د پښتونخوا نشنل عوامي ګوند: طالبان له ژور ملي مشروعیتي کړکېچ سره مخ دي

د پښتونخوا نشنل عوامي ګوند شریک مشر مختار خان یوسفزي ویلي، چې طالبان له ژور ملي مشروعیتي کړکېچ سره مخ دي او باید د یوه ټولګډونه او ولسواک نظام د جوړولو لپاره بېړني ګامونه واخلي.

د پښتونخوا نشنل عوامي ګوند شریک مشر مختار خان یوسفزي ویلي، چې طالبان له ژور ملي مشروعیتي کړکېچ سره مخ دي او باید د یوه ټولګډونه او ولسواک نظام د جوړولو لپاره بېړني ګامونه واخلي.
یوسفزي چې د پېښور په اسلامیه کالج کې یوې علمي غونډې ته خبرې کولې، د افغانستان اوسنی وضعیت د«ځنګل له قانون» سره تشبیه کړ او ویې ویل، چې له قانون پرته ټولنه د دوامدارې بېثباتۍ پر لور ځي.
هغه د پاکستان وروستي هوايي بریدونه وغندل او دا یې د افغانستان پر ملي حاکمیت ښکاره تېری وباله. یوسفزي ټینګار وکړ، چې د ملکي خلکو وژل هېڅ توجیه نه لري او اسلاماباد باید د تاوتریخوالي پر ځای د ډیپلوماسۍ لار خپله کړي.
نوموړي طالبان وهڅول، چې د اساسي قانون او ټولګډونه حکومت پر جوړولو کار وکړي، څو هېواد له اوسني امنیتي او سیاسي کړکېچ څخه ووځي.
یوسفزي د افغان کډوالو جبري اېستل د نړۍوالو اصولو خلاف وبلل او پر افغانانو یې غږ وکړ، چې د احتمالي خطرونو پروړاندې متحد پاتې شي.
هغه وویل، چې د افغانستان کړکېچ هغه وخت حل کېدای شي چې ټولو خلکو ته د سیاسي ګډون مساوي حق ورکړل شي او یو ملي او د خلکو پر رایه ولاړ حکومت رامنځته شي.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) د سې شنبې په ماښام په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوشنبې په شپه په خوست او کونړ ولایتونو کې په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
دغه ادارې په خپله خبرپاڼه کې یو ځل بیا د ملکي وګړو د ساتنې لپاره د نړۍوال بشري قانون د درناوي غوښتنه کړې.
طالبانو مخکې د برید پړه پر پاکستاني پوځ اچولې وه؛ خو د پاکستان حکومت یې مسوولیت نه دی منلی.
ذبیحالله مجاهد ویلي، چې طالبان «دغه سرغړونه او جنایت په کلکه غندي.» نوموړي زیاته کړې، چې طالبان به «په مناسب وخت کې دې بریدونو ته لازم ځواب ورکړي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د «عدالت لپاره جایزې» پروګرام د یادې ډلې د دوو لوړپوړو مشرانو د نیولو او محاکمې لپاره د معلوماتو په بدل کې د ۱۵میلیونه ډالر انعام اعلان کړی دی.
لانګ وار ژورنال رسنۍ وایي چې د دغه پروګرام له خوا په خپاره شوي اعلان کې راغلي چې ۱۰ میلیونه ډالر د دې شبکې پر مشر «اسامه محمود» او ۵ میلیونه ډالر یې د هغه پر مرستیال«عاطف یحیی غوري» ټاکلي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه اعلان د ۲۰۲۵م کال د نومبر پر ۲۴مه کړی، او ویلي یې دي چې محمود او غوري له نږدې یوې لسیزې راهیسې د «القاعده د هند په لویه وچه کې» شبکې په مشرۍ او مهمو عملیاتي فعالیتونو کې کليدي رول لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د القاعده ډلې دا څانګه د طالبانو په ملاتړ او اجازه د افغانستان له خاورې فعالیت کوي او د القاعدې مرکزي مشرۍ سره د اسیا په جنوب او منځ کې د عملیاتو په تنظیم او همغږۍ کې مرسته کوي.
په افغانستان، پاکستان، هندوستان، بنګلهدېش، برما او سیمهییزو هېوادونو کې د ډلو د اړیکو او فعالیتونو د اسانتیا لپاره دا ډله یوه مهمه کړۍ بلل کېږي.
القاعده د هند په لویه وچه کې شبکه په ۲۰۱۴م کال کې د القاعده مخکیني مشر ایمن الظواهري په یوه ویډیویي پیغام کې اعلان کړه. هغه وخت الظواهري وویل چې دا شبکه د پام وړ دوو کلونو هڅو وروسته د مجاهدینو د متحد کولو لپاره رامنځته شوې او د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر مجاهد تر امر لاندې فعالیت کوي.
ایمن الظواهري د ۲۰۲۲م کال په جولای کې په کابل کې د طالبانو په یوه خوندي کور کې د امریکا د بېپیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

