دا پریکړهلیک چې د افغان ښځو د خودجوش په نوم غورځنګ، د افغان ښځو د عدالت غوښتنې غورځنګ، د افغان ښځو د ازادۍ لار غورځنګ او د افغان مترقي ځواکونو غورځنګ له خوا خپور شوی، ټینګار کوي چې په افغانستان کې ښځې قربانیانې یا نندارچیانې نه دي، بلکې په ټولنه کې د بدلون لپاره ځواک دي.
په پرېکړهلیک کې راغلي، چې نجونې له زده کړو محرومې دي او ښځې له کار، سیاست، سپورت، روغتیا او ټولنیزو فعالیتونو څخه منع دي. د دې پریکړهلیک له مخې، افغان ښځې د وهل ټکولو، اعدامونو، خپل سر نیونو، جبري ودونو، جنسي تېري او د ښځینه فعالانو د ځپلو په څېر قضیو له امله د «سیستماتیک تاوتریخوالي» د ډولونو په توګه یادې شوې دي او دې مسلې ته جنسي وژنې، کلتوري جنسي وژنې او جنسیتي پارټایډ ویل شوي دي.
په پرېکړهلیک کې د هغو افغان ښځو او ماشومانو وضعیت چې په ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان او ایران کې پناه غوښتونکي دي، د «جوړښتي تاوتریخوالي یوه څرګنده بېلګه» وبلل شوه او د نیونو، ګواښونو، شړلو، د پولیسو ظلم، بېکوره کېدو، اساسي خدمتونو ته د لاسرسي نه لرلو او محدودیتونو په اړه اندېښنه څرګنده شوه.
دغو غورځنګونو د طالبانو حکومت «نامشروع او غېرقانوني» بللی او ټینګار یې کړی، چې د ښځو د حقونو له تضمین پرته هېڅ سیاسي تړون د منلو وړ نه دی. دوی په نړۍوالو سازمانونو او کوربه حکومتونو غږ کړی، چې د افغان ښځو د مقاومت څخه په اغېزمنه توګه ملاتړ وکړي د پناه غوښتونکو نیونې او جبري ستنېدنې ودروي، قانوني خوندیتوب او مرستې چمتو کړي او د بشري حقونو سرغړونکو سره قانوني چلند وکړي.
د پرېکړهلیک په وروستۍ برخه کې راغلي، چې «د طالبانو تر حاکمیت لاندې هېڅ مساوات یا اصلاحات ممکن نه دي او د دوی اصلي غوښتنه د طالبانو د واکمنۍ بشپړ پای او د ښځو ضد جوړښتونو له منځه وړل دي.
یادو غورځنګونو دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د نومبر ۲۵مه هر کال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړۍوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي. د دې ورځ شالید د دومینیکن جمهوریت د میرابل خویندو له وژنې سره تړاو لري، چې د ۱۹۶۰م کال د نومبر په ۲۵مه د یوه ظالم رژیم پروړاندې د خپلې مبارزې له امله ووژل شوې.