• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نبیل: هند د افغانستان په سوېل کې خپل حضور پراخوي او پاکستان یې امنیتي محاسبې ته اړ کړی

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۵، ۲۱:۴۶ GMT+۰

د مخکېني جمهوري نظام د ملي امنیت رییس رحمت‌الله نبیل وايي، په کندهار کې د هند د کونسلګرۍ د بیا پرانېستلو احتمال او د ډیلي-کندهار ترمنځ د مستقیمو الوتنو د پیل امکانات مهم پرمختګونه ګڼل کېږي.

هغه زیاته کړې: «پاکستان د افغانستان سوېل د خپل ستراتیژیک نفوذ ساحه ګڼي او اوس دې څرګندونو دا هېواد د امنیتي محاسبې ارزولو ته اړ کړی دی.»

رحمت‌الله نبیل د سې شنبې په ورځ (د لیندۍ ۴مه) پر اېکس پاڼه په خپله تحلیلي لیکنه کې ویلي، که د افغانستان په سوېل کې د هند اقدامات عملي شي، په دې سیمه کې به سیاسي، اقتصادي او استخباراتي حضور پیاوړی شي او د ستراتیژیکو هڅو لېوالتیا به زیاته شي.

نوموړي زیاته کړې: «پاکستان چې تل د افغانستان سوېلي سیمې خپل ستراتیژیک نفوذ ګڼلی، اوس د دې څرګندونو په رڼا کې خپل امنیتي محاسبات بیا ارزوي.»

د نبیل په خبره، په دې سره به مهمې سوداګریزې او ارتباطي لارې او د چابهار بندر فعال شي او ښایي د پاکستان اندېښنې او ورخطايي لا نوره هم زیاته شي.

د نوموړي له نظره، پاکستان د «مبادا بلوچستان او خېبرپښتونخوا ترڅنګ د سند جبهې» فعالېدو ته وارخطا دی.

د مخکېني جمهوري نظام د ملي امنیت رییس رحمت‌الله نبیل همداراز ویلي، چې دا هڅې د بېجینګ او واشنګټن محاسبې هم اغېزمنې کړي او د افغانستان سوېلي سیمه یې د سیمه‌ییزو سیالیو لپاره یو حساس ټکی جوړ کړی دی.

ترویج لرونکی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې
۱
ځانګړی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې

۲

د پاکستان په کراچۍ کې یوه خاوند خپله مېرمن له کوروالي څخه د انکار له امله وژلې ده

۳

طالبانو او ایراني چارواکو په مشهد کې د افغان بندیانو پر لېږد خبرې کړې دي

۴

متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو په لېست کې د بلوڅ وسله‌والو د شاملولو هڅه رد کړه

۵

په کوټه کې پر ښځینه ډاکټرې د تېزابو برید؛ د ډاکټر ماه نور ۳۵ سلنه بدن سوځېدلی

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: په هرو لسو دقیقو کې یوه ښځه د خپل ملګري یا د کورنۍ د غړي له خوا وژل کېږي

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۵۱ GMT+۰
ملګري ملتونه: په هرو لسو دقیقو کې یوه ښځه د خپل ملګري یا د کورنۍ د غړي له خوا وژل کېږي
100%

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړۍوالې ورځې په مناسبت، د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو او د یادې ادارې د ښځو دفتر د ۲۰۲۵ کال راپور خپور کړی، چې په کې ویل شوي، د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی په ټوله نړۍ کې د لسګونو زرو ښځو او نجونو د وژل کېدو لامل کېږي.

ملګرو ملتونو نن سې‌شنبه (د لیندۍ ۴مه) د دې راپور په خپرولو سره ویلي، چې هره ورځ په نړۍ کې شاوخوا ۱۳۷ ښځې او نجونې د خپلو نږدې ملګرو یا د کورنۍ د غړو له خوا وژل کېږي. له دې مخې، په هرو لسو دقیقو کې یوه ښځه د خپل ملګري یا د کورنۍ د غړي له خوا وژل کېږي.