دا ډله د اعلان له وخته د سیمې په ګڼو ترهګریزو بریدونو کې ښکېله ګڼل شوې ده، چې پکې د پاکستان د سمندري ځواکونو د بېړیو د نیولو هڅه او د امریکا او هند پر جنګي بېړیو احتمالي بریدونه شامل دي.
ددې شبکې د رامنځته کېدو اصلي هسته په کراچۍ کې ګڼل کیږي او ډېری غړي یې هم د پاکستان د هغو جهادي ډلو غړي دي چې یو وخت یې ددغه هېواد له څارګرو ادارو سره نږدې اړیکې پاللې.
دغه شبکې د طالبانو ترڅنګ د افغانستان د بیا نیولو په جګړه کې هم برخه اخیستې وه. د راپورونو له مخې، د « ای کیو اې ایس» یو شمېر قوماندانان او جنګيالي د طالبانو په نظامي جوړښت کې ځای پر ځای شوي او ځینې یې د طالبانو په اوسني حکومت کې دندې لري.
د امریکا حکومت «ای کیو اې ایس» ډله په ۲۰۱۶م کال کې د «بهرنیو ترهګرو سازمانونو» په نوملړ کې شامله کړې وه.
امریکايي چارواکي وایي چې محمود او غوري د افغانستان په ۱۳ولایتونو کې د القاعده د روزنیزو کمپونو، خوندي مرکزونو، دیني مدرسو، تبلیغاتي مرکزونو او د وسلو د زېرمو په جوړولو او پیاوړي کولو کې مهم رول لوبولی دی.
اسامه محمود څوک دی؟
اسامه محمود، چې په ابو زر، عطاالله او زر ولي هم مشهور دی، د«القاعده د هند په لویه وچه کې» ډلې د لومړي مشر عاصم عمر له وژل کېدو وروسته د دې شبکې مشري په غاړه واخیسته.
محمود مخکې د دغه شبکې ویاند و او د القاعده د رسنیز مرکز «السحاب» په ګڼو ویډیوګانو او پیغامونو کې لیدل شوی دی.
هغه یو پاکستانې وګړې دی او د امریکا په وینا، باور کېږي چې په افغانستان کې پټ دی.
امریکا محمود په ۲۰۲۲م کال کې د «نړیوال ترهګر» په نوم نوملړ کې شامل کړی و.

