عبدالباري عمر د سې شنبې په ورځ (د لیندۍ ۴مه) په یوه کنفرانس کې ویلي، چې د برېښنا په برخه کې ډېر پلانونه ترلاس لاندې لري او د عملي کولو لپاره یې وخت ته اړتیا ده.
هغه زیاته کړې: «په ډاډ ویلی شم چې د برېښنا په برخه کې تاسو لسګونه کلونه انتظار کړی؛ خو په درېیو کلونو کې به د برېښنا په برخه کې ۸۰ سلنه پر ځان بسیا شو.»
نوموړي هیله ښودلې، چې په دې هڅو سره افغانستان د برېښنا وارداتي هېواد نه، بلکې په صادراتي هېواد بدلېږي.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان تر نیمايي زیاته برېښنا وارداتي ده او ډېری یې هم له تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ایران څخه را واردېږي.
د ۲۰۲۴ کال په فبروري کې د افغانستان برېښنا شرکت اعلان وکړ، چې له ایران، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان څخه یې د وارداتي برېښنا ۶۲۷میلیونه ډالره پاتې شوي پورونه تادیه کړي دي.
تېر کال د ډسمبر په میاشت کې طالبانو له ازبکستان سره د راتلونکي کال لپاره د برېښنا د وارداتو تړون غځولی و. ورته تړون له ترکمنستان سره هم لاسلیک شوی و.
په سپتمبر کې ازبکستان د افغانستان له برېښنا شرکت سره د ۲۰۲۷ کال تر پیل پورې د پروژو د پلي کولو په اړه مالي تړون لاسلیک کړ. د دغه تړون له مخې به د ۲۲۰ او ۵۰۰ کیلو ولټه نویو برېښنا مزو او سب سټېشنونو د جوړولو لپاره ۲۵۰میلیونه ډالر لګول کېږي.
یاد طالب چارواکی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې ډېری هېوادوال د برېښنا له پرچاویو او نشتوالي له ستونزو سر ټکوي او د ورځني ژوند د چارو پر مخ بیولو لپاره له ګڼو سختیو سره مخ دي.
له دې سره، د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت مشر عبدالباري عمر همدا نن دا هم وویل، چې په هېواد کې د برېښنا د کمښت او پرچاوۍ یو علت په وروستیو کې هېواد ته د میلیونونو کډوالو بېرته راستنېدل دي.
هغه زیاته کړه، چې په اوسني وخت کې د برېښنا اعظمي تقاضا په موجوده شبکه کې ۱۱۵۲میګاواټه ده او دوی له دې جملې څخه ۸۲۹میګاواټه برېښنا لري چې په دې سره د ۳۲۲.۶میګاواټه برېښنا له کمښت سره مخ دي.