راپور زیاتوي، په ۲۰۲۴ کال کې ۸۳ زره ښځې وژل شوې دي چې له دې ډلې ۵۰ زره یې د خپل ملګري یا د کورنۍ د غړو له خوا وژل شوې دي، چې د ښځو د وژنې ۶۰ سلنه برخه جوړوي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د پالیسۍ برخې مشرې سارا هندریکس ویلي دي، چې د ښځو وژنه د تاوتریخوالي د اوږدې لړۍ پایله ده، چې له انلاین ګواښونو، تعقیب او ځورونې پیلېږي او وروسته تر وژنې رسېږي.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په وینا، هره ښځه حق لري چې په خپل ژوند کې خوندي وي. دا اداره زیاتوي، چې د دې لپاره باید قوانین او سیستمونه داسې عملي شي، چې د تاوتریخوالي نښې ژر وپېژندل شي، عاملین یې له وژنې مخکې محاسبه شي او د ښځو د خوندیتوب لپاره قوي تدابیر ونیول شي.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړۍوالې ورځې په مناسبت، د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو او د یادې ادارې د ښځو دفتر د ۲۰۲۵ کال په راپور کې همداراز ویلي، چې د ملګري او کورنۍ له لوري د ښځو د وژنې تر ټولو لوړه کچه په افریقا کې ثبت شوې، ورپسې په امریکا، اوشینیا، اسیا، اروپا او نورو سیمو کې ثبت شوې ده.

په ټوله کې، راپور د ښځو د وژنې د مخنیوي لپاره د قانوني اصلاحاتو، عدلي سیستمونو، ډیجیټلي خوندیتوب او نړیوالې همکارۍ غوښتنه کوي.

امسو سازمان په پاکستان او ایران کې د مېشتو افغان خبریالانو لپاره انلاین کمپاین پیل کړ

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۲۳ GMT+۰
امسو سازمان په پاکستان او ایران کې د مېشتو افغان خبریالانو لپاره انلاین کمپاین پیل کړ
100%

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان (امسو) په پاکستان او ایران کې د مېشتو افغان خبریالانو د ملاتړ په موخه انلاین کمپاین پیل کړی. دغه سازمان په خپل کمپاین کې یو ځل بیا له پاکستان او ایران څخه غوښتي، چې د افغان خبریالانو جبري اېستل ودروي.

امسو نن سې‌شنبه (د لیندۍ ۴مه) په یوه خپاره شوي پیغام کې له خلکو غوښتي، چې په دغه کمپاین کې ورسره یو ځای شي.

د یاد سازمان مشر حامد عبیدي افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې له څو میاشتو راهیسې په پاکستان او ایران کې خبریالان نیول کېږي او د جبري ستنېدو له ګواښ سره مخامخ دي. د همدې وضعیت له امله، د خبریالانو د ملاتړ سازمان په تېرو دوو میاشتو کې د خبریالانو د ملاتړ او د هغوی د جبري ستنېدو د مخنیوي لپاره بېلابېل پروګرامونه پلي کړي دي.

ښاغلي عبیدي زیاته کړې، چې دوی د هشتګونو، غونډو او ډیپلوماټیکو اړیکو له لارې هڅه کړې چې دا لړۍ ودروي؛ خو د نوموړي په وینا، دغه مسله سیاسي اړخ لري او استخباراتي کړۍ پکې ښکېل دي، له همدې امله تر اوسه د پام وړ پایله نه ده ترلاسه شوې.

عبیدي وایي: «هیله لرم چې د افغان خبریالانو پر وړاندې روان تاوتریخوالی ژر تر ژره پای ته ورسېږي.»

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان په وروستیو ورځو په ځانګړي ډول بیا تېره شپه لسګونه افغانان د اسلام اباد له بېلال

د کډوالو د حقونو د څار سازمان: په پاکستان کې باید د مېشتو افغانانو خوندیتوب تضمین شي

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۱۷ GMT+۰
د کډوالو د حقونو د څار سازمان: په پاکستان کې باید د مېشتو افغانانو خوندیتوب تضمین شي
100%

د کډوالو د حقونو د څار سازمان نن سې شنبه (د لېندۍ ۴مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې پاکستاني پولیس تېره شپه د ارجنتینا پارک ته ننوتلي او هڅه یې کړې هغه افغان پناه‌غوښتونکي له هغه ځایه وباسي، چې له تېرو درېیو میاشتو راهیسې د خیمو لاندې پاتې وو.

دغه سازمان د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې دغه ډول کړنې سمدلاسه ودروي او له کډوالو ساتنه وکړي.

په راپور کې د عیني شاهدانو له قوله لیکل شوي، چې پولیسو د عملیاتو پر مهال له زور او تاوتریخوالي کار اخیستی او د ښځو په ګډون یې ځینې پناه غوښتونکي وهلي دي. د دغه سازمان په وینا، ډېری کورنۍ وېره لري، چې په جبري توګه افغانستان ته ستانه کېږي، چې دا کړنه به زیان منونکې کورنۍ له جدي ګواښ سره مخ کړي.

دغه سازمان ټینګار کوي، په یاد پارک کې مېشتې کورنۍ چې ښځې، ماشومان او ډېر عمر لرونکي کسان په کې شامل دي، هېڅ بدیل سرپناه یا رسمي ملاتړ نه لري او هر ډول جبري ستنول به یې د ژوند او امنیت لپاره جدي ګواښ رامنځته کړي.
د کډوالو د حقونو د څار نړۍوال سازمان له نړۍوالو سازمانونو، هېوادونو، ملګرو ملتونو، د کډوالو نړۍوال سازمان، د بښنې نړۍوال سازمان، د کډوالو عالي کمېشنري او د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کړې، چې سملاسي دې د افغان کډوالو د اېستلو او نیولو لړۍ ودروي، د ټولو اغېزمنو کورنیو خوندیتوب، کرامت او هوساینه ډاډمنه کړي، بېړنۍ مرستې چمتو او د ساتنې یوه شفافه پروسه جوړه کړي.

دغه سازمان همدا راز له رسنیو، د بشري حقونو له فعالانو او نورو شریکانو غوښتنه کړې، چې د دې وضعیت په راپور ورکولو او شریکولو سره د دغو زیان‌منو پناه‌ غوښتونکو د خونديتوب ملاتړ وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره شپه شاوخوا یوه بجه پاکستاني پولیسو په ارجنټینا پارک کې د افغان کډوالو پر خیمو چاپه ووهله او څه باندې ۲۰۰ کسان یې د حاجي کمپ په نوم د کډوالو د لېږد مرکز ته انتقال کړل. ویل کېږي، چې پولیسو د ښځو په ګډون څو کسان وهلي او ټکولي هم دي.

د پښتونخوا نشنل عوامي ګوند: طالبان له ژور ملي مشروعیتي کړکېچ سره مخ دي

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۰۸ GMT+۰
د پښتونخوا نشنل عوامي ګوند: طالبان له ژور ملي مشروعیتي کړکېچ سره مخ دي
100%

د پښتونخوا نشنل عوامي ګوند شریک مشر مختار خان یوسفزي ویلي، چې طالبان له ژور ملي مشروعیتي کړکېچ سره مخ دي او باید د یوه ټول‌ګډونه او ولسواک نظام د جوړولو لپاره بېړني ګامونه واخلي.

یوسفزي چې د پېښور په اسلامیه کالج کې یوې علمي غونډې ته خبرې کولې، د افغانستان اوسنی وضعیت د«ځنګل له قانون» سره تشبیه کړ او ویې ویل، چې له قانون پرته ټولنه د دوامدارې بې‌ثباتۍ پر لور ځي.

هغه د پاکستان وروستي هوايي بریدونه وغندل او دا یې د افغانستان پر ملي حاکمیت ښکاره تېری وباله. یوسفزي ټینګار وکړ، چې د ملکي خلکو وژل هېڅ توجیه نه لري او اسلام‌اباد باید د تاوتریخوالي پر ځای د ډیپلوماسۍ لار خپله کړي.

نوموړي طالبان وهڅول، چې د اساسي قانون او ټول‌ګډونه حکومت پر جوړولو کار وکړي، څو هېواد له اوسني امنیتي او سیاسي کړکېچ څخه ووځي.

یوسفزي د افغان کډوالو جبري اېستل د نړۍوالو اصولو خلاف وبلل او پر افغانانو یې غږ وکړ، چې د احتمالي خطرونو پروړاندې متحد پاتې شي.

هغه وویل، چې د افغانستان کړکېچ هغه وخت حل کېدای شي چې ټولو خلکو ته د سیاسي ګډون مساوي حق ورکړل شي او یو ملي او د خلکو پر رایه ولاړ حکومت رامنځته شي.

ملګري ملتونه: د افغانستان په ختیځ کې په هوايي بریدونو کې ملکي وګړي وژل شوي دي

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۷:۴۸ GMT+۰
ملګري ملتونه: د افغانستان په ختیځ کې په هوايي بریدونو کې ملکي وګړي وژل شوي دي
100%

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) د سې شنبې په ماښام په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوشنبې په شپه په خوست او کونړ ولایتونو کې په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

دغه ادارې په خپله خبرپاڼه کې یو ځل بیا د ملکي وګړو د ساتنې لپاره د نړۍوال بشري قانون د درناوي غوښتنه کړې.

طالبانو مخکې د برید پړه پر پاکستاني پوځ اچولې وه؛ خو د پاکستان حکومت یې مسوولیت نه دی منلی.

ذبیح‌الله مجاهد ویلي، چې طالبان «دغه سرغړونه او جنایت په کلکه غندي.» نوموړي زیاته کړې، چې طالبان به «په مناسب وخت کې دې بریدونو ته لازم ځواب ورکړي.»