غوري هم دپاکستان تبعه او دنړیوال اسلامي پوهنتون پخوانی محصل دی؛ دا هماغه پوهنتون دی چې د «القاعده د هند په لویه وچه کې» ډلې پخوانی مرستیال احمد فاروق پکې زده کړي کړې وې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین پر افغانستان د پاکستان په بمباریو کې د بېګناه ماشومانو او ښځو وژل ترهګري، غیرانساني، غیراسلامي او د نړیوالو قوانینو خلاف عمل بللی. پشتین وايي، پاکستاني جنرالانو یو شمېر پښتانه سیاستوال، مشران او خبریالان په پیسو اخېستي.
نوموړي د سې شنبې په ورځ پر ټولنیزو شبکو په خپل یادښت کې ویلي، « چون لوبه د پښتون په سیمه کوي، نو په دې لوبه کې په سیاسي میدان کې د پښتنو د وېشلو، بېاتفاقه ساتلو او د یو بل سره د مرستې نهکولو فضا د جوړولو لپاره پنجابي جرنیلانو یو شمېر پښتانه سیاستمداران، سیمهییز مشران او صحافیان په بیه اخیستي دي، څو دوی په سیاسي توګه د پښتنو ترمنځ دښمني، یو بل سره د مرستې نهکول او بېاتفاقه ساتلو کار په دوامداره توګه وکړي».
پشتین وايي، ماشومان اوښځې وژل، بېګناه میشت کډوال وهل او ژړول د ترهګرۍ ضد کړنې نه دي بلکې پخپله ترهګري ده.
هغه زیاته کړې، « په اسلام اباد کې اروپایي هیوادونو ته د تګ په انتظار کې د لږ مودې لپاره میشت افغانانو باندې پاکستاني چارواکو سخت تشدد پیل کړی دی، او بندي کوي یې».
د پښتون ژغورنې غورځنک مشر، چې د پاکستان د پوځ او څارګرو ادارو منتقد دی او په ګڼو غونډو او پرلتونو کې یې ددغه هېواد پر ترهګرۍ ضد جګړه او سیاستونو نیوکې کړې، وايي، چې «پاکستان په افغانانو ظلم جبر کوي، او د پنځوسو کالونو راهیسې په افغانستان کې منفي مداخلت کوي او بیا هیله کوي چې د دې په بدل کې دې افغانان د دوی سره مینه او احترام وکړي».
نوموړی وايي، چې په انساني فطرت کې داسې څه ممکن نه دي.
منظور پشتین زیاتوي، «پاکستان اوس د کوزې پښتونخوا د بېګناه پښتنو ماشومانو او ښځو د وژلو تر څنګ، په بر طن کې هم د پښتنو ماشومانو او ښځو د وژلو لړۍ پیل کړې ده».
هغه ترهګري یوه پلمه ګڼي او په دې باور دی، چې په اصل کې د پښتنو ماشومان، ښځې او کورونه په نښه کیږي.
منظور پشتین پاکستان تورن کړی، چې د لویدیزونو ځواکونو د جګړې پروژه پرمخ وړي چې سي پیک بند شي، خو وايي، لوبه به پاکستان په داسې ډول، چې ده ورته د شیطانت اصطلاح کارولې، مخ ته وړي چې «چین ته به دا هر څه سم ښکاري، د مغربي قوتونو د چین کاروباري لار اودرولو منصوبه به هم پوره کیږي، د هغو څخه به هم ډالر اخلي او چین ته به هم داسې ماحول جوړ کړي چې د "سیپیک د تحفظ" په نوم پیسې ورکړي».
هغه وايي، چې دا لوبه د پښتنو په سیمه کې کوي، نو په دې لوبه کې په سیاسي د پښتنو د بې اتفاقۍ هڅې کوي.

په مسکو کې د طالبانو سفیر مولوي ګل حسن حسن، د شانګهای همکارۍ سازمان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي بختیار حکیموف سره کتلي او په شانګهای سازمان کې د افغانستان د ناظر غړیتوب د بیا فعالېدو په اړه یې خبرې کړي دي.
په مسکو کې د طالبانو سفارت پر ایکس لیکلي، چې دواړو لوریو د شانګهای سازمان د وروستۍ غونډې پر نتایجو او په راتلونکو ناستو کې د افغانستان د ناظر غړیتوب د بیا فعالېدو پر موضوع خبرې کړې دي.
د سفارت له خوا د خپرو شویو جزییاتو له مخې، په خبرو اترو کې د نظرونو تبادله شوې او د افغانستان د ناظر رول د فعالولو د اړتیا په اړه بحث شوی.
حکیموف ټینګار کړی چې باید شته خنډونه لرې شي او اړوندې خواوې روانې اړیکې او خبرې دوامدارې وساتي.
هغه په خپلو څرګندونو کې ویلي چې د شانګهای همکارۍ سازمان په چوکاټ کې د افغانستان د ناظر په توګه ګډون د ټولو غړو هېوادونو په ګټه دی او کولی شي د ګډ امنیت، اقتصادي همکاریو او سیمهییزو اړیکو په پیاوړتیا کې رول ولوبوي.
د یادونې وړ ده چې افغانستان تر دې مخکې د شانګهای همکارۍ سازمان ناظر غړی و، خو په وروستیو کلونو کې یې فعالیت غیرفعال شوی.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان او په اسلام اباد کې د تاجکستان سفیر یوسف شریف زاده د افغانستان او له ترهګرۍ سره د مبارزې په تړاو د همکارۍ د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.
له دې وړاندې یوسف شریف زاده او د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف په یوه لیدنه کې ویلي وو چې د افغانستان وضعیت په مستقیم ډول د سیمې امنیت اغیزمنوي.
طالبانو په دې وروستیو کې له تاجکستان سره د اړیکو رغولو هڅه کړې او یو تاجکستانی جګپوړی پلاوی همدا میاشت کابل ته د دوه اړخیزو امنیتي او سرحدي مسایلو په تړاو تللی و.
تاجکستان په افغانستان کې له میشتو وسه والو جنګیالیو اندېښمن دی.
پاکستان هم په وار وار پر طالبانو تور پورې کړی، چې د پاکستاني طالبانو ملاتړ کوي، خو طالبان ټي ټي پي د پاکستان کورنۍ موضوع ګڼي.