «غیر انساني» چلند دی. د دغه سازمان په وینا؛ د پاکستان ملکي او پوځي ځواکونو د داسې کړنو په ترسره کولو سره له نړۍوالو قوانینو او ان د پاکستان د ملي قوانینو نه سرغړونه کړې ده.

دغه بنسټ د پاکستان له حکومته غوښتي، چې د افغان خبریالانو له اېستلو ډډه وکړي. په خبرپاڼه کې ویل شوي: «افغان خبریالان، د رسنیو کارکوونکي او د مدني ټولنې نور غړي که خپل هېواد ته لاړ شي؛ نو د مرګ له جدي ګواښ سره به مخ شي، د دغه زیان منونکو د ژوند ساتنه د هغو هېوادونو مسوولیت دی، چې دوی یې په خاوره کې ژوند کوي. »

په جلاوطنۍ کې دغه بنسټ دا هم ویلي، چې د طالبانو د فشار لپاره د یوې وسیلې په توګه د افغان ملکي وګړو او کډوالو کارول د دیني او اسلامي اصولو او د کډوالو د ساتنې لپاره د ټولو نړۍوالو قوانینو خلاف کړنه ده.

د خبریالانو ملاتړي دغه بنسټ زیاته کړې، د پاکستان حکومت باید پوه شي چې طالبان «د ژورنالیستیکې او مدني ټولنې دښمنان» دي او د دوی په نظر د دغه څانګو کارکوونکي «واجب‌القتل» ګڼل کېږي.

په وروستیو اونیو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو ډله‌ییزې نیونې او جبري ستنېدنې زیاتې شوې دي، د دوشنبې په ورځ د پناه غوښتونکو او په ځانګړې توګه د ښځو د وهلو، ډبولو راپورونه ورکړل شوي دي. اسلام‌اباد وروسته له هغې چې د طالبانو سره یې اړیکې ترینګلې شوې، د افغان کډوالو د بشپړ اېستلو لړۍ ګړندۍ کړې ده.

په بامیان او دایکنډي کې د«نسیم» راډیو نشرات بېرته پیل شول

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۴۰ GMT+۰
په بامیان او دایکنډي کې د«نسیم» راډیو نشرات بېرته پیل شول
100%

د «نسیم» په نوم سیمه‌ییزه راډیو چې له څو میاشتو راهیسې یې نشرات بند و، د سې شنبې په ورځ یو ځل بیا خپرونې پیل کړې. د طالبانو تر واک لاندې د بامیان مطبوعاتي دفتر اعلان کړی، چې دغې راډیو د بامیان د والي په همکارۍ او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همغږۍ فعالیت پیل کړی دی.

د اعلامیې له مخې، په بامیان کې د طالبانو والي عبدالله سرحدي د دې راډیو مسوولینو ته په ټینګار سره ویلي، چې د طالبانو د رسنیزو اصولو، ارزښتونو او پالیسیو بشپړ رعایت وکړي. هغه زیاته کړې، چې د بامیان سیمه‌ییزه اداره له هغو رسنیو هر اړخیزه ملاتړ کوي، چې د «اسلامي شریعت» په چوکاټ کې فعالیت کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د «نسیم» په نوم یادې رسنۍ د روان کال د زمري په میاشت کې وویل، چې له ۱۳ کلونو وروسته یې خپل نشرات بند کړي دي. د دغې راډيويي شبکې په یوې اعلامیه کې ویل شوي و: «کله زمانه دومره بې رحمه شي چې غږونه هم نه شي زغملی.»

د یادې راډيويي شبکې د نشراتو د بندېدو خبر ۵ ورځې وروسته له هغې خپور شوی و، چې په دایکنډي کې د طالبانو استخباراتو د دغې راډيو مدیر مسوول او دوه خبریالان ونیول.

د راپورونو له مخې، د یادې شبکې خبریالان هر یو سیف الله رضايي او مجتبی قاسمي د دایکنډي په مرکز نیلي ښار کې د یوې خبري غونډې په څنډه کې نیول شوي و او بیا د یادې راډیو مدیر مسوول سلطان علي جوادي هم د طالبانو د استخباراتو له لوري احضار شو، چې وروسته بیا په ضمانت سره خوشې شول.

د طالبانو استخباراتو په تېرو څلورو کلونو کې په کور دننه پر رسنیو محدودیتونه او څارنه زیاته کړې او همدارنګه په رسنیو کې سانسور یې هم ډېر شوی دی.

په دې موده کې ګڼ شمېر خبریالان او د رسنیو نور فعالین نیول شوي او یاد کسان د طالبانو له استخباراتو څخه تر راوتلو وروسته د سانسور تابع شوي او هر وخت په زړه کې وېره لري.

په افغانستان کې د رسنیو ځپنې د خبریالانو چارې ډېرې محدودې کړي او ورسره د اطلاعاتو سیستم ډېر پېچلی شوی دی.

د پاکستان دفاع وزیر: له دې وروسته له طالبانو څخه د کوم مثبت اقدام تمه نه لرو

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۳۰ GMT+۰
د پاکستان دفاع وزیر: له دې وروسته له طالبانو څخه د کوم مثبت اقدام تمه نه لرو
100%

د پاکستان د دفاع وزیر وايي، طالبان یوه ځان غوښتونکې ډله ده او پر هغوی باور کول «بې ګټې» دی. خواجه اصف ومنله، چې په افغانستان کې د طالبانو د بریا هرکلی پر دوی د ملنډو وهلو لامل شوی و، خو دوی د طالبانو لپاره هیله درلوده.

د پاکستان دفاع وزیر د سې شنبې په ورځ (د لیندۍ ۴مه) له «جیونیوز» سره په مرکه کې وویل، چې د طالبانو چلند هېڅ ډول بدل شوی نه دی او دا ډله افغانستان «د تباهۍ خواته بیايي.»

خواجه اصف د طالبانو هغه ادعا رد کړه، چې ګواکې پاکستان د افغانستان په ختیځ کې په هوايي بریدونو کې لاس لري. هغه وویل: «زموږ له لوري هېڅ برید نه دی شوی او هېڅ ملکي کس نه دی په نښه شوی. زموږ ځواکونه منظم دي او اصولو ته ژمن دي؛ موږ د طالبانو برعکس چې یوه خپره او بې‌ قاعدې ډله ده، هېڅکله ملکيان هدف نه ګرځوو.»

هغه ټینګار وکړ: «په هېڅ دین او ټولنه کې د منلو وړ نه ده، چې په یوه خاوره کې اوسې او هماغه ځای کې وینې تویې او ګډوډي رامنځته کړې. طالبان د کوم شریعت خبرې کوي؟»

د پاکستان د دفاع وزیر زیاته کړه، چې اسلام‌اباد په سیمه کې د سولې او ثبات غوښتونکی دی او د کړکېچ دوام د هېچا په ګټه نه دی.

هغه پر طالبانو نیوکه وکړه او ویې ویل، چې خلک اوس د هغه پوسټ لپاره ملنډې وهي چې هغه یو وخت د طالبانو په ملاتړ کې خپور کړی و. د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې له تړون وروسته اصف د افغان طالبانو په ملاتړ ټوېټ وکړ او ویې ویل، «ځواک ستاسو سره دی، مګر خدای زموږ سره دی. الله اکبر.»

خواجه اصف همدارنګه وویل، چې که طالبان غواړي د سوداګرۍ لپاره بدیلې لارې پیدا کړي یا له هند سره خپلې اړیکې پراخې کړي هېڅ خنډ او مخالفت ورسره نشته.

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې د افغانستان ختیځو سیمو کې د سې شنبې په شپه د پاکستان له لوري د هوایي بریدونو راپورونه خپاره شول. د سیمې اوسېدونکو او د طالبانو ځايي مسوولینو ویلي، چې په بریدونو کې ۹ماشومان او یوه مېرمن وژل شوي دي.

خو د پاکستان پوځ د دغه هېواد رسنیو ته ویلي، چې دوی په افغانستان کې کوم هوايي برید نه دی کړی.

په سیمه کې لا هم د وژل شویو کسانو د دقیق شمېر، د برید نوعیت او د بمبارد د موخې په اړه جزییات روښانه نه دي، خو د ملکي مرګ ژوبلې راپورونو د خلکو اندېښنې زیاتې کړې دي.

ذبیح‌الله مجاهد ویلي، چې طالبان «دغه سرغړونه او جنایت په کلکه غندي.» نوموړي زیاته کړې، چې طالبان به «په مناسب وخت کې دې بریدونو ته لازم ځواب ورکړي